دسامبر 2024
نړۍوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد سره له دې چې، په منځنۍ کچه وده لري؛ خو لا هم د مالي محدودیتونو، سوداګریز نا انډول او د عمومي پانګونو د محدودو ظرفیتونو په ګډون له ګڼو جدي ننګونو سره مخ دی.
د دغه بانک په راپور کې راغلي چې، د کورني ناخالص تولید د منځنۍ ودې کچه ۲ اعشاریه ۷ سلنې ده؛ خو بیا هم په یاد راپور کې دغه وده ډاډمنه نه ده بلل شوې.
راپور کاږي، په ۲۰۲۱ زېږیز کال کې کابل، کندهار، هلمند او زابل تر ډېره پر بهرنیو مرستو متکي وو او دغو ولایتونو بیا د ۲۰۲۰ کال پر تله ډېر کم اقتصادي فعالیتونه درلودل.
راپور کې راغلي: « د افغانستان اقتصادي ښه والی لا هم ناڅرګند دی. د خصوصي لګښتونو له لوري د ناخالصو تولیداتو کچې ۲ اعشاریه ۷ سلنې ودې یوازې ۱۰ سلنې تېر اقتصادي زیانونه جبران کړي چې د دې بیارغونې ورو او نازک څرنګوالی څرګندوي.»
د صنایعو او کانونو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان و ویل: « په لومړیو کې ځینې اندېښنې وې چې له نیکه مرغه ښه وضعیت راغی چې، زموږ ناخالص تولیدات زیات شوي، پولي ثبات ساتل شوی، د بیو کچه ساتل شوی او دا مثبت ټکي دي.»
بل لور ته اقتصاد وزارت وايي، سرپرست حکومت د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یې د ټاپي په ګډون ځینې بېخ بنسټې پروژې پلي کړي او هڅه کوي چې زیاتې پانګونې راجلب کړي.
تر دې وړاندې نړۍوال بانک ویلي و چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته دغه بانک له افغانستان سره یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، د روان لمریز کال په اتو مياشتو کې د ۶۵٫۶ مېلیون ډالرو په ارزښت شاوخوا ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي چې، دغه اندازه د ډبرو سکاره پاکستان، چین، ایران، هند او ترکيې ته صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي:«د ۱۴۰۳ کال د اتو میاشتو په لړ کې، د ۶۵٫۵ ډالرو په ارزښت، کابو ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره، پاکستان، ایران، ترکیې، هند او چین ته صادر شوي دي.»
بلخوا د کانونو او صنایعو خونه پر دې بارو ده کهچېرې په هېواد کې د ډبرو د سکرو د صادراتو او پروسس برخې ته پاملرنه وشي، د هغوی د پلور له لارې به کورني عواید زیات شي.
د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«په افغانستان کې په لویه کچه د ډبرو سکرو کانونه شتون لري؛ یوه د استخراج میکانیزه کېدل او بله موضوع د سیمې او نړۍ د بازارونو په مطابق، بیې باید تعریف شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالغفار نظامي هم وايي:«د ډبرو سکرو صادرات یوازې یوه ګټه لري او هغه هم د حکومت لپاره د مالیې ترلاسه کول دي، کومه بله ګټه نهلري؛ کهچېرې دغه د ډبرو سکاره دننه په هېواد کې استفاده شي، دا په ځلونو په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې ګټور پرېوځي.»
د کانوو او پترولیم وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د ډبرو سکرو د زېرمو ۷۰۰ کیلومټره کمربند لري چې، سور یې له ۳۵ تر ۴۰ کیلومټرو دی. دغه کمربند له بدخشانه پیلېږي او په هرات کې پای ته رسېږي.
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د یوناما د مشرې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
دغه غونډه کې د یوناما مشرې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د مرستو برابرول اړین بللي دي.
د یوناما مشرې، روزا اوتونبایوا و ویل: « موږ د میلیونونو ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو لپاره د بشري مرستو او د لومړنیو بشري اړتیاو د ترلاسه کولو لپاره د اړینو شرایطو په رامنځته کولو کې د مرستې په لټه کې یو او د بسپنه ورکوونکو په مرسته، سږکال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستې ۱۵.۳ میلیونه خلکو ته رسیدلي دي.»
بشردوستانه برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي، ټام فلیچر و ویل: « که څه هم په دې تړاو ډېر لږ خبرونه ورکول کیږي، خو افغانستان له یوه سخت بشري ناورین سره مخ دی.» هغه ټینګار کړی چې د افغانستان نیم نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او زیاته کړې یې ده چې: « افغانستان په نړۍ کې تر ټولو سوډان دویم ناوړه بشري ناورین لري.»
امنیت شورا کې د چین استازی وایي، بشري مرستې د ټولو افغانانو په حیاتي ګټو پورې اړه لري او باید د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
فو کونګ له امریکا غوښتي چې له قید او شرط پرته د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
فوکونګ و ویل: « بشري مرستې د ټولو افغانانو په حیاتي ګټو پورې اړه لري او باید د سیاسي فشار لپاره د وسیلې په توګه ونه کارول شي. موږ له بسپنه ورکوونکو غواړو چې خپلې مالي پانګونې زیاتې کړي، په ځانګړې توګه امریکا دې له کوم قید او شرط پرته د افغانانو ټولې هغه شتمنۍ چې له هېواده بهر دي، بېرته ازادې او ورکړي.»
د اقتصاد وزارت بیا وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان هغه شتمنۍ چې د هېواد اقتصادي وده ورپورې تړلې ده، ازادې کړي.
د امنیت شورا په غونډه کې د قزاقستان استازي هم ویلي، دغه هېواد د افغانستان د یوه سوداګریز شریک په توګه خپلو اقتصادي همکاریو ته دوام ورکوي.
هغه دغه راز ټینګار کړی چې، بېخ بنایي او ارتباطي پروژې چې افغانستان له نړۍوال سوداګریز، ټرانسپورټي، لوجسټیکي او د انرژۍ له سیسټمونو سره نښلوي، د هېواد د بیارغونې او د دغه هېواد عامو خلکو ته د کاري زمینو په برخه کې مهمې دي.
د اترا اداره وایي، چې په افغانستان کې د مخابراتو په برخه کې د دوه اعشاریه اته میلیارډ ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.
اترا اداره د روشن مخابراتي شبکې د نوې انټرنېټي کڅوړې د معرفي کولو په پروګرام کې د مخابراتو په سکټور کې د افغانستان اړتیا ته په نغوتې سره وايي، چې په وروستیو کلونو کې د مخابراتي سکټور په برخه کې د پانګونې کچه لوړه شوې او په دې برخه کې د دوه اعشاریه اته میلیارډ ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.
د دغې ادارې تخنيکي مرستيال په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو پر پراختيا په ټینګار سره، هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو لپاره د هڅو خبره کوي.
د اترا ادارې تخنیکي مرستیال، عطا محمد یاري وايي:« تر ۲.۸ میلیارد ډالرو زیاتې پانګونې په مخابراتي برخه کې شوي دي، او یوازې په وروستي کال کې ۱۸۷ میلیون ډالر پانګونه شوې ده. موږ په تدریجي ډول په دې برخه کې د پانګونو د پراختیا شاهدان یو.»
ښاغلی یاري په خپلو خبرو کې وایي، تر اوسه په ټول هېواد کې خلکو ته ۳۳،۹ میلیونه سیم کارتونه وېشل شوي دي.
د اترا تخنیکي مرستیال زیاتوي، چې اوسمهال د افغانستان۹ زره ۱۳۸ کیلومتره خاوره له نوري فایبر سره نښلول شوې ده.
هغه زیاته کړه: « نوري فایبر یو بنسټیز جوړښت دی، چې په ډېرو هېوادونو کې د ځمکنیو اړیکو او اقتصادي پراختیا لپاره ډېر اغېزناک دی. دا مهال د افغانستان په اوږدو کې ۹۱۳۸ کیلومتره خاوره له نوري فایبر سره نښلول شوې او دا خدمتونه په لویو ښارونو کې هم لاسرسي وړ دي.»
بلخوا، د روشن مخابراتي شرکت هېوادوالو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو په ټینګار سره خپلو پېرېدونکو ته د الفا پریم په نوم نوې انټرنېټې کڅوړه وړاندې کړه.
د دغه شرکت د مخابراتو او بازارموندنې څانګې مرستیال د دې نوې کڅوړې د ځانګړتیاوو په تړاو داسې وایي. د روشن شرکت د اړیکو او بازارموندنې مرستیال، عبدالعزیز نیازي و ویل: « په دې کڅوړه کې روشن شبکې ته نامحدود دقیقې، نورو شبکو ته دقیقې، او تر ټولو مهمه د وټس اپ نامحدوده استعمال شامل دی؛ دا ځانګړتیا تر اوسه هېڅ بل شرکت نه ده وړاندې کړې.»
د اترا ادارې مسوولان دغه راز د هېواد له ټولو مخابراتي شرکتونو غوښتي چې د سالمې سیالۍ په کولو سره هېوادوالو ته د مخابراتي سکټور په برخه کې لا ښه او لوړ کیفیته خدمتونه وړاندې کړي.
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت امیرخان متقي د ټاپي پروژې د کار د ارزونې په موخه د افغانستان او ترکمنستان ګډې پولې ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې ښاغلي متقي او د هغه ترکمن سیال د ټاپي پروژې د کار له بهیر لیدنه کړې او د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا، د رېل پټلۍ د غځولو، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوو او د ویزې ورکولو د بهیر په تړاو خبرې اترې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په دې هکله وايي:«دواړو لورو هوکړه وکړه چې، د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د رېل پټلۍ د پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوې او ویزې د ورکړې د بهیر ساده کول، د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به تخنیکي ډلې، په کابل او عشقاباد کې خپلو ناستو ته دوام ورکوي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د افغانسان په خاوره کې، د ټاپي پروژې کار اوس اوس پیل شوی دی.
ورته مهال، ځينې کارپوهان د ټاپي پروژه، د سیمې یوه له مهمو پروژو ګڼي او پر ټاکلي وخت په افغانستان کې د دې پروژې پر بشپړېدو ټينګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان په دې هکله وايي:«افغانستان به، له اقتصادي پوله پانګونې ته چمتو شي او نړۍوالو ته به دا وښودل شي چې، موږ اوس دې ته جوګه یوو چې، دلته نړۍوالې پروژې عملي شي او زمینه برابره ده؛ خو د داسې غټو پروژو د ښه تطبیق یا د ده د ښه عملي کېدو لپاره یو څه اقدامات او یو لړ مراتب دي چې، موږ یې دننه په خپله یې مراعات کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې، د ټاپي پروژې له لارې، د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او وروسته هند ته لېږدول کېږي.
د شمېرو له مخې، د ګازو دغه نللیکه هر کال د ترکمنستان ۳۳ مېلیارده مترمکعبه ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، د روان لمریز کال په اتو میاشتو کې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره، د ۸٫۳۶۳ مېلیارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند وايي چې، له دې منځه یو مېلیارد او ۱۷۲ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۷ مېلیارد او ۱۹۱مېلیون ډالرو په ارزښت له نورو هېوادونو واردات دي.
د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې په دې موده کې د افغانستان تر ټولو ډېر صادرات، پاکستان، هند، ایران، متحده عربي امارتو، ازبیکستان، قزاقستان، چین، ترکیې، عراق او تاجیکستان ته شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله زیاتوي:«د ۱۴۰۳ کال د اتو میاشتو په لړ کې د افغانستان سوداګري کابو ۸ مېلیارده او ۳۶۳ مېلیونه ډالره وو چې، له دې منځه یو مېلیارد او ۱۷۲ مېلیونه ډالره صادرات او د ۷ مېلیارده او ۱۹۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت واردات دي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره ښه بازار ګټي او ټینګار کوي چې، د هېواد د صادراتو د زیاتېدو لپاره اړتیا ده چې، نورې سوداګریزې او ټرانزيټي هوکړې وشي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«صادرات لرو؛ خو نورو هېوادونو ته کم دی. باید مسکو ته لار پیدا شي. هڅه کوو کهچېرې وکړای شو د مسکو بازار اسانه او نږدې کړو او د ټرانسپورټ او ترانزیټ مسایل چې، له درې یا څلورو هېوادونو تېرېږي، د څو اړخیزې هوکړې له لارې حل شي.»
بل خوا، د کرنې او مالدارۍ خونه پر دې باور ده چې، که په هېواد کې د کروندګرو ملاتړ وشي او سوداګرو ته نورو اسانتیاوې برابر شي، د هېواد کورني تولیدات به زیات شي او صادراتو ته به هم نورې زمینې برابرې شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې لومړی مرستیال میرویس حاجيزاده وویل:«بهرنیو هېوادونو ته لکه هندوستان ته د چین پرتله ډېر صادرات ولرو. روسیه او قزاقستان ښه بازارونه لري. موږ د ازبیکستان له لارې صادرات ولرو؛ خو دغه لارې کله ناکله د فېزیکي زیانونو له امله له ستونزو سره مخ کېږي. صادرات باید له اوبیزو لارو وشي او له موټرو سره لازمه همغږي وشي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې د افغانستان تر ټولو ډېر صادرات تازه او وچې مېوې، مالوچ، د انجې بوټی، سکاره او نور توکي دي او د افغانستان مهم واردات بیا نفتي مواد، اوړه، وریجې، د موټرو پرزې، ماشينونه، د کتان ټوکر، اوبلن ګاز او سمنټ دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان هجري- لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د څه باندې ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت انار نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د دغه وزارت د ویاند په خبره، د افغانستان ډېری انار پاکستان، هند، تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « د ۱۴۰۳ کال په اتو میاشتو کې د افغانستان د انارو صادرات ۶۳ زره ټنه وو، چې پولي ارزښت یې ۳۳.۳ میلیونه ډالرو ته رسیږي. او هند، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، عراق، متحده عربي اماراتو، قزاقستان او ازبیکستان ته صادر شوي دي.»
یو شمېر بڼوال چې د خپلو انارو د حاصلاتو د پلور لپاره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو کابل ته راغلي، وایي که څه هم د روان لمریز کال په لړ کې یې د انارو حاصلات زیات شوي، خو د پلور بازار یې ښه نه دی.
فراه کې بڼوال، ضیاءالحق و وبل: « سږ کال مو حاصلات زیات وو; خو ستونزه مو همدا ده چې پلور نشته.»
بل بڼوال، محمد ظریف و ویل: « ۷۰ زره مو کرایه کیږي، ښاروالۍ د یو ټن ۳۰۰ افغانۍ اخلي، په لار کې اووه یا اته ترازو دي چې، ۷۰۰ یا ۸۰۰ افغانۍ هغوی اخلي او ۱۰۰۰ افغانۍ هم ټرانسپورټ راڅخه اخلي.»
بل خوا، سوداګر بیا وایي، له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو له امله، بهر ته د انارو صادرات کم شوي دي. دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د انارو د صادراتو د زیاتولو لپاره بدیلې لارې رامنځته کړي او هوایي دهلېزونه فعال کړي.
سوداګر، محمد اغا سادات طلوعنیوز ته و ویل:” موږ اصلاً نشو کولای چې، خپل لګښتونه جوړ کړو. یوه لویه ستونزه د کلدارو کمه بیه ده چې، زر کلدارې ۲۴۰ افغانۍ دي او بله ستونزه دا ده چې، د یو کیلو ۷۶ کلدارې ټکس اخلي. موږ سږ کال صادرات نه لرل، صادرات مو صفر وو.”
خو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالو او کروندګرو پر ملاتړ په ټينکار سره، په روان کال کې د انارو د حاصلاتو د زیاتېدو خبره کوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین و ویل:« د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تل هڅه کړې چې، د کرنیزو محصولاتو د تولید او راټولو په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د دغو محصولاتو د پلور په برخه کې د بڼوالو ملاتړ وکړي.»
افغانستان یو کرنیز هېواد دی چې، له اتیا سلنې ډېر وګړي یې د کرکېله او بڼوالۍ له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د لوګر ولایت په التمور سیمه کې د سمنټو د تولید قرارداد له افغان ساکو خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.
د طالبانو د کانونو وزیر هدایت الله بدري په کابل کې د دغه قرارداد د لاسلیک په غونډه کې وویل چې د دغه قرارداد موده ۳۰ کاله ده او د افغانستان ساکو شرکت به په دې پروژه کې ۱۴۵ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د هغه په وينا، د دې پروژې په پلي کېدو سره به هره ورځ ٢زره۵٠٠ ټنه سمنټ توليد شي، چې د هېواد د اړتياوو يوه لويه برخه به پوره کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې دغه پروژه به د هېواد په بیارغاونه او اقتصادي پراختیا کې مهم رول ولوبوي او په پلي کېدو سره به یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د افغان ساکو شرکت مشر وو زيدان هم په دې مراسمو کې ټينګار وکړ چې دغه پروژه به د قرارداد له شرايطو سره سم په معياري ډول او پر خپل وخت بشپړه شي.
د طالبانو په تر واک لاندې د کانونو وزارت وايي، چې تر اوسه د شاوخوا ۶۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید د څلورو لویو پروژو قرارداد له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره لاسلیک شوی او د دغو پروژې د پرمختګ په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له خوا د هېواد د کانونو د عوایدو په مدیریت او لګښت کې د روڼتيا نشتوالی تل له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.
د ایران له لارې د چین د ریلي ترانزیتي لومړنۍ محموله افغانستان ته راورسېده.
د ټولګټو وزارت ویاند طلوع نیوز ته وايي، په دې محموله کې زر ټُنه د کویل وسپنه د ایران له ریلي لارې د هرات ولایت روزنک تم ځای ته لېږدول شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس وايي: «د خواف-هرات د اورګاډي کرښې د کار له بشپړیدو سره به د افغانستان د اقتصاد لپاره نوي ظرفیتونه رامنځته شي او په سیمه کې به د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا لپاره مناسب چاپیریال جوړ شي. د عامه ګټو وزارت هڅه کوي چې د اورګاډي کرښې د جوړولو له لارې د سوداګرۍ پراختیا، ترانزیت او د انتقالاتو زیاتېدو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.»
بلخوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د وسپنې پټلۍ له لارو په مستقیمه توګه انتقالات د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره ګټور بولي او په دې برخه کې پر لا ډېرې پانګونې ټينګار کوي.
عبدالشکور هډه وال، د اقتصادي چارو شنونکی، وايي: «د وسپنې پټلۍ لومړنۍ ګټه دا ده چې د یو هېواد بل هېواد ته ډېر مالونه انتقالېږي. دویمه دا چې د افغان سوداګرو لپاره د اورګاډي له لارې ترانزیت د هوايي او ځمکنیو لارو په پرتله ډېر ارزانه تمامیږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګریزو توکو یوه لویه محموله چې په ۵۵ واګونونو کې بار وه، له قزاقستان او ازبیکستانه په تېرېدو سره، له شلو ورځو وروسته په مستقیم ډول له چینه د افغانستان حیریتان بندر ته را ورسېده.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا UNDP وايي چې له څه باندې ۸۰ زرو ښځينه متشبثیونو سره یې مرسته کړې ده.
نوموړي بنسټ د مرغومې پر ۲مه په یو پیغام کې لیکلي چې دا مېرمنې واړه کاروبارونه مدیریت کوي.
د یاد سازمان په خبره، دغو ښځينه متشبثینو څه باندې ۹۰۰ زرو کسانو ته کاري بوختیاوې برابرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې له دغې لارې څه باندې څلورو میلیونو کسانو ګټه پورته کړې ده.
څه باندې دوه کاله کېږي چې طالبانو په نړیوالو بنسټونو کې د ښځو پرکار بندیز لګولی چې ډېریو ته یې د کورنۍ سرپرستي ورلغاړې ده.
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2024 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی