د افغانستان اقتصادی لید

جولای 2023

په کابل کې د امام ابوحنیفه ( رح) په نندارتون کې له ۶۰۰ ډېرو سیمه ییزو پانګوالو ګډون وکړ

په کابل کې د امام ابوحنیفه ( رح) په دوه‌یم شپږ ورځني نړیوال نندارتون کې د پاکستان، ایران او ترکمنستان څه باندې ۶۰۰ پانګوالو او سوداګرو ګډون کړی دی.

دغه نندارتون، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له‌خوا د زمري له شپاړسمې تر دوه‌ویشتمې پورې جوړ شوی؛ ګڼ‌شمېر ښځینه سوداګرو او صنعتکارانو په کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د پاکستان د سوداګرۍ پراختیا ټولنې او له ۲۵ څخه زیاتو مشهورو پاکستانيو صنعتکارانو هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې تویت کړی: د پاکستان، ترکیې او ترکمنستان سوداګرو استازیو په B2B (سوداګرۍ ته د سوداګرۍ بېلګه ) تر سرلیک لاندې کنفرانس کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له‌خوا جوړ شوی و؛ ګډون وکړ او له پانګونې سره یې لیوالتیا څرګنده کړه.

د دې نندارتون د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه نندارتون نه یوازې د افغان سوداګرو د سیمه ییزو تولیداتو په وده کې مرسته کوي، بلکې له سیمه ییزو شریکانو سره د دوی اړیکې هم پیاوړې کوي.

دغه نندارتون د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د سیاسي ګټو له په پام کې نیولو پرته د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

د دغه نندارتون د جوړیدو موخه د افغانستان کورنیو تولیداتو وده، د نورو هېوادونو له نویو تولیداتو سره د افغان سوداګرو او صنعت کارانو آشنا کېدل، د صادراتو، وارداتو او ګډې پانګونې لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول او د افغان او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخول دي.

د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ۲۵ سلنه زیات شوی

د وسپنې پټلۍ ادارې چارواکي د روان لمریز کال په لومړیو درې میاشتو کې د تېر کال پرتله د توکو په لېږد کې له ۲۵ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.

دوی وايي چې په وروستي یوه کال کې د هېواد وسپنې پټلۍ د هېواد له بندرونو څلور اعشاریه پنځه مېلیونه مټریک ټنه توکي لېږدولي دي.

د دغې ادارې رییس ملت ته د دولت د راپور ورکړې په خپرونه کې وایي چې د افغان- ټرانس پروژه کې چې منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي د کاري پرمختګ خبره کوي. 

د وسپنې پټلۍ ادارې رییس  بخت الرحمن شرافت وايي:«د لېږد رالېږد په برخه کې د تېر کال پرتله، د روان کال په لومړۍ ربع کې ۲۵ سلنه زیاتوالی لرو. یعنې د وسپنې پټلۍ له لارې د سیمې له هېوادونو، افغانستان او یا هم د ټرانزیټ په برخه کې د حیرتان، اقینې، تورغنډۍ او روزنک په بندرونو کې، په روان کال کې زموږ په عوایدو کې ۲۵ زیاتوالی راغلی دی.»

د وسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع درانی هم څرګندوي:«د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره توانېدلې چې خپل ټول عواید د بانکي سیسټم (RMIS او CBS) له لارې راټول کړي او ملت ته ډاډ ورکولای شو چې د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې یوه افغانۍ عاید هم حیف و میل یا هم غلا شوي نه دي، ټول عواید په رڼه توګه راټول شوي دي.»

د وسپنې پټلۍ اداره دغه راز د روان او راتلونکي کال د پلانونو خبره هم کوي او ټينګار یې دا دی، چې د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د لومړي او دویم فاز د کار پېلېدل او بشپړول، د اندخوی- شبرغان د وسپنې پټلۍ د جوړېدو د چارو پېلېدل، د روزنک، آقینې او حیرتان- مزار شریف د وسپنې پټلیو د تمځایونو پراختیا، د افغان- ټرانس او سپین بولدک- چمن د وسپنې پټلۍ د پروژې د چارو  تعقیبول د دې ادارې په نورو پلانونو کې راځي.

د وسپنې پټلۍ ادارې د تخینکي چارو مرستیال عبدالباري صدیقي وویل:«د خواف- هرات لومړی فاز او څلورمه قطعه، د ۴۳ کیلومټره پر اوږدوالي یوه له ځانګړو او مهمو پروژو ده چې په پام کې ده، چې د دغې پروژې کار پېل شي او تر راتلوونکو ۱۶ میاشتو سل په سله کې دغه پروژه به بشپړه شي.»

د وسپنې پټلۍ د ادارې د معلوماتو له مخې، خوراکي توکي او برېښنایي وسایل هغه مهم مالونه دي چې د وسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته واردېږي او د وسپنې پټلۍ له لارې ګاونډیو هېوادونو ته تر ډېره ډول ډول وچه مېوې صادرېږي.

په روان کال کې پاکستان ته د ۶۰۰ میلیون دالرو پر ارزښت صادرات شوي

د سودګرۍ او پانکونې خونې مسوولینو ويلي؛ د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې پاکستان ته ۶۰۰ میلیون دالرو پر ارزښت صادرات شوي دي.

پاکستان ته د صادراتو د زیاتوالی په اړه د سوداګرۍ اوپانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې پاکستان ته د څه باندې شپږ سوه میلیون دالرو پر ارزښت صادرات شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د هېواد په صادراتو کې منظمه پرا ختیا راغلي. که څه هم د پاکستان د مرکزي بانک لخوا افغانانو ته ستونزې جوړيږي؛ خو بیا هم د څه باندې ۶۰۰ میلیون دالرو پر ارزښت صادرات تر سره شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د دې صادراتو ډېره برخه غالۍ، وچه میوه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې دي.

خصوصي سکتور ډاډ څرګندوي او وایي؛ ورځ تر بلي د هېواد صادرات د پراختیا په حال کې دي او د تازه میوو د نوي فصل له رسیدو سره به د هېواد د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ويلي، چې په روان کال کې له پاکستان سره د سوداګرۍ او صادراتو بهیر په منظم  ډول پرمخ روان دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره به هڅې نورې هم زیاتې شي.

دوی وايي، چې تېر کال يي یو اعشاریه دوه میلیارد دالرو پر ارزښت پاکستان ته صادرات تر سره کړي. په روان کال کې هم له پاکستان سره منظم ډول صادارت او واردات روان دي اوهیله ده، چې د اقتصادي فعالیتونو کچه به د دواړو هېوادونو ترمنځ نوره هم پراخه شي.

د خصوصي  سکتورغړي د اسلامي امارت بهرنی سیاست اقتصاد محوره بولي او د سکتوري بنسټونو له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډ هېوادونو سره ښي سوداګریزې او ترانزیتي اړیکي تنظیم او دې بهیر ته نوره هم پراختیا ورکړي.

چین د افغانستان د غالیو لپاره ګټور بازار دی

چین د افغانستان د لاسي غالیو، جلغوزیو او نورو کالیو په ګډون د یوه ګټور بازار پر لوري چټک ګامونه اخلي.

په کابل کې غالۍ اوبدونکي صفي الله د چین له شینهوا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي؛ هڅه کوي، چې د چین بازار ته ډېرې غالۍ تولید کړي.

صفي الله شینهوا ته دا هم ویلي؛ د لاسي او لوړ کیفیت لرونکيو غالیو غوښتنه په [چینایي] بازار کې مخ پر ډېريدو ده.

د صفي الله بېوزله کورنۍ له چین څخه پر مننه د دې بازار په اړه ډاډ څرګندوي او وایي، چې له اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون لپاره دا یوه ښه فرصت دی.

د کابل او د چین د شمال لویدیځ ښار ارومچي ترمنځ د مستقیمې الوتنو له پیلیدو سره تمه کیږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د غالیو په ګډون سوداګري زیاته شي.

د افغانستان د غالیو اتحادیې یوه غړي سید بلال فاروقي شینهوا ته ویلي: چین ته د افغان غالیو صادرات د پام وړ ډېر شوي، چې له کبله یې مونږ زیاتې غالۍ پلورو او په دې توګه راته د دې صنعت په برخه کې د کارګرانو د استخدام اسانتیا هم راپر برخه کیږي.

د غالیو د تولیدوونکیو او صادروونکیو اتحادیې د څرګندونو له مخې، افغانستان په تېرو دوه کلونو کې چین ته څه باندې یو میلیون متر مربع غالۍ صادرې کړې دي.

د غاليو په څېر د افغانستان جلغوزي هم د افغانستان یو صادراتي بازار لرونکی توکی دی.

د اقتصاد وزارت اټکل کوي، چې حکومت به په راتلونکیو څو کلونو کې د جلغوزیو له صادراتو څخه په ځانګړي توګه چین ته د کال شاوخوا دوه میلیارد دالر عاید ولري.

له افغانستانه د انارو د جوس لومړنۍ جوپه امریکا ته صادره شوه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هرات له یوې کارخونې د امریکا متحده ایالتو ته د انارو د جوس د لومړنۍ جوپې له صادارتو خبر ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې د دغه کورني محصول صادرات د هېواد د اقتصاد په وده کې یو ارزښتمن ګام دی.

په دغې جوپه کې د انارو ۴۵ ټنه جوس شاملېږي.

اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع‌نیوز ته وویل:«اوس اوس د پامیر کولا ۴۵ ټنه د انارو جوس، په دوه کانټینرونو کې امریکا ته صادر شول. په همدې ترتیب د څښاکو صادرات قزاقستان او جرمني ته صادرات جریان لري او په دې برخه کې پراختیايي پروګرامونه دوام لري چې وکړای شو خپل صادرات نورو هېوادونو ته هم پراخ کړو.»

د انارو د جوسو د صادرونکي شرکت د بازارموندنې څانګې مسوول وايي، دغه شرکت منځنۍ اسیا، متحده عربي اماراتو او ایران ته هم صادرات لري.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي بیا وايي، د کورنیو تولیداتو په صادراتو کې زیاتوالی به د افغانستان د اقتصادي پراختیا ترڅنګ، ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«کله چې صادرات زیاتوالی ومومي او حکومت زمینه او اسانتیاوې رامنځته کړي، په هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا ډېرېږي او د پانګونې اعتبار زیاتېږي او د هغه ترڅنګ د اسعارو زېږدون رامنځته کېږي او د افغانیو پیسې ارزښت پیدا کوي.»

له افغانستانه امریکا ته د انارو د جوسو صادرات داسې مهال پېل شوي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه، د یوې اوونۍ لپاره د امام ابوحنیفه رح دویم ملي او نړۍوال نندارتون جوړ کړ چې سلګونو کورنیو او بهرنیو سوداګرو په کې ګډون کړی وو او د شنبې پر ورځ پای ته ورسېد.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ