د سوداګرۍ خونه : افغانستان په تېرو ۱۰ میاشتو کې د ۵۱۸ میلیون ډالرو پر ارزښت د وچې میوې صادرات لرل

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په تېرو ۱۰  میاشتو کې افغانستان بېلابېلو هېوادونو ته د ۵۱۸ میلیون ډالرو پر ارزښت وچې میوې صادرې کړې دي.

د دې صادارتو ډېره برخه  جلغوزي دي،  چې په روان کال کې پنېځه زره ټنه چین ته صادر شوي او د صادراتو د پرا ختیا  لپاره يي هم هڅې رواني دي.

دوی وايي؛ د چین ترڅنګ خلیج، پاکستان، ترکیې او په نورو هغه هېوادونو کې د هېواد د کرنیزو محصولاتو لپاره ښه مارکیټونه شته.دي

د دړې خونې د څرګندونو له مخې؛ د وچې میوې د صادارتو د پراختیا لپاره خصوصي سکټور پراخ  تدابیر نیو لي او د تېر پر پرتله د زیاتېدو په حال کې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې  غړي خان جان الکوزي ویلي: )) د روان کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې یوازي د وچې میوي د صادراتو حجم  ۵۱۸  میلیون امریکايي ډالرو  ته رسیدلي، چي ډېره برخه یې جلغوزي جوړوي او هڅه کوو، چي د روان کال تر پایه د صادراتو لړۍ نوره هم پراخه کړو.))

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ویاند ویلي؛ په تېر میلا دي کال کې د جلغوزویو صادارتو حجم ۹۷۰ ټن ته رسیږي، چې مالي ارزښت يي ۱۲ میلیون ډالر بولي.

دوۍ وايي، چې د جلغوزیو ډېری صادرات يې د سیمي او کاونډ هېوادونو ته تر سره کیږي.

د اقتصادي وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري ويلي؛ هڅه کوي، چې  په هېواد کې د صادارتو د پراختیا لپاره نوې پالیسۍ جوړې او ورځ  تر بلي د صادارتو لپاره نوي مارکیټونه پیدا کړي، چې په دې برخه کې تر یوه بریده کار هم شوی دی.

د اقتصادي چارو کار پوهانو  ويلي، چي افغانستان د وچې او تازه میوې د تولید لوړ ظرفیت لري. باید په دې برخه کې د هېواد خصوصي سکټور پانګونه زیاته کړي او  د سیمې او نړۍ مارکیټونو ته پر معیاري بڼه صادرات تر سره کړي.

اقتصادي شنونکی محمدنبي افغان وایي: (( زمونږ هېواد په وچه او تازه میوي کې لوړ ظرفیت لري؛ خو مونږ اوس هم د صادراتو په برخو کې له ستونزو سره مخ یوو . هیله منم یم، چې خصوصي سکټور د معیاري بسته بندۍ په برخو کې پانګونه زیاته کړي، چې په نړیوالو مارکیټونو کې د رقابت لپاره افغان صادارتو کې هم ظرفیت را منځته شي.))

د خصوصي سکټور غړي وايي، چې د افغانستان ډېری صادراتي اقلام منرالونه، پنبه، اينجه اوطبي نباتاب، وچه او تازه مېوه، غالۍ، زعفران او جلغوزي  دي، چې ډېر پاکستان، ایران، ترکيې او چین ته صادر یږي.

ترکمنستان سره د وسپنې پټلۍ برخه کې د درېیو مهمو هوکړو لاسلیکېدل

د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ- هرات د وسپنې پټلۍ د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال چې د اوسپنې پټلۍ د همکاریو د پراختیا په موخه ترکمنستان ته تللی، د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ له ادارې سره یې د تورغونډۍ – هرات د اوسپنې پټلۍ د پراختیا په ګډون یو شمېر تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
 
محمد اسحاق صاحبزاده د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ له رییس سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د شبکې جوړول، نښلول او معیاري کول د اسلامي امارت له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

په ورته مهال، یو شمېر اقتصادي شنونکي په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د شبکو پراختیا له سیمې سره د افغانستان د نښلولو یو مهم لامل ګڼي او په دې برخه کې له خصوصي سکتور سره د لازیاتې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو  شنونکی، عبدالظهور مدبر هم وايي: د افغانستان لپاره د وسپنې پټلۍ ارزښت ډېر زیات دی. کولای شي افغانستان د سیمې د اتصال پر ټکي بدل کړي او افغانستان له اسیايي او اروپايي هېوادونو سره نښلولای شي. 

د ګلفوډ نندارتون له لارې د نړۍ بازارونو ته د افغاني محصولاتو معرفي کول

د «ګلفوډ» نړۍوال نندارتون په دوبۍ کې د درې ورځو لپاره جوړ شوی او د افغانستان په ګډون بېلابېلو هېوادونه، خپل خوراکي صنایع په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کوي

وچې او تازه مېوې، زعفران او د افغانستان تولید شوې غیرالکولي څښاک د دغه نندارتون په لسو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

یوشمېر افغانان چې په دغه نندارتون کې یې د افغانستان کرنیز محصولات او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي، وايي چې دغه نندارتون نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو د لار موندنې لپاره یو لوی فرصت دی.

سوداګر عبدالواحد په دې هکله وویل:«په دغه نندارتون کې د یوې غرفې بیه ۱۵ زره ډالره ده او د ګلفوډ څخه بل مشهور نندارتون په نړۍ کې نشته.»

بل سوداګر اسماعیل ناصري هم وايي:«دا نندارتون د نړۍ په کچه یو ستر نندارتون دی او هر کال د افغانستان هلته ځانګړې برخه لري. دا نندارتون د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره یو له لاسته‌راوړونو ډک نندارتون دی.»

د «ګلفوډ» نندارتون د نړۍ د خوړکي او څښاکي توکو د صنعت تر ټولو لویه غونډه ده، چې له ۱۹۸۷ زېږدیز کال راهیسې هر کال په دوبۍ کې جوړېږي.

بل خوا، د افغانستان-امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس جیف ګریکو، چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی، د افغانستان د وچو او تازه مېوو په ځانګړې توګه خرما او ممیزو ته د بېلابېلو هېوادونو په تېره بیا د امریکا د خلکو لېوالتیا ستایلې ده.

جیف ګریکو ویلي:«موږ اوس د امریکا په بازار کې د افغانانو خرما او ممیزو ته چې په نړۍ کې شهرت لري، د لېوالتیا شاهدان یو. په متحده ایالتونو او اروپا کې د مېوو د جوس لویې فابریکې هم افغان انار واردوي. نو افغانانو ډېر اوږد مزل وهلی دی او موږ پر هغه بریالیتوب ډېر ویاړو چې دوی ترلاسه کړی دی او موږ هیله لرو چې دوی به متحده ایالتونو، اروپا، ترکیې او نورو هېوادونو ته خپل صادراتي بازارونه پراخ کړي.»

له دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې په ټولو نړۍوالو نندارتونونو کې چې په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې جوړ شوي، د افغانستان کرنیز محصولاتو او کورنیو تولیدات په ځانګړې توګه د غالیو صنایع لویه ونډه لرلې ده.

د افغانستان او روسیې سوداګرۍ کې د پام وړ کمښت راغلی دی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او روسیې تر منځ د روان کال په لسو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پر تله په سوداګریزه راکړه ورکړه کې کمښت راغلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو لمخې، د روان کال په لسو میاشتو کې له روسیې سره د ۲۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې په داسې حال کې چې، دغه شمېر په تېر کال کې ۳۲۲ میلیونه ډالره وه.

دغه موده کې افغانستان روسیې ته د درې میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي او له دغه هېواده یې د ۲۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.

په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه روسیه د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو شریکانو ګڼي او زیاتوي چې که روسیه له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې همکاري وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به پراخه شي.

افغان سوداګر هم له روسیې سره د سوداګرۍ په برخه کې له سرپرست حکومت له لوري د خپلو سوداګریزو ستونزو پر حل ټینګار کوي.

سوداګر، امید حیدري و ویل: «موږ د دواړو هېوادونو له مشرتابه غوښتنه کوو، چې د صادراتو او وارداتو د ودې لپاره کار وکړي، ځکه دا کولی شي د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره د ثبات لامل شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې روسیې ته د افغانستان تر ټولو زیات صادر شوي توکي ممیز، کاني ډبرې، د زردالو کښته، ژر پخونکي دیګونه او له دغه هېواده وارد شوي توکي نفت، اوړه، د کارخونو اومه توکي او غوړي دي.

نړیوال پراختیایي مرکز: د امریکا د مرستو کمېدل افغانستان له اووه سلنه اقتصادي زیان سره مخامخوي

نړیوال پراختیایي مرکز خبرداری ورکړی چې افغانستان به د امریکا د مرستو د کمېدو له امله له اووه سلنه اقتصادي زیان سره مخ شي.

دغه مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د هغو اتو هېوادونو له ډلې دی چې د امریکا مرستو ته تر ټولو زیاته اړتیا لري او له دې مرستو یو پر پنځمه برخه د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یا (یو.اس.اې.آی.ډي) لخوا تمویلیږي.

د راپور د معلوماتو له مخې، افغانستان ته ټولې ۳۵ سلنه مرستې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې لخوا ورکول کېده.

بلخوا د نړیوالې پراختیایي ادارې د عمومي څارونکي سرمنشي وايي چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون له امله د قراردادونو د سپارلو لپاره د شریکانو ارزونه لازمي ده.

امریکا په درې کلونو کې له افغانستان سره د څه باندې درې میلیارده ډالرو مرستې سره، تر ټولو لوی مالي مرسته کوونکی پاتې شوی دی. اوس چې د دې هېواد مرستې محدودې شوې دي، افغانستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې راغلی چې تر ټولو ډېر اقتصادي زیان سره مخ دی.

د دې راپور پر بنسټ، له افغانستان سره د ټولو مرستو ۳۵ سلنه یې یوازې د (یو.اس.اې.آی.ډي) لخوا ورکول کېده.

په دغه راپور کې راغلي دي: «موږ له ۲۶ بېوزلو هېوادونو څخه اته هغه هېوادونه مشخص کړي چې د هغوی یو پر پنځمه برخم مرستې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (یو.اس.اې.آی.ډي) لخوا تمویلیږي. دغه هېوادونه عبارت دي له: جنوبي سوډان، سومالیا، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، لایبریا، افغانستان، سوډان، یوګاندا او ایتوپیا.»

نړیوال پراختیايي مرکز همداراز خبرداری ورکړی چې د مرستو د کمېدو له امله، اته هېوادونه به له اقتصادي زیانونو سره مخ شي، چې افغانستان د درېیم زیانمن هېواد په توګه، له اووه سلنه اقتصادي زیان سره مخ دی.

سیر قریشي، د اقتصادي چارو کارپوه، وایي: «دا د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د عمومي څارونکي د دفتر وروستی راپور دی. په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د ترهګریزو ډلو لکهد داعش د شتون له امله، اړتیا ده څو د امریکا د مرستو د قرارداد سپارلو په موخه د شریکانو ارزونه وشي، څو د امریکا د مالیه ورکوونکو بودیجه د ترهګرو ډلو او د دوی د متحدینو له لاسرسي څخه لرې پاتې شي.»

د دې ادارې د راپور په بله برخه کې راغلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر، د جنورۍ له ۲۴ راهیسې ټول هغه قراردادونه د افغانستان په ګډون په خطر لرونکو هېوادونو کې یې د خپلواکو سازمانونو له لارې د امریکا د متحده ایالاتو پروګرامونه څارل، درولې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د تازه راپور د خپرېدو پر بنسټ، د امریکا ولسمشر د دې هېواد د نړیوالې پراختیايي ادارې یا د (یو.اس.اې.آی. ډي) څارونکی له دندې ګوښه کړی دی.

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د عمومي څارونکي راپور وايي: « د جنورۍ په ۲۴مه د بهرنيو مرستو د پروګرامونو ځنډ، ټول قراردادونه او د درېیم شخص ټول څارنیز فعالیتونه ودرول، چې له دې ډلې د اوکراین، افغانستان، ایتوپیا، هايټي، غزه، عراق، لبنان، سومالیا، سوریې او وینزویلا په څېر د لوړ خطر لرونکي سیمې هم شاملې دي. دغه ځنډ د امریکایي مالیه ورکوونکو لخوا تمویل شویو مرستو د څار یوه بله مهمه لایه هم اغېزمنه کړه.»

خو له دې ټولو سره، د امریکا د مرستو محدودیت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځینې بشري مرستې هم زیانمنې کړي، لسګونه د بشري مرستو پروګرامونه بند شوي او خلک د خرابېدونکي اقتصادي وضعیت له امله اندېښنه لري.

له دې وړاندې، د آمو یوې ارزونې وښودله چې په ۲۰۲۵ کال کې، په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو وروسته، امریکا د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان سره هېڅ ډول مالي مرسته نده کړې، که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د پروګرام لپاره یې د ۲۳۴ میلیون ډالرو د ورکړې ژمنه کړې وه.

د کابل اوسېدونکي: د لوړو بیو او بېکارۍ تر فشار لاندې روژه نیسو

د روژې له پيل سره خلک د توکو له لوړې بیې او د مناسب کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت لري.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د خلکو د پېرلو توان کم شوی خو برعکس د روژې له پيل سره د توکو بیې لوړې شوې دي. له دې سره که څه هم خلک له بېکاری، بد اقتصادي وضعیت او د لګښتونو له زیاتوالي شکایت کوي، خو سږکال روژه کې بازارونه له ګڼې ګوڼې ډکه ده.

خلک د روژې مبارکې میاشتې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بازارونو ته راوتلې دي، تر څو د روژه ماتي د دسترخوان لپاره بېلابېل خوراکي توکي واخلي.

د کابل یوه اوسېدونکې وایي: «هټیوال په خپلې دوکاندارۍ بوخت دی، پېرودونکی د خپلې سودا په لټه کې او هغه کسان چې بېکاره دي، ښار ته راځي او د بازارونو ننداره کوي.»

د سږکال روژه بیا د فقر، بېکارۍ او د لګښتونو د زیاتوالي تر سیورې لاندې ده. روژه د هغو خلکو لپاره ډېره سخته ده، چې حتا د یوه وخت ډوډۍ هم په خپلو دسترخوانونو کې نه لري. په دې بازار کې د ټولنې یو عیني واقعیت لیدلای شئ: د مناسب کاري فرصتونو نشتوالی، د خلکو د پېرلو ټيټ توان او په پایله کې د خلکو بد اقتصادي وضعیت.

د کابل یو اوسېدونکی وایي: «په وطن کې د پېر او پلور وضعیت ډېر خرابه دی. څه وکړو؟ کار نشته، غریبي نشته او بیې هم ډيرې لوړې دي.»

د ملګرو ملتونو راپورونه د توکو د لوړو بیو کیسې کوي. د بیو هغه لوړوالۍ، چې په نړۍ کې د امریکا د مرستو له محدودېدو وروسته لوړه شوه. ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان سږکال ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې شمیرې یو مېلیون یې له سختې لوږې سره مخ دی.

د کابل یوه اوسېدونکي آمو ته وویل: «سږکال مو سخت ژمی تېر کړ. د سون توکي نه وو. بیې لوړې وې. همدا اوس په کور کې ماشومان ناروغان دي. قیمتي او بېکاري ده.»

د تورخم دروازې تړلو ۶مه ورځ؛ څه باندې ۴ زره باروړونکې موټرې درېدلې پاتې دي

د تورخم لارې د تړل پاتې کېدو له امله د افغانستان او پاکستان څه باندې ۴ زره بار وړونکې موټر د دروازې په دواړو غاړو کې درېدلي پاتې دي.

د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رييس طلوع‌نیوز ته وايي، د افغانستان اړوند له خوسا کېدونکو سوداګریزو توکو بار۱۵۰ موټر بېرته پاکستان ته ګرځول شوي دي.

د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس، خان جان الکوزی په دې اړه وايي: په ورځني ډول د تورخم بندر له لارې کابو ۸ سوه موټرې دواړو لورو ته تګ راتګ کوي. نو تاسې فکر وکړئ چې په ۶ ورځو کې نږدې ۴ زره موټرې دواړو غاړو ته ولاړې پاتې دي. 

د تورخم دروازه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ یوه مهمه لار بلل کېږي، له څه کم یوې اوونۍ راهیسې د پاکستان له خوا د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

یو شمېر سوداګر وايي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي او یو شمېر صادراتي توکي یې هم خراب شوي دي.

یو سوداګر، امید حیدري په دې اړه وايي: موږ اوسمهال بدیلې لارې کارو چې لګښت یې ډېر زیات دی. موږ د دواړو هېوادونو له مشرانو غواړو چې نه یوازې تورخم بندر بلکې، ډنډپټان، غلام خان او خرلاچي هم د ټرانزیټ پرمخ پرانیزي. 

یو بل سوداګر، زلمی عظیمي هم وايي: پاکستان لور ته هم د سوداګرو سلګونه موټرې او مواد درېدلي پاتې دي.  میوه او ترکاري پکې ده او همدا راز د افغانستان له لوري هم پاکستان ته چې زموږ کوم صادرات کیږي دغه موټرې هم درول شوي او د روژې مبارکې میاشتې شپې ورځې دي او افغانانو دغو لومړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري. 

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د تېرې جمعې په ورځ له هغه وروسته د تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ وتړله چې د اسلامي امارت ځواکونه د ډیورنډ فرضې کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو پر جوړولو بوخت وو.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2025 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی