افغانستان خپل تولید شوي د اوبلن ګازو د لېږد ټانکرونه ازبیکستان ته صادر کړل

د هرات په یوې صنعتي کارخونه کې د اوبلن ګازو د لېږد جوړ شوي ټانکرونه د لومړي ځل لپاره ازبیکستان ته صادر شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې په هرات کې تولید شوي ټانکرونه، له هېواده بهر صادرېږي.

د دغې کارخونې د مسوولانو په خبره، په لومړي ګام کې دوه ټانکره ازبیکستان ته صادر شوي او تمه ده په بل پړاو کې، لسګونه ټانکرونه د ازبیکستان سربېره، د سیمې ځینو نورو هېوادونو ته هم صادر شي.

د اوبلن ګازو د ټانکرونو د تولیدي کارخونې عامل مدیر، سعید عزیزي وايي:«د ۴۸ زره ډالرو پر ارزښت، له اوبلن ګاز سره دوه عدده ټریلرونه ازبیکستان ته صادر شول.»

د اوبلن ګازو د ټانکرونو د تولیدي کارخونې د تخنیکي برخې مسوول، محمد اکبر منتظم، هم په دې تړاو څرګندوي:«موږ د نړۍوال سټنډرډ پر بنسټ کار کوو، زموږ معیار د امریکا معیار دی او د ترکیې د ای اس او تر نظر لاندې دی.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې کورني تولیدات د ښه کیفیت لرلو له امله، په سیمه او ګاونډیو هېوادونو کې ډېر پېرېدونکي لري.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایي امر محمد یوسف امین طلوع نیوز ته وویل:«د سوداګرۍ او پانګونې خونه کوښښ کوي تر څو صنعتي شرکتونو ته د سټنډرډ جوړولو سندونه برابر کړي، زموږ تولید چې نړۍوال مارکیټ ته ځي بې له کومې اندېښنې په ښه هویت وکارول شي.»

ورته مهال، د هرات سیمه‌ییز مسوولان وایي چې سرپرست حکومت هڅه کوي چې تولیدونکو او صادرونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

د هرات والي، نوراحمد اسلام جار په دې اړه وايي:«تاسو نن وایئ چې موږ ښه کیفیت لرونکي ټانکرونه جوړوو، چې د سیمې په سټنډرډ برابر اوسي او د سیمې هېوادونو د منلو وړ واوسي، راځئ چې سټنډرډ په هر څه کې پورته یوسوو.»

د اوبلن ګازو دغه ټانکرونه داسې مهال ازبیکستان ته صادر شوي چې په دې وروستیو میاشتو کې د امریکا متحده ایالتو په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو ته د هرات د صنعتي ښارګوټي د تولیداتو د صادرېدو بهیر پېل شوی دی

کابل کې د ښځو لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

یو شمېر سوداګرو ښځو په  پلازمینه کابل کې خپلو لاسي صنایعو ته د بازارموندنې په موخه نندارتون  جوړ کړ.

 دغو ښځو له اسلامي امارت څخه وغوښتل ترڅو د سوداګرۍ په برخه کې ورته اسانتیاوې رامنځ ته کړي او له هېواده بهر ورته د ورته نندارتونونو جوړولو زمېنه برابره کړي.

مرسل افشار طلوع نیوز ته و ویل: « دغه نندارتون د دې سبب کیږي چې نوي ځوانان فارغ او خپلې لاسي صنایع دلته په هغو وپلوري چې  نه راځي.»

سوداګرې زحل عطایي و ویل: «د هغو ښځو کارونه او جوړکړي وسایل دې نندارې ته وړاندې شي چې ډېرې ندي لیدل شوي او دومره رول نه لره.»

سوداګرې اولیا مهربان څرګنده کړه:« اتلس کاله کیږي چې زه د لاسي صنایعو لکه مهره دوزي، چرمه دوزي او افغاني ګنډونو په برخو کې کوم.»

د نندارتون یو شمېر ننداره کوونکو د دغسې نندارتونونو په لاره اچول د هېواد د سوداګرۍ په برخه کې ګټور وبلل.

 ننداره کوونکې جاویده احمدي وایي: « زه فکر کوم د دغسې نندارتونونو په لاره اچول له یوې خوا د ټولنې د پرمختګ سبب کیږي او له بلې خوا د هغو ښځو او سړیو د پیاوړتیا سبب کیږي چې د لاسي صنایعو بېلابېلو برخو ته لاس رسی لري او د ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي.»

یوې بلې ننداره کوونکې شګوفې ایامي، څرګنده کړه: « د اسلامي امارت څخه غواړو، په غه برخه کې چې موږ یو ملاتړ مو وکړي، تر څو د هېواد لپاره یو ښه راتلونکی جوړ کړو.»

ورته مهال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې په هېواد کې د سوداګرو ښځو ملاتړ کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین، مهاجر فراهي و ویل:« خویندې او وروڼه مو چې په دغه برخه کې کار کوي، موږ یې د کارونه درناوی کوو او لاسنیوې یې کوو.»

تر دې د مخه د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویلي و، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ راهیسې یې په هېواد کې تر زرو ډېرو ښځو ته د کار جوازونه ویشلي دي.

کابل کې د کرنیز محصولاتو نندارتون جوړ شو

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هېواد د کرنیزو محصولاتو په نهه ویشتم نندارتون کې وایي، چې اوسمهال د هېواد ۸۰ سلنه کاري ځواک د کرنې په برخه کې په کار بوخت دی.

عبدالسلام حنفي زیاتوي، چې کرنیز محصولات د هېواد د کورني ناخالص تولید له ۲۱ تر ۳۳ سلنې برخه جوړوي.

ښاغلی حنفي ټینګار کوي چې په هېواد کې د کرنې د ودې لپاره بندونه او د اوبو کانالونه جوړوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي و ویل: « اوس هم د زراعت وزارت، د کلیو د پراختیا وزارت، او د اوبو او انرژۍ وزارتونو هر یوه ته  شاوخوا ۱۴۰ چک پاینټونه ورکړل شوي تر څو د درې میاشتو په لړ کې یې جوړ کړي.»

بلخوا، د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال هم وایي، چې د هېواد ۶۸ سلنه خواړه له کرنیزو محصلاتو ترلاسه کیږي.

ملا عبدالغني برادر له ټولو دولتي ادارو غواړي چې له کرنیزو محصلاتو ګټه واخلي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په دغه نندارتون کې و ویل: « د هېوادوالو د توان لپاره د ټولو دولتي ادارو غواړم تر څو د زراعتي محصولاتو ملاتړ وکړي او خپلې ورځنۍ اړتیاوې د کورنیو زراعتي محصولاتو پوره کړي، چې هم ویټامین لري او روغتیایي ګټې لري.»

د اسلامي امارت رییس الوزرا هم په یوه پیغام کې ویلي دي، چې اوسمهال په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او له پانګوالو یې غوښتي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، بلال کریمي د رییس الوزرا له قوله و ویل: « دا چې اوس اشغال پای ته رسېدلی او د هېواد په ټولو برخو  کې امنیت ټینګ شوی دی، نو د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لپاره ښه زمینه برابره شوی ده.»

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست، عطاءالله عمري هم په دې تړاو څرګنده کړه : « موږ پرېکړه کړې چې د افغانستان دغه جغرافیه په پنځه برخو وویشو، کرنیزې برخې کرنې ته ځانګړې کوو، د مالدارۍ برخې هم مالدارۍ ته ځانګړي کوو، سوداګریزې برخې سوداګرۍ ته ځانګړې کوو، صنعتي برخې او فابریکې هم صنعت او فابرېکو ته ځانګړې کوو او استوګنیزې برخې هم استوګنې ته ځانګړې کوو.»

د هېواد د کرنیزو محصولاتو د نهه ویشتم نندارتون ګډونوال د دغه راز نندارتونونو جوړېدل ګټور ګڼي.

ګډونوالې، سکینه عطايي و ویل: « ډېره ښه ده، ځکه ډېری ښځې نشي کولای چې دلته نشي راتلی، موږ غواړو د دوی لپاره یو مثال اوسو، تر څو راشي او په دغسې پروګرامونو کې برخه واخلي او دوکان جوړ کړي.»

دغه نندارتون څلور ورځنی دی او ګډونوالو پکې په ۲۶۳غرفو کې خپل محصولات نندارې ته اېښي دي، چې له دې منځه ۵۶ غرفې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.

په کابل کې د ۲۵ میلیون دالرو پر پانګونه د سیرومو کارخونه پرانیستل شوه

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د ۲۵ میلیون دالرو پر پانګونه د سیرومو تولیدي کارخونه پرانیستله.

د  تي‌جي‌ال درمل جوړولو کارخونه، چې د چرخي‌پله په صنعتي پارک کې جوړه شوې؛ په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ زره بېلابېلو طبي سیرومو د تولید وړتیا لري. دغې کارخونې څه دپاسه ۱۰۰۰ کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دغې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي: خصوصي سکتور د هېواد په ابادۍ کې ډېر مهم رول لوبولی او ځوانانو ته کاري زمینه برابروي.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د هېواد د صنعت د ودې لپاره د هېواد له تولیداتو ګټه واخلي.

په دې مراسمو کې صنعتکارانو هم له سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل، چې صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش، په صنعتي پارکونو کې د برښنا د پرچاوۍ د له منځه وړلو او د هغو توکو د تعرفې د لوړولو په برخه کې پوره پاملرنه وکړي، چې افغانستان پر ځان‌بسیاینې ته راکاږي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی