کندهار کې د لومړي ځل لپاره د انارو د پروسیس خونې فعالیت پیل کړ

مسوولین وایي، د انارو د پروسیس د دغې خصوصي خونې فعالیت سره به د انارو د ضایعاتو مخه ونیوله شي او نړۍ ته به د انارو د جوس او د  انارو د دانو معیاري صادراتو زمینه برابره کړي

دغه خونه به هره ورځ تر لس ټنه انارو څخه د جوس او د انارو دانې د پرسیس ظرفیت ولري. 

د کارخونې مشر، عبدالناصر عادل و ویل: «موږ دلته لومړۍ پانګونه دوه میلیونه افغانۍ کړې خو دغه پانګونه به پنځوس میلیونه افغانیو ته رسيږي او په دې سره به د انارو د جوس او دانې برخه کې معیاري خدمتونه وړندې او ګڼو خلکو ته به د کار زمينه هم برابره کړو.»

د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند، محمد حنیف حقمل و ویل: «سږ کال کندهار کې ۲۷۴ زره مټريک ټنه انار ترلاسه شوي، چې ځينې انار يې ضايع کیږي، خو که داسې امکانات وي، د انارو ضايعات به کم او بڼوالو ته به يې ګټه زياته وي.»

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولین وايي، له ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانزیټي ستونزو سره سره توانېدلي، روسیې، قزاقستان او نورو هېوادونو ته انار صادر کړي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې رییس، عبدالاحد صدیقي و ویل: «دا به د انارو د باغ لرونکو د ستونزو وروستی کال وي، ځکه سږ کال زموږ انار، د روسیې ترڅنګ قزاقستان او تاجیکستان ته هم صادر شول او نورو هېوادونو ته هم زموږ صادرات د پراختیا په حال کې دي.»

د انارو بڼوال هم په کور دننه د انارو پروسیس خونو جوړېدل، د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بولي.

د انارو بڼوال، شېر علي و ویل: «د لارو د بندېدو له امله زموږ اندېښنې زياتې وې، خو د دغه ډول مرکز جوړېدل به زموږ ستونزې راکمې کړي، ښه فرصت دی او باید پراخ شي.»

د انارو بڼوال، سمیع الله و ویل: «د انارو د پروسيس خونې جوړېدل زموږ لپاره تر ټولو ښه لاسته راوړنه ده، ځکه نور به مو انار نه ضايع کیږي.»

د کندهار انار چې نړۍوال شهرت لري، تر ټول زیات بڼونه یې د دغه ولایت په ارغنداب، ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې دي.

نړۍوال بانک: اکتوبر میاشت کې د افغانستان صادارتو کې ۱۳ سلنه ډېروالی راغلی

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، سره له دې چې له پاکستان سره د تګ – راتګ او سوداګرۍ لارې تړلې دي، د افغانستان صادرات د اکتوبر په میاشت کې د سپتمبر په پرتله ۱۳ سلنه زیات شوي دي.

راپور کې راغلي، افغان سوداګرو توانېدلي دي په بریالیتوب سره د صادراتو لارې هند او اوزبېکستان ته بدلې کړي او د ګاونډیو هېوادونو لخوا د افغان کرنیزو محصولاتو زیاتېدونکې غوښتنه د دې ودې عمده لامل بلل شوی دی.

د نړۍوال بانک د راپور په یوه برخه کې لیکل شوي: «د افغانستان د خوړو صادرات د اکتوبر په میاشت کې ۲۳۸.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې دا د کال په کچه ۸.۶ سلنه وده ښيي. دا صادرات د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو اوو میاشتو کې ۲۲ سلنه ډېر شوي دي، خو له پاکستان سره د لارو د بندیدو له امله د ډبرو سکرو صادرات کم شوي دي.»

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانستان ټول صادرات ۱.۱ میلیارد ډالر ته رسیږي چې د کال په کچه ۱۰ سلنه وده ښيي.

هند د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی اخیستونکی و چې ۵۰ سلنه صادرات ورته انتقال شوي دي.

نړۍوال بانک بیا د وارداتو په اړه ویلي، د افغانستان واردات د اکتوبر په میاشت کې د سپتمبر په پرتله دوه سلنه ډېر شوي او تر ۱.۱ میلیارد ډالرو پورې رسېدلي دي.

په راپور کې راغلي: «افغانستان د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ۷.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات کړي چې دا د کال په کچه ۲۱ سلنه وده ښيي. د خامو موادو واردات ۴۵ سلنه زیات شوي چې دا د صنعتي فعالیتونو د پراخیدو ښکارندويي کوي.»

نړۍوال بانک همداراز یادونه کړې چې د کډوالو د بېرته ستنېدو، وروستیو زلزلو، د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو قطع کېدو او د سیمه‌ییزو لومړیتوبونو د بدلون له امله د افغانستان پر اقتصاد یوه اندازه فشارونه هم وارد شوي دي.

د واخان دهلېز د پرانیستې هیلې؛ ختیځې اسیا ته د افغانستان لار لنډیږي

نږدې دوه میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري درېدلې ده.

په دغه موده کې اسلامي امارت هڅه کړې چې له بدیلو لارو سوداګري پراخه کړي.

واخان له جغرافیایی پلوه افغانستان یوازې د ۷۶ کیلومټره پوله له لارې له چین سره نښلوي؛ هغه ځای چې افغانستان کولای شي د سویلي او لویدېځو محدودو لارو پر ځای، د یوې خپلواکې لارې په مټ د ختیځې اسیا په ځانګړې توګه د چین بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه وال وايي: « په دې کې هېڅ شک نشته چې واخان د افغانستان تر ټولو نږدې لاره ده. له همدې لارې افغان سوداګر کولای شي په لویه پیمانه صادرات او واردات ترسره کړي. دا لاره هم ارزانه ده او هم د ټیټې بیې په بدل کې راکړه ورکړه پرې کېدای شي. له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې دا لاره هر څومره ژر پرانیزي.» 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه ټینګار کوي چې چین د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو دی، چې هر کال د کابل او بیجینګ ترمنځ د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کېږي.

د دغې خونې مسوولان وایي چې د واخان دهلېز له لارې د سوداګرۍ پیل به چین ته د صادراتو په زیاتېدو کې مهم رول ولوبوي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان‌اغا نوید وايي:« دا دهلېز نه یوازې موږ د وارداتو او صادراتو په برخه کې پیاوړي کوي، بلکې یوه نوې ټرانزیټي لاره هم ده چې له لارې یې د چین توکي ګاونډیو هېوادونو ته لېږدولای شو.»

 اقتصاد وزارت هم واخان دهلېز د سیمه‌ییزو همکاریو په پیاوړتیا کې مهم بولي.

  د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري هم وايي: « د واخان دهلېز د افغانستان د صادراتو په پراختیا، نړۍوالو بازارونو ته په رسېدو او همداراز د سيمه‌ييزو همکاريو په پیاوړتیا کې بنسټیز او مهم رول لري.»

که څه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د واخان دهلېز په تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړندې یې ویلي وو چې د واخان د لارې د لومړي او دویم پړاو جغل اچونې چارې به د روان کال تر پایه بشپړې شي.

تېرو ۷ میاشتو کې هند سره د افغان سوداګري ارزښت ۵۲۵ میلیون ډالرو ته رسیږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېرو اوو میاشتو په موده کې له هند سره د ۵۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه – ورکړه شوې ده.

د دغه وزارت د ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په خبره، دغه سوداګرۍ کې ۳۷۹ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات دي چې ډېره برخه یې وچې مېوې جوړي.

هغه وايي: «اکثره صادراتي توکي چې هندوستان ته لېږل کېږي، وچ انځر، زعفران، اینجه او تخم یې، ممیز، شنه زیره، پسته او بادام دي او وارداتي توکي بیا طبي درمل، د صنعتي فابریکو خام مواد، د کتان مساجات، د موټرو پرزې، ماشين آلات او نور جامې دي.»

بل لورته بیا د جمعې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان او هند ترمنځ د توکو د انتقال لپاره به الوتنې بېرته پیل شي.

شنونکي وايي چې د هوايي دهلیزونو له لارې صادرات کولی شي د واګه بندر ښه بدیل او هند سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي پخوانی غړی خان‌‌جان الکوزی په دې اړه وايي: «هوايي کارګو ډېر ښه بدیل دی، خو باید په لګښتونو کې پام وشي چې سوداګر زیانمن نه شي، همدارنګه د هوايي ډګر په مالیو باید فکر وشي. د کارګو له لارې د وچې مېوې صادرول ښه پرېکړه ده.»

دغه راز د اقتصادي مسایلو کارپوه، میر شاکر یعقوبي وايي: «د کارګو الوتنو بیا پيل یو ښه خبره ده، زه ډاډه یم چې له هند سره به زمونږ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.»

د یادونې ده، چې له هند سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم دغه هېواد ته تللی چې له بېلابېلو چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.

هندي پانګوالو ته د مالیې معافیت، ټیټه تعرفه او وړیا ځمکه د افغانستان ځانګړی وړاندیز دی

د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د هندي پانګوالو د پانګې د راجلبولو او هڅولو لپاره یې د مالیې معافیت، ټیټه تعرفه او وړیا ځمکه وړاندیز کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د جمعې پر ورځ په نوي ډیلي کې له هندي سوداګرو سره په ګډه غونډه کې هندي شرکتونو ته بلنه ورکړه، چې د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

دا غونډه د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ ترسره شوه او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر ټینګار وکړ، چې افغانستان د کانونو، کرنې، روغتیا او درمل جوړولو، معلوماتي ټکنالوژۍ، انرژۍ او ټوکر په برخو کې د ګډې همکارۍ لپاره پراخه وړتیا لري.

هغه افغان هندو او سکهـ سوداګرو ته هم بلنه ورکړه، چې د افغانستان په بازار کې بیا فعال حضور ومومي. هغه وایي: حکومت هڅه کوي د سوداګرۍ لپاره خوندي، جامع او مناسب چاپېریال چمتو کړي.

د کابل- نوي ډیلي اقتصادي اړیکو پیاوړتیا

د افغانستان او هند ترمنځ اوسنی سوداګریز ارزښت شاوخوا ۱ میلیارډ ډالر اټکل شوی او دواړوخواوو هوکړه کړې، چې سوداګریزې همکارۍ په لاندې برخو کې پراخه کړي:

د دواړو هېوادونو په سفارتونو کې د سوداګریزو اتشو ګومارل

د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې په اړه د ګډ کاري ګروپ بیا فعالول

دغه راز د هند حکومت اعلان کړی، چې د کابل- ډیلي او کابل- امرتسر د هوايي کارګو دهلیز فعال شوی او کارګو الوتنې به “ډېر ژر” پیل شي.

د هند بهرنیو چارو وزارت وزیر ام. آنند پراکاش ویلي: “دا به د سوداګرۍ اړیکې د پام وړ زیاتې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.”

ویل کیږي، چې د اقتصادي همکارۍ د ودې لپاره د دواړه هېوادونو امکانات ډېر پراخ دي

ننګرهار کې سږ کال د مالټو حاصلات ۲۵ سلنې زیات شوي

د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وایي، د تېر کال پرتله سږ کال د دغه ولایت د مالټو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنې زیاتوالی راغلی دی

مسووولین وایي، تېر کال د ننګرهار مالټو درې نیم زره تڼه حاصل ورکړی و چې سږ کال به دا شمېر نږدې پنځه زره ټنو ته لوړ شي.

دوی په ننګرهار کې د مالټو د زیاتوالي لامل د خصوصي سکټور له لوري د مالټو بڼونو جوړول یادوي.

د دولتي شرکتونو لوی ریاست ویاند، محمد نبي بهار و ویل: «سږ کال د مالټو حاصلاتو کې ۲۵ سلنې زیاتوالی راغلی، تېر کال زموږ د مالټو حاصلات درې نیم زره ټنه وو او سږ کال پنځه نیم زره ټنه دي او د ډېروالي لامل یې په یو شمېر سیمو کې د نورو بڼوڼو جوړول دي، چې سږ کال یې حاصلات ورکړي دي.»

بل لور ته بڼوال وایي، د تورخم لارې تړل کېدو سره یې بازار غوړېدلی او غوښتنه کوي چې ننګرهار کې د مالټو فصل تر بشپړېدو دې د تورخم لار نه پرانیستل کیږي.

ننګرهار کې بڼوال، ظاهر شاه و ویل: «که د پاکستان لاره خلاصه هم شي؛ نو د پاکستاني مالټو او کېنو راوړلو ته دې اجازه ورنه کړل شي، زموږ خپله دومره مالټې شوي چې د افغانستان ټولو برخو ته یې رسولی شو.»

ننګرهار کې د مالټو په یوه بڼ کې کارګر، عمیر خان و ویل: «موږ دلته کار کوو کله چې مالټې را ورسیږي، نو موږ مالټې را شکوو بیا یې په کارتنونو کې اچوو؛ څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ یوسو.»

ننګرهار کې نور بڼوال هم د خپلو بڼوڼو د مالټو حاصلاتو ته خوښ دي او هیله من دي چې سږ کال به هېواد ته له پاکستانه د مالټو وارداتو اجازه ورنه کړل شي. 

بڼوال، غازي احمدزي و ویل: «زما د دغه باغ لومړی حاصل دی چې ترلاسه کوم یې، کومه اندازه چې موږ ته ښودل شوې وه ستا باغ به څلور کاله وروسته دومره حاصل ورکوي، شکر الحمد الله هغه څخه یو په دوه چنده یې حاصلات ورکړي، خوشاله په دې یم چې خواري مې بې ځایه لاړه نه شوه، هر بڼوال او سوداګر پر دغو بڼوڼو سخت ډېر مصارف کړي دي.»

باور دا دی که په کور دننه د تولیدېدونکو مالټو د پروسیس، بسته بندۍ او صادراتو لپاره لازم امکانات برابر شي؛ نو نه یوازې په کور دننه به بڼوالو ته مناسبه ګټه ورسیږي؛ بلکې د هېواد په ملي اقتصاد کې به هم مهم رول ولوبوي.

روان لمریز کال کې د څه باندې ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت جنغوزې صادرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۴۵ ټنه جنغوزې له هېواده بهر صادر شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره، دغه جنغوزې تر ډېره چین، هند، متحده عربي امارتو، ايټالیا، سعودي عربستان، امریکا، کويټ او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوې دي.

د صنعت او تجارت وزارت ویاند، خندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «د ۱۴۰۴ کال په اتو مياشتو کې د افغانستان توره جنغوزه چين، هند، متحده عربي اماراتو، ایټاليا، سعودي عربستان، امريکا، کویټ او نورو هېوادونو ته صادره شوې ده.»

د افغانستان جنغوزي د ښه کیفیت له امله په نړۍ په ځانګړي ډول په چین کې زیات پېرېدونکي لري.

سوداګر وايي، که د هوايي دهلیزونو له لارې د جنغوزیو صادرات زیات شي؛ نو لګښتونه به یې هم راکم او ګټه به یې ډېره شي.

سوداګر، محبوب‌الله محمدي و ویل: «هغه ننګونې چې لا هم پر ځای دي، په ډېرو هېوادونو کې د نندارتونونو نشتوالی، په نړۍوالو ډيجیټلي بي‌ تو‌بي پروګرامونو کې د افغانستان د دغه محصول نه ثبت او همداراز ډېری هېوادونو ته د خپلو توکو خام صادرول، په ځانګړي ډول چين ته دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانی رییس، اذرخش حافظي په دې اړه و ویل: «جنغوزه د وچو مېوو له مهمو صادراتي توکو څخه ده او بيه يې په نړۍوالو بازارونو کې لوړه ده. سږ کال بيې ډېرې مناسبې نه وې خو د هوايي دهلیزونو له لارې د صادرېدو ارزښت لري.»

د یادونې ده، چې جنغوزې تر ډېره په پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، نورستان، کندز او د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې کیږي.

نږدې ۵۰ ورځې کیږي چې د افغانستان - پاکستان ترمنځ لارې تړلې پاتې دي

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ترېنګلتیاوو پر دوام، د دواړو هېوادونو د لارو د تړل کېدو نږدې پنځوس ورځې پوره کېږي، خو لاهم د دغو لارو د پرانېستل کېدو کوم څرک نه دی لیدل شوی.

اوس د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزارت یو وار بیا له ګاونډیو هېواودنو غوښتي چې سیاسي مسایل له اقتصاد هغو لرې وساتي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې د لارو تړل، دواړو لوریو ته د زیانونو سبب کېږي.

د یاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري وايي: «اسلامي امارت غواړي له خپلو ګاونډیانو سره پراخې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ولري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بند پاتې کېدل دواړو هېوادونو ته زیان رسوي.»

په همدې حال کې، د افغانستان ــ پاکستان ګډه سوداګریزه خونه وايي، د سوداګریزو توکو درېدلو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د دې خونې رییس خان‌جان الکوزی ټینګار کوي چې د دواړو غاړو بند پاتې توکو ته باید ژر تر ژره د تېرېدو اجازه ورکړل شي.

الکوزي وویل: «زموږ له پاکستان سره شاوخوا دوه میلیارد ډالره تجارت زیانمن شوی او درېدلی دی، نو موږ باید بدیله لاره ولټوو او دا اقدام چې پاکستان کړی، خپله هم ورته زیان لري.»

همدارنګه یوه افغان سوداګر زلمي عظیمي وویل: «اسلامي امارت دا فکر کوي چې کله پاکستان دا ډول چلند کوي، نو موږ اړ کېږو چې د خصوصي سکتور لپاره بدیلې لارې وکاروو، لکه چابهار، بندر عباس او د منځنۍ اسیا هېوادونه.»

برېښنا شرکت: ادارې او ځينې مخکني چارواکي مو ۲۰ میلیارده افغانۍ پورو‌ړي دي

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، حکومتي ادارې، د پخواني حکومت زورواکي چارواکي او یو شمېر هېوادوال د برېښنا د بیلونو د نه ورکړې له امله د دغه شرکت شاوخوا ۲۰ میلیارده افغانۍ پوروړي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر زیاتوي چې په پوروړو کې تر ډېره حکومتي ادارې شاملې دي.

 هغه په ټینګار سره وايي، دغه شرکت هڅه کوي چې دا پورونه راټول کړي او د هېواد د پرمختګ او هېوادوالو ته د بریښنا د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې وکاروي.

نوموړي وویل: «د پخواني حکومت د چارواکو جایدادونه، مېلمستونونه، هدیرې او باغونه زموږ څخه پوروړي دي او ځینې نور کسان چې عام وګړي وو او له سیاست لرې وو، اوس له هېواده بهر دي، هغوی هم پورونه لري.»

بلخوا، ځینې اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې پر دولتي ادارو او نفوذ لرونکو کسانو د لویو پورونو دوام په هېواد کې د بریښنا رسولو او ویشلو بهیر له ننګونې سره مخ کولای شي.

 دوی وايي، د برېښنا د کارولو د پيسو په ورکړه کې  د روڼتیا نشتوالی، د ادارو بې پروايي او په تېرو کلونو کې د پورونو نه تعقیبدل د دغو پورونو د زیاتېدو تر شا بنسټیز عوامل دي.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رشتیا په دې اړه وویل: «له حکومتي موقوفو څخه ناوړه استفاده او د پخواني حکومت پر مهال د زورواکو د ځواب‌ ویونکي قانوني چوکاټ نشتوالی د هغو عمده عواملو له ډلې دي چې دوی د برېښنا بلونه نه دي ورکړي او دې کړنې برېښنا شرکت د مالي سرچینو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.»

همدارنګه د اقتصادي چارو بل شنونکی، میر شاکر یعقوبي وايي: «ډېری داسې پروژې شته چې برېښنا شرکت کولی شوی د همدغو پیسو په مرسته یې پیل کړي او له داخلي سرچینو برېښنا تولید کړي، که دا پورونه ورکړل شي، نو دا به د دې شرکت د ستراتیژیکو پلانونو په تطبیق کې مرسته وکړي.»

کارپوهان دغه راز وړاندیز کوي چې حکومت باید د پورونو راټولولو بهیر په منظم او شفاف ډول او له تبعیض پرته ترسره کړي څو د افغانستان بریښنا شرکت وکولی شي د برېښنا واردولو او شبکې ساتلو لګښتونه پوره او غوره خدمتونه وړاندې کړي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی