وروستۍ یوه میاشت کې څه باندې۱۲۰زره تنو د کابل هوايي ډګر له لارې تګ راتګ کړی

د کابل هوايي ډګر عمومي رییس وايي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې، د بهرنیو وګړو په ګډون څه باندې ۱۲۰ زره تنو د کابل هوايي ډګر له لارې تګ راتګ کړی دی.

ښاغلی محمد د کابل هوايي ډګر کې د ځينو پروژو په پرانیستغونډه کې وايي له ځینو عربي شرکتونو سره په اړیکه کې دي چې په افغانستان کې خپلې الوتنې بېرته پېل کړي.

د کابل هوايي ډګر عمومي رییس په دې هکله زیاته کړه:«کورني شرکتونه دي او فلای دوبی شرکت دی د ورځې دوه الوتنې کوي او د الجیزې او العربیې شرکتونو سره په اړیکه کې یو، د هوايي ډګر ټول خدمتونه او له امنیتي پلوه یې ارزونه کړې ده او ډاډ یې ترلاسه کړی دی.»

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال په دغه غونډه کې له ټولو دولتي ادارو وغوښتل چې د پانګوالو رواني او بدني امنیت ته جدي پام وکړي. ملا عبدالغني برادر ډاډ ورکوي چې دم‌ګړۍ په هېواد کې د پانګوالو لپاره د پانګونې شرایط برابر دي.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر څرګنده کړه:«ټول افغانان په ځانګړې توګه سوداګر او پانګوال دي چې د هېواد په بیارغونه کې تر خپلې وسې ونډه واخلي او په هغو برخو کې د پانګونې له فرصته استفاده وکړي او افغانانو ته لومړیتوب ورکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند وايي:«له اسلامي امارته غواړو چې د خلکو او حکومت ترمنځ اړیکه ټينګه کړي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د یو مېلیون ډالرو په ارزښت پروژې پېل شوي چې د خصوصي سکټور له لوري پر مخ وړل کېږي.

د جلغوزو صادرات نسبتاً زیات شوي دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د تېر کال اتو میاشتو پرتله د سږ کال په اتو میاشتو کې بهر ته د جلغوزې صادرات نسبتاً زیات شوي دي. 

د دغه وزارت معلومات ښيي چې، د روان لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کې چین، هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او امریکا ته د ۱۴ مېلیونه ډالرو په ارزښت جلغوزې صادرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد د هوایي دهلیزونو او ځمکې له لارې د جلغوزې د صادراتو لپاره د اسانتیاوو له رامنځ ته کولو سره په ټینګار وايي: « په تېرو اتو میاشتو کې د جلغوزې صادرات د ۱۴ مېلیونه ډالرو په ارزښت وو، چې ډېری یې چین، هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، امریکا، انګستان، اسټرالیا، هالنډ او نورو هېوادونو ته صادر شوې دي.»

یو شمېر سوداګر بیا وايي، بهر ته د جلغوزې د صادراتو د زیاتوالي لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت د سوداګرو ستونزو ته هم رسېدنه وکړي او د جلغوزې پروسس په کور دننه وشي.

سوداګر، زلمي عظیمي وویل: « د اسلامي امارت له مشرانو څخه هیله کوم چې هر څومره ژر چې کېږي، هوایي دهلیزونه فعال کړي، تر څو وکوالی شي خپله وچه مېوه په صحي توګه پر خپل وخت نړۍوال مارکیټ ته ورسوو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي افغانستان په کال کې د ۱۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د جلغوزې د صاداراتو ظرفیت لري او باید په دې برخه کې جدي پام وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان‌جان الکوزي په دې اړه څرګندوی: « سږ کال تر ۳۰ مېلیونه ټنو د تولید امکان شته او تر ۳۰ زرو زیات هم تولید او پروسس کېدای شي. اوس مهال موږ ۵ څخه تر ۶ ټنو صادرات لرو او هغه هم چین او ځینو نورو اروپایي هېوادونو ته دي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړ شویو معغلوماتو له مخې، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د ۴۹ مېلیون ډالرو په ارزښت جلغوزه بهر ته صادره شوې چې ډېری صادارات یې پاکستان، چین او هند ته شوي دي.

سږ کال له کندهار څخه ۱۱۸ زره ټنه تازه مېوه صادره شوې

د کندهار ولايت چارواکو ويلي؛ سږ کال له دغه ولايت څخه ١١٨ زره ټنه تازه مېوه صادره شوې، چې له کبله یې ۵۵ ميليونه ۵۴۷ زره امريکايي ډالر عواېد ترلاسه شوي دي.

په صادرو شویو مېوو کې هندواڼې، انګور، انار او انځر یاد شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې د مسوولینو د څرګندونو له مخې: سږ کال د کندهار اوبه په سمه توګه مدیریت شوي او طبیعي افتونه هم کم ول؛ نو، خکه په کندهار کې د تازه مېوې حاصلات ډېر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال عبدالباقي بينا وايي: که څه هم سږ کال وچکالي وه؛ خو د اوبو مديريت سم و، باغونه پر ټاکلي وخت خړوب شوي او هیڅ ډول ناروغي نه‌وه، ځکه میوه په منظمه ډول صادره شوه. اوس یو څه انار او مڼې پاتې دي.

په کندهار کې د تازه مېوې صادروونکي وايي، د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوي؛ خو د هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره باید نورې هڅې هم وشي.

د کندهار د تازه مېوې د صادراتو کمیسيون مشر حاجي ناني ويلي: له نېکه مرغه سږ کال امنيت ډېر ښه و. په ګمرک کې کومه ستونزه نه وه. که کومه ستونزه وه هم د ګمرک رییس حل کړې ده.

په هېواد کې د معياري سړ‌خونو نه‌شتوالى د دې لامل کېږي، چې د باغ لرونکي د تازه مېوې يوه برخه له لاسه ورکړي. بڼوال غواړي، چې په هېواد کې معياري سړې خونې جوړې شي، چې تازه مېوې وساتل شي.

په وروستیو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان صادرات ۱.۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي

طالبان وايي چې د روان زېږدیز کال په وروستیو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان صادرات یو میلیارد او ۷۱۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د مرستیالۍ دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد صادرات تر ډېره تازه مېوې، غالۍ، زعفران، وچه مېوه، د ډبرو سکاره او بېلابېلې ترکارۍ جوړوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان ۹۷ سلنه صادرات ایران، پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان، متحده عربي اماراتو، عراق، سعودي عربستان، چین او قزاقستان ته لېږل شوي دي.

د شته معلوماتو له مخې، د افغانستان صادرات په ۲۰۲۱ کال کې له یو میلیارد او ۵ میلیون ډالرو په ۲۰۲۲ کال کې یو میلیارد او ۸۰۰ میلیون ډالرو ته زیات شوي دي.

د افغانستان صادرات له ۲۰۰۰ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۲۲ پورې په اوسط ډول، ۵۳۷.۵ میلیون ډالرو وو چې په ۲۰۲۲ کال کې ترټولو لوړې کچې (۱.۸۳۷ میلیارد ډالرو) او په ۲۰۰۲ کال کې ترټولو ټیټې کچې (۶۹.۱ میلیون ډالرو) رسېدلي دي.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د راتلونکي کال د برښنا پېرلو نوی تړون لاسلیک شو

د افغانستان برښنا شرکت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس  محمد حنیف حمزه په ترکیه کې د تاجکستان د برښنا سهامي شرکت له مشر محمد عمر عسازاده سره د کتنې پر مهال د ۲۰۲۴ میلادي کال لپاره د برښنا پېرلو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې، په دې کتنه کې نوموړي له تاجکستان څخه افغانستان ته د ٥٠٠ کيلو ولټ برښنا د لېږد د نوي مزي د غځولو په اړه خبرې وکړې او تاجکستان هم د ياد مزي غځولو ته لیوالتيا څرګنده کړه.

دغه راز د افغانستان برښنا شرکت مشرتابه له تاجکستان څخه وغوښتل، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پیل، همغږۍ او پلي کېدا په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او تاجکستان هم په دې اړه د همکارۍ ژمنه وکړه.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی