د افغانستان د وچو مېوو صادرات د تېر کال پرتله ۵ سلنې زیات شوي

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې له افغانستانه ۳ زره او ۱۴۰ټنه وچه مېوه بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوې ده.

د دې صادراتو ارزښت ۷ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ ښودل شوی دی. 

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه امر، محمدیوسف امین و ویل: «عراق، اتریش، متحده عربي اماراتو، ګاونډيو هېوادونو او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته وچه مېوه صادره شوې ده. په صادرو شویو وچو مېوو کې ممیز، بادام، پسته، وچ انځر، د هندواڼې تخمونه او ځینې نورې وچې مېوې شاملې دي.»

د افغانستان وچې مېوې دا مهال د نړۍ په شاوخوا شلو هېوادونو کې بازار لري، چې د کیفیت او بسته‌بندۍ له ښه کېدو سره یې د پېرودونکو شمېر هم زیات شوی دی.

د وچې مېوې صادروونکی، محمدعثمان انصاري و ویل: «په تېرو کلونو کې د افغانستان وچه مېوه په بوجیو کې صادرېده او بهر کې به بسته‌بندي کېده خو اوس په هرات کې سوداګر دا محصولات په ښه او معیاري ډول بسته‌بندي کوي، چې د نړۍوالو بازارونو رضایت یې ترلاسه کړی دی.»

بل صادروونکي، مهدي اکرمي و ویل: «د افغانستان د وچو مېوو صادرات کال په کال زیاتیږي. څو کاله مخکې مو یوازې پنځو یا شپږو هېوادونو ته صادرات درلودل، خو اوس نږدې شلو هېوادونو ته صادرات لرو.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د تېر کال پرتله د هېواد د وچو مېوو صادرات پنځه سلنې زیات شوي دي.

پر دې سربېره هم د وچو مېوو په نړۍواله سوداګرۍ کې د افغانستان ونډه لاهم کمه ده.

اقتصادي شنونکي، نذیر احمد سدید و ویل: «د افغانستان وچې مېوې د نړۍ د مهمو سوداګریزو توکو له ډلې ګرځېدلي خو لا هم په دې برخه کې ستونزې شته. نن سبا پېرودونکی یوازې محصول نه اخلي، بلکې بسته‌بندي، باور، برانډ او د محصول بازارموندنه هم ارزوي. له همدې امله د ترکیې، ایران، امریکا، چین او اوزبیکستان پرتله، چې د وچو مېوو لوی صادرونکي هېوادونه دي، د افغانستان ونډه کمه ده.»

افغانستان د کال په څلورو فصلونو او مناسب اقلیم سره د وچو مېوو د تولید لپاره مناسب هېواد ګڼل کیږي.

وروستیو ورښتونو د برېښنا بندونو اوبه ډېرې کړې او د انرژۍ تولید یې ښه کړی

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، وروستیو ورښتونو د برېښنا بندونو د اوبو کچه د پام وړ لوړه کړې ده چې له امله یې د برېښنا تولید زیات شوی دی.

 د دغه شرکت ویاند، محمد صادق حق‌پرست طلوع‌نیوز ته ویلي، د برېښنا بندونو نږدې ۹۰ سلنه اړتیا له اوبو څخه پوره کېږي او له همدې امله د برېښنا تولید ډېر شوی او خلکو ته د برېښنا رسونې وضعیت هم ښه شوی دی.

د برېښنا شرکت ویاند، محمد صادق حق‌پرست ویلي: «په تېرو ۱۷ کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې دومره زیات اورښتونه وشول چې له امله یې د برېښنا بندونه له اوبو ډک شول، د برېښنا تولید زیات شو او خلکو ته د برېښنا رسونه هم ښه شوه.»

په ورته مهال، ځینې هېوادوال د برېښنا وضعیت له نسبي ښه‌والي هرکلی کوي؛ خو وايي چې لا هم په ځینو سیمو کې د برېښنا کمښت او پرچاوي شته.

د کابل اوسېدونکی، صدام وايي: «برېښنا د پخوا په پرتله ښه شوې ده، خو لا هم اړتیا ده چې دې برخې ته زیاته پاملرنه وشي، ځکه یو شمېر اوسېدونکي لا هم د برېښنا له پرچاویو سره مخ دي.»

د کابل اوسېدونکی، ګل‌الرحمن وايي: «په اوړي کې د برېښنا پرچاوي زیاتېږي، زموږ غوښتنه له برېښنا شرکت او مسوولینو څخه دا ده چې د دې ستونزې د کمولو لپاره هڅې وکړي.»

بل لور ته، یو شمېر اقتصادي شنونکی وايي چې د اوبیزې برېښنا د تولید زیاتوالی کولی شي د لګښتونو په کمولو، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په ښه‌والي او د خلکو د برېښنايي اړتیاوو په ښه پوره کولو کې اغېزناک رول ولوبوي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رشتیا وايي: «د برېښنا د تولید زیاتوالی او د بندونو جوړېدل کولی شي زموږ له کرنې سره مرسته وکړي او همدارنګه د هېواد د انرژۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت هم د اوبیزو سرچینو د لا ښه مدیریت او په هېواد کې د برېښنا د تولید د ظرفیت لوړولو لپاره د هڅو د دوام خبر ورکړی وو.

په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې ۵۲ سلنه پرمختګ

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د دې پروژې د هرات برخې ساختماني کارونه تر اوسه ۵۲ سلنه بشپړ شوي دي.

هم‌مهاله د پروژې په بېلابېلو برخو کې تخنیکي فعالیتونه، لکه د مسیر چمتو کول، د تجهیزاتو لېږد، ویلډنګ او د پایپونو غځول، په دوامداره توګه روان دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د ګازو پایپ لاین اتیا کیلومتره نصب شوی او د پروژې ۱۲۶ کیلومتره دهلېز هم د کار لپاره چمتو شوی دی.

اقتصادي شنونکي، عبدالشکور هډه‌وال په دې اړه وايي: «د ټاپي پروژه چې له ترکمنستان څخه پیلېږي او تر هند پورې غځېږي، د سیمې له مهمو اقتصادي پروژو څخه شمېرل کېږي. دا پروژه د زرګونو کسانو لپاره د کارموندنې فرصتونو د رامنځته کولو ترڅنګ، په افغانستان، پاکستان او هند کې د میلیونونو وګړو لپاره طبیعي ګاز ته د لاسرسي زمینه هم برابروي.»

سربېره پر دې، ۱۰۸ کیلومتره د لاسرسي او څارنې سړک جوړ شوی او د ۵۱ کیلومتره مسیر په اوږدو کې کیندنې ترسره شوې دي، چې له دې منځه ۳۶.۳ کیلومتره پایپونه هم د ځمکې لاندې ځای پر ځای شوي دي.

مسوولین زیاتوي چې د اړتیا وړ تجهیزاتو او پایپونو د لېږد بهیر هم روان دی او تر اوسه له ۷۲ کیلومترو څخه ډېر نور پایپونه د پروژې ساحې ته انتقال شوي دي.

اقتصادي شنونکی، عبدالنصیر رشتیا بیا وايي: «د دې پروژې په بشپړېدو سره به هر کال نږدې ۳۳ میلیارده مکعب متره ګاز له مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته ولېږدول شي. دا طرحه د افغانستان لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه ځانګړی اهمیت لري او کولی شي د هېواد لپاره د عوایدو یوه مهمه سرچینه او سیمه‌ییز فرصتونه رامنځته کړي.»

ټاپي پروژه د سیمه‌ییزې انرژۍ او ټرانزیټ له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان نه یوازې نوو اقتصادي فرصتونو ته لاسرسی ومومي، بلکې د ترانزیټ له لارې به د پام وړ عواید هم ترلاسه کړي.

د افغانستان او مرکزي اسیا اقتصادي اړیکې؛ له سوداګرۍ تر ستراتیژیکو پروژو

افغانستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له د منځنۍ اسیا او قفقاز له هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

 ازبکستان، تاجیکستان، قزاقستان، قرغیزستان، ترکمنستان او اذربایجان له هغو هېوادونو څخه دي چې د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ او بنسټیزو پروژو په برخو کې له افغانستان سره همکاري لري.

په همدې لړ کې، د دغو هېوادونو یو پلاوی کابل ته راغلی او د “افغانستان، منځنۍ اسیا او د اذربایجان جمهوریت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري بنسټونو” په لومړۍ غونډه کې یې ګډون کړی دی.

 په دې ناسته کې له افغانستان سره د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان اړیکې له د منځنۍ اسیا هېوادونو او اذربایجان سره پراخې شوې او د اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره نوي فرصتونه رامنځته شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي ویلي: «افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د طبیعي نښلوونکي پُل په توګه د سیمه‌ییز اتصال لپاره لوی ظرفیت لري، او اړتیا ده چې د کاسا -۱۰۰۰، ټاپي، ټاپ، لاجورد لارې، افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ او نورو ټرانزیټي لارو او ګډو سیمه‌ییزو پروژو ملاتړ د دقیقو اقتصادي مطالعاتو، راتلونکې‌لیدونکو ارزونو او څېړنیزو ارزونو پر بنسټ وشي.»

ازبکستان د منځنۍ اسیا له مهمو اقتصادي شریکانو څخه ګڼل کېږي.

 دغه هېواد له افغانستان سره د سوداګرۍ تر ټولو لوړه کچه او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان په سوداګرۍ کې تر ټولو لویه ونډه لري.

د تاشکند او کابل اقتصادي همکاري

۰ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۵ میلیارده ډالره ده، او د ۵ میلیارده ډالرو هدف ټاکل شوی

د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمې او ګډې پروژې په لاندې ډول دي:

۰ د حیرتان – مزارشریف وسپنې پټلۍ او د افغان  ټرانس پروژه

پانګونه:

۰ د طوطي میدان د ګازو په پروژه کې ۱ میلیارده ډالر او د برېښنا د لېږد په شبکه کې ۲۴۰ میلیونه ډالر

۰ سوداګریز تړونونه: یوازې په تېرو اتو میاشتو کې له ۵ میلیارده ډالرو څخه زیات ارزښت لرونکي تړونونه

۰ ترکمنستان هم د انرژۍ په برخه کې د افغانستان له شریکانو څخه دی او په سیمه کې له افغانستان سره د انرژۍ د لېږد تر ټولو لویې پروژې لري

د عشق‌آباد او کابل اقتصادي همکاري

۰ د دواړو هېوادونو ترمنځ څه باندې ۹۰۰ میلیون ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې

۰ د ټاپي د ګازو نل‌لیکه، د برېښنا د لېږد پروژې، د تورغونډۍ–هرات اورګاډي پټلۍ او نوري فایبر ګډې پروژې

۰ د تورغونډۍ – هرات وسپنې پټلۍ په پروژه کې ۱۰ میلیونه ډالر پانګونه

۰ همدارنګه د سرحدي او ترانزیټي زیربناوو په پراختیا کې هم همکاري کوي

قزاقستان افغانستان ته د غنمو او نورو غلو دانو له سترو صادروونکو هېوادونو څخه دی او د هېواد د خوراکي توکو په برابرولو کې مهم رول لري.

دغه هېواد هم غواړي چې له افغانستان سره سوداګري ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي، او د همدې موخې لپاره یې پلاوي کابل ته سفرونه کړي دي.

د استانې او کابل اقتصادي همکاري

۰ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۰۰ میلیونو څخه تر نږدې ۱ میلیارده ډالرو پورې ده

۰ افغانستان ته د غنمو او غلو دانو له سترو صادروونکو څخه دی

۰ د افغانستان د خوراکي اړتیاوو مهمه برخه برابروي

۰ د تورغونډۍ وسپنې پټلۍ په پروژه کې یې ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار، احمد توفیق داوري په دې اړه وايي: «افغانستان اوس مهال د مرکزي اسیا له هېوادونو څخه د یوه مهم او ارزښتناک دهلېز په توګه ګټه اخلي، چې زموږ ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه د همدې هېوادونو له لارې له روسیې او نورو هېوادونو سره ترسره کېږي.»

تاجیکستان او قرغیزستان د انرژۍ، ترانزیټ او سیمه‌ییزو پروژو په برخو کې له افغانستان سره همکاري لري. د کاسا–۱۰۰۰ پروژه د دوی له مهمو ګډو طرحو څخه ده. 

خو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ سوداګري او پانګونه لا هم محدوده ده.

اذربایجان هم له افغانستان سره محدوده همکاري لري او تر اوسه یې د پام وړ پانګونه نه ده کړې. 

د دواړو لورو ترمنځ همکارۍ تر ډېره د خزر سمندر له لارې ترانزیټ او د قفقاز او اروپا له دهلېزونو سره د نښلېدو پر محور راڅرخي.

د افغانستان او د منځنۍ اسیا او قفقاز د هېوادونو ترمنځ همکارۍ تر ډېره د انرژۍ، ترانزیټ، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال پر برخو متمرکزې دي، او د دغو اړیکو پراختیا کولای شي د اقتصادي ودې او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د زیاتوالي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

افغانستان ته ګاونډیو هېوادونو د اسعارو پر واردولو بندیز ولګېد

د افغانستان بانک افغانستان ته د ایراني تومان او پاکستاني کلدارو پر راوړلو بندیز اعلان کړی دی.

د افغانستان بانک ویلي، د دې پرېکړې موخه د افغانۍ د ارزښت ساتل دي او له سوداګرو، صرافانو، ترانسپورتي شرکتونو او مسافرو یې غوښتي چې افغانستان ته د دغو اسعارو له لېږدولو ډډه وکړي.

یاد بانک ټینګار کړی چې افغانۍ د سیمې د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله له مناسب ثبات څخه برخمنه ده او د ملي اسعارو د ځای‌ځایګي ساتل د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اړین دي.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب‌الله نوري، په دې اړه ویلي: «دا اقدام د افغانۍ د دودولو او له سیمې او نړۍ هېوادونو سره په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو د کارونې د مخنیوي په موخه شوی دی.»

تر دې وړاندې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ په ځینو سیمو کې، په ځانګړي ډول له دغو دوو هېوادونو سره په سوداګریزو راکړو ورکړو کې، د تومان او پاکستاني کلدارو کارونه دود وه.

ځینې اقتصادي پوهان باور لري، که دا تګلاره په اغېزناک ډول پلې شي، د افغانۍ د ځای‌ځایګي په پیاوړتیا، د اسعارو بازار د بې‌ثباتۍ په کمولو او پر ملي اسعارو د خلکو د باور په زیاتولو کې مرسته کولی شي.

اقتصادي شنونکي، سید مسعود ویلي: «افغانۍ په سیمه کې لوړ ارزښت لري او په حقیقت کې د ګاونډیو هېوادونو اسعار، چې کمزوري اسعار بلل کېږي، د افغانۍ پر وړاندې ټیټ ارزښت لري.»

بل اقتصادي شنونکي، شمس‌الرحمن احمدزي ویلي: «دا اقدام باید تر دې مخکې شوی وای، خو اوس هم مناسب وخت دی چې د دغو اسعارو کارونه ودرول شي، څو افغانۍ خپل ارزښت وساتي او په ټوله نړۍ کې لا ډېر وپېژندل شي.»

په وروستیو میاشتو کې د افغانۍ نسبي ثبات د اسلامي امارت د چارواکو له لوري د هېواد له مهمو اقتصادي لاسته راوړنو څخه بلل شوی دی.

خلیل‌زاد: افغان – ترانس دهلېز کولی شي د سیمې له ثبات او سوکالۍ سره مرسته وکړي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د افغان – ترانس دهلېز پروژې په اړه د اوزبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف له ملاتړ هرکلی کړی او دا طرحه یې د سیمې د نښلولو لپاره مهم ګام بللی دی.

خلیل‌زاد ویلي، د دې پروژې بریا کولی شي د افغانستان، پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لا ډېر ثبات او سوکالۍ سره مرسته وکړي.

دا ستراتیژیکه رېل‌پټلۍ ۶۸۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان له خاورې تېرېږي؛ داسې پروژه چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د پاکستان له لارې د ګوادر او کراچۍ بندرونو سره نښلوي.

د راپورونو له مخې، د اوزبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د پنځم نړیوال فورم د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې هېواد یې جنوبي اوبو ته د لاسرسي لپاره پر افغان – ترانس دهلېز جدي کار کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د دې پروژې بشپړېدل به د داسې ترانسپورتي شبکې سره د نښلېدو زمینه برابره کړي چې اسیا او اروپا له یو بل سره وصلوي.

خلیل‌زاد په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د افغان – ترانس دهلېز په اړه د شوکت میرضیایف له رهبرۍ او ملاتړ څخه هرکلی کوي.

هغه زیاته کړې: «دا دهلېز د منځنۍ اسیا او افغانستان د جنوبي اسیا، عرب سمندرګي، فارس خلیج او هند سمندرګي سره د نښلولو لپاره ډېر مهم ګام دی.»

د نوموړي په وینا، د دې پروژې بریا کولی شي د منځنۍ اسیا هېوادونو، افغانستان او پاکستان سره مرسته وکړي چې لا ډېرې سوکالۍ ته ورسېږي او له زیات ثبات څخه برخمن شي.

خلیل‌زاد د دې ستراتیژیکې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې یو له مهمو خنډونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو وضعیت بللی او ویلي یې دي: «د دې پروژې څرګندې او بالقوه ګټې باید دواړو هېوادونو ته لا ډېر انګېزه ورکړي، څو خپلې ستونزې د دیپلوماتیکو حل‌لارو او هوکړو له لارې حل کړي.»

هغه همدارنګه لیکلي چې اسلامی امرت له دې پروژې سره خپله لېوالتیا څرګنده کړې او د پاکستان پوځي مشرتابه هم باید په مقابل کې مثبت ځواب ووايي.

خلیل‌زاد زیاته کړې چې دواړه لوري باید مثبت او هیله‌بښونکي راتلونکي ته فکر وکړي او د تېرو تېروتنو له تکرار څخه ډډه وکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان بازارونه تر ډېره باثباته پاتې دي

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي چې د جون میاشتې په دوو اوونیو کې د افغانستان بازارونه تر ډېره باثباته پاتې شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت له لږ کمښت سره ۶۴.۱ افغانیو ته رسېدلی دی.

سره له دې کمښت، افغانۍ لا هم د تېر کال په پرتله ۸ سلنه او د درې کلنې منځنۍ کچې په پرتله نږدې ۱۵ سلنه پیاوړې پاتې شوې، چې تر یوه بریده یې د انفلاسیون د فشارونو په مهارولو کې مرسته کړې ده.

اقتصادي شنونکي، سیر قریشي د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ثبات په اړه وایي: «په تېرو دوو تر دریو کلونو کې د افغانۍ د ثبات اصلي لامل د مرکزي بانک له لوري د پیسو د عرضې ښه مدیریت او کنټرول و. همدارنګه هېواد ته د بهرنیو اسعارو راتګ او په کورنیو راکړو ورکړو کې د افغانۍ زیات استعمال د ملي اسعارو د ارزښت په ساتلو او د اسعارو په بازار کې د سختو بدلونونو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.»

د راپور له مخې، په بازارونو کې دغه نسبي ثبات د کرنیزو محصولاتو د حاصلاتو راټولېدو، د موسمي عرضې د زیاتوالي او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د دوامداره بهیر پایله ده، چې د بنسټیزو توکو د ښه تأمین لامل شوې ده.

خو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي چې پر وارداتو تکیه، د ترانسپورټ د لګښتونو زیاتوالی او سیمه‌ییزې ناڅرګندتیاوې لا هم بازارونه د بهرنیو ټکانونو پر وړاندې زیانمن ساتي.

د خوراکي توکو په برخه کې د غنمو، وریجو، بورې او غوړیو په ګډون د ډېری اساسي توکو بیې لوړې شوې، خو د حبوباتو او ډوډۍ بیې راټیټې شوې دي.

د کابل اوسېدونکی، سید محمد هم وایي: «د خوراکي توکو بیې لوړې دي، کار او روزګار نشته، د وریجو، اوړو او غوړیو نرخونه ډېر لوړ دي او خلک د پېرلو توان نه لري.»

د کابل بل اوسېدونکی، عبدالرازق هم وایي: «له حکومته غواړو چې نرخونه کنټرول کړي، خلک بېوزله دي او کار او روزګار نشته.»

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت وایي چې د بازارونو د وضعیت نسبي ښه والی او د افغانۍ ثبات د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د صادراتو د ودې او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پایله ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب و ویل: «د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ثبات، د تولیداتو زیاتوالی، د اقتصادي همکاریو پراختیا، د سوداګریزو لارو پراخېدل، د پانګونې هڅونه او د اړتیا وړ توکو ته لاسرسی د بازار اړتیاوو په پوره کولو او د انفلاسیون د کچې په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.»

د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې چې د کار بازار لا هم کمزوری دی.

د دې ادارې په وینا، که څه هم کار ته لاسرسی لږ ښه شوی، خو د ورځني مزد کچه او د کار فرصتونه لا هم د تېر کال او د درې کلنې منځنۍ کچې پرتله ټیټ دي؛ هغه وضعیت چې پر هغو کورنیو د فشارونو دوام ښيي چې د ورځني کار پر عوایدو متکي دي.

د هرات - مزارشریف وسپنې پټلۍ؛ د افغانستان - منځنۍ اسیا نښلېدو لپاره نوی ګام

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس وایي، د هرات  – مزارشریف د وسپنې پټلۍ پروژه د ایران او افغانستان ترمنځ او بیا تر منځنۍ آسیا پورې د رېلي اتصال پیاوړي کېدو په موخه عملي مرحلې ته داخله شوې.

د هغه په وینا، د دې وسپنې پټلۍ تړون د کابل او تهران ترمنځ لاسلیک شوی او که بشپړه شي، نو پر نورو صادراتي لارو به د دې هېواد تکیه راکمه کړي او د ازبکستان او تاجکستان بازارونو ته به مستقیم لاسرسی برابر کړي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی چې د دې پروژې یوه برخه تمویل به د افغانستان د کاني سرچینو له لارې تأمین شي.

پخوا خصوصي بانکونو په دې پروژه کې شاوخوا ۵۵ میلیارده افغانۍ پانګونه اعلان کړې وه.

ورته مهال، د ټولګټو وزارت وایي چې دا پروژه د افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د نښلولو له مهمو رېلي دهلیزونو څخه ګڼل کېږي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس وايي: «د هرات – مزارشریف د وسپنې پټلۍ کرښه د افغانستان له مهمو اقتصادي دهلېزونو څخه شمېرل کېږي، چې نه یوازې د هېواد شمالي ولایتونه له یو بل سره نښلوي، بلکې ایران او ترکیه هم د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو او ورپسې له چین سره تړي.»

اقتصادي کارپوهان وایي که دا پروژه عملي شي، نو د افغانستان او سیمې د ترانزیټ په نقشه کې به یو له مهمو بدلونونو څخه وي.

په همدې حال کې اقتصادي شنونکی، عبدالغفار نظامي په دې اړه وايي: «افغانستان اړتیا لري چې د رېل‌پټلۍ د بنسټیزو پروژو له لارې د سیمې د ترانسپورتي شبکو برخه شي. د هرات–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ په بشپړېدو سره به زموږ هېواد سیمه‌ییزو بازارونو او نړیوالو ترانزیټي لارو ته ښه لاسرسی ومومي، او ترڅنګ به یې د خلکو لپاره پراخ کاري او پانګونې فرصتونه هم رامنځته شي.»

د هرات – مزارشریف د وسپنې پټلۍ د افغانستان لویدیځ ولایت هرات شمال کې له مزارشریف سره نښلوي، او له هغه ځایه د ایران، منځنۍ اسیا او د سیمې له ترانزیټي شبکو سره د اتصال زمینه برابروي.

د چین–اوراسیا نندارتون د افغان سوداګرو په ګډون پرانیستل شو

د “چین–اوراسیا ۲۰۲۶” نندارتون د پنجشنبې په ورځ د چین ارومچي ښار کې پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د افغانستان د سوداګرو له لوري تر ۳۰ زیات غرفې جوړې شوې دي، چې پکې غالۍ، زعفران، وچه مېوه او قیمتي ډبرې نندارې ته وړاندې شوې دي.
سوداګر دغه نندارتون د افغانستان د تولیدي وړتیاوو د معرفي کولو او د صادراتي بازارونو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت بولي.

سوداګر، محمدنعیم پوپل، د دغه نندارتون په اړه و ویل: «دا نندارتون د هېواد د لاسي صنایعو، زعفرانو او وچو مېوو لپاره ډېرې ګټې لري، او موږ کولای شو د دې نندارتون له لارې نړۍ ته وښیو چې افغانستان کوم تولیدات لري.»

یو بل سوداګر، حامد رؤوف، هم وویل:«زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې په راتلونکو کلونو کې په دې نندارتون کې د افغان سوداګرو د لا پراخ ګډون زمینه برابره کړي. سږ کال د غرفو شمېر محدود و او د ګډون لګښتونه هم لوړ وو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې نندارتون کې د ګډون موخه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخول، د افغانستان د پانګونې فرصتونو معرفي کول او د بهرنیو پانګونو راجلبول دي.

د اقتصادي چارو  شنونکی، عبدالهادي غزنیوال هم وايي: « د افغانستان پلاوی باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د خپلو تولیداتو د معرفۍ او پلور ترڅنګ، له چینایي چارواکو او شرکتونو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د پانګونې د جذب او د ټکنالوژۍ د لېږد په اړه هم خبرې وکړي، څو په افغانستان کې د تولید او سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره شي.»

د “چین–اوراسیا ۲۰۲۶” نندارتون د سیمې له سترو سوداګریزو غونډو څخه شمېرل کېږي، چې هر کال د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د پانګونې د جذب او د سوداګریزو فرصتونو د معرفي کولو په موخه د چین په ارومچي ښار کې ترسره کېږي.

افغانستان او قزاقستان درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ پر لوړولو ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او قزاقستان چارواکو په کابل کې د افغان – قزاق سوداګریزې مجمع په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې د لوړولو، اقتصادي همکاریو پراختیا، د ترانزیټ پیاوړتیا او د متقابلو پانګونو لپاره د لا ډېرو زمینو برابرولو پر اړتیا ټینګار کړی.

د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه مجمع چې نندارتون او سوداګریزې ناستې په کې شاملې دي، نن په کابل کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژونمانګارین، د اسلامي امارت د مسوولینو او د قزاقستان د سکتوري خونو د مسوولینو، د سکتوري ادارو د یو شمېر مرستیالانو، د اقتصادي بنسټونو د مسوولینو او د دغه هېواد د خصوصي سکتور د مخکښو استازو په ګډون ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نورالدین عزیزي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو ناستو او نندارتونونو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي حضور د دواړو هېوادونو د قوي ارادې نښه بللې چې غواړي اقتصادي، سوداګریزې او د پانګونې همکارۍ پراخې او د دواړو لورو دوستانه اړیکې لا پیاوړې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړې چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې شاوخوا ۱۰۰ سلنه او د تېر کال په پرتله نږدې ۴۱ سلنه لوړه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، عزیزي د همکاریو د نقشې د لاسلیک او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې درې میلیارد ډالرو ته د لوړولو هدف ته په اشارې ویلي، دا هدف واقع‌بینانه او د ترلاسه کېدو وړ دی، خو د رسېدو لپاره یې لا ډېرو هڅو، د اسانتیاوو برابرولو، د بانکي همکاریو پراختیا، د ترانزیټ او ټرانسپورټ پیاوړتیا او د متقابلو پانګونو لپاره د لا ډېرو فرصتونو رامنځته کولو ته اړتیا ده.

نورالدین عزیزي په افغانستان کې د کرنې، سوداګرۍ، پروسس‌کوونکو صنعتونو، کانونو، ترانزیټ، لوژستیک او انرژۍ په برخو کې د پانګونې فرصتونو ته په اشارې، له بهرنیو پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

عزیزي د نن ورځې نندارتون او د دواړو هېوادونو سوداګریزې ناستې د نویو شراکتونو د رامنځته کولو، د محصولاتو د معرفي کولو، د تجربو د تبادلې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ارزښتناک فرصت بللی دی.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم بللی او ویلي یې دي چې د نن ورځې ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او سوداګرۍ د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان د سیمه‌ییزو اړیکو د پراختیا او د اسیایي هېوادونو ترمنځ د نښلوونکي محور په توګه د مطرح کېدو لازمه وړتیا ملري.

ده ټینګار کړی چې قزاقستان په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دواړو هېوادونو د محصولاتو او تولیداتو نندارتون په بېلابېلو سکتورونو کې په ۵۰ غرفو کې د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی دی.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2026 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی