چینایي پانګوالو د هېواد په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور تېره ورځ د چین هېواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې چینایي پانګوالو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال له  خوښي څرګنده کړه او په ځانګړې توګه یې د مرمر ډبرو په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

ویل کیږي، چې شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه د خبرو تر څنګ په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د دوی له لېوالتیا  هرکلی وکړ او د کانونو د قانون او طرزالعمل مطابق یې ورسره د همکاريو ژمنه وکړه

په پکتیا کې د محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې فعالې شوې

د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې ځايي طالب چارواکي د مېوو او سبزيجاتو د زېرمه کولو لپاره د لسو سړو خونو د فعالېدو خبر ورکوي.

دغه چارواکي ټینګار کوي چې، یادې سړې خونې په وروستیو کلونو کې غیر فعالې شوې وې، چې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت بېرته فعالې شوې.

څمکنۍ د پکتیا ولایت یوه له مهمو او ګڼ مېشتو ولسوالیو ده د دې ولایت چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه بوخت دي.

په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د کروندګرو د محصولاتو د زېرمه کولو لپاره لس سړې خونې فعالې شوې..»

د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ کروندګر په دې ولسوالۍ کې د خپلو حاصلاتو د زېرمه کولو لپاره د سړو خونو آسانتیاوو د زياتوالي غوښتنه کوي..»

د سړو خونو نشتوالی تل د کروندګرو لپاره یوه لویه ننګونه وه او د دوی ډیری میوې او سبزیجات یا خرابیږي یا په ټیټه بیه پلورل کیږي.

کانونو وزارت: په ۱۴۰۲ کال کې مو د نږدې ۱۵ کانونو تړونونه کړي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د شاوخوا اته میلیارده ډالرو په ارزښت د پنځلسو کانونو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د ترکیې، قطر، چین او ایران له پانګوالو او یوه برېټانوي شرکت سره شوي تړونونه د کانونو د استخراج په برخه کې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د څلورو تر پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د شپیتو کوچنیو کانونو تړونونه هم له کورنیو شرکتونو سره شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه ټینګار کوي چې د کانونو له استخراجه ترلاسه شوي عواید باید پر بیخ بنایي پروژو ولګول شي.

دا مهال لويې پروژې لکه د مس عینک کان استخراج، ټاپي او د قشقري د نفتو استخراج له مهمو پروژو دي، چې يوازې د قشقري د نفتو د را ایستنې چارې پيل شوې دي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: «د سترو پروژو پر پیل او ګټې اخیستنې کار روان دی، د بیلګې په توګه له مس عینک پروژې د نفتو تر پروژې، ټاپي پروژه او نورې اقتصادي پروژې. که دغه پروژې عملي شي افغانستان به اقتصادي ټيکاو او پایېدونکو کاري فرصتونو ته ورسیږي.»

 دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د کانونو او پټرولیم وزارت تل ډاډ ورکړی چې کانونه په قانوني او رڼه توګه را ایستل کیږي

د سټنډرډ ملي ادارې د ازمایښتونونو لپاره د تجهیزاتو پېرلو تړون لاسلیک شو

د سټنډرډ ملي اداره وایي د مرکزي ازمایښتونونو د پراختیا لپاره یې له ټي، سي، ار، سي شرکت سره د تجهیزاتو پېرلو د شپږ پروژه تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغې ادارې په خبره، د یادو تجهیزاتو ارزښت ۱۹۸ میلیونه افغانۍ ده.

د سټنډرډ ملي ادارې مرستیال، محمد اصف قانت وایي، د دغو تجهیزاتو او توکو په برابرېدو سره به د سټنډرډ ملي ادارې په مرکزي لابراټوارونو کې چارې لاپسې چټکې او رڼې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په سټنډرډ ملي اداره کې د نویو تجهیزاتو په فعالولو سره به تولیدات معیاري شي او د سون توکو په ګډون وارداتي توکي او مواد هم کنټرول شي.

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي چې، په هېواد کې د معیارونو پراختیا به د هېوادوالو پر روغتیا مثبت اغېز وکړي او ورسره به د هېواد اقتصاد هم وغوړېږي.

تر دې وړاندې د د سټنډرډ ملي ادارې ۶۱ ټانکره کم کیفیته تېل له نیمروز بندره ایران ته ستانه کړې وه

د ترکمنستان ملي مشر د افغانستان د محصولاتو له نندارتونه لیدنه وکړه

د ترکمنستان د خلکو د ملي مشر قربان‌قلي بردي محمدوف په عشق‌اباد کې د افغانستان د تولیداتو له نندارتونه لیدنه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي طلوع‌نیوز ته وايي، د ترکمنستان ملي مشر د افغانستان له اقتصادي پلاوي سره په کتنه کې د دغه هېواد چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د ترکمنستان د ارقداق ښارګوټي په دویم فاز کې د افغانستان ګول سیخ، مرمر ډبرې، رنګ او نور توکي وکاروي.

ښاغلی عزیزي زیاتوي چې د ترکمنستان ملي مشر دغه راز د دغه هېواد چارواکو ته امر کړی چې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو مسایلو په تړاو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره پرله‌پسې ناستې ولري. 

په همدې ډول په ترکمنستان کې د هېواد د تولیداتو د نندارتون د دویمې ورځې په څنډه کې د ترکمنستان د چارواکو له خوا د توکو او خامو موادو د ګرځنده سوداګرۍ د داوطلبۍ پروګرام پېل شو.

سوداګر وايي، چې د داوطلبۍ په دغه پروګرام کې له تعرفې پرته او د ترکمنستان د ښه نیت په توګه ۱۰۰ زره ټنه کیمیاوي سره، ۷۰ زره ټنه پټرول تېل، ۲۰ زره ټنه ډېزل تېل او پلاستیکي مواد د افغان او ترکمن سوداګرو ترمنځ سیالۍ ته وړاندې شول.

د ترکمنستان په پلازمېنه کې د افغان – ترکمن د سوداګریز نښلون د کنفرانس او د کورنیو تولیداتو د نندارتون په څنډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د اسلامي امارت د اقتصادي پلاوي په ملتیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او ځينو نورو چارواکو سره په جلا جلا توګه هم کتلي دي

په افغانستان کې د کاسا زر پروژې د عملي چارو د پېل تړون لاسلیک شو

د اسلامي امارت چارواکو د قرغیزستان، ازبیکستان، افغانستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ د برېښنا د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د هوکړې له لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي چې د دغې پروژې عملي کار به د روان زیږدیز کال د اپرېل په وروستیو کې پېل شي.

 د ښاغلي مجاهد د دې پروژې ارزښت ته په نغوتي سره ویلي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به په هېواد کې د برېښنا د کمښت ستونزې تر ډېره حده حل شي او افغانستان به هم د برېښنا د ټرانزيټ له اړخه ډېر عواید ترلاسه کړي.  

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي په دې هکله وايي:«نړۍوال بانک پرېکړه کړې چې په افغانسان کې د دغې پروژې کار پېل کړي. د دغې پروژې کار به د ۱۴۰۳ کال په غوايي میاشت کې پېل شي.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د کاسا زر پروژه یوه له هغو مهمو سیمه‌ییزو پروژو ګڼي چې افغانستان په‌کې مهم نښلوونکی رول لوبوي.

بل پلو، د چارو ځينې شنونکي هم د کاسا زر پروژه د افغانستان او په منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا کې د ګاونډیو هېوادونو لپاره ډېره مهمه بولي او ټینګار کوي چې د دې پروژې د عملي کار په پېلېدو سره به د هېوادونو ترمنځ د افغانستان د اعتبار د لوړېدو ترڅنګ یو شمېر هېوادونو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د کاسا زر پروژې پاتې کار به په دوو کلونو کې بشپړ شي

په عشق اباد کې د افغانستان د تولیداتو له نندارتونه د افغاني پلاوي رضایت

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغان- ترکمن نندارتون له پای ته رسیدو وروسته وايي چې د هیواد ډیری تولیدات په عشق آباد کې په درې ورځني نندارتون کې پلورل شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ د څه باندې ۳۰۰ سوداګرو او صنعتکارانو په ګډون اقتصادي پلاوی ترکمنستان ته له شپږ ورځني سفر وروسته بېرته کابل ته راورسېد.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، په دې سفر کې یې د افغان- ترکمن په نندارتون کې له ګډون سربېره، د افغان- ترکمن د سوداګریز اتصال او نورو ورته غونډو کې ګډون کړی او یادې غونډې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.

د افغان- ترکمن د نندارتون ګډونوال د دغه نندارتون له جوړېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي ، په خپلو برخو کې یې له ترکمنستاني لوري سره څو تړونونه هم لاسلیک کړي دي

په دغه نندارتون کې پنځلسو سوداګرو او صنعتکارو ښځو هم ګډون درلود.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو لمخې، په ازبېکستان او قزاقستان کې هم د افغانستان او کوربه هېوادونو د ګډو نندارتونونو د جوړېدو په تړاو هم خبرې روانې دي

په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد اقتصاد؛ د نندارتونو له ترسراوي تر بېخ‌بنايي پروژو

په ۱۴۰۲ کال کې په افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې د بېلابېلو بېخ‌بنايي پروژو بنسټ کېښودل شو.

د قوش‌تېپې د دویم فاز د کار پېل، د ۱۳ مېلیارد افغانیو په ارزښت د ۱۱۴ پروژو بشپړېدل، د نندارتونونو ترسراوی، بهرنیو او کورنیو شرکتونو ته د بېلابېلو تړونونو ورکړه، د دغه کال تر ټولو مهم اقتصادي مسایل وو.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال له ۱۷۷ پروژو د ۱۳ مېلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱۴ پروژې پلې شوي او هڅه کوي، چې د بېخ بنایي پروژو په پېلولو سره د بېوزلۍ کچه راټيټه کړي.

په دغه کال کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د څه باندې ۶۰ مېلیارد افغانیو په ارزښت څه باندې ۱۸۰ پروژې منظورې شوې، د ټول‌ګټو وزارت له لوري د څه باندې ۱۱۰ پروژو پېلېدل، په نږدې راتلونکي کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار پېلېدل، او په هېواد کې د بېلابېلو کانونو د استخراج په برخه کې شاوخوا اته مېلیارده ډالره پانګونه د اسلامي امارت له نورو کړنو بلل کېږي.

په دغه کال کې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه په افغانستان او نورو هېوادونو کې يو شمېر ګډ نندارتونونه جوړ شول. د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۱۲مه په قزاقستان کې یو نندارتون او د همدې کال د کب په ۱۴مه په ترکمنستان کې یو نندارتون جوړ شو چې په دغو نندارتونونو کې څه باندې ۳۷۰ افغان سوداګرو ګډون کړی و. دغه‌راز په هېواد کې هم د افغانستان –ازبیکستان او ایران –افغانستان ګډ نندارتونه جوړ شول.

.

د نندارتونونو د جوړېدو سربیره، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ، د ټرانسپورټ او هوايي چلند، د اوبو او انرژۍ د وزارتونو د سرپرستانو او د رېل پټلۍ د ادارې د رییس په ګډون د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د افغانستان د اقتصادي ودې او د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د ترکیې، چین، ایران، روسیې، قزاقستان، ازبیکستان، ترکمنستان او پاکستان هېوادونو ته سفرونه وکړل.

د ۱۴۰۲ کال د سلواغې پر څلورمه، د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر د دغه هېواد د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی. دانيار امانګلديف ويلي، چې افغانستان ته يې د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ننګونو له منځه وړل دي.

 

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، هڅه کوي چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه پر نړۍوالو معيارونو برابر شي او دا مهال په هېواد کې ٢٧ هوايي ډګرونه فعال دي او د هېواد له پنځو هوايي ډګرونو نړۍوالې الوتنې ترسره کېږي. د ۱۴۰۲کال د غبرګولي پر درېیمه له درې کلن ځنډ وروسته، د کابل او د چین د اُرومچي ترمنځ مستقیمې الوتنې د فلای دوبۍ شرکت او دوه میاشتې وروسته د ایر عربیه هوایي شرکت له لوري بېرته پېل شوې.

که څه هم د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا متحده ایالتونو او اروپایي هېوادونو له لوري د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته نه‌دي خوشي شوي؛ خو افغانۍ ښه ثبات درلود. د افغانستان بانک شمېرې ښيي چې، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانۍ ارزښت د تېر کال پرتله ۱۷.۸۲ سلنه زیات شوی دی.

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې له ټولو شویو چارو سره سره، افغانسان لاهم هغه هېواد دی، چې مېلیونونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د «ملت سټیل» فابریکې دوهم پړاو د ۵۰ ملیون ډالرو په پانګونې سره پرانیستل شو

د فلزي فولادو فابريکې لخوا د ۵۰ ميليونه ډالرو په پانګونې سره د گول سيخ د توليد دويمه مرحله نن (يکشنبه) په کابل کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.

د دي شرکت د مسوولینو په وینا، د دغې فابریکې دریم پړاو به په شپږو میاشتو کې په کار پیل وکړ.

د ملت اوسپنې فابریکې مشر نقیب الله نظري وايي، د دي فابریکې په دویم پړاو کې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې او ۲ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه وايي چې د دي فابريکې په درېيم پړاو کې به «ګاډر او رېل» توليد شي.

د هغه په وينا، د اوسپنې ٥٠ سلنه پروسس په هېواد کې دننه ترسره کېږي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د ګول سيخ د صادراتو تعرفه دې راټيټه کړي.

ښاغلي نظري وویل چې د دي شرکت له خوا د سل ټنه ګول سیخ د صادراتو قرارداد له ازبکستاني شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

په همدې حال کې د دې فابریکې د دریم فاز کار هم د یکشنبې په ورځ پیل شو. د دې فابريکې مسؤولين وايي، چې د درېيم پړاو په بشپړېدو سره به په دې فابريکه کې زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره شي

د ا.ا او خصوصي سکتور ترمنځ د څلورو پروژو د تړونونو لاسلیک کېدل

د اوبو او انرژۍ، مالیې وزارتونو، برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د څلور مېلیارده افغانۍ په ارزښت د څلورو پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا رییس احمد ضیا خالد وايي چې په دغو پروژو د برېښنا تولید او په کابل، هرات او هلمند ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړېدل شامل دي.
 
په دغو پروژو کې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په هرات کې د دوو سبسټېشنونو جوړېدل او په دغه ولایت کې د ۲۲۰ولټه برېښنا د مزي غځېدل، د کابل په میروس میدان سیمه کې د سوداګریز مارکیټ جوړېدل او په هلمند ولایت کې د سوداګریزو مرکزونو او اپارتمانونو جوړېدل شامل دي.

د چارو ادارې سرپرست نورالحق انور وایي چې، د دغو پروژو په عملي کېدو سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې د پانګونو په برخه کې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

بلخوا، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي چې، د پانګونې په برخه کې د اسلامي امارت د مسوولانو له لارې د روڼتیا په رامنځته کېدو سره، په هېواد کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.

ترکی پانګوال سلیمان هم څرګنده کړه:«لکه مخکې چې مې وویل موږ په کندهار کې له لمریزې برېښنا ۱۵ مېګاواټه برېښنا تولیدوو، د زورلرستان شرکت هم ۱۵ مېګاواټه برېښنا تولیدوي، اوس موږ دواړه شرکتونه پرېکړه لرو چې په نغلو هم ۳۲ مېګاواټه لمریزه برېښنا تولید کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اقتصاد وزارت ویلي وو، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د اسلامي امارت له لوري د ۱۳ مېلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱۴ پروژې عملي شوې دي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی