افغانستان د خپلو اوړو ۶۰ سلنه اړتیاوې له کورني تولید پوره کوي

 د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې افغانستان اوسمهال د خپلو کلنیو اوړو شاوخوا ۶۰ سلنه اړتیاوې له کورني تولید پوره کوي.

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ افغانستان په کال کې شاوخوا ۶ میلیون ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې ۳.۵ میلیون ټنه یې په هېواد کې دننه تولیدیږي.

  دهېواد اقتصادي مرستیالۍ زیاته کړې؛ اوسمهال په هېواد کې د نږدې ۱۵۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د اوړو د تولید ۲۰۰ فابریکې فعالې دي او په دې ۲۰۰ فابریکو کې ۲ زره ۵۰۰ کسان هره ورځ کار کوي.

اړوند چارواکو زیاته کړې؛ د اړتیا وړ یو میلیون ټنه اوړه دا ۲۰۰ فابریکې او پاتې نور سیمه‌ییزې کارخونې تولیدوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ويلي، چې اسلامي امارت د غنمو او اوړو وارداتي تعرفې د اوړو د سکټور د پیاوړي کولو لپاره کمې کړي، چې نه یوازې له بزګرانو ملاتړ کوي، بلکې د غنمو د قاچاق مخه هم ورسره نیول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حاصلاتو په موسم کې د کورنیو غنمو پېر په مناسب قیمت تضمین او د بازار اړتیاوې پخپل وخت پوره کیږي.

د خصوصي سکټور ملي غونډه د نړۍوالو استازو په حضور کې جوړه شوه

د خصوصي سکټور ملي غونډه د سرپرست حکومت، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د یو شمېر چارواکو په ګډون جوړه شوه. 

په دغه غونډه کې په هېواد کې د وړو، منځنیو او لویو کاروبارونو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار وشو.
 د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دې غونډه کې د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د ۱۹۳ پروژو د پلي کولو خبره وکړه او له دغو بنسټونو یې وغوښتل چې په ټول افغانستان کې د اوږدمهالې کارموندنې او بنسټیزو پروژو ملاتړ وکړي او راستنو شویو کډوالو ته لومړیتوب ورکړي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي و ویل: «هغه پروګرامونه چې موږ یې تعقیبوو هغه د مشخصو یو څو ولایتونو دي. د نړۍوالو بنسټونو کوم استازي چې دلته دي له هغوی غواړو چې ټول افغانستان تر پوښښ لاندې ونیسي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وايي: «هغه افغانان چې تخصص لري او هېواد ته راستنیږي هغوی کولای شي چې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې غوره رول ولوبوي.» 

د غونډې جوړوونکو مالي سرچینو ته لاسرسی د وړو او منځنیو کاروبارونو د ودې لپاره یوه بنسټیزه اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د متشبثینو پر وړاندې د ننګونو حل باید په لومړیتوب کې وي.

د پروګرام مسوول، سیدالرحمن نیازي بیا وايي: «په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې موږ ځينې ستونزې درلودې، یانې تولیدات کیږي خو نه کیږي چې څه ډول یې نورو هېوادونو یا نړۍوال بازار ته واستوو او څه ډول بسته بندي وشي او په معیارونو برابر شي.»   

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې یوه چارواکي، ایرک بیوم هم ویلي:  «په افغانستان کې د مالي سرچینو د برابرولو او وړو او منځنیو متشبثینو د پیاوړتیا په برخه کې، موږ ګڼې پروژې لرو چې ټولیز لګښت یې له ۶۰ میلیونو ډالرو څخه زیات دی.» 

دغه راز ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازو د کارموندنې په رامنځته کولو، اقتصادي ودې او بهرنیو مرستو ته د اړتیا په کمولو کې د وړو او منځنیو سوداګریو رول اغېزناک وباله او د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره یې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه. 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اتونبایوا څرګنده کړې: «  په تېرو کنفرانسونو کې زموږ ژمنه دا وه چې په هر ولایت کې باید د ښځو لپاره یو مارکیټ او بازار ولرو او دغه راز په هر ولایت کې د ښځو د سوداګرۍ خونې یوه استازولي وي. ما ټول افغانستان ته سفرونه کړي، خو له بده مرغه یوازې په بامیان، میمنې او ځینو نورو ځایونو کې مې هغه لیدلي دي، خو کله چې نوي ځای ته تللې یم او غوښتل مې یو څه وپېرم، د ښځو د تولیداتو لپاره هیڅ مارکیټ نه و.»

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رییس، ستیفن رویګرز هم ویلي: «د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په تېرو کلونو کې د دولت او نړیوالو شریکانو په همکارۍ د وړو او منځنیو متشبثینو ملاتړ کړی دی. په دې موده کې د ۸۰ زره سوداګریو ملاتړ شوي، چې ۷ زره یې په ښځو پورې اړوند دی.»

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د شمېرو له مخې، واړوه او منځني کاروبارونه د افغانستان د اقتصاد شاوخوا۸۰ سلنه جوړوي، چې ډېره برخه یې د ښځو او ځوانانو لخوا اداره کېږي. 
خو له دې سره سره، یوازې ۲۰ سلنه دا سوداګرۍ مالي سرچینو ته لاسرسی لري.

د مس عینک کان د تړون ۱۷ کاله؛ خو د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی

د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د مس عینک کان، په سیمه‌ییزه کچه د مسو یو له تر ټولو لویو کانونو ګڼل کېږي  .

 د چین  MCC شرکت ته د دې پروژې له سپارل کېدو څه باندې ۱۷کاله تېرېږي، خو تر اوسه یې د استخراج په برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی .

په هېواد کې تېرې نا امنۍ او ناسم سیاسي وضعیت، د کان په ساحه کې د تاریخي آثارو د ویجاړېدو وېره او د برېښنا او وسپنې پټلۍ په څېر د بیخ بناوو کمښت، د دې پروژې د ځنډ ستر لاملونه بلل کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت طلوع‌ نیوز ته وایي چې د مسو د غوره او اغېزناک استخراج لپاره، د دغه کان تړون د ۱۵ نورو کلونو لپاره تمدید شوی او په دې توګه، د تړون موده ۴۵ کلونو ته زیاته شوې ده.

 د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه داسې وايي: “له بده مرغه په تېر حکومت کې د ۱۵ کلونو په موده کې د ستونزو له امله کار نه و ترسره شوی، او وروسته له دې چې اسلامي امارت حاکم شو، له شرکت سره د کار په اړه خبرې وشوې. د دې لپاره چې د یاد کان کره سروې او پراختیا ترسره شي او چارې د اصولو او شرایطو سره سم پر مخ ولاړې شي، همدې امله د کانونو او پټرولیم وزارت له‌خوا ۱۵ کاله اضافي وخت ورکړل شو.”

دغه وزارت ټینګار کړی چې په دې تمدید سره د تړون ټول اصلي شرایط پر خپل ځای دي او هېڅ بدلون پکې نه دی راغلی. 

په دغو شرایطو کې په افغانستان کې د مسو د پروسس فابریکو جوړول، افغان کاري ځواک ته لومړیتوب ورکول او د کان په ساحه کې د تاریخي آثارو ساتنه راځي.

د دغه وزارت د ویاند په وینا، سږ کال به په دې دغه کان ګڼ عملي اقدامات پیل شي.

 هغه زیاتوي : “د تېر کال په لړ کې دې شرکت د پروژې د عملي کارونو یوه برخه پیل کړه چې پکې د ۸.۹ کیلومتره سړک غځول شامل و، کوم چې نږدې بشپړ شوی دی. همداراز د یو شمېر ساحو څېړنې او سروې شوې وې، او د بېلابېلو سیمو لپاره د برېښنا د رامنځته کولو مطالعات هم روان دي. په ټوله کې هغه کارونه چې د تېر کال لپاره پلان شوي وو، تر ډېره بشپړ شوي او هیله ده چې د روان کال په اوږدو کې نور پرمختګونه وشي.”

 د لوګر د مس عینک پروژې تړون مهې ژمنې، ۲۰۰۸ کال!   
– په افغانستان کې د مسو د چاڼ او پروسس فابریکو جوړول  
– د وسپنې پلټۍ جوړول  
– د برېښنا د تولید د تاسیساتو جوړول  
– د افغان کاري ځواک لپاره د کارموندنې او روزنې فرصتونه  
– د چاپېریال ساتنې د معیارونو په پام کې ساتل او د چاپېریال له ویجاړتیا مخنیوی  
– د کان په ساحه کې د تاریخي او کلتوري آثارو ساتنه او لېږد 
– افغان دولت ته د حق‌الامتیاز او عوایدو ورکړه  

که څه هم قراردادي شرکت تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې سږ کال به د پروژې عملي کار پیل کړي، خو په تېرو کلونو کې د چینايي لوري د ځنډ له امله دا پروژه په افغانستان کې له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده. 

د اقتصادي چارو شنونکي پر دې باور دي، چې د دغه تړون د مودې غځېدل د قراردادي شرکت لپاره نوې فرصت کېداش شي، څو خپلې ژمنې عملي کړي او نور د افغانستان له دې ملي شتمنۍ سره خپلسری چلند ونه کړي.  

د اقتصادي چارو شنونکی، میر شاکر یعقوبي بیا وايي: “هڅه وشي چې له چین او د هغه هېواد له پانګوالو سره خبرې وشي، څو لږ تر لږه د دوی مالي، تخنیکي او فني ملاتړ د عینک د مسو پروژې لپاره جدي شي. باید له دې زیات خنډ، ځنډ، کارشکني او یا د تړون د اصولو نه‌پلي کول د MCC شرکت ته اجازه ورنکړل شي. د اقتصادي خبرو، ډیپلوماسۍ او فعالو مذاکراتو له لارې کېدای شي دا ستونزه حل شي.”

د ځمکپوهنې د سروې لمخې، د دغه کان د مسو زیرمې ۱۲ میلیونه ټنه اټکل شوې او که په سمه توګه استخراج شي، کولای شي افغانستان د نړۍ د مسو د مهمو صادرونکو هېوادونو په کتار کې راولي.

افغانستان شاوخوا ۴۰۰ کیلومټره فعالې وسپنې پټلۍ لري

افغانستان دا مهال شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره اصلي او فرعي د اوسپنې پټلۍ لري، چې څلور مهم بندرونه – حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او د هرات–خواف پټلۍ – له اوزبېکستان، ترکمنستان او ایران سره نښلوي.

د ټولګټو وزارت وایي، د دې شبکې د لا پراختیا لپاره، دا مهال د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د لومړۍ فاز ساختماني کارونه او د حیرتان–مزار شریف پټلۍ د بیارغونې چارې روانې دي.

نوموړی وايي، دغه راز د پنځ سوه میلیونه ډالرو په ارزښ د تورغندي–هرات او هرات–کندهار د پټلۍ د جوړولو تفاهم‌لیک هم له قزاقستان سره لاسلیک شوی دی.

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په دې اړه داسې وايي: په هېواد کې د وسپنې پټلۍ د شبکو د لا پراختیا په موخه، د خواف–هرات د څلورمې برخې د لومړي فاز ودانیز کارونه او د حیرتان–مزارشریف د پټلۍ د مرمت چارې روانې دي. ورته مهال د تورغونډۍ–هرات او هرات–کندهار د وسپنې پټلۍ د جوړولو هوکړه لیکونه د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له قزاقستان سره لاسلیک شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، د بندري زیربناو په برخه کې هم، د تورغونډۍ بندر د پراختیا تړون د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له ترکمنستان سره لاسلیک شوی او ټاکل شوې چې ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي.

د حق‌شناس په خبره، د هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ د تفصیلي سروې او ډیزاین قرارداد، چې اوږدوالی یې ۷۳۷ کیلومتره او ارزښت یې ۲۶۴ میلیونه ډالر دی، له خصوصي سکتور سره نهایی شوی او دا مهال پرې کار روان دی.

هغه زیاتوي چې: د هرات–کندهار د وسپنې پټلۍ د ۷۳۷ کیلومتره اوږد مسیر تفصیلي سروې او ډیزاین په پنځو برخو کې د ۲۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ تړون شوی او په عملي ډول یې کار روان دی.”

اقتصادي شنونکي وایي چې د رېل پټلۍ د شبکې تر بشپړېدو وروسته به افغانستان د سیمې د ترانزیټي څلور لارې په توګه راڅرګند شي.

 د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان بیا وايي: په سوداګرۍ او اقتصاد کې تر ټولو مهمه برخه ټرانسپورټ دی، ځکه پرته له هغه راکړه ورکړه نه شي ترسره کېدای. په دغو مهمو برخو کې له بېړیو وروسته وسپنې پټلۍ ده، خو موږ د سمندري بېړیو سره نه شو نښلول کېدای. خو د وسپنې پټلۍ برخه کې که ژر تر ژره په درې یا څلورو برخو کې په یو وخت کار وکړو، نو کولای شو هم یې جوړ کړو هم یې خوندي وساتو او ان په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږو، ځکه افغانستان د اسیا په زړه کې پروت دی.

د یادونې ده، چې له  بلخ څخه تر هراته د ۵۶۱ کیلومتره پټلۍ د مسیر سروې د ازبکستان له خوا بشپړه شوې او د ټولګټو وزارت په وینا، که دا پروژې او د ترانزیټ تفاهم‌لیکونه لکه “افغان ترانس” پلي شي، نو افغانستان به د سیمې د ترانسپورت اصلي څلورلارې بڼه خپل کړي او د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د مالونو د چټک او آسان انتقال زمینه به برابره شي.

د قوش‌تیپې کانال د کېندنې چارې ٩٣ سلنې مخکې تللي

د قوش‌تېپې کانال پروژه د افغانستان د خوړو خوندیتوب لپاره یوه سټراټيژیکه پروژه ده

د سرپرست مسوولانو تل ویلي چې دا کانال به د هېواد شمالي سیمو کې د کرنیزو ځمکو په خړوبولو سره د خوراکي صنایعو د پراختیا، کارموندنې او صادراتو لپاره یو یو بې ساری فرصت برابر کړي. 

د ملي پراختیا شرکت اعلان کړی چې د دغه کانال د دویم فاز د کېندنو چارو ۹۳سلنه پرمختګ کړی دی.

د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي‌الله ارغندیوال طلوع‌نیوز ته و ویل: «د دویم فاز د کېدندنې چارې تقریبا ۹۳ سلنې پر مخ تللي دي. همدارانګه د دې ستر کانال د سربند جوړلو چارې ۸۲ سلنې پر مخ تللي دي او د دې کانال په مسیر کې یو شمېر پلونه او د اوبو د تنظیمونکو ساختمانونو چارې هم روانې دي.»

د نوموړي په وینا، د قوش‌تېپې کانال پروژه به پر ټاکل شوي وخت، نړیوالو معیارونو ته په پام سره بشپړه شي. 

ځینې کارپوهان وايي چې که د قوش‌تېپې کانال پروژه بشپړه او د اوبو د وېش په برخه کې ښه مدیریت وشي، نه یوازې به د خلکو لپاره کاري فرصتونه رامنځته شي، بلکې د خلکو اقتصاد به هم وده وکړي او افغانستان به د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ځانبسیاینې ته نږدې شي. 

د اقتصادي چارو شنونکی قطب‌الدین یعقوبي وایي: «د قوشتېپې کانال چې په سیمه کې یو ستر کانال شمېرل کیږي، له بشپړېدو سره به یې کرنیزو ځکو ته د ابو په برابرولو کې او د کرنیزو محصولاتو له اړخه ځان بسیاینې ته د افغانستان په رسېدو کې مرسته وکړي.» 

اوس‌مهال د قوشتېپې کانال د دویم فازد کېندنو، د پلونو او سربند د جوړولو په ګډون د دغه کانال پر بېلابېلو برخو کار روان دی.

په پام کې ده چې دا کانال، چې د افغانستان د اوبو لګولو له سترو پروژو ګڼل کېږي، د بلخ، جوزجان او فاریاب په درېیو ولایتونو کې څه باندې ۵۰۰ زره هکټاره ځمکې خړوبې کړي.

متشبثې ښځې او د بازار له پیکه کېدو شکایتونه

ځینې متشبثې ښځې د کاري فرصتونو له نشتوالي او د بازار له پیکه کېدو شکایت لري.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې له ښوونیزو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو سره سره، یو شمېر ښځې هڅه کوي چې د کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو په پیلولو سره د ځان او نورو لپاره د کار فرصتونه رامنځته کړي.

د خیاطۍ یو روزنیز کارغالی چې له تېر یوه کال راهیسې د یوې متشبثې ښځې له خوا پیل شوی دی. په دغه کارغالي کې کې ښځو او نجونو ته د خیاطۍ مهارتونه ښوول کېږي.  

 روزونکې، شکیبا په دې اړه وايي:  « دا مهارتونه داسې دي چې موږ یې سمې طریقې هم ور زده کوو، ګنډل هم ور زده کوو، او د محفلونو جامې هم ورسره شته. شاګرد چې له دې ځایه فارغ شي، هېڅ اړتیا نه لري چې بېرته د خیاطۍ زده کړه پیل کړي؛ کله چې له دې ځایه فارغ شي، په خیر خپله د خپلې کورنۍ لپاره یوه لاسته راوړنه کېدای شي.

د خیاطۍ زده کوونکې، خورشید وايي: « زموږ غوښتنه له امارت دا ده چې د ښځو لپاره د زده‌کړو دروازې پرانیزي، څو ښځې وکولای شي لږ تر لږه د همدې خیاطۍ یا نورو درسونو له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.»  

د دغه کارغالي په  یوې بلې خونه کې ۱۹ کلنه مهریه د خیاطۍ په ماشین سره د جامو پر ګنډلو بوخته ده. د دې په وینا، تر خیاطۍ لوړ ارمانونه یې لرل، خو اوس یې د عاید ترلاسه کولو او له خپلې کورنۍ سره د مرستې لپاره دا کسب غوره کړی دی. 

د خیاطۍ یوه بله زده کوونکې، مهریه هم وايي: « زما هیله دا ده چې دلته زما تجربه نوره هم زیاته شي، څو یوه ورځ زه خپله وکولای شم یو کارغالۍ جوړه کړم، هغو ښځو ته چې غواړي کار وکړي او په خپلو پښو ودرېږي، د کار زمینه برابره کړم. »

د دغه روزنیز کارغالي مسووله وايي، موخه یې یوازې د شخصي عاید ترلاسه کول نه دي، بلکې غواړي د دغه اقدام له لارې نورې نجونې او ښځې د حرفې زده‌ کولو او کار ته وهڅوي.
نوموړې بازار ته د لاسرسي نشتوالی، مالي ستونزې او ټولنیز محدودیتونه د خپلو مهمو ننګونو په توګه یادوي. 

د کارغالي مسوول، ملالۍ علمیار هم داسې وايي: « یوه له ستونزو مو دا ده چې د بازار بیې کنټرول نه دي. اکثره توکي له افغانستانه بهر راوړل کېږي او زموږ تولید لږ ارزښتمن ګڼل کېږي. هیله ده هغه ورځ راورسېږي چې زموږ حکومت د داسې کارغالو ملاتړ وکړي او موږ وکولای شو خپل محصول په ډېره اسانۍ او مناسب قیمت د خپلو خلکو لپاره بازار ته وړاندې کړو. »

بلخوا، د اقتصاد وزارت وايي چې دا وزارت هڅه کوي د خپلو پروګرامونو او ملاتړ له لارې د ښځو اقتصادي فعالیتونو پراخ کړي او د تشبث نور فرصتونه ورته برابر کړي.

 د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب خپل نظر داسې څرګندوي:«د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د اړوندو وزارتونو لخوا د قوانینو په رڼا کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د حمایت، د لاسي صنایعو د پراختیا، حرفوي زده کړې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بازارموندنې په برخو کې یو شمېر پروګرامونه تر لاس لاندې دي چې خویندو ته کاري زمینه برابره شي.»

د اقتصادي چارو د یو شمېر کارپوهانو پر باور ، په افغانستان کې د متشبثو ښځو تجربه ښيي چې پر هغوی پانګونه کول کولای شي د بې وزلۍ په کمولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او اقتصادي پرمختګ کې اغېزناک وي، هغه موضوع چې د دوی په وینا په اوسنیو شرایطو کې تر بل هر وخت زیاته ارزښتناکه ده.

تورخم کې د تازه مېوې موټرو درېدو صادروونکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډو بندرونو بیا بیا تړل کېدو او په تورخم کې د صادراتي توکو د پلټنې ځنډ د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو په بهیر کې جدي ستونزې رامنځته کړي دي.

صادرونکي وايي، اوسنیو ننګونو د دوی د صادراتو بهیر په جدي توګه ګډوډ کړی او په پایله کې یې میلیونونه افغانۍ مالي زیان ور اوښتی دی.

سوداګر، عبدالغفور ناصري وايي: «تورخم لارې له تېرې یوې اونۍ راهیسې موږ ته لویه صدمه رسولې ده. زموږ موټرې اخوا نه اوړي او دلته ډېر وخت نیسي.»

یو بل سوداګر، خواني عزیزي هم وايي: «خیر داسې دې کېدای چې د نورو هغو توکو موټرې چې نه خرابیږي. څو ورځې دې منتظرې کړې وای، یا دې خالي او کوچنیو موټرو ته نورې بدیلې لارې پیدا کړې وي، بار وړونکې موټرې دې له تورخم اوښتی. اسلامي امارت دې ورته یوه لار وسنجوي نو.»

د دغو سوداګرو په وینا، دې ته په پام سره چې د افغانستان کرنیز محصولات ژر خوسا کېږي، په ټرانزیټ کې هر ډول ځنډ کولای شي د ټولو بار کړو محصولاتو د بشپړ خوسا کېدو لامل شي.

دوی وړاندیز کوي چې د تورخم د څېړنې بهیر د ښه کولو ترڅنګ، د خالي موټرو د راتګ لپاره د خرلاچي لاره هم بېرته پرانیستل شي څو په تورخم کې ګڼه‌ګوڼه کمه او د صادراتو زمینه اسانه شي. 

وطنیار حمیدي هم چې یو سوداګر دی وايي: «یو کڅوړې انګور موږ ته تر پیښوره پورې، وړاندې ښارونه خو یې لا پرېږده، موږ ته په ۱۷ سوه یا ۱۸ نیم سوه کلدارې تمامیږي. په درې سوه ، څلور سوه، ۷ سوه او اته سوه خرڅيږي. دا ټول د تورخم بندیدو له امله دی.»

بل خوا، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه خبرداری ورکوي چې که دا وضعیت دوام وکړي، نه یوازې صادرونکي بلکې هغه کروندګر هم زیانمنېږي چې د دغو محصولاتو په تولید کې مهم رول لري. 

د کرنې او مالدارۍ خونې لومړی مرستیال، میرویس حاجي زاده په دې تړاو داسې وايي: «د افغانستان د مېوې او سبزیو برخلیک د تورخم پورې تړلی دی. هر کال په تورخم کې دغه وضعیت زموږ کرنیز سکټور ته زیان اړولی دی. د کروندګرو ټول برخلیک هم د مېوې پورې تړلی دی او چې په تورخم کې میوه فاسده کیږي بیا پاکستان په لیلام پلورل کیږي.»  

که څه هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وروستیو ورځو کې په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې اعلان کړی و، چې د تورخم لاره په شپه او ورځ کې د ۱۴ ساعتونو لپاره د کرنیزو محصولاتو د تېرېدو لپاره ځانګړې شوې  څو د هغو د خوسا کېدو مخه ونیول شي.

د وچې مېوې سوداګر د پاکستان له لوړې تعرفې او واګه له تړل پاتې کېدو سرټکوي

د کندهار یو شمېر سوداګر وایي چې ګاونډي هېوادونه باید سواګریز مسایل له سیاسي مسایلو سره ونه تړي.

د کندهار د وچي مېوې سوداګر وایي، دا مهال د واګه  بندر د تړل کېدو او پاکستان د لوړو تعرفو له امله صادراتو برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

سوداګر وایي حکومتونه باید سوداګري د سياست قرباني نکړي.

کندهار کې د وچي مېوې سوداګر، یعقوت شاه په دې اړه داسې وايي: «له بده مرغه د هند او پاکستان ترمنځ خپلمنځي ستونزې دي چې زيان يې ټولو سوداګرو او بېوزله افغانانو ته رسیږي، موږ له اسلامي امارته غواړو، چې دغه ستونزې حل کړي او دولت هم باید سياست او اقتصاد سره بېل کړي».

د وچي مېوې یو بل سوداګر، نعمت الله کندهاری هم وايي: «زموږ غوښتنه له حکومته دا ده، چې موږ ته د صادراتو برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه حاصلات زيات او د لارو برخه کې له ستونزو سره مخ يوو».

همدا راز حيات الله چې ورته کار و بار کوي خپل نظر داسې شریکوي: «د لارو د بندېدو او لوړو تعروفو له امله د کندهار د وچې مېوې صادرات کم دي او سوداګر او بڼوال له ستونزو سره مخ دي»

بلخوا د کندهار د وچي مېوې ټولنه وایي، هڅه کوي د زيانونو د مخنیوی لپاره د بندر عباس له لاري بهر ته د وچي مېوې صادرونکو ته اسانتیاوو برابرولو کې مرسته وکړي.

د کندهار د وچې مېوې ټولنې مشر، عبدالاحمد صديقي هم وايي: «زموږ صادرات واقعآ له ستونزو سره مخ دي، او که بندر عباس کې امکانات زيات نشي، نو زموږ به صادرات ۶۰ سلنې زيانمن شي، خو موږ د ستونزې د هواري په لټه کې يوو».

دا په داسي حال کې ده، چې تازه له کندهاره سل ټنه اينځر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي او مسوولين په دې برخه کې د اسانتیاو د زياتوالي ډاډ ورکوي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2025 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی