اپریل 2026
قزاقستاني رسنیو په یوه راپور کې ویلي، د دغه هېواد چارواکي هڅه کوي څو له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه چې اوس په کال کې تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو رسېږي، تر ۳ میلیاردو ډالرو پورې لوړه کړي.
د راپور لهمخې، د دغه هېواد چارواکو ټینګار کړی چې دا مهال تر ډېره سوداګري د قزاقستان د صادراتو پر محور ولاړه ده چې غله، اوړه او کرنیز محصولات پهکې شامل دي.
د قزاقستاني رسنیو په راپور کې راغلي: «قزاقستان غواړي په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره خپله سوداګري تر ۳ میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي، په داسې حال کې چې دا شمېر اوس په کال کې تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو رسېږي. د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې همکارۍ تر یوې نسبي باثباته کچې رسېدلې دي خو لا هم په پراخه توګه د قزاقستان د صادراتو په ګټه دي.
قزاقستان زیاتره توکي غنم، اوړه او پروسس شوي کرنیز محصولات افغانستان ته صادروي په داسې حال کې چې د افغانستان صادرات محدود دي چې تر ډېره پکې کرنیز محصولات او غالۍ شامل دي. د صادراتو او وارداتو دغه نا انډولي ښيي چې له افغانستانه د وارداتو د پراخېدو او تنوع لپاره لا ډېر ظرفیت شته دی.»
ورته مهال، اقتصادي شنونکی، قطبالدین یعقوبي وايي: «هغه امکانات چې قزاقستان یې لري، کولای شي د افغانستان له حکومت سره د اقتصادي زېربناوو په برخه کې مناسب فرصت په توګه حساب شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وايي چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۵ کال په لړ کې ۵۶۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه طلوعنیوز ته وویل: «د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۲۰۲۵ کال په جریان کې ۵۶۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی چې له دې جملې ۵۵ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات او ۵۱۰ میلیونه ډالره واردات دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالجبار صافی بیا په دې اړه وايي: «که موږ یوازې پر وارداتو تکیه وکړو او واردات مو له صادراتو زیات وي، نو له اقتصادي پلوه به د افغانستان لپاره ګټور نه وي. باید داسې لارې چارې ولټول شي چې کوم تولیدات کولای شي په اسانه بازار ته داخل شي او د هېواد د صادراتو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.»
قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی چې دا هېواد په افغانستان او روانډا کې د نادرو فلزاتو د استخراج امکان ارزوي.
د راپور له مخې، د “تاو-کن سامروک” ملي کان کېندنې شرکت له دغو دواړو هېوادونو څخه راټولو شویو کاني نمونو لابراتواري ازموینې ترسره کوي.
د ویلو ده چې دا موضوع د قزاقستان د صنعت او ودانۍ وزارت مرستیال، ایران شرخان، د ۲۰۲۶ کال د منځنۍ آسیا د ځمکپوهنې او اکتشاف غونډې په څنډه کې مطرح کړې ده.
د قزاقستاني رسنیو په راپور کې راغلي: «د (تاو-کن سامروک) ملي شرکت د افغانستان او روانډا د کاني نمونو لابراتواري څېړنې ترسره کوي. هغه وویل چې دواړه هېوادونه د سرچینو د پام وړ ظرفیت لري. اوسنۍ هڅې د حقوقي او مقرراتي چوکاټونو پر ارزونې او د ځمکپوهنیزو امکاناتو پر تایید متمرکزې دي.»
په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کوي چې افغانستان د بډایه کاني زېرمو، په ځانګړي ډول د نادرو عناصرو، له امله د پانګونې او اغېزناکې ګټنې لوړ ظرفیت لري.
د اقتصادي چارو د شنونکو په باور که دا بهیر پرمختګ وکړي، افغانستان کولای شي په راتلونکي کې په سیمه کې د نادرو فلزاتو پر مهمو تامینوونکو بدل شي.
د اقتصادي چارو شنونکی، قطبالدین یعقوبي وايي: «د کانونو سکتور د افغانستان له مهمو اقتصادي برخو څخه دی. د کمیابه فلزاتو استخراج، سپړنه، پروسس او حتی پلور کولی شي په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره ډېر مهم او اقتصادي ارزښت ولري.»
دغه راز، بل شنونکی، عبدالظهور مدبر وايي: «د کانونو سکتور د افغانستان له مهمو اقتصادي برخو څخه دی. د کمیابه فلزاتو استخراج، سپړنه، پروسس او حتی پلور کولی شي په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره ډېر مهم او اقتصادي ارزښت ولري.»
د صنعت او سوداګرۍ وزیر اوزبېکستان ته په خپل سفر کې د دغه هیواد د صنعت په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی اوزبېکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د نړیوال صنعتي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دا نندارتون په تاشکند ښار کې د درې ورځو لپاره جوړ شوی او له افغانستانه پکې د پنبې، سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو په برخو کې له ۶۰ څخه ډېرو شرکتونو ګډون کړی دی.
د اقتصادي چارو شنونکی، میرشکیب میر په دې اړه وايي: «په اقتصادي، سوداګریزو، صنعتي او یا کرنیزو نندارتونونو کې ګډون د افغانستان د اقتصاد او سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره ګټور دی او د هېواد د تولیداتو لپاره زمینه برابروي، همدارنګه د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د تړونونو د لاسلیک کولو فرصت هم رامنځته کوي.»
ښاغلي عزیزي د دې نندارتون په څنډه کې د بلاروس د صنعت له وزیر سره لیدنه کړې ده.
دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او همدارنګه له بلاروس څخه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد هم وايي: « د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د بېلاروس جمهوریت له پانګهوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د شته پانګونې له فرصتونو، په ځانګړي ډول د درملو په برخه کې، پانګونه وکړي.»
بل لور ته د اقتصادي چارو ځينې شنونکي د منځنۍ اسیا له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له اوزبېکستان سره د اړیکو پراختیا مهمه بولي او ټینګار کوي چې دا ډول سفرونه کولی شي د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو، د پانګونې د جلبولو او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالغفار نظامي وايي: « د سوداګرۍ مهمه برخه صادرات او واردات دي. زموږ واردات له ازبیکستان څخه زیات دي، خو صادرات مو کم دي. له همدې امله اړتیا ده چې له دې هېواد سره د صادراتو په برخه کې کار وشي، څو خام مواد دې هېواد ته ولېږدوو، ځکه هلته ډېرې فابریکې شته چې ترې استفاده کولی شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د سیمې له بدلونونو او له پاکستان سره د سوداګرۍ له ټکني کېدو وروسته، کابل هڅه کوي چې نوي بازارونه پیدا کړي.
تر دې وړاندې په کابل کې د منځنۍ اسیا هېوادونو په حضور غونډه کې د افغانستان او دغو هېوادونو ترمنځ تر ۱۰ میلیارده ډالرو پورې د سوداګرۍ کچې پر زیاتولو ټینګار شوي وو.
د هرات زعفران د پرلهپسې لسم کال لپاره د خوند نړیوال انسټیټوټ له خوا د نړۍ د غوره کیفیت لرونکي زعفران په توګه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
دا سیالۍ د بلجیم په بروکسل کې د افغانستان، ایران، اسپانیا او یونان ترمنځ شوې چې د نړۍ تر ټولو لوی د زعفرانو لوی تولیدونکي هېوادونه دي.
د هرات زعفران د یوې کمپنۍ مسوول، جلیلاحمد ملکي و ویل: «د خوند نړیوال انسټیټیوټ هر کال ل هغو هېوادونو د زعفرانو نمونې غواړي چې په دې برخه کې کار کوي، او له خپلې بررسۍ وروسته دا په ډاګه کوي چې کوم زعفران غوره دي. په دې سیالۍ کې د نورو هېوادونو زعفران هم و چې زموږ پکې لومړی مقام ترلاسه کړ.»
د هرات زعفران د یوې کمپنۍ مسوول، سید مسعود داسې و ویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې اسلامي امارت دې له سودواګرو سره د زعفرانو د صادراتو برخه کې مرسته وکړي او دوی ته د چټکو او ډاډمنو صادراتو زمینه برابره کړي.»
د هرات زعفران په نړیوالو بازارونو کې ډېر مشتریان لري او د مسوولینو په وینا؛ په دې وروستیو کې نورو هېوادونو ته د دغو زعفرانو صادرات زیات شوي دي.
د افغانستان د زعفران کنسرسیوم مسوول، عبدالخالق خدادادي داسې وایي: «د نړۍ ډېر هېوادونو د افغانستان زعفران خوښوي او دلیل یې دا دی چې زموږ زعفران طبیعي دي او کیفیت یې لوړ دی. ډېری هېوادونو غواړي چې زموږ زعفران وپیري.»
د هرات د سیمه ییزو مسوولانو په وینا، په تېرو کلونو کې په دې ولایت کې د زعفرانو راټولول او پروسس معیاري شوي او د صادراتو د زیاتوالي او د زعفرانو د بیو د لوړوالي له امله د زعفرانو کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې ده.
افغانستان کې د زعفرانو ټولنې رییس، محمد ابراهیم عادل وایي: «زعفران یو سودواګریز بوټی دی او ویلی شو چې سږکال پر یو زر او ۵۰۰ هکټاره ځکمه زعفران کرل شوي دي د زعفرانو سوداګر، صنعت کاران او کروندګر هڅول شوي دي.»
د افغانستان د زعفرانو ټولنې د شمېرو پر بنسټ، سږکال د زعفرانو تر ۴۰ ټنو ډېر حاصلات تر لاسه شوي دي.
د دې ټولنې د مسوولانو په وینا، په هېواد کې تر ۱۲ زره هکتاره زیاته ځمکه باندې زعفران کرل شوي، چې نږدې اتیا زره کسان پکې بوخت دي.
په ۲۰۲۶ کال کې د خوړو د بحرانونو نړیوال راپور ښيي چې افغانستان د سختې لوږې له پلوه د نړۍ د لسو هېوادونو په منځ کې پنځم ځای لري.
دا راپور د یو شمېر نړیوالو بنسټونو له خوا، لکه د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او نورو نړیوالو شریکانو په همکارۍ خپور شوی او پکې راغلي چې افغانستان له نایجریا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، سوډان او یمن وروسته هغه هېواد دی چې له لوړې کچې “سختې لوږې” سره مخ دي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې نږدې ۱۷.۴ میلیونه کسان، چې د ټول نفوس شاوخوا ۳۶ سلنه جوړوي، د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ دي.
د اقتصادي چارو شنونکی، میرشکیب میر په دې اړه وايي: « د افغانستان کې د لوږې او خوړو د ناامنۍ د کړکېچ د کمولو لپاره اړتیا ده چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او دا د پراخو اقتصادي اصلاحاتو طرح او پلي کېدو ته اړتیا لري.»
په همدې حال کې، میانمار، بنګلهدېش، پاکستان، سویلي سوډان او سوریه له افغانستان وروسته په ټیټو درجو کې ځای لري.
د دې وضعیت لاملونه پراخه بېکاري، بندیزونه، وچکالي، د بشري مرستو کمښت او د کډوالو جبري بېرته را ستنېدل بلل شوي دي.
بل لور ته، د ولس وضعیت هم د فقر ژوروالی ښيي.
احمد علي، چې د کابل اوسېدونکی دی د ژوند له ستونزو او په سختۍ د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو یادونه کوي.
د کابل اوسېدونکی، احمدعلي بیا وايي: « زه خپله د څو مړیو په خوړلو شپه او ورځ تېروم، د سبزي یا مېوې د اخیستو پیسې نه لرم، ان سبزي هم نه پېژنم؛ ځکه سبزي مو نه ده خوړلې.»
خو اقتصاد وزارت دا شمېرې ردوي او ټینګار کوي چې افغانستان له داسې کچې بحران سره مخ نه دی.
د یاد وزارت د مسلکي مرستیال په وینا، د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د خلکو د معیشتي ستونزو د کمولو لپاره پروګرامونه پیل شوي دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري هم وايي: « د افغانستان اوسنی وضعیت د پرمختګ پر لور روان دی، د کارموندنې، انکشافي او پراختیايي پروژې په کابل او نورو ولایتونو کې د پلې کېدو په حال کې دي، د خلکو د پېرلو ځواک هم مخ پر زیاتېدو دی؛ نو ځکه دا راپور زموږ له نظره غیر مسلکي او غیر کارپوهانه دی.»
دا راپور په نړیواله کچه، هم ښيي چې په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې په ۴۷ هېوادونو نږدې ۲۶۶ میلیونه خلک د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ وو.
دا شمېر د ۲۰۱۶ کال په پرتله نږدې دوه برابره شوي، چې دا په نړۍ کې د لوږې د بحران د اندېښمنوونکي پراخېدو ښکارندویي کوي.
د کابل ښار د اوولسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښت شکایت لري او وایي چې دې ستونزې د هغوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د هغوی په وینا، د اوبو د پېرلو لګښت ورکولو توان نه لري او د دغې وضعیت دوام د هغوی اقتصادي فشار لا زیات کړی دی.
د دغې ناحیې اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې د څښاک اوبو د برابرولو لپاره بېړني ګامونه واخلي او دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د کابل د ۱۷ناحیې اوسېدونکی، عبدالغفار وايي: « نن ورځ د پخوا پرتله د اوبو د اخیستو لپاره د راتلونکو کسانو شمېر کم شوی دی. خو لا هم داسې ورځې شته چې خلک د خپلو بشکو د ډکولو لپاره، کله په نوبت او کله هم بېنوبته، په کتار کې درېږي. په ځینو ورځو کې د بشکو شمېر شاوخوا له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې رسېږي. ډېر خلک تر ناوخته شپې پورې انتظار باسي، بیا له ډکو بشکو سره خپلو کورونو ته ستنېږي او کله ناکله بېاوبو هم کور ته ګرځي.»
د کابل د ۱۷ ناحیې یو بل اوسېدونکی، احمد هم وايي: « موږ د اوبو کمښت له امله له جدي ستونزې مخ یو. لکه څنګه چې وینئ، په دې عمر کې هم اړ یو چې د اوبو اخیستو لپاره راشو او له ډېرو ستونزو سره بشکې تر کوره یوسو.»
بل لور ته، د اوبو رسوو یو شمېر خصوصي شرکتونه وایي چې په دې ناحیه کې د دوی د مشتریانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.
د اوبو پلورونکی، عبدالفتاح داسې وايي: « هر څومره اوبه چې مشتری وغواړي، موږ یې برابرو. خو د کال په تودو موسمونو کې چې د اوبو اړتیا ډېریږي، کار زموږ لپاره ستونزمن شي. د بېلګې په توګه، په عادي حالت کې یو ټانکر اوبه په دوه تر درې سوه افغانیو راوړو، خو په هماغه وخت کې بیه تر شپږو یا اوو سوو افغانیو پورې لوړېږي. زموږ موټرې هم په تګ راتګ کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.»
یوازې د کابل ۱۷ ناحیه نه ده چې د اوبو له کمښت سره مخ ده؛ تر دې وړاندې هم د ښار د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکو د څښاک اوبو د کمښت په اړه شکایتونه کړي دي؛ خو دا به ولیدل شي چې د خلکو دا ستونزې به کله حل شي.
د خوړو نړۍوال سازمان وایي په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې له جدي اقتصادي فشار سره مخ دي.
د اپرېل د دوېیمې اونۍ په راپور کې راغلي چې د وریجو بیې له ۲۴ تر ۴۷ سلنې، د غنمو شاوخوا ۲۰ سلنې، د غوړیو ۱۰ سلنې او د بورې ۱۹ سلنې لوړې شوې دي.
د راپور له مخې، که څه هم بازارونه فعال دي، خو د سوداګریزو لارو بدلون د ټرانسپورټ لګښتونه زیات کړي، د توکو د لېږد وخت اوږد شوی او په ولایتونو کې د توکو وېش نابرابر شوی دی.
د ټرانسپورټ لګښتونه لوړ شوي د توکو د لېږد وخت اوږد شوی، ولایتونو کې د توکو وېش نا برابر شوی
د اقتصادي چارو شنونکی، حسیب الله صافی په دې اړه وايي: « باید داسې حللار ولرو چې لږ تر لږه په هېواد کې دننه د خوراکي توکو اضافي زېرمه موجوده وي. په اوسنیو شرایطو کې زموږ سوداګر، په ځانګړي ډول هغه کسان چې خوراکي توکي واردوي، باید له احتکار څخه مخنیوی وکړي او په دې مهم وخت کې له خپلو هېوادوالو سره همکاري وکړي.»
راپور زیاتوي چې د کار بازار لا هم کمزوری دی.
د کار موندنې منځنۍ کچه په اوونۍ کې ۱.۷ ورځو ته راټیټه شوې چې د تېر کال په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.
په همدې حال کې، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي، بې وزلي او بېکاري یې ژوند سخت کړی دی.
د کابل اوسېدونکی، مصطفی په دې اړه داسې وايي: « موږ په ورځ کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰افغانۍ عاید هم نه لرو، اوړه او غوړي ګران شوي دي. حکومت او سوداګر باید دې موضوع ته پام وکړي او زموږ ملاتړ وکړي.»
په همدې حال کې، د اقتصاد وزارت د بیو د لوړېدو پخلی کوي او وایي چې د دې ستونزې د حل او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هڅې روانې دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري هم وايي: « زموږ هڅه دا ده چې بېلابېلو لارو ته پام وشي، څو دغه اغېزې تر ممکن حده راکمې شي. همداراز، د کارموندنې پروژې زموږ په کاري اجنډا کې شاملې دي، څو له دې لارې دندې رامنځته شي او د خلکو د پېرلو ځواک زیات شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د بیو لوړوالی، د اکمالاتي ځنځیر محدودیتونو او د کاري فرصتونو کموالي په ګډه پر افغان کورنیو ورځ تر بلې فشارونه زیاتوي.
نړۍوال بانک په خپل وروستي راپور کې ويلي په افغانستان کې د سړي سر ناخالص کورني تولید کې ۵.۶ سلنې کموالی راغلی دی.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د نفوس وده د اقتصادي ودې له کچې مخکې تللې او له همدې امله د انفلاسیون فشارونه هم زیات شوي دي.
راپور ټینګار کوي دا وضعیت بیړنۍ اړتیا لري چې حاکمیت قوي شي، د لوی اقتصاد بنسټونه پیاوړي شي، او د دندې پیدا کولو او اوږدمهاله اقتصادي مقاومت لپاره ګامونه پورته شي.
د اقتصادي چارو شنونکی، میرشکیب میر وايي: « د دې وضعیت د تېرېدو لپاره افغانستان رښتینې سولې او ثبات ته اړتیا لري؛ همداراز اړینه ده چې د هېواد اقتصادي بنسټونه پیاوړي شي، خصوصي سکتور ملاتړ ترلاسه کړي او د کار ډېر فرصتونه برابر شي، تر څو افغانستان وکولای شي له دې اقتصادي ننګونو بریالی ووځي.»
نړیوال بانک په ایران او منځني ختیځ کې جګړې د سیمې لپاره اقتصادي ټکان بللی او خبرداری یې ورکړی چې دغه وضعیت د افغانستان شته اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړې دي.
د بانک د راپور له مخې، پرته له ایران څخه، د سیمې د هېوادونو اقتصادي وده به چې په ۲۰۲۵ کال کې ۴ سلنه وه په ۲۰۲۶ کال کې ۱.۸ سلنه ته را ښکته شي.
په نړیوال بانک کې د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان د چارو مرستیال رییس ویلي چې روان بحران د اقتصاد د بیا رغونې او د دندو د رامنځته کولو اړتیا ښيي او ټینګار یې کړی چې سوله او ثبات د افغانستان او سیمې د پایدار پرمختګ لومړني شرطونه دي.
په نړۍوال بانک کې د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان د چارو مرستیال رییس، عثمان دیونه ویلي: « په سیمه کې سوله او ټیکاو د پایداره پراختیا شرطونه دي.
سره له دې چې سوله وي او سمې کړنې ترسره شي، هېوادونه کولی شي داسې سازمانونه، وړتیاوې او سیالۍ برخې رامنځته کړي چې د خلکو لپاره فرصتونه برابر کړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، نجیب الله صدیقي بیا وايي: « موږ هیله لرو چې د ایران جګړه هر څه ژر پاېته ورسېږي، څو د افغانستان او ایران د خلکو ترمنځ سوداګري پر خپل حال پاتې شي او کومې ستونزې رامنځته نه شي.»
اقتصاد وزارت بیا د اقتصادي ودې کمښت لنډمهالی بللی او د بیا ودې د هڅو یادونه کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وايي: « اسلامي امارت هڅه کوي چې د کورنیو تولیداتو د ودې ملاتړ، د تولید زیاتوالي او له سیمې او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د دوامدارو سوداګریزو اړیکو له لارې په هېواد کې اقتصادي وده او پرمختګ پیاوړی کړي.»
تر دې وړاندې، نړۍوالو سازمانونو، په ځانګړې توګه د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی وو چې د منځني ختیځ وروستي کړکېچونه په مستقیمه توګه د افغانستان د خوراکي توکو پر بیو اغېز کړی او سوداګري یې له ستونزو سره مخ کړې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وارداتي توکو بیې لوړې شوي دي.
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2026 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی