اگست 2026
د افغانستان د هرات ولایت د ډبرو لومړنۍ صادراتي جوپه امریکا ته صادره شوه؛ هغه ګام، چې د هېواد د معدني توکو د صادراتو پراختیا او په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان شتون ته زمینه برابرولی شي.
دغه جوپه د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ زره ډالرو پر ارزښت صادره شوې ده. په دې کې د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ د کان تورې ډبرې شاملې دي، چې د هرات د صنایعو خونې له لارې د امریکا بازار ته لېږل شوې دي.
چارواکي وايي، هرات د بډایه کانونو، مناسب سوداګریز موقعیت او صنعتي ظرفیتونو له کبله د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د هېواد د صادراتو په وده کې اغېزناک رول لوبولی شي.
په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د معدني توکو د صادراتو د پراخېدا بهیر په داسې حال کې روان دی، چې د کانونو د برخې پراختیا او په دې برخه کې د پانګونې راجلبول د هېواد له مهمو اقتصادي موخو څخه بلل کېږي
د ترکمنستان حکومت د نفت او ګازو په یوې غونډه کې د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې د پرمختګ بهیر ارزولی او د دې پروژې د چارو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.
د «ترکمننفت» دولتي شرکت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د سرحدآباد–هرات ترمنځ د ټاپي د نللیکې د اصلي برخې د جوړېدو بهیر وڅېړل شو او د نړیوالو معیارونو له مخې د چارو پر مخته وړلو ټینګار وشو.
په همدې حال کې، د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په هرات ولایت کې د دې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د یاد وزارت ویاند وایي، تر اوسه د تورغونډۍ–هرات د ۱۵۳ کیلومتره مسیر له ډلې ۱۲۵ کیلومتره چمتو شوي، په ۱۱۶ کیلومتره کې نللیکه غځول شوې او د دې پروژې لپاره ۱۱۷ کیلومتره څارنیز سړک هم جوړ شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي :«تر اوسه په دې پروژه کې ۵۹۵ افغانان په تخنیکي، اداري او امنیتي برخو کې پر کار بوخت دي. همداراز د ټاپي د ګازو د وېش شبکو د مالي تمویل په اړه له بېلابېلو پانګوالو سره تخنیکي خبرې روانې دي، چې له وروستي کېدو وروسته به د دغو شبکو د سروې او ډیزاین چارې پیل شي.»
دغه وزارت زیاتوي، ترکمنستان د ټاپي پروژې عملي کولو ته ژمن دی، د دواړو هېوادونو همکاري په دوامداره توګه روانه ده او تر اوسه د پروژې د تطبیق پر وړاندې کوم خنډ نه دی رامنځته شوی.
اقتصادي شنونکي وایي، د ټاپي پروژې بشپړېدل کولی شي د انرژۍ د ټرانزیټ او سیمهییزو اقتصادي همکاریو په برخه کې د افغانستان رول لا پیاوړی کړي.
عبدالشکور هډهوال چې اقتصادي شنونکی دی وايي :«د ټاپي پروژه، چې له ترکمنستانه پیلېږي او تر هند پورې رسېږي، له اقتصادي پلوه د سیمې له مهمو پروژو څخه ده. دا پروژه نه یوازې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي، بلکې خلک به د انتقالېدونکي ګاز له ګټو هم برخمن شي.»
د ټاپي پروژې مسیر په افغانستان کې شاوخوا ۸۲۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي.
د چارواکو په وینا، ټاکل شوې ده د هرات ولایت په مربوطاتو کې د دې پروژې د نللیکې غځولو چارې د روان کال تر ژمي پورې بشپړې شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اقتصاد د پراختیا او د افغانستان د راتلونکې لپاره د علمي، تخصصي او اقتصادي نظرونو د همغږۍ په موخه د «فکر خونې» دویمه غونډه جوړه کړه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلین وایي، د دې غونډې موخه یوازې د نظرونو تبادله نه، بلکې د یوه هر اړخیز اقتصادي ستراتیژۍ جوړول دي، څو د هېواد په اقتصادي پالیسیو کې ترې ګټه واخیستل شي.
د خونې رییس وایي، افغانستان به تر هغو چې اقتصادي ځانبسیاینې، د بېوزلۍ کمولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د کورني تولید زیاتولو ته ونه رسېږي، له جدي ننګونو سره مخ وي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، سید کریم هاشمي وویل: «بېشکه هېڅ هېواد یوازې د طبیعي سرچینو او ظرفیتونو په لرلو سوکالۍ ته نه دی رسېدلی؛ بلکې همدا فکر، دقیق پلان جوړونه، سالم مدیریت او د ملي ظرفیتونو سمه ګټه اخیستنه ده چې د ملتونو راتلونکی جوړوي.»
د غونډې ګډونوال هم باور لري، چې د ګډې اقتصادي ستراتیژۍ جوړول د پانګونې د پراختیا، د کورني تولید د زیاتوالي، د صادراتو د ودې او د هېواد له اقتصادي ظرفیتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې زمینه برابروي.
دوی د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره د علمي او عملي حللارو پر جوړولو ټینګار وکړ.
د پوهنتون استاد، عتیقالله رحیمي هم وايي: «زموږ وړاندیز دا دی چې دا مجمع په یوه منسجم او دوامدار جوړښت بدله شي، څو له دې لارې په تدریجي ډول په کوچنیو او لویو کچو علمي او عملي حللارې جوړې او عملي شي.»
اقتصادي شنونکي، جنتفهیم چکري وویل: «د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره باید پر پنځو اساسي ستراتیژیو، چې صنعت، سوداګري، مالي نظام، انرژي او بانکي نظام پکې شامل دي، تمرکز او پلان جوړونه وشي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، د دې غونډې وړاندیزونه او پایلې به له راټولولو وروسته د یوه ستراتیژیک سند په بڼه اړوندو ادارو ته وسپارل شي، څو د اقتصاد په برخه کې د وړاندیز شویو حللارو د پلي کېدو زمینه برابره شي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون نن په کابل کې د سرپرست حکومت د چارواکو او د سیمې د یو شمېر هېوادونو د استازو په ګډون پرانیستل شو.
د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې زمینه برابرول ښودل شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، عطاءالله عمري، د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د هېواد د ناخالص کورني تولید ۳۵ سلنه له کرنیز سکتور څخه ترلاسه کېږي.
هغه وویل: «د مالدارۍ په برخه کې هم له دودیزو لارو د عصري فارمونو پر لور حرکت پیل شوی دی. اوس مهال په ټول هېواد کې نږدې درې زره عصري د غواګانو او نورو څارویو فارمونه جوړ شوي، چې د غوښې او شیدو په تولید کې مهم رول لري.»
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، وویل: «له ټولو سوداګرو مو غوښتنه دا ده چې سالمه سیالي وکړئ او داسې سیالي مه کوئ چې خپل ځان ته زیان ورسوي.»
چارواکو په دې نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار پراختیا او د کورنیو تولیداتو د پلور د فرصتونو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
په دې نندارتون کې له ۵۰ څخه زیاتو ایراني شرکتونو هم خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
ټاکل شوې دا نندارتون د اسد له ۲۰مې تر ۲۵مې دوام وکړي او د افغانستان د کرنیزو ظرفیتونو د معرفۍ، د تجربو د تبادلې او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د افغانستان اقتصاد په تېرو پنځو کلونو کې د پراخو بدلونونو او د اقتصادي فعالیتونو د ساتلو او پراخولو د هڅو شاهد و؛ خو دا موده د بهرنیو مرستو له کمېدو او نړۍوالو محدودیتونو سره هم مل وه.
په دې موده کې حکومت د کورنیو عوایدو زیاتوالی، د سوداګرۍ پراختیا، د صنعت وده، د کانونو استخراج او له کورنیو تولیداتو ملاتړ د خپلو اقتصادي فعالیتونو مهمې برخې بللې دي؛ خو د بهرنۍ پانګونې کموالی، بانکي ستونزې او له نړۍ سره په اقتصادي اړیکو کې محدودیتونه لا هم پر خپل ځای دي.
د سوداګرۍ په برخه کې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ له څه باندې ۱۰۰ هېوادونو سره راکړه ورکړه کړې او د هېواد د سوداګرۍ ارزښت نږدې ۱۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.
ایران، اوزبېکستان، هند، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو دي؛ خو له پاکستان سره، چې د افغانستان یو له عمده سوداګریزو شریکانو دی، سوداګریزې اړیکې د سیاسي ترینګلتیاوو له امله درېدلې دي.
د صنعت په برخه کې هم د تولیدي فابریکو شمېر تر ۶۵۰۰ اوښتی او په دې موده کې د یو میلیارد او ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه جذب شوې ده.
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ په اوومه له بېلابېلو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه وویل: «افغانستان الحمدلله نږدې ۲۵۰ قلمه توکي صادروي. دغه توکي د هېواد له شپږو بندرونو صادرېږي او افغانستان د نړۍ څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ته صادرات لري.»
د سوداګرۍ او صنعت ترڅنګ، د زیربناو پراختیا هم له هغو برخو ده چې حکومت پرې ټینګار کوي.
د ټاپي او کاسا زر په څېر د ځینو سیمهییزو پروژو کار دوام لري؛ خو دغه پروژې لا د ګټې اخیستنې پړاو ته نه دي رسېدلې.
همدارنګه، د هېواد د اوبو د یوې سترې پروژې په توګه د قوشتېپې کانال کار پیل شوی او د افغان ټرانس په څېر پروژې د مطالعاتو او پلان جوړونې په پړاو کې دي.
د سرپرست حکومت د ریيسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري په ۱۹مه د ټاپي پروژې د اهمیت په اړه وویل: «د ټاپي پروژې په رسېدو سره به، انشاءالله، ګاز د هرات صنعتي پارکونو او د خلکو کورونو ته ورسېږي. خلکو ته به ۲۴ ساعته برېښنا هم برابره شي او د کاري فرصتونو زمینه به رامنځته شي.»
د کانونو په برخه کې هم حکومت د معدني سرچینو استخراج د هېواد د راتلونکو عوایدو لپاره یوه مهمه برخه بولي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په تېرو پنځو کلونو کې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د کانونو د استخراج ۳۰۵ تړونونه لاسلیک کړي دي.
په لویو کانونو کې د پانګونې ارزښت تر ۸ میلیارد ډالرو ډېر او په کوچنیو کانونو کې ۱۸ میلیارد افغانۍ ښودل شوی دی.
خو د دغو فعالیتونو ترڅنګ مهمه پوښتنه دا ده چې دغو اقتصادي بدلونونو د خلکو پر ورځني ژوند تر کومه بریده اغېز کړی دی.
یو شمېر هېوادوال وایي، د ځینو پروژو د کار پیل هیلهبښونکی دی؛ خو د کاري فرصتونو کموالی، بېوزلي او د خلکو خراب اقتصادي وضعیت لا هم د دوی له مهمو اندېښنو دي.
د کونړ اوسېدونکي، حبیبالله په دې اړه وویل: «زموږ اصلي ستونزه بېکاري ده، ځوان زدهکړې کوي؛ خو د کار په موندلو نه بریالی کېږي.»
د کابل اوسېدونکي محمدفهیم وویل: «زموږ د ځوانانو یوه اوسنۍ اندېښنه د کاري فرصتونو کموالی دی او ډېری ځوانان له همدې امله له هېواده د وتلو هڅه کوي.»
له بلې خوا، د هېواد د نږدې ۹ میلیارد ډالرو ارزي زېرمو کنګل پاتې کېدل، د بهرنیو مرستو کمېدل، بېکاري او بېوزلي له هغو عواملو ګڼل کېږي چې د افغانستان د اقتصادي ودې پر بهیر یې اغېز کړی دی.
افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، په هېواد کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان دغو مرستو ته اړتیا لري.
د یوناما سرپرستې جورجټ ګانیون د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب په ۱۹مه د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره د بودجې د کمېدو په اړه وویل: «په ۲۰۲۶ کال کې بشري شریکان غواړي د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو مرستې د غوښتنې له لارې ۱۷.۵ میلیونه افغانان تر پوښښ لاندې راولي؛ له دې پلوه افغانستان د خلکو د شمېر له مخې د نړۍ دویم او د اړتیا وړ بودجې له مخې شپږم هېواد دی؛ خو تر اوسه د دې غوښتنې یوازې ۱۰ سلنه بودجه برابره شوې ده.»
د اقتصادي فعالیتونو له زیاتېدو او د سترو پروژو له پیل سره سره، د افغانستان اقتصاد لا هم له داسې ننګونو سره مخ دی چې اغېزې یې د خلکو په ژوند کې لیدل کېږي؛ د کاري فرصتونو له کموالي او د پېرلو د توان له کمېدو نیولې، تر پراخو بشري مرستو ته د اړتیا پورې.
دغه وضعیت ښيي چې د اقتصادي فعالیتونو زیاتوالی لا تر اوسه د ټولو خلکو د ژوندانه په وضعیت کې د پام وړ ښهوالي په مانا نه دی.
اروپايي ټولنه وايي، که څه هم سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس ویلي، له افغانستان سره تعامل تر ډېره د بشري مرستو، د ښځو او نجونو د حقونو او د هېواد د ثبات اړوند موضوعاتو په برخو کې ترسره کېږي.
هغې د یوه باثباته افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ټاکل شویو معیارونو پر رعایت هم ټینګار کړی دی.
کایا کالاس ویلي: «اروپايي ټولنه د افغانستان له سترو مرستندویانو څخه ده او په دغه هېواد کې یوازینی لوېدیځ ډیپلوماتیک حضور لري. له طالبانو سره تعامل هغوی ته د مشروعیت ورکولو یا په رسمیت پېژندلو په معنا نه دی.»
اروپايي ټولنه زیاتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې له دوو میلیاردو یورو ډېرې پیسې د بشري مرستو، روغتیايي خدمتونو، زدهکړو، د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د افغانانو د معیشت د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې دي.
د دغې ټولنې په وینا، دا مرستې د ملګرو ملتونو، نادولتي بنسټونو، سره صلیب او نړیوال بانک له لارې د افغانستان خلکو ته رسېږي او هېڅ برخه یې اسلامي امارت ته نه سپارل کېږي.
په همدې حال کې، یو شمېر سیاسي او اقتصادي شنونکي باور لري چې یوازې د بشري مرستو دوام د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره بسنه نه کوي او له نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي تعامل پراختیا د اقتصادي ستونزو په کمولو کې مهم رول لري.
سیاسي شنونکي تراب عابد وویل: «هغه دلایل او عوامل چې د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې مخه نیسي، باید مطرح شي، څو د حل لپاره یې زمینه برابره شي.»
اقتصادي شنونکي عبدالشکور هدهوال وویل: «په دغو سختو اقتصادي شرایطو کې هر هېواد چې له افغانستان او افغانانو سره مرسته کوي، پر خلکو یې اغېز ډېر دی، ځکه زموږ خلک د پخوا په پرتله دغو مرستو ته ډېره اړتیا لري.»
د اقتصاد وزارت هم له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو هرکلی کړی او له نړیوالو هېوادونو یې غوښتي چې له سرپرست حکومت سره د تعامل سیاست ته دوام ورکړي.
اروپايي ټولنه وايي، افغانستان لا هم له اقتصادي بحران، بشري اړتیاوو او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخ دی.
دغې ټولنې زیاته کړې چې په کابل کې یې خپل ډیپلوماتیک حضور ساتلی او د سرپرست حکومت له چارواکو سره کاري تعامل ته دوام ورکوي.
سرپرست حکومت وایی چی په تېرو څه باندې دوه کلونو کې جبري راستنو شویو ۸۹ سوداګرو او صنعتکارانو خپلې پانګې افغانستان ته رالېږدولې او اړینې آسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ له جبري راستانه شویو پانګهوالو او صنعتکارانو څخه یو کس د لویې کچې، ۷۴ کسان د منځنۍ کچې او ۱۴ نور کسان د ټیټې کچې پانګهوال دي.
هغه زیاته کړې، چې دغو پانګهوالو او صنعتکارانو ته د هېواد په صنعتي پارکونو کې ۲۸۸ جریبه ځمکه وېشل شوې او هغوی په ټوله کې یې ۶۸ میلیون ډالره پانګونه کړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو سوداګرو او صنعتکارانو د پانګونې په پایله کې له ۴ زره څخه ډېرو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.سرپرست حکومت همدارنګه ویلي، چې د ۱۵ نورو سوداګرو او پانګهوالو اسناد هم ارزول شوي او د قانوني پړاوونو له بشپړېدا وروسته به هغوی هم له ورته آسانتیاوو او امتیازونو برخمن شي.
د افغانستان د زرګرۍ صنعت لومړنی نندارتون د دغه صنعت د ظرفیتونو د معرفي کولو، له کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د زرګرۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه په کابل کې پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د زرګرۍ صنعت د هېواد له مهمو اقتصادي برخو بللی او وایي، د دغه صنعت لپاره د ځانګړي ځای په جوړولو، د پرمختللو وسایلو په برابرولو او د مسلکي کادرونو په پیاوړتیا سره افغانستان کولی شي په دې برخه کې ځانبسیاینې ته ورسېږي.
په همدې حال کې، د افغانستان د زرګرانو ټولنې رییس وایي، د زرګرۍ د محصولاتو لویه برخه په هېواد کې دننه تولیدېږي؛ خو د دغه صنعت د پراختیا لپاره زرګران لا ډېر ملاتړ، پرمختللو وسایلو او د صادراتو لپاره اسانتیاوو ته اړتیا لري.
محمدبشیر احسانزاده، د افغانستان د زرګرانو ټولنې رییس، وویل: «موږ پراخ ملاتړ ته اړتیا لرو، ځکه سره زر زموږ ملي شتمني ده. هر څومره چې د زرګرۍ صنعت ځانبسیاینې ته ورسېږي، هماغومره کولی شو خپله ملي شتمني وساتو.»
په دغه نندارتون کې د سرو زرو د ګاڼو تولیدوونکو شرکتونو په ۲۶ غرفو کې د افغانستان په طرحو جوړ شوي بېلابېل د سرو زرو زیورات د درېیو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.
فیصل حقیقت، غرفهوال، وویل: «زموږ لپاره د دغه نندارتون ګټه دا ده چې خپل کورني تولیدات خلکو ته وښیو، څو خلک وویني چې موږ په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی.»
عزیزالله امین، یو بل غرفهوال، وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې د زرګرۍ صنعت ته ډېره پاملرنه وشي او پانګونه پکې وشي. موږ ژمنه کوو چې په راتلونکو دوو یا درېیو کلونو کې به د وارداتو پر ځای صادرات وکړو.»
افغانستان د سرو زرو په ګډون د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د پام وړ زېرمې لري او اوس مهال د تخار، بدخشان، پنجشېر او نورستان په ګډون د هېواد په ځینو سیمو کې له دغو زېرمو استخراج او استفاده کېږي.
د ټولګټو وزارت وايي، د افغانستان د وسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا لپاره دا مهال د هېواد په پنځو مهمو مسیرونو کې د ۱ زره او ۵۳۷ کیلومتره وسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې روانې دي.
د دغه وزارت د ویاند په وینا، د دغو پروژو موخه د وسپنې پټلۍ د اتصال پراخول، د ټرانزیټ پیاوړتیا، اقتصادي وده او د سیمې په ټرانزیټي څلورلارې د افغانستان بدلول دي.
هغه زیاتوي، د دغو پټلیو د جوړولو د لګښتونو د برابرولو لپاره د کورنۍ بودجې ترڅنګ، له سوداګریزو بانکونو، یو شمېر هېوادونو او لېواله پانګهوالو سره خبرې روانې دي.
د وسپنې پټلۍ شبکې پراختیا کولای شي د توکو د لېږد لګښتونه راکم، سوداګرۍ او ټرانزیټ ته وده ورکړي او افغانستان له سیمهییزو بازارونو سره لا ډېر ونښلوي. خو د دې موخې ترلاسه کول د مالي سرچینو پر برابرولو، د پروژو پر بشپړېدو او د سیمهییزو همکاریو پر دوام پورې تړلي دي.
اقتصادي شنونکی حسیبالله محبزاده وايي: «د ټرانزیټي لارو، په ځانګړي ډول د وسپنې پټلیو جوړول، د اقتصادي بازارونو په پراختیا کې اغېزناک تمامېدای شي. که دغه لارې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ جوړې او پیاوړې شي، د اقتصادي ودې، صادراتو د زیاتوالي او سیمهییزو بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې مهم رول لوبولی شي.»
بل اقتصادي شنونکی جنتفهیم چکري وايي: «د وسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد او د سوداګریزو اړیکو پراختیا لږ لګښت لري. که وکولای شو په هېواد کې د توکو د لېږد لپاره د وسپنې پټلۍ شبکه پراخه کړو، د لېږد د لګښتونو او د توکو د بیو په راکمولو کې هم مرسته کولای شو.»
افغانستان دا مهال شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره فعاله وسپنې پټلۍ لري او د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف – هرات له لارو له اوزبېکستان، ترکمنستان او ایران سره نښلول شوی دی.
په وروستیو ورځو کې د کابل په بازارونو کې د پټرولو او ډیزلو بیې لوړې شوې دي.
د روانې اوونۍ له یکشنبې تر جمعې د یوه لیټر پټرولو بیه ۷ افغانۍ لوړه شوې او له ۸۰ څخه ۸۷ افغانیو ته رسېدلې ده.
په همدې موده کې د یوه لیټر ډیزلو بیه هم ۴ افغانۍ لوړه شوې او له ۷۵ څخه ۷۹ افغانیو ته رسېدلې ده.
د طلوعنیوز موندنې ښيي چې له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې د نفتي توکو بیې د لوړېدو په حال کې دي.
په دې موده کې د یوه لیټر پټرولو بیه ۲۱ افغانۍ لوړه شوې؛ د چنګاښ په اوومه یې بیه ۶۶ افغانۍ وه، خو اوس ۸۷ افغانیو ته رسېدلې چې ۳۱.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یوه لیټر ډیزلو بیه هم په تېرو دوو میاشتو کې ۱۴ افغانۍ لوړه شوې او له ۶۵ څخه ۷۹ افغانیو ته رسېدلې چې ۲۱.۵ سلنه زیاتوالی دی.
په څه باندې دوو میاشتو کې د پټرولو او ډیزلو د بیو بدلون:
| د تېلو ډول | د چنګاښ په ۷مه بیه (افغانۍ) | اوسنۍ بیه (افغانۍ) | د زیاتوالي اندازه (افغانۍ) | د زیاتوالي سلنه |
|---|---|---|---|---|
| پټرول | ۶۶ | ۸۷ | ۲۱ | ۳۱.۸٪ |
| ډیزل | ۶۵ | ۷۹ | ۱۴ | ۲۱.۵٪ |
یو شمېر موټرچلوونکي د کابل په بازارونو کې د تېلو د بیو له پرلهپسې لوړېدو شکایت کوي.
په کابل کې موټرچلوونکی غلامحضرت وايي: «د بیو د لوړېدو لامل روښانه نهدی. د تېلو پمپونه موږ ته وايي چې لامل یې د ایران او روسیې جګړه ده، خو دا کافي دلیل نهدی. حکومت باید پاملرنه او څارنه وکړي.»
بل موټرچلوونکی شیرزمان وايي: «بیې ډېرې لوړې شوې دي، خو د دې زیاتوالي په پرتله کار و بار نشته او دا زموږ لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.»
په دې موده کې د مایع ګاز بیه هم په هر کیلو کې ۱۰ افغانۍ لوړه شوې ده. د چنګاښ په لومړۍ نېټه د یوه کیلو ګاز بیه ۵۶ افغانۍ وه، خو اوس ۶۶ افغانیو ته رسېدلې چې نږدې ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
په څه باندې دوو میاشتو کې د مایع ګاز د بیې بدلون:
| د توکي نوم | د چنګاښ په ۱مه بېه (افغانۍ) | اوسنۍ بیه (افغانۍ) | د زیاتوالي اندازه (افغانۍ) | د زیاتوالي سلنه |
|---|---|---|---|---|
| مائع ګاز (هر کیلو) | ۵۶ | ۶۶ | ۱۰ | ۱۸٪ |
یو شمېر کابل ښاریان د بیو د کنټرول او راټیټېدو غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکی نظرمحمد وايي: «د هر څه، په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو بیې ډېرې لوړې شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. که د تېلو او ګازو د بیو د راکمولو هڅه وشي، د خلکو لپاره به ښه وي.»
د کابل بل اوسېدونکی محمدنثار وايي: «حکومت باید د ګازو پر واردوونکو ډېره څارنه وکړي او سوداګر هم باید لږه ګټه په پام کې ونیسي، څو د ګازو بیه راټیټه او خلک یې په لږ لګښت وکارولی شي.»
خو حکومتي چارواکو او د تېلو او ګازو اړوندو ادارو تر اوسه د نفتي توکو د بیو د لوړېدو د لامل په اړه څه نهدي ویلي.
اقتصادي شنونکی رامش عیار وايي: «افغانستان د بازار اقتصادي نظام لري او حکومت د بیو په ټاکلو کې مستقیمه لاسوهنه نه کوي. سوداګر، پانګهوال او د تېلو او ګازو لوی واردوونکي شرکتونه بیې ټاکي او په ځینو مواردو کې د خلکو له اړتیا او مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي چې پر مصرفوونکو منفي اغېز کولی شي.»
د نړۍ په کچه د تېلو د بیو بدلون او د لېږد لګښتونو ترڅنګ، کورني عوامل هم د افغانستان په بازارونو کې د نفتي توکو پر بیو اغېز لرلی شي.
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2026 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی