مارچ 2025
سږ کال له کندهاره بهرنیو هېوادونو ته د څه باندې ۴۴۷ميليونه ډالرو په ارزښت ۴۲۱ زره ټنه صادرات شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وایي، د تېرو يوولسو میاشتو په ترڅ کې يې له کندهاره پاکستان، هند، چين، امريکا، متحده عربي اماراتو، سويډن، ایران، ترکيې او جرمني ته د ۴۴۷ میلیونه او ۱۶۳ زره امريکایي ډالرو په ارزښت ۴۲۱ زره ۷۵۸ ټنه د وچې او تازه مېوې په ګډون، حبوبات، حيواني او کرنيز محصولات، سبزيجات او کاني توکي صادر کړي دي.
مسوولين وایي، که څه هم سږ کال له ګاونډیو هېوادونو سره ټرانزيټي او صادراتي برخو کې د لارو د بندېدو ستونزې وې، خو له دغه ولایته یې بهر ته صادرات اغېزمن کړي نه دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال، عبدالباقي بينا وايي: “له کندهار څخه يه تېرو ۱۱ مياشتو کې موږ ښه صادرات لرل، چې ټول ۴۲۱۷۵۸ ټنه کیږي، چې ډالري ارزښت يې ۴۴۷ مېلونه ۱۶۳ زره امريکایي ډالرو کیږي، چې لويه برخه يې وچه مېوه ده”.
له کندهاره بهر ته د وچې مېوې يو شمېر صادروونکي بيا وایي، د پاکستان پر ځای دې د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم سوداګريزې اړيکې پراخې شي.
کندهار کې د وچې مېوې سوداګر، عبدالمتين وايي: “که د پاکستان پر ځای بله لار پيدا نشي، نو دا ستونزه به حل نشي، ځکه پاکستان تل موږ ته صادراتو برخه کې موږ ته ستونزې جوړوي”
د وچې مېوې یو بل سوداګر، محمد یعقوب هم وايي: “لومړی باید له پاکستان سره سوداګرۍ برخه کې ستونزې هوارې شي، که چیرې دا ستونزې همداسي دوام کوي، بيا باید له نورو هېوادونو سره تړونونه وشي، چې زموږ صادرات او له هغې خوا خوندي واردات ولرو”.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وایي، دا مهال د پاکستان ترڅنګ د منځنۍ اسيا له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم سوداګريزې اړيکې د پراخېدو په حال کې دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني مسوولين وایي، دا مهال د پاکستان ترڅنګ د منځنۍ اسيا له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم سوداګريزي اړيکي د پراختيدو په حال کې دي.
هند د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې د قزاقستان د فعال ګډون پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د هند د نړۍوالو مطالعاتو د موسسې رييس د قزاقستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز له لوري په جوړه شوې غونډه کې دغه راز د افغان- ټرانس پروژې او د چابهار بندر د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د ګډون پر اړتیاو هم ټینګار کړی دی.
د قزاقستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «ښاغلي سجانهر په ځانګړې توګه د افغانستان د اقتصادي او بنسټیزې بیارغونې په هڅو کې د قزاقستان د فعال ګډون او ملاتړ یادونه وکړه. دواړو لورو د افغان – ټرانس دهلیز په پراختیا کې د دواړو هېوادونو د ونډې پر اړتیا ټینګار وکړ.»
په ورته مهال اقتصاد وزارت هم د افغانستان، هند او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند ویلي، د افغان- ټرانس پروژې بشپړېدل او د چابهار بندر پراختیا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم بولي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب طلوعنیوز ته و ویل: « د چابهار بندر نه یوازې افغانستان له ایران او هند سره نښلوي، بلکې هېواد به مو د منځنۍ اسیا هېوادونو او هند ترمنځ له خپل ټرانزیټي ارزښت پوره ګټه پورته کړي.»
اقتصادي کارپوه عبدالنصیر رښتیا په دې اړه و ویل: «افغانستان په وچه کې پروت یو هېواد دی او که چېرې د سیمې د رېل ګاډي له شبکو سره ونښلول شي نو کولی شو د خپلو صادراتي توکو لپاره نوي بازارونه ومومو.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان هجري – لمریز کال په ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت له زر ټنه زیاتې جلغوزې نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د دغه وزارت د مالوماتو لمخې، ډېره جلغوزه چین، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، اردن، اتریش، ایټالیا، انګلستان او فرانسې ته صادره شوې ده.
دغه شمېرې ښیي چې د تېر کال د همدې مودې پر تله سږ کال د جلغوزیو په صادراتو کې یو څه کمښت راغلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «د ۱۴۰۳ کال د ۱۱ میاشتو په لړ کې د څه باندې ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۱۰۰ ټنه جلغوزې بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوې دي.»
د ځلغوزیو اقتصادي اهمیت ته په کتو، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي، چې که په نړۍوالو بازارونو کې د دغه محصول د پلور لپاره هڅې وشي، نو افغانستان کولای شي له دې لارې د پام وړ عواید ترلاسه کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا وایي: «توره جلغوزه یو ډېر ارزښتناک محصول دی، چې په نړۍوالو بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري. هر څومره چې د دې محصول پر صادراتو تمرکز وشي، نه یوازې ملي عواید زیاتیږي، بلکې نوي کاري زمینې هم رامنځته کیږي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي، محمد نبي افغان و ویل: «د افغانستان وچه مېوه په نړۍواله کچه ډېر شهرت لري. که موږ د بستهبندۍ او پروسس په برخه کې پانګونه وکړو، کولای شو د افغانستان ځای په نړۍوالو بازارونو کې لا پیاوړی کړو.»
په وروستیو کلونو کې د بانکي محدودیتونو، د وچې مېوې د معیاري پروسس د فابریکو نشتوالي، د هوایي دهلیزونو له لارې د انتقالاتو کمښت او د سوداګریزو ویزو په ترلاسه کولو کې ستونزو د افغانستان د وچې مېوې پر صادراتو منفي اغېز کړی دی.
اقتصاد وزارت د افغانستان په اقتصادي وده کې د ښځو رول مهم ګڼي.
د دغه وزارت ویاند طلوعنیوز ته وايي، دمګړۍ ۲۶ زره ښځې په عامه سکټور او ۲۵۰ زره نورې ښځې بیا پر غیر رسمي اقتصادي فعالیتونو بوختې دي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: «دا مهال شاوخوا ۲۶ زره ښځې د عامه سکټور په بېلابېلو ادارو کې کار کوي، دغه راز ۱۰ زره ښځو ته د کار جوازونه ورکړل شوي او تر ۲۵۰ زره ښځې په کوچنیو کاروبارونو، لاسي صنایعو او تولیدي برخو کې فعالیت کوي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه و ویل: « د صنعت او سوداګرۍ وزارت تل د ښځینه متشبثو ملاتړ کړی او د صنعت او سوداګرۍ په ټولو برخو کې د هغوی ملاتړ ته ژمن پاتې شوی.»
۲۸ کلنې شیرین چې د خپلو اړتیاو پوره کولو او نورو نجونو لپاره د کاري زمینې برابرولو په موخه د خیاطۍ دغه کارغالی جوړ کړی وایي، یوازې په ۵۰۰ افغانیو یې په دې برخه کې کار پیل کړ، خو اوس یې پانګه څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو ته رسېدلې ده.
شرین آروین طلوعنیوز ته و ویل: «ما دغه ټولګی د ۵۰۰ افغانیو په پانګونه جوړ کړی و. اوس موږ دغه دکان کې درې یا څلور سوه زره افغانۍ پانګه لرو. موږ دا ټولګی لومړی په کور کې بیا مو بهر او نورو ځایونو ته پراخ کړ.»
سوداګره، صدیقه وایي: «ښځه د ټولنې نیمه برخه ده. هغه ښځې چې سوداګري کوي، نه یوازې خپلې کورنۍ ته ګټه رسولی شي، بلکې د هېواد اقتصاد ته هم وده ورکولی شي.»
په دې لړ کې ځینې نورې سوداګرې ښځې چې د کوچنیو کارو بارونو په برخه کې فعالیت کوي، له اسلامي امارته غواړي چې نور ملاتړ یې وکړي.
سوداګرې، نجیبې و ویل: «څومره چې زموږ کار زموږ د کورنۍ او نورو ښځو پر ژوند مثبت اغېز کوي، هغومره یې پر دولت او ټولنه هم اغېز شته او همدا لامل دی چې لوږه کمیږي.»
افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې تر ډېره مخ ته تللي دي.
د کانونو او پترولیم وزارت مسوولین وايي، د اقلیمي شرایطو په برابرېدو سره به د دغې پروژې چارې لا ګړندۍ شي.
د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، په افغانستان کې اته کیلومټره پرمختګ لرلی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت طلوعنیوز ته وایي، اوسمهال د دې پروژې کار په هرات کې روان دی او د هوا په ښه کېدو سره به یې چارې چټکې شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه ویلي: تر اوسه د ټاپي نللیکې پروژې د مسیر شاوخوا ۱۷.۴ کیلومټره سروې بشپړه شوې ده. همداراز، ۱۰.۲ کیلومټره نللیکه سیمې ته غځېدلې، ۹.۲ کیلومټره ځمکه د غځولو لپاره هواره شوې او اته کیلومټره نل لیکه نصب شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، اوسمهال په افغانستان کې د دغې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې هیڅ خنډ نشته او په دې پروژه کې ښکېل هېوادونه ژمن دي چې دا پروژه پر ټاکلي وخت کې بشپړه کړي.
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي د دې پروژې اهمیت ته په پام سره، وايي چې د ټاپي پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان، د ګازو پر ترلاسه کولو سربېره، هر کال شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره د ټرانزیټ حق ترلاسه کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه وال وايي: دا پروژه نه یوازې افغانستان ته مالي ګټې لري، بلکې د هغې له بشپړېدو سره به د ګازو بیه راټيټه شي او خلک به یې له ګټو برخمن شي.
د یادونې وړ ده، چې د ټاپي پروژه یوه واحده پروژه نه ده، بلکې څو نورو پروژې لکه د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا لیږد پروژه چې د ترکمنستان بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لیږدوي او د نوري فایبرکېبل او ریل پټلۍ هم د ګازو د دې نللیکې په اوږدو کې غځول کیږي.
د هرات سیمهييز مسوولین وايي د هرات – خواف وسپنې پټلۍ د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو په برخه کې کلیدي نقش لري.
پر بورې او سمیټو بار واګونونه چې له دوبۍ او ایران څخه بار شوي تازه د هرات روزنک تمځای ته رسېدلې دي.
د هرات سیمهییزو مسوولینو په خبره د هرات – خواف وسپنې پټلۍ د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد زیاتوالي لامل شوې ده.
د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي هم وايي: یوه سوداګریزه د خواف هرات له لارې روزنک تم ځای ته رسېدلې ده چې په دغه جوپه کې ۲۶ واګونونه دي. په دغه جوپه کې ۲۰ واګونه د بوري دي چې له متحده عربي اماراتو ۶ نور یې د سمټو دي چې له ایرانه افغانستان ته را رسېدلي دي.
د هرات – خواف وسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان، ایران او د سیمې ځینو نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د هېواد سوداګرۍ لپاره اغېزناکه چاره بلل کېږي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو په خبره په وروستیو میاشتو کې د وسپنې دغې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو کچه زیاته شوې ده.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه امر، محمد یوسف امین په دې اړه وايي: له نېکمرغه د راکړې ورکړې کچه ډېره ښه شوې ده. په دوی کې ودانیز توکي او له نورو هېوادونو ټرانزیټ توکي دي. موږ له دوبۍ، ایران او هنده هره ورځ واردات لرو. د وسپنې پټلۍ له لارې سوداګري چټکه شوې ده.
د هرات – خواف وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی د هېواد اقتصادي پراختیا په برخه کې مهم بلل کېږي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو په خبره د وسپنې دا لار افغانستان له مهمو نړیوالو بازارونو سره نښلوي.
د اقتصادي چارو شنونکی، گلاب الدین میري بیا وايي: له دې سره اقتصادي وده رامنځته کیږي او نورو هېوادونو سره اړیکې جوړیږي پانګونې زیاتېږي او اقتصادي زیربناو ته د خلکو پام ور اړوي.
د هرات – خواف وسپنې پټلۍ افغانستان د ایران له لارې د ترکیې او اروپا له بازارونو سره نښلوي.
د وسپنې پټلې دغه پټلۍ چې د هرات صنعتي ښارګوټي پورې غځېدلې ده د جوړولو وروستۍ چارې یې روانې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د څه باندې ۴۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
د دغه وزارت د ویاند په خبره، له دغه شمېره شاوخوا ۴۵ میلیونه ډالره یې صادرات دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «د ۱۴۰۳ لمریز کال په ۱۱ میاشتو کې له قزاقستان سره د افغانستان سوداګري ۴۳۰ میلیونه ډالره وه، چې له دې جملې ۴۵ میلیونه ډالره یې صادرات او ۳۸۵ میلیونه ډالره واردات دي.»
قزاقستان چې په منځنۍ اسیا کې له پیاوړي اقتصاد لرونکو هېوادونو بلل کیږي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړې توګه قزاقستان د افغانستان لپاره یو ښه بازار ګڼي او دغه هېواد ته د صادراتو پر لا زیاتوالي ټينګار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي و ویل: «زموږ سوداګري ورځ تر بلې زیاتېږي، زموږ د اوړو تر ټولو ډېر لګښت له قزاقستانه تامینیږي، دغه راز غنم، غوړي او نور توکي دي. زموږ ټولیزه سوداګري له مرکزي اسیا سره له ۸۰۰ میلیونه ډالرو اوړي، چې له دې ډلې ۴۰۰ میلیونه ډالره یې له قزاقستان سره ده.»
د اقتصادي چارو شنونکی، قطیب الدین یعقوبي وايي: «افغان سوداګرو ته د ویزې اسانتیاو رامنځته کېدل، د افغانستان له بانکونو قزاقستان ته او برعکس د پېسو لېږد، د ټرانسپورټي بنسټونو پیاوړتیا، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو په لېږد کې اسانتیا رامنځته کولی شي، دا ټول هغه عوامل دي چې کولای شي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اړیکې لا پياوړې کړي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو لمخې، له افغانستانه قزاقستان ته تر ټولو زیات صادر شوي توکي د مېوو جوس، غیر الکولي مشروبات، ممیز، سبزیجات، شیرین بویه، پیاز، دیګ بخار او انګور دي او له دغه هېواده تر ټولو زیات واردېدونکي توکي اوړه، وسپنه، زغر، د صنعتي کارخونو لپاره خام توکي، کیمیاوي سره او نفت دي.
افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې د یو ملیارد او ۷۸۵ ملیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان په ۱۴۰۳ هجري- لمریز کال کې د ۱۲ میلیارده او ۹۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت له پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، ازبېکستان، ایران، قزاقستان، چین، ترکیې، عراق، تاجیکستان، روسیې او مالیزیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د افغانستان د صادراتو مجموعي ارزښت ۱.۷۸۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، او واردات ۱۱.۱۶۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. افغانستان ډیری صادرات پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، ازبېکستان، ایران، قزاقستان، چین، ترکیې، عراق او تاجېکستان ته کړي دي.»
د کرنې او مالدارۍ خونه له پاکستان سره په سوداګریزه برخه کې رامنځته شوې ستونزې ته په نغوتې سره سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاو پر برابرېدو او همداراز له بېلابېلو هېواونو سره د سوداګریزو هوکړ پر رامنځته کېدو ټينګار لري.
میرویس حاجيزاده، د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال وایي: «موږ باید له دې فرصتونو ګټه واخلو. نور هېوادونه له دې ستونزو ګټه اخلي. موږ کولای شو په اماراتو کې ښه بازارونه پیدا کړو او بدیلې لارې رامنځته کړو، څو راتلونکي کال کې هغه ستونزې چې اوس د سوداګرو مخې ته پرتې دي، له منځه ولاړې شي.»
میرشاکر یعقوبي، د اقتصادي چارو شنونکی هم د سوداګرۍ د ښهوالي لپاره یو لړ حللارې وړاندې کوي: «د ټرانزیټي او ټرانسپورټي ستونزو حل، د مناسب ټرانسپورټ بنسټونو رامنځته کول، د بانکي محدودیتونو لرې کول او د افغانستان لپاره د نړیوالو بازارونو او مالي سیستمونو ته لاسرسی برابرول، له هغو اقداماتو څخه دي چې کولای شي د هېواد د سوداګرۍ د ودې لامل شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو لمخې، افغانستان په تېر مالي کال کې تر ډېره ډیزل تیل، اوړه، د موټرو پرزې، ګاز، درمل، غوړي او وريجې را وارد کړي دي.
په ۱۴۰۳ کال کې په هېواد کې د یو شمېر اقتصادي پروژو له عملي کېدو سره سره لا هم په افغانستان کې فقر او بېکاري دوه سترې ننګونې بلل کېږي.
فقر، بې روزګاري، کډوالي، طبیعي پېښې لکه سیلابونه، د ځینو هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو له خوا د بشري مرستو ځنډول او کمېدل او پر افغانستان د نړیوالې ټولنې پاتې بندیزونه په روان کال کې په اقتصادي برخه کې لویې ننګونې بلل شوي دي.
د کابل یو بل اوسېدونکی، کاظم هم بیا وايي: چوک ته راشو، کار نه وي. د کور کرایه راپسې ده او هیڅ هم نه لرو. له شتمنو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.
په امریکا کې د ډانالډ ټرمپ په مشرۍ د نوي حکومت له راتګ سره د دغه هېواد د ۸۳ سلنه مرستو ځنډېدو، چې افغانستان هم په کې شامل دی، په نړۍواله کچه اندېښنې راپورته کړې.
د کب په لومړیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان پر خلکو د امریکا د مالي مرستو د کمېدو د جدي پایلو په اړه خبرداری ورکړ او وویل چې د دې مرستو په کمېدو سره به په دغه هېواد کې له ۹ میلیونه ډېر خلک روغتیايي او مرستندویه خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش د ۱۴۰۳ د کب په ۱۱مه و ویل: “د دغې پرېکړې پایلې به د نړۍ د زیانمنونکو خلکو لپاره ویجاړونکې وي. په افغانستان کې، له ۹ میلیونو زیات خلک به روغتیایي او حمایوي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي او سلګونه ګرځنده طبي ټیمونه او نور خدمتونه به وځنډول شي.”
اقتصاد وزارت په ټولو هیوادونو کې د امریکا د مرستو د لغوه کیدو منفي اغیزو ته په اشارې سره وايي، له بشري مرستو څخه باید سیاسي استفاده ونه شي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب د ۱۴۰۳ د کب په ۲۱مه ویلي و: “د بشري مرستو موخه دا ده چې د بېړنیو حالاتو پر مهال له خلکو سره مرسته وشي او دا مرستې باید د بشري قوانینو پر بنسټ په بې پرې ډول ترسره شي. له همدې امله، دا مرستې باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي.”
د پیسو د لیږد لپاره د بانکي بندیزونو او د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل د افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې یوه مهمه ننګونه ده او دې مسلې په افغانستان کې د فقر او بیکارۍ کچه هم زیاته کړې ده.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د بشري ناورین او د مرستو د کمولو د چټکتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړه او وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه راز نړۍوال بانک د ۲۰۲۴ کال په وروستي راپور کې په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د جدي بحران په اړه خبرداری ورکړی او په ډاګه یې کړه چې ۶.۱۱ میلیونه افغانان چې د هېواد د نفوس ۲۵ سلنه جوړوي، د خوراکي توکو له جدي نه خوندیتوب سره مخ دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د افغانستان په کانونو کې لویې پانګونې ازبېکستاني، چینایي، ترکي او ایراني کمپنیو کړې دي.
د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې اوسمهال په هیواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره ډیری اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه وايي: «تر ټولو لوی پانګوال چې د افغانستان د کانونو برخه کې یې پانګونه کړې، د ازبېکستان، ترکیې، چین او ایران شرکتونه دي چې د نفتو او ګازو، سمنټو پروژو، د مسو، سرو زرو او وسپنې په کانونو کې یې پانګونه کړې ده.»
د افغانستان د کاني سرچینو لویو زیرمو ته په پام سره، اقتصاد وزارت په دې برخه کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې، د بې وزلۍ او بې کارۍ د کمېدو لپاره مهمه ګڼي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب هم وايي:«زموږ هېواد له اقتصادي پلوه ډېر ظرفیتونه لري او د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره، په ځانګړي ډول د هېواد د کانونو د را ایستنې، کرنې، د انرژۍ تولید او نورو برخو کې مناسب فرصتونه لري. په اوسني حالت کې، د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره اړینې اسانتیاوې او فرصتونه برابر شوي دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، احمد فردوس بهګزین بیا وايي:«بهرني پانګوال کولای شي په افغانستان کې مؤثر ثابت شي، ځکه هغوی د ډېر ښه ماشینرۍ درلودونکي دي. کانونه یوه ډېره حساسه او نازکه برخه ده.»
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2025 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی