د تشبث سمینار – ننگرهار
د تشبث سمینار د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې (AELSO) په نوښت او د تابش پوهنتون په همکارۍ، د جلالاباد په ښار کې ترسره کېږي.
د تشبث سمینار د ځوانانو لپاره یو استثنایي فرصت دی چې د تشبث، اقتصادي پراختیا، د بې وزلۍ کمولو، سوکالۍ او روزنې په اړه ښه پوهاوی وشي چې څنګه تخلیقي نظریات په عمل بدل کړي.
په دې پروګرام کې به د (AELSO) مؤسسې د ۲۰۲۶ کال د تشبث کمپ کې د ګډون لپاره اړینې لارښوونې وړاندې شي، همدارنګه به په ننګرهار کې د تشبث د فرصتونو، د ملاتړ څرنګوالي او د مناسب بستر د برابرولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشي.
که تاسو په ننګرهار ولایت کې حضور لرئ او د تشبث په اړه د نویو موضوعاتو او مهارتونو د زده کولو مینه وال یاست، همدا شېبه به دې پروګرام کې د کډون لپاره د لاندې لینک له لارې نوم لیکنه وکړئ.
وخت: چهارشنبې ورځ، ۲۰۲۶م، ۲۸ جنوري، د سهار له ۹:۰۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې.
د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: دوشنبې
ورځ، ۲۰۲۶م، ۲۶ جنوري، د ماسپښین ۱۲:۰۰ بجې
ځای: د تابش پوهنتون کنفرانسونو تالار