سپتمبر 2026
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید پر څه باندې ۲۰ پروژو کار روان دی چې ټولیز ظرفیت یې ۸۳۴ مېګاواټه دی.
د دغه شرکت د ویاند په خبره، دا پروژې د نږدې اته میلیارده افغانیو په ارزښت په کابل، پروان، لوګر، خوست، هرات، لغمان، غزني، بغلان او ننګرهار ولایتونو کې پلي کیږي او تر راتلونکو دوو یا درېیو کلونو به بشپړې شي.
ځینې دغه پروژې په لوګر کې د ۴۰ مېګاواټه، بلخ کې د ۴۰ مېګاواټه، ننګرهار کې د ۴۰ مېګاواټه، کابل کې د ۷۰ مېګاواټه او پروان کې د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید دي.
برېښنا شرکت زیاتوي چې د نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا کولای شي پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه راکمه او د دوامدارې برېښنا د برابرولو زمینه برابره کړي.
اقتصادي شنونکي هم وایي، افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري.
د دوی په باور، له دې ظرفیته د ګټې اخیستنې لپاره د پانګونې راجلبول، د برېښنا د لېږد شبکو جوړول او د اړوندو ادارو له لوري د تولید شوې برېښنا د پېر تضمین مهم دي.
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالظهور مدبر و ویل: «افغانستان ۳۰۰ لمریزې ورځې لري او موږ کولای شو له لمریزې انرژۍ تر ۲۲۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید کړو. دا ظرفیت کولای شي هېواد د برېښنا د تولید په برخه کې پر ځان بسیا کړي او ترڅنګ یې نورو هېوادونو ته د برېښنا د صادراتو زمینه هم برابره کړي.»
افغانستان اوس د خپلې اړتیا وړ برېښنا لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي او د لمریزې انرژۍ د پروژو پراختیا پر وارداتي برېښنا د تکیې د کمولو یوه لار کېدای شي.
کابل (پژواک، ۱۶ سنبله ۱۴۰۵): د هرات د کشک ـ تیرپل د نفت او ګاز حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد نن په کابل کې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه سعودي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم وزیر په دې مراسمو کې وویل چې د هرات د کشک ـ تیرپل نفتي حوزې قرارداد له یوه سعودي شرکت سره لاسلیک شو.
هغه زیاته کړه چې دغه حوزه ۲۲ کیلومتره مربع مساحت لري او ډېره برخه یې د ګازو زېرمې جوړوي.
د نوموړي په خبره، تمه ده د دې حوزې په استخراج او اکتشاف سره افغانستان د ګازو برخه کې خپلې اړتیاوې پوره کړي.
هغه ډلتا نړۍوال شرکت یو وړ او باتجربه شرکت وباله او ویې ویل، د دې حوزې د عملي کار له پیل سره به د هېواد د یو شمېر وګړو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.
د سعودي عربستان د ډیلټا نړۍوال شرکت اجرائیوي رییس شاهر التقي په یادو مراسمو کې د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو له امله د کانونو او پټرولیم له وزارته مننه وکړه.
هغه له افغانانو سره د ګډ کار له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په دغه قرارداد کې د دواړو لورو ګټې په پام کې نیول شوې دي.
د یادونې ده، ډیلټا نړۍوال شرکت له دې مخکې هم په افغانستان کې د نفت او ګازو برخه کې د پانګونې او د «ټاپي» ګازو نللیکې جوړولو لپاره د لېوالتیا څرګندونه کړې وه.
کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون د دواړو هېوادونو د چارواکو په ګډون د اوزبکستان په ترمذ ښار کې د نړۍوال سوداګریز مرکز په ودانۍ کې پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې دغه نندارتون د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو راکړو ورکړو او ګډ تولید او پانګونې ته د زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی.
هغه ویلي چې افغانستان د غالیو، ټوکر جوړولو، جامو، چرمي محصولاتو، خوراکي توکو او پروسس شوو کرنیزو محصولاتو برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لري او اوزبېکستان هم د تولید، ټکنالوجۍ، نساجۍ، ماشینونو او پروسس برخو کې پراخ ظرفیتونه لري.
عزیزي د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو ناستو پر جوړېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د دغه نندارتون پایلې باید د سوداګریزو تړونونو، ګډو پانګونو، د تولید زیاتوالي او د صادراتو د پراختیا لامل شي.
د اوزبېکستان د سرخاندریا ولایت والي اولوغبیک قاسیموف هم په دغو مراسمو کې افغانستان او اوزبېکستان دوه دوست او وروڼه هېوادونه بللي دي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر دوام او د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه نندارتون څنډه کې د افغانستان د غضنفر بانک او د اوزبېکستان د «اوزیکس» د اجناسو بورس ترمنځ د همکارۍ تړون هم لاسلیک شوی دی.
د دغه تړون له مخې، سوداګر کولای شي د توکو پېرلو پر مهال د هغو د ارزښت ۱۰ سلنه د غضنفر بانک له لارې خپل حساب ته ولېږدوي او پاتې ۹۰ سلنه پیسې د توکو له چمتو کېدو وروسته ورکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړون اوزبېکستاني سوداګرو ته د افغانستان د محصولاتو پېرلو زمینه هم برابروي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او د افغانستان او اوزبېکستان محصولات پکې په څه باندې ۱۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي چې د افغانستان په غرفو کې غالۍ، زعفران، قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې، لاسي صنایع، پنبه، وچې مېوې او جامې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان اقتصادي وضعیت او د دغه هېواد له پراختیا څخه د ملاتړ لارې د ویناوو له مهمو موضوعاتو څخه وې.
د یوناما سرپرسته وایي، افغانستان د لوی اقتصاد د نسبي ثبات له ساتلو سره سره لا هم د اقتصادي بیارغونې پړاو ته نه دی رسېدلی او په دغه هېواد کې د سړي سر عاید ۵.۶ سلنه کم شوی دی.
جورجېټ ګانیون زیاتوي چې د بهرنیو مرستو کمېدو بشري مرستو ته د افغانستان اړتیا زیاته کړې؛ په داسې حال کې چې سږ کال نږدې ۱.۲ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي.
نوموړې خبرداری ورکوي چې له راستنېدونکو او کوربه ټولنو څخه د دوامدار ملاتړ له نشتوالي سره، پر محدودو سرچینو فشار د بشري اړتیاوو او بېځایه کېدو د زیاتېدو لامل کېدای شي.
د یوناما سرپرستې جورجېټ ګانیون وویل: «د ۲۰۲۶ کال بشري پروګرام یوازې ۳۰ سلنه تمویل شوی دی. د بودیجې کمښت د روغتیايي مرکزونو، د تغذیې مرکزونو، د ښځو د خوندیتوب خدمتونو او نورو اړینو پروګرامونو د تړل کېدو یا فعالیتونو د کمېدو لامل شوی دی.»
چین او روسیې هم د افغانستان له اقتصادي پراختیا او د دغه هېواد د اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو له پیاوړتیا پر ملاتړ ټینګار وکړ.
چین د بهرنیو مرستو د بیا زیاتېدو، د یو اړخیزو بندیزونو د لغوه کېدو او په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.
روسیې هم د نړیوالې ټولنې پر ګډ ملاتړ او د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي ظرفیتونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي سونلي وویل: «اړوند هېوادونه باید خپل تاریخي مسوولیت په رښتینې توګه ادا کړي، له افغانستان سره مرستې بې له ځنډه بېرته پیل کړي، د افغانستان پر ضد یو اړخیز بندیزونه لغوه کړي او په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ بېرته وسپاري، څو د افغانستان د بیارغونې او پراختیا لپاره اړینې سرچینې برابرې شي.»
په امنیت شورا کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا وویل: «روسیه لېواله ده چې د افغانستان سوداګریز او اقتصادي ظرفیتونه پیاوړي شي او له افغان سوداګریزې ټولنې سره خبرې اترې د هغو تخصصي فورمونو په چوکاټ کې پراخې شي چې د روسیې له لوري جوړېږي.»
بلخوا، د اقتصاد وزارت د امنیت شورا په دې غونډه کې د اقتصادي برخې په تړاو له افغانستان څخه د شورا د غړو هېوادونو د ملاتړ ستاینه کوي.
هند او ایران هم له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا او د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر زیاتېدو ټینګار وکړ.
دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او له افغانستان سره د سوداګریزو تعاملاتو او پانګونې د زیاتېدو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.
غزنيښار (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): غزني کې سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۰ سلنه زیات شوي، خو بڼوال وايي، که مناسب بازار ورته پیدا نه شي، زیان ویني او هغه کړي لګښتونه هم نه پوره کوي.
بڼوال زیاتوي، په تېرو کلونو کې بارانونو، نباتي ناروغیو او طبیعي افتونو د دوی حاصلات زیانمنول، خو سږ کال د مناسبې هوا له امله دغه ستونزې کمې وې او تاکونو ښه حاصل ورکړی دی.
د غزني د ګیلان ولسوالۍ یو بڼوال حاجي عنایت وايي، تېر کال یې له شاوخوا زرو تاکونو یونیم زر منه انګور ترلاسه کړي وو، خو سږ کال یې حاصلات نږدې درې برابره شوي دي.
هغه پژواک ته وویل: «تېر کال مې له زرو تاکونو یونیم زر منه انګور ترلاسه کړل، خو سږ کال نږدې درې برابره زیات شوي او کېدای شي له څلور تر څلورنیم زره منه انګور ترلاسه کړم.»
عنایت وايي، د باغونو پر جوړولو او پالنه یې ډېر لګښت کړی، خو د بازار د کمزورتیا له امله اندېښنه لري چې خپل لګښتونه به هم پوره نه کړای شي.
د هغه په خبره، تېر کال سوداګرو د انګورو یو من په شاوخوا ۱۷۰ افغانۍ اخیست، خو سږ کال یې ان د ښه کیفیت انګور په ۷۰ افغانیو هم په اسانه نه پلورل کېږي.
د سیمې یو بل بڼوال محمدانور وايي، سږ کال یې د انګورو حاصلات «فوقالعاده» دي، خو د مناسب بازار نشتوالي اندېښمن کړی دی.
هغه وايي، په سیمه کې یې ممیزخونې شته، خو ډېری یې معیاري نه دي او د محصولاتو ساتنې لپاره کافي امکانات نه لري.
بل بڼوال نصیبالله وايي، په تېرو کلونو کې به د حاصلاتو پر مهال ګڼ شمېر سوداګر سیمې ته ورتلل او باغونه به یې په قرارداد نیول، خو سږ کال تر اوسه د پام وړ سوداګر سیمې ته نه دي ورغلي.
هغه وویل: «زه وېرېږم چې انګور مې خراب نه شي، نو سر له اوسه مې مزدوران ورته نیولي او په دښته کې مې د انګورو وچولو تابیا نیولې ده.»
نوموړي له حکومت او سوداګرو وغوښتل چې د غزني انګورو ته په کور دننه او بهر کې بازار پیدا کړي، د صادراتو زمینه ورته برابره او د محصولاتو د ساتنې لپاره معیاري سړې خونې جوړې کړي.
دوی له پاکستان سره د سوداګرۍ دوام او د دغه هېواد د سرحدونو پرانیستي پاتې کېدل هم مهم بولي. د دوی په خبره، پاکستان د افغانستان د تازه او وچو مېوو له مهمو بازارونو څخه دی او د سرحدونو تړل کېدل د حاصلاتو پر بیو او پلور اغېز کوي.
د غزني د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات شاوخوا ۵۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
اقتصادي کارپوه محمدفاروق بویا وايي، حکومت باید په هېواد کې د معیاري سړو خونو جوړولو ترڅنګ د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره په سیمه، اسیا او اروپا کې نوي بازارونه پیدا کړي.
د هغه په خبره، د صادراتو د بازارونو تنوع به د افغانستان کرنیز محصولات له یوه هېواد او یوه سوداګریز مسیر سره له تړل کېدو وژغوري او پر پاکستاني بازارونو به اتکا هم راکمه کړي.
غزني د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د انګورو ګڼ باغونه لري او هر کال په پراخه کچه تازه انګور او ممیز تولیدوي.
په تېرو پنځو کلونو کې په هېواد کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د صنعت په برخه کې پانګونه زیاته شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې موده کې د چین، ایران، ترکیې، قطر او ازبیکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو پانګوالو په بېلابېلو برخو کې له یو میلیارد ډالرو ډېره پانګونه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند محمدآصف الیاس وايي: «دغه پانګونې د تېلو او ګازو، برېښنا، کانونو، سمنټو، خوراکي توکو او نورو برخو کې شوې دي، چې په پایله کې یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»
د دغو پانګونو یوه بېلګه د پاکوونکو موادو د تولید په برخه کې د یوه ایراني شرکت فعالیت دی. دغه شرکت خپل فعالیتونه په کابل او هرات کې پراخ کړي او وايي، په دغو دوو مرکزونو کې یې له سلو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د دې فابریکې د کارکوونکو د پام وړ برخه ښځې دي، چې د لېبل لګولو، بستهبندۍ او لابراتوار په برخو کې کار کوي.
د دې فابریکې مدیر وحید بنياسدي وايي: «د دې کار اصلي برخه په ایران کې ده، خو زموږ کارکوونکي په افغانستان کې مېشت دي، بازار په بشپړ ډول څېړي او د بازار اړتیاوې معلوموي.»
د دغه شرکت مسوولان وايي، افغانستان یو مهم بازار ګڼي او هڅه کوي چې په هېواد کې خپل تولیدي فعالیتونه نور هم پراخ کړي.
د دغو ښځو لپاره په صنعتي برخه کې کار کول د خپلو مهارتونو د کارولو او د کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو کې د ونډې اخیستو فرصت دی.
د فابریکې یوې کارکوونکې تمنا وايي: «دا د هیلهمندۍ ځای دی چې موږ لږ تر لږه د صنعت او فابریکو په برخه کې له متشبثینو او سوداګرو سره کار کولی شو او ډېرې خوشحاله یو چې دا زمینه برابره شوې ده.»
د ښځو ترڅنګ، نارینه هم د دې فابریکې په بېلابېلو برخو کې کار کوي او د تولید او محصولاتو د چمتو کولو په بهیر کې ونډه لري.
د صنعت په برخه کې د بهرنۍ پانګونې زیاتوالی، د انرژۍ د تامین، مناسبو زیربناوو د برابرېدو او له کورني تولید څخه د ملاتړ په صورت کې، د کورني تولید د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.
که څه هم د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت راټیټ شوی، خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې بدلون اغېز لا هم د خوراکي توکو پر بیو نه لیدل کېږي.
د کابل اوسېدونکی عیدي محمد وايي: «کله چې ډالر ارزانه شي، د هېڅ شي بیه نه راټیټېږي. اوړه، غوړي او وریجې ګران دي او بېوزله خلک یې د اخیستو توان نه لري.»
د کابل بل اوسېدونکی رفیق وايي: «د خوراکي توکو بیې لا هم لوړې دي. زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت پر بیو څارنه وکړي.»
اوس مهال په بازار کې یوه بوجۍ اوړه په ۱٬۵۵۰ افغانۍ، یوه بوجۍ وریجې په ۲٬۸۰۰ افغانۍ، مایع غوړي په ۵۴۰ افغانۍ او یو پېپ جامد غوړي په ۱٬۹۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د اوړو واردوونکی لعلګل وايي، د ترانسپورټ د کرایو لوړوالی او په قزاقستان کې د بیو زیاتوالی د کابل پر بازار هم اغېز کوي. د هغه په وینا، د موټرو د کرایې په لوړېدو سره د توکو بیې هم لوړېږي.
اقتصادي شنونکي وايي، د اسعارو د نرخ ټیټوالی معمولاً په ځنډ سره د توکو پر بیو اغېز کوي، په ځانګړې توګه په هغه بازار کې چې د اړتیا وړ ډېری توکي له بهر څخه واردېږي.
اقتصادي شنونکی سید مسعود وايي: «کله چې د پیسو ارزښت لوړېږي، باید د توکو بیې راټیټې شي، خو په افغانستان کې دا چاره نه عملي کېږي.»
په همدې حال کې، د کابل ښاروالۍ وايي چې د پلازمېنې په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې څاري او له هغو پلورونکو سره چلند کوي چې له ټاکل شویو نرخونو سرغړونه وکړي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی وايي: «بیې باید په ټول ښار کې له نرخنامې سره سمې تنظیم شي او هر څوک چې له ټاکل شویو بیو سرغړونه وکړي، د ښاروالۍ له چلند سره به مخ شي.»
اوس مهال یو امریکايي ډالر د هېواد په بازارونو کې په ۶۴ افغانۍ او ۷۰ پوله پلورل کېږي.
اوسېدونکي تمه لري چې د ډالر د بیې ټیټوالی د اړتیا وړ توکو په بیو کې هم منعکس شي او د کورنیو ورځني لګښتونه راکم شي.
ایران افغانستان ته د توکو د واردولو له مهمو لارو څخه دی؛ هغه لاره چې په واسطه یې خوراکي، نفتي او نور توکي هېواد ته واردېږي.
د نړیوال بانک د تازه راپور پر بنسټ، د اګست په میاشت کې د افغانستان ۳۲.۹ سلنه واردات له ایران څخه شوي او د هېواد ۵۶.۶ سلنه سوداګریز بهیرونه د ایران له لارې ترسره شوي دي.
په ایران کې د جګړې له پیل څخه د اوو میاشتو په تېرېدو او د لېږد په لارو کې د ګډوډۍ له امله، په افغانستان کې د خوراکي او نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.
د کابل له بازارونو د طلوعنیوز د موندنو پر بنسټ، د تېر کال له کب میاشتې تر اوسه د یوې بورۍ اوړو بیه ۱۳۰ افغانۍ، د غوړیو بیه ۳۵۰ افغانۍ او د وریجو بیه ۴۰۰ افغانۍ لوړه شوې ده.
په دې موده کې د اوړو، غوړیو او وریجو بیې په منځنۍ توګه ۱۵.۳ سلنه لوړې شوې دي.
هټیوال په ایران او روسیه کې جګړه، د ډالر د بیې بدلون او د نفتي توکو د بیو لوړېدل پر بازار د اغېز لرونکو عواملو له ډلې بولي.
د کب میاشتې له پیله تر اوسه د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو کچه په لاندې ډول ده:
اوړه: له ۱۵۲۰ څخه ۱۶۵۰ افغانیو ته → ۸.۶ سلنه زیاتوالی
غوړي: له ۱۷۰۰ څخه ۲۰۵۰ افغانیو ته → ۲۰.۶ سلنه زیاتوالی
وریجې: له ۲۴۰۰ څخه ۲۸۰۰ افغانیو ته → ۱۶.۷ سلنه زیاتوالی
د کابل یو شمېر اوسېدونکي د بیو له لوړېدو شکایت کوي او د بیو د راټیټېدو غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکي ایمل په دې اړه وویل: «د لومړنیو توکو بیې زموږ د کار او عاید په پرتله ډېرې لوړې شوې دي. موږ د ورځې دوه سوه افغانۍ عاید هم نه لرو او د یوې بوشکې غوړیو د اخیستو توان هم نه لرو.»
د کابل یوه بل اوسېدونکي شاهمحمود وویل: «غوړي او وریجې ډېرې ګرانې شوې دي او څوک د خلکو غږ نه اوري. موږ لاسپلورونکي له سهاره تر ماښامه سرګردانه یو، خو چندان عاید نه لرو.»
د خوراکي توکو ترڅنګ، د نفتي توکو د بیو بدلون هم خلک اندېښمن کړي دي.
د کابل له بازارونو د طلوعنیوز موندنې ښيي چې د تېر کال په کب میاشت کې د جګړې له لومړیو ورځو تر اوسه د یو لیټر پټرولو بیه ۳۳ افغانۍ، د ډیزلو ۲۳ افغانۍ او د مایع ګاز بیه ۱۵ افغانۍ لوړه شوې ده.
البته په دې موده کې بیې بدلېدونکې وې، خو په منځنۍ توګه د دغو درې ډوله نفتي توکو بیې نږدې ۴۴ سلنه لوړې شوې دي.
د کب میاشتې له پیله تر اوسه د نفتي توکو د بیو د لوړېدو کچه په لاندې ډول ده:
پټرول: له ۵۶ څخه ۸۹ افغانیو ته → ۵۸.۹ سلنه زیاتوالی
ډیزل: له ۵۶ څخه ۷۹ افغانیو ته → ۴۱.۱ سلنه زیاتوالی
مایع ګاز: له ۴۹ څخه ۶۴ افغانیو ته → ۳۰.۶ سلنه زیاتوالی
په همدې حال کې، د کابل موټرچلوونکي او اوسېدونکي د تېلو او ګازو د بیو له لوړېدو او پر ورځني ژوند یې له اقتصادي اغېزو شکایت کوي.
د کابل اوسېدونکي نصیر وویل: «موږ له خصوصي شرکتونو او حکومت څخه غوښتنه کوو چې خلکو ته ګاز په لوړه بیه وړاندې نه کړي؛ ځکه خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»
یوه موټرچلوونکي عبدالبصیر وویل: «دا زموږ لپاره ډېره ستونزمنه ده؛ ځکه که کار وکړو، کورنۍ ته مو یو څه پاتې کېږي او که کار ونه کړو، هېڅ عاید نه لرو. د تېلو لوړه بیه موږ ته ډېر لګښت لري.»
افغانستان د سیمهییزو بدلونونو پر وړاندې د زیانمننې د کمولو لپاره اړتیا لري چې له بدیلو سوداګریزو لارو څخه ډېره ګټه واخلي.
خو د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغو ننګونو په تاییدولو سره وايي چې د بازار د وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.
د دغه وزارت ویاند محمدآصف الیاس وویل: «له نېکه مرغه، له مرکزي اسیا هېوادونو سره زموږ اړیکې د بل هر وخت په پرتله پراخې شوې دي او د ګمرکي بهیرونو د ښه کولو او لګښتونو د کمولو هڅې روانې دي. انشاءالله خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې وضعیت د ښه کېدو پر لور روان دی.»
په ایران کې د جګړې په دوام سره، د افغانستان پر بازار د هغې د اغېز کچه به د لېږد د لارو پر وضعیت، ترانزیټي لګښتونو او د انرژۍ پر نړیوالو بیو هم تړلې وي.
د جوزجان د اقچې ولسوالۍ غالۍ اوبدونکي او سوداګر وايي، د مناسب بازار نشتوالي، د خامو موادو کمښت او د صادراتي تعرفو لوړوالی د غالیو تولید او صادرات کم کړي دي.
دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د غالۍ اوبدلو صنعت د ملاتړ او بازارموندنې په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.
غالۍ په افغانستان کې له لرغونو او دودیزو لاسي صنایعو دي او د هېواد په شمال کې د جوزجان د اقچې ولسوالۍ د غالیو له مهمو تولیدي مرکزونو ګڼل کیږي.
اقچې کې د غالیو تولیدوونکي وايي، څو کاله وړاندې به په دې ولسوالۍ کې هره ورځ له ۲۴ زرو تر ۳۲ زرو مربع مترو پورې غالۍ تولیدېدې؛ خو اوس دغه کچه ۱۹ زره مربع مترو ته راټیټه شوې ده.
د اقچې د تولیدوونکو ټولنې مسوول، عبدالستار سید اوغلي و ویل: «موږ به هره ورځ شاوخوا ۲۴ تر ۳۰ یا ۳۲ زره متره مربع غالۍ تولیدولې، خو د خامو موادو د کمښت له امله تولید او بهرنیو هېوادونو ته یې صادرات کم شوي دي.»
د غالیو صادرونکي، رحمت الله و ویل: «پخوا به مو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو له لارې د هرې کیلو غالۍ د لېږد لپاره دوه ډالره ورکول، خو اوس بیې څلور تر پنځه برابره لوړې شوي او د هرې کیلو لګښت اتو ډالرو ته رسېدلی، چې دا یوه لویه ستونزه ده.»
د غالیو صنعتکار، محمد سخي و ویل: «د غالیو صنعت له ستونزو سره مخ دی. ټول کار په لاس ترسره کیږي او غالۍ په لاس اوبدل کیږي. حکومت باید په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»
له بلې خوا، د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې د غالیو اوبدلو صنعت د ملاتړ او د تولیدوونکو د ستونزو د حل لپاره یې کارونه پیل کړي او تر اوسه یې د هغوی ډېری ستونزې حل کړې دي.
د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس، نیازمحمد تواب و ویل: «غالۍ اوبدونکو پخوا بانکي ستونزې درلودې چې حل شوې دي. د برېښنا ستونزه یې هم درلوده چې هغه هم حل شوې ده. په ټوله کې د دوی شاوخوا ۸۰ سلنې ستونزې حل شوې دي.»
د شمېرو پر بنسټ، اوس مهال د ښځو په ګډون د اقچې ولسوالۍ شاوخوا ۸۰ زره اوسېدونکي د غالیو د تولید او اوبدلو په برخه کې بوخت دي.
د غالیو اوبدلو د دې ولسوالۍ د ډېرو کورنیو لپاره د عاید سرچینه او د کار زمینه برابره کړې ده.
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی