جنوری 2026
د هرات زعفران د پرلهپسې لسم کال لپاره د خوند نړیوال انسټیټوټ له خوا د نړۍ د غوره کیفیت لرونکي زعفران په توګه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
دا سیالۍ د بلجیم په بروکسل کې د افغانستان، ایران، اسپانیا او یونان ترمنځ شوې چې د نړۍ تر ټولو لوی د زعفرانو لوی تولیدونکي هېوادونه دي.
د هرات زعفران د یوې کمپنۍ مسوول، جلیلاحمد ملکي و ویل: «د خوند نړیوال انسټیټیوټ هر کال ل هغو هېوادونو د زعفرانو نمونې غواړي چې په دې برخه کې کار کوي، او له خپلې بررسۍ وروسته دا په ډاګه کوي چې کوم زعفران غوره دي. په دې سیالۍ کې د نورو هېوادونو زعفران هم و چې زموږ پکې لومړی مقام ترلاسه کړ.»
د هرات زعفران د یوې کمپنۍ مسوول، سید مسعود داسې و ویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې له سودواګرو سره د زعفرانو د صادراتو برخه کې مرسته وکړي او دوی ته د چټکو او ډاډمنو صادراتو زمینه برابره کړي.»
د هرات زعفران په نړیوالو بازارونو کې ډېر مشتریان لري او د مسوولینو په وینا؛ په دې وروستیو کې نورو هېوادونو ته د دغو زعفرانو صادرات زیات شوي دي.
د افغانستان د زعفران کنسرسیوم مسوول، عبدالخالق خدادادي داسې وایي: «د نړۍ ډېر هېوادونو د افغانستان زعفران خوښوي او دلیل یې دا دی چې زموږ زعفران طبیعي دي او کیفیت یې لوړ دی. ډېری هېوادونو غواړي چې زموږ زعفران وپیري.»
د هرات د سیمه ییزو مسوولانو په وینا، په تېرو کلونو کې په دې ولایت کې د زعفرانو راټولول او پروسس معیاري شوي او د صادراتو د زیاتوالي او د زعفرانو د بیو د لوړوالي له امله د زعفرانو کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې ده.
افغانستان کې د زعفرانو ټولنې رییس، محمد ابراهیم عادل وایي: «زعفران یو سودواګریز بوټی دی او ویلی شو چې سږکال پر یو زر او ۵۰۰ هکټاره ځکمه زعفران کرل شوي دي د زعفرانو سوداګر، صنعت کاران او کروندګر هڅول شوي دي.»
د افغانستان د زعفرانو ټولنې د شمېرو پر بنسټ، سږکال د زعفرانو تر ۴۰ ټنو ډېر حاصلات تر لاسه شوي دي.
د دې ټولنې د مسوولانو په وینا، په هېواد کې تر ۱۲ زره هکتاره زیاته ځمکه باندې زعفران کرل شوي، چې نږدې اتیا زره کسان پکې بوخت دي.
د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له کابل او اسلام اباده غوښتي چې هغو لسو زرو کانټینرونو ته یواځې د یو ځل تګ اجازه ورکړي چې د لارو تړل کېډو له امله له شاوخوا ۱۰۰ ورځو راهیسې په بندرونو کې بند پاتې دي.
د دغې خونې غړي وایي، د یادو کانټینرونو بیا صادرات به درانه مالي زیان واړوي او دا زیان ۷۵ میلیونو ډالرو ته رسیږي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا و ویل: «که دا کانټینرونه بېرته را وګرځول شي، سوداګرو ته به ډېر زیان واړوي. اوس سرپرست حکومت باید له پاکستان سره په ګډه داسې یو میکانیزم جوړ کړي چې سوداګري بېرته عادي حالت ته راوګرځوي او یا لږ تر لږه دغو بند پاتې کانټینرونو ته د اوښتو اجازه ورکړي.»
شمېرې ښیې چې له ۱۰۵ ورځو راهیسې د سوداګرۍ بندښت افغان صادرونکو ته ۲۳۳ میلیون ډالره او افغان واردونکو ته هم نږدې ۱۲۶ میلیونه ډالره زیان رسولی دی.
د یادې خونې رییس ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور له لوري د دغو توکو د خوشې کولو هڅې دوام لري خو اوس حکومتونه باید عمل وکړي او ستونزه حل کړي.
د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ خونې رییس، خانجان الکوزي و ویل: «هڅې روانې دي چې بیا خبرو ته کېنو خو زموږ خبرې تر هغې ګټه نه کوي چې دولتونه د ستونزه د حل هوډ ونه لري.»
د اقتصادي چارو شنونکي، قطب الدین یعقوبي و ویل: «دواړه لوري باید له سوداګرۍ سیاسي ګټه وانخلي او سیاست او سوداګري باید جلا کړای شي.»
پاکستاني رسنیو لیکلي چې د لارو تړل کېدو پاکستان او د واګه بندر له لارې هند ته د افغانستان صادرات چې ۲۰۰ میلیون ډالره کلنی ارزښت یې درلود، افغان صادرونکو ته ۵۸ میلیون ډالره زیان اړولی دی.
بل لور ته، پاکستان هم د سوداګرۍ د ګډوډۍ له امله افغانستان ته د ۴۳۷ میلیون ډالرو او منځنۍ اسیا ته د ۲۶۲ میلیون ډالرو صادراتو زیان رسیدلی دی.
ګلفوډ چې د خوړو او مشروباتو په صنعت کې یو له لویو نړۍوالو نندارتونونو ګڼل کیږي، سږ کال د ۱۹۵ هېوادونو استازو په ګډون جوړ شوی و.
غرفه لرونکي، محمد ربي زماني و ویل: «موږ ډېر څه لاسته راوړل او له سرپست اداري، په ځانګړي ډول د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه غواړو چې زموږ لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.»
بل غرفه لرونکي، زلمی بهادري و ویل: «راځئ په نندارتونونو کې ګډون وکړو، څو زموږ محصولات په نړۍوالو بازارونو کې لا ډېر شي.»
په ورته مهال، په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا رییس په دې نندارتون کې د افغان سوداګرو ګډون مهم وباله او ویې ویل چې په داسې مراسمو کې د افغان محصولاتو معرفي کول کولی شي د صادراتو زیاتوالي او په نړۍوالو بازارونو کې د هېواد د محصولاتو ځای پیاوړی کړي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا رییس، حاجي عبیدالله صدرخیل و ویل: «۳۱ کاله کیږي چې متحده عربي امارات دا نندارتون جوړیږي او د افغانستان په ګډون ټول هېوادونه ترې ګټه اخلي او خپلو محصولاتو ته بازارموندنه کوي.»
د افغانستان د وچو مېوو صادرونکو ټولنې رییس، عبدالقاسم امرخیل و ویل: «الحمدالله افغان سوداګرو ډېرې لاستهراوړنې درلودې او سترې هوکړې یې لاسلیک کړې. زموږ هڅه دا ده چې په راتلونکو کلونو کې افغانانو ته لا زیاتې غرفې ترلاسه کړو.»
دا نندارتون هر کال د جنوري په وروستیو کې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د خوراکي توکو او مشروباتو صنعت کې د نړۍوالې سوداګرۍ معرفي کولو، بازار موندنې او پراختیا په موخه ترسره کیږي او د مالوماتو له مخې، سږ کال ۱.۵ میلیونه ټنه خوراکي محصولات پکې نندارې ته وړاندې شول.
د افغان-امریکایي سوداګرۍ خونې او نورو همکارو بنسټونو په ملاتړ متحده عربي اماراتو کې د بانکي اړیکو د متقابلې همکارۍ په اړه یو ورځنی نړۍوال کنفرانس جوړ شو.
دغه کنفرانس کې لسګونو نړۍوالو بانکونو، د نړۍوالې ټولنې استازو، افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و چې د افغانستان د بانکونو او بهرنیو شریکانو ترمنځ د خبرو اترو د رامنځته کولو، د بانکي همکاریو د پراختیا او د مالي او سوداګریزو لېږدونو د اسانتیا په اړه پکې بحث شوی دی.
ګډونوالو دغه راز د بانکوالۍ اړیکو، ناکافي ډیجیټل مالي خدماتو او مالي سرچینو ته د محدود لاسرسي په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بانکونو د ټولنې اجراییوي رییس، نجیب الله امیري و ویل: «ګډونوالو د افغانستان د بانکي سکټور د وروستیو پرمختګونو هرکلی وکړ او په ښکاره ټینګار وشو چې د افغانستان بانکي سکټور تر بندیزونو لاندې نه دی. دغه راز څرګنده شوه چې د افغانستان بانکونه له نړۍوال سوداګریز بازار سره په کلني ډول سلګونه میلیونه ډالره منظم انتقالات لري.»
متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخیل و ویل چې ۸۵ سلنې افغان سوداګر په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي او له همدې امله دغه کنفرانس د بانکوالۍ سکټور لپاره هم دی.
یو شمیر نورو افغان سوداګرو هم له بهرنیو پانګهوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصت څخه ګټه پورته کړي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا رییس، حاجي عبیدالله صدرخیل و ویل: « دا غونډه ډېره مهمه ده، د دې پروګرام په تنظیمولو کې له یو کال څخه زیات وخت تېر شوی دی. موږ پلان درلود چې دا کنفرانس مخکې جوړ کړو، خو وځنډول شو او له نېکه مرغه نن ترسره شو. دا غونډه زموږ د بانکوالۍ سکټور لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې زموږ د لویې سوداګریزې ټولنې ۸۵ سلنې له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې په دوبۍ کې ژوند کوي.»
په استانبول کې د افغان سوداګرو د ټولنې رییس، احسان الله کامه وال و ویل: «نن ورځ افغانستان کې د پانګونې ډېره ښه فرصت دی او له ټولو غواړو چې دغه راز ناورینونو کې فرصتونه زیاتیږي او افغانستان کې پانګونه وکړئ.»
د افغان بانکونو د ټولنې په خبره، دغې ټولنې له نړۍوالو بانکونو او نړۍوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د متقابلو بانکي اړیکو په پیاوړتیا او بیارغولو سره د افغانستان د بانکوالۍ سکټور د ثبات او پراختیا ملاتړ وکړي.
دغه درې ورځني نندارتون کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو تولیدوونکو په ۶۰ غرفو کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د نندارتون جوړونکي، مسعود حقمل و ویل: « د دې نندارتون موخه کورنیو تولیداتو لپاره بازارموندنه ده. موږ کولی شو د دې نندارتون له لارې په مستقیم ډول خلکو ته وښیو چې دوی باید بهرني تولید ته نه و وایی او خپل کورنی تولید وکاروي. کورنی تولید د کیفیت له پلوه مهم دی او باید وکارول شي.»
د نندارتون ګډونوال وايي، د تېر پرتله، له کورنیو تولیداتو سره د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.
دوی وايي، د کورنیو تولیداتو د ودې او له وارداتي توکو سره د سیالۍ لپاره د حکومت همکارۍ ته اړتیا لري.
ګډونوال، فرشید عطایي و ویل: «یو نندارتون یو مهم ګام دی څو خلک پوه شي چې په افغانستان کې تولید شوي محصولات لوړ کیفیت لري.»
بل ګډونوال، نور احمد ظریفي و ویل: «دا ډول نندارتونونه باید په هر ولایت کې ترسره شي څو خلک له کورنیو تولیداتو خبر شي.»
د نندارتون ګډونوال، اسدالله امیني بیا وایي: «زموږ هڅه دا ده چې غوره کیفیت لرونکي محصولات تولید کړو. موږ د حکومت ملاتړ ته اړتیا لرو.»
دا نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ جوړ شوی، چې موخه یې د کورنیو تولیداتو معرفي کول او بازارموندنه ده.
دلته د صنعت، ساختماني، کرنې، کانونو، لاسي صنایعو او درملو، په ګډون د بېلابېلو سکټورونو محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.
تولیدوونکي، عبدالاحد شریفي و ویل: «هېواد د ځان بسیاینې په لور روان دی او بهرني بازارونه زموږ له هیواد څخه پرې کیږي او موږ په کورنیو تولیداتو تکیه کوو.»
بل تولیدوونکي، عبدالحمید و ویل: « کورنی تولید له بهرنیو تولیداتو څخه غوره دی او باید وده وکړي.»
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري فراه کې هم ورته نندارتون جوړ شوی و. یاد وزارت ویلي چې د داسې نندارتونونو د جوړولو موخه اقتصادي پراختیا، د تولیدي شرکتونو لپاره د فرصتونو رامنځته کول، د صادراتو زیاتول، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د کورنیو تولیداتو کارولو ته د خلکو هڅول دي.
مزار شریف ښار کې د رابعه بلخي د مارکېټ په ۷۵ هټیو کې څه د پاسه ۲۰۰ ښځې د لاسي صنایعو په پلور سره د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کوي.
دغه مارکېټ له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې فعال دی او هټۍوالې یې له کاري فضا خوښې دي خو له سرپرست حکومت د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوي.
د مارکېټ مسووله، ناهیده رازقي وایي: «د دې مارکېټ په ۷۵ هټیو کې له ۲۰۰ ډېرې مېرمنې بوختې دي، چې د لاسي صنایعو، خوږو خوړو، د غوړیو پروسس، وچو مېوو، غالیو او تفریحي کلبو په برخه کې فعالیت کوي.»
په دې مارکېټ کې کارکوونکې ښځې د مناسب کاري چاپېریال له برابرېدو خوښي څرګندوي؛ خو ټینګار کوي چې د اوسنی حاکم رژیم او مرستندویه بنسټونو دوامدار ملاتړ، د پانګې برابرول او د بازارموندنې اسانتیاوې کولی شي د دوی سوداګریز فعالیتونه لا پیاوړي کړي.
هټۍواله، سجیه و ویل: «موږ ۱۲ تنه په ګډه د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوو. ځینو ښځو ته کارونه ورسپارو، دوی په خپلو کورونو کې کالي جوړوي او بیا یې موږ ته راسپاري.»
بله هټۍواله، مسلمه سادات و ویل: «زموږ غوښتنه له مسوولینو دا ده چې ملاتړ مو وکړي. موږ څو کاله کیږي دلته د رابعه بلخي مارکېټ کې کار کوو خو تر اوسه هېڅ ادارې زموږ ملاتړ نه دی کړی. موږ وسایلو او ماشینونو ته اړتیا لرو.»
دې مارکېټ نه یوازې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، بلکې دلته راتلونکې ښځې هم له سرپرست حکومت ته د ښځو لپاره د ځانګړو ورته مارکېټونو او ځایونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د مزارشریف اوسېدونکې، عذرا وایي: «دا ځای د میلې او تفریح لپاره هم ښه ځای دی. دا مارکېټ یوازې د ښځو لپاره جوړ شوی. موږ له خپلو ملګرو سره د تفریح لپاره راغلي یو او خواړه مو وخوړل.»
د مزارشریف بله اوسېدونکې، مولوده وایي: «باید داسې نور مارکېټونه هم پرانیستل شي، څو ډېرې ښځې بوختې شي او موږ هم وکولی شو تفریح وکړو.»
بل لورته د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د هغو ښځینه متشبیثینو ملاتړ کوي چې خپل سوداګریز فعالیتونه د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې ترسره کوي.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال، نصیر احمد نیازي و ویل: «د صنعت او سوداګرۍ ریاست د هغو ښځو ملاتړ او ستاینه کوي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د تولید، کاري فرصتونو، ځان بساینې او اقتصادي ودې په موخه هڅې کوي او کار کوي.»
د یادونې ده چې دا مهال بلخ کې له ۱۵۰۰ ډېرې ښځې د لاسي صنایعو، کورنیو تولیداتو او د خوړو د پخلي په ګډون په بېلابېلو برخو کې په کار او فعالیت بوختې دي.
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی