د دالرو ارزښت راکښته کیدو لاملونه

AELSO نوامبر 15, 2024 Afghanistan Economy Watch

امین ستانکزی؛ د پوهنتون استاد

سریزه

په نړیوال اقتصاد کې د اسعارو ارزښت تل د بېلابېلو فکټورونو او حالاتو تر اغېزو لاندې وي. ډالر، چې نړیواله اصلي ارزښتناکه کرنسي ګڼل کیږي، هم د نړیوالو سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو بدلونونو څخه اغېزمن شوی. په دې مقاله کې به په هغو عمده نړیوالو او داخلي علتونو خبرې وکړو چې د ډالرو د ارزښت کمیدو لامل شوي دي او دا چې څنګه د افغانۍ د ارزښت لوړیدل زموږ د هیواد په پالیسۍ او د نړیوالو تحولاتو سره تړاو لري.

دلته به په هغه نړیوالو علتونو خبرې وکړو، چې د ډالرو ارزښت کمېدو لامل شویدي، د افغانیو ارزښت لوړیدلو ځېنې عوامل په موږ او زموږ د حکومت په پالیسیو پورې هم تړلي دي.


د دالرو ارزښت راکښته کیدو لاملونه

لومړی دادی، کله چې په امریکا کې اقتصادي ودې کموالی یا رکود رامنځته شي، نو د ډالرو ارزښت ورسره را لویږي، که په امریکا متحده ایالاتو کې اقتصادي وده کمه شي یا اقتصادي رکود رامنځته شي، د ډالرو په ارزښت منفي اغېز کوي. د خراب اقتصاد په صورت کې، پانګه وال په نوره نړۍ کې په باثباته او ګټورو فرصتونو پسې ګرځي، چې د ډالرو تقاضا کموي،سیاسي ثبات هم پدې برخه باندې زیات تاثیر لري، راپورونه وایي چې د امریکا متحده ایالاتو اقتصادي وده ورو شویده او دوی هیله لري، چې په ۲۰۲۵ کال کې به بیرته عادي حالت ته لاړه شي.

د نړیوالو اقتصادي ځواکونو( چین اروپا، روسیه ) اقتصادي وده هم د ډالرو ارزښت راکمولی شي.

دویم دادی، چې د سود په نرخونو کې کموالی، هم د کرنسۍ ارزښت را کموي، د مرکزي بانک ( (Federal Reserveلخوا د سود نرخونو راټیټول د ډالر ارزښت کموي. که په نورو هېوادونو کې سودي نرخونه لوړ وي، نو پانګه وال خپلې پانګې نورو کرنسيو ته اړوي، ترڅو ډېرې ګټې ترلاسه کړي او د interest rate راکمول د نوې پانګونې لپاره یوه تګلاره او پالیسي ده، چې هېوادونه یې وړاندې کوي.

درېیم دادی، چې د De-dollarization هڅو پدې وروستیو کې ډیر زور اخیستی دی، ځینې هېوادونه، په ځانګړي ډول چین او روسیه، هڅه کوي چې په نړیوال تجارت کې له ډالرو څخه کار اخیستنه کمه کړي. د بریکس غړو هېوادونو د ډالرو نه راکړې ورکړې پریکړې هم خپل اثر پریباسلی دی، دا هڅې د ډالرو نړیوال اهمیت راکمولو لامل کیږي، چې د دې ارزښت په ټیټیدو اغېز کوي، همدارنګه د نورو هېوادونو اقتصادي پالیسۍ او د ډالرو پر وړاندې د سود نرخونو توپیر راوړل هم د ډالرو ارزښت کمولی

شي.

څلورم دادی، چې د هر میلادي کال په اخیرو درې څلور میاشتو کې ډالر څه نا څه ښکته راځي دا زیات علتونه لري، یو علت یې دادی، چې خپله مرکزي بانکونه د نغدې شتمنیو د نه ساتلو لپاره پالیسي کاروي تر څو خلک پانګونه وکړي او کاروبارونه ایجاد شي، پدې کې هره کرنسۍ interest rate هم تاثیر لري.

دویم دلیل یې دادی، چې کال پای ته رسیږي، ډیرې پروژې پاتې وي نو د هغوی خلاصول هم لازمي وي نو ځکه ډیرې روپۍ راځي او طبیعي ده، چې عرضې ډیر والي سره ارزښت کمیږي.

د 2023 کال په وروستیو درې میاشتو ( اکتوبر، نومبر او ډیسمبر ) د ډالرو ارزښت را ښکته او تر 65 پورې یو ډالر را ورسیده. ځکه چې د میلادي کال په اخیرو میاشتو کې د بودیجې د مصارف فعالیتونه سرعت پیدا کوي او بازار ته ډالر پمپ کیږي.

د ( 2022 ) کال د ډیسمبر په میاشت کې یو امریکایي ډالر 85 افغانۍ وه نو د همدې احصایې له مخې ویلی شو چې دا حالت تقریبا هر کال تکرار شویدی او د نورو فکټورونو له دخالت پرته بیرته نارمل حالت ته تللی دی، پداسې حال کې چې د همدې کال په لومړیو میاشتو کې ډالر په ۹۱+ تبادله کیده.

پنځم دادی، چې سیاسي بې ثباتي یا نامعلوم حالت رامنځته شي، که په امریکا متحده ایالاتو کې سیاسي بحران یا د حکومت کمزورتیا رامنځته شي، د پانګه والو باور په ډالرو کمیږي. سیاسي ناارامۍ د نړیوالو پانګه والو لپاره د ډالر ارزښت ټیټوي، ځکه دوی ممکن خپل پانګې له امریکا بهر انتقال کړي.

د سیاسي ثبات په برخه کې د امریکا ټولټاکنې، منځني ختیځ کړکیچ، د اوکراین جګړه، نړیوالو بندیزونو پلي کول او داسې نور موارد شاملیدلی شي.

شپږم دادی، چې کله د سوداګرۍ کسر زیاتوالی رامنځته شي، د ارقامو او احصایو له مخې د امریکا د سوداګرۍ کسر د تېر جون میاشتې راهسې زیات شویدی، کله چې امریکا د نورو هېوادونو په پرتله ډېر واردات کوي او صادرات یې کم وي، د سوداګرۍ کسر زیاتېږي، چې د ډالرو تقاضا راکموي او پدې توګه یې ارزښت هم کمېږي، که همدې فورمول ته متوجه شو نو په راتلونکې کال کې د افغانیو هم خیر نشته خو چې د ژغورنې نور فکټورونه یې حمایت و کولی شي.

اووم دادی، چې نور هېوادونه د اقتصادي پرمختګ لپاره د نویو اوصولو له مخې کار کوي او امریکا د نړیوالو کړکیچونو، جنجالونو او جګړو کې ښکیل ده، چې پدې سره یې توجه هماغه خواته ده او د اقتصادي برخې لپاره یې په هغه اندازه توجه نشته .

اتم دادی، چې د ډالرو د لا کمزوري کېدو ویره، یو عمومي ذهنیت دادی، چې ډالر به نور هم کمزوری شي نو پانګونه پکې نه ترسره کیږي یا کمه ترسره کیږي، خو امریکایان دې خبرې ته په پوره اطمنان ځواب ورکوي او دا هیله یې څرګنده کړېده، چې د راتلونکې کال په جریان کې به اقتصادي وده بیرته خپل حالت ته راشي او پدې سره به په نړیوال مارکیټ کې د ډالرو ارزښت بیرته

لوړ شي.

نهم دادی، چې په بهرنیو اسعارو د حکومت له لورې محدودیتونه ولګول شي، که حکومت یا مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو په تبادلې او راکړې ورکړې محدودیتونه ولګوي، یا په دې برخه کې سخت کنټرولونه رامنځته شي، نو خلک ممکن ډالرو ته لاسرسی کم کړي. دا ډول اقدامات کولای شي د ډالرو تقاضا راټیټه او د افغانۍ تقاضا لوړه کړي، پدې کې د ډالرو قاچاق هم شاملیږي، چې حکومت یې په کلکه مخنیو کړیدی.

لسم دادی، چې د نغدو پیسو جریان رامنځته کېدل، د نغدو ډالرو په وارداتو کې زیاتوالی یا د نړیوالو مرستو رارسیدل هم په موقتي ډول د ډالرو نرخ را ښکته کولای شي. د بهرنیو مرستو راتګ او د ډالرو موجودیت زیاتوالی د دې پیسو په عرضه کې زیاتوالی رامنځته کوي، چې د نرخ راکمولو لامل ګرځي.چې دا چاره د میلادي کال په وروستیو میاشتو کې د مالي کال د څلورمې ربعې بودیجې سره د نه مصرف شوې بودیجې برخه هم زیاتوي.

لارښوونې دادی، چې بیا هم زموږ سپارښتنه داده، چې له کاروباریانو او صرافانو پرته دې زموږ عام وګړي پدې پروسه کې خپل ځانونه نه دخیلوي، چې بیا له تاوان سره مخامخ کیدای شي، چې زموږ عام خلک ددې تاوان زور نه لري ، څوک یې کاروباریان دي هغوی بیا لکه د عامو خلکو غوندې چیغې نه وهي، چې هله ډالر ښکته شول هله پورته شول پدې معنی چې هغوی ته یې پریږدئ چې څنګه مارکیټ کې ځان ساتي او مقابله کوي.

که چیرته بیاهم تاسې پدې پروسه کې علاقه مندي لرئ او یاهم، که چیرته ډالر لرئ او ارزښت ته یې اندیښمن یاست نو نوې پانګونه وکړئ، موټر واخلئ ، سره زر سپین زر واخلئ ، ځمکې او باغونه واخلئ، د کور ترمیم وکړئ، کوچني کاروبارونه پیل کړئ پدې سره به مو عاید هم زیاتوالی وکړي او تاسې به د ډالرو او افغانیو د ښکته او پورته کېدو له امله نه وی زیانمن شوي.

په اسعارو کې د ارزښت ښکته کېدل او پورته کېدل یوه عادي چاره ده، نو د مسلک خلک باید پرې تحلیل او تحقیق وکړي او نور خلک ورته غوږ ونیسي، نه دا چې عامه اذهان خراب او په لوی لاس د زیان خواته خلک سوق کړل شي .زما په فکر د ډالرو نرخ کمیدل تقریبا یوه لنډ مهاله ستونزه ده او دا حالت په هرې کرنسۍ راتلونکی دی

پایله

د ډالرو ارزښت کمیدل یوه طبیعي او لنډمهاله پروسه ده چې په نړیواله کچه سیاسي، اقتصادي او مالي عوامل پرې مستقیم تاثیر لري. لکه څنګه چې په دې تحلیل کې ولیدل شول، د امریکا اقتصادي ودې کمزوري، د سود نرخونو بدلون، او د نړیوالو هڅو لکه De-dollarization په ډالرو منفي اغېزې کوي. سربېره پر دې، د کال پای اقتصادي فعالیتونه او د پانګوالو عکس‌العملونه هم د ډالرو په ارزښت کمېدو کې مهم رول لري. زموږ د هیواد خلکو ته اړینه ده چې په دې برخه کې له احتیاطه کار واخلي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه غوره کړي، تر څو د نغدو اسعارو په بدلون کې له زیان څخه خوندي پاتې شي.