د افغانستان له هوايي حریمه نړۍوالې الوتنې زیاتې شوې دي

رویټرز خبری اژانس راپور ورکړی چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنۍ راهیسې یو شمېر شرکتونو د افغانستان پر فضا خپلې الوتنې درولې دي.

خو اوس په منځني ختیځ کې د وضعیت له خرابېدو وروسته، د سنګاپور او برېټانیا هوايي شرکتونو د افغانستان پر فضا خپلې الوتنې بېرته پیل کړې دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د روانې زیږیزې میاشتې په ۲مه اونۍ کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د افغانستان پر فضايي حریم دوه چنده الوتنې شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: سرپرست حکومت باید هڅه وکړي چې خپل هوايي او ځمکنی حریم خوندي کړي څو بېرته الوتنې پیل شي او زموږ لپاره د عوایدو په موخه هم ډېر ګټور اقدام دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د افغانستان پر فضايي حریم یې د الوتنو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي..

د یادونې ده چې له تېر یوه کال راهیسې د ترکېش اییر لاین، اېیر عربیه او فلای دبۍ په ګډون یو شمېر هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړې دي.

کابل کې د ازبیکستاني تولیداتو په دویم نندارتون کې د هېوادوالو پراخ ګډون

په کابل کې د ازبیکستان د کورنیو محصولاتو په دویم نندارتون کې خلکو په پراخه کچه ګډون کړی دی.

د دغه نندارتون ځينې ازبیکستاني ګډونوال وایي چې، د دوی محصولاتو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې او هیله لري چې، له افغان لوري سره سترې هوکړې ولري.

د افغانستان د نړۍوال نندارتون مسوول وایي چې، شاوخوا دوه سوه ازبیکستاني سوداګرو په ۳۰ سکتټورونو کې د ماشینرۍ، روغتیايي توکو، الکترونیکي وسایلو او غالیو په ګډونو بېلابېل محصولات د درې ورځو په مخه نندارې ته اېښې دي.

د افغانستان د نړۍوال نندارتون رییس محمد صابر لطیفي په دې هکله څرګندوي:«دلته څه باندې ۲۰۰ سوداګرو په ۳۰ سکټورونو کې څه باندې ۸۰ بېلابېلو شرکتونو ګډون کړی دی.»

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د ۳۵ هوکړو لاسلیک

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۲٫۵ مېلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې د ۳۵ هوکړه‌لیکونو له لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.

د ریاست الوزار د اقتصادي معاونیت د معلوماتو پر بنسټ، د ۱ مېلیارد او ۴۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۲ هوکړه‌لیکونه د پانګونې په برخه کې او د یو مېلیارد او ۱۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۲۳ هوکړه‌لیکونه د سوداګرۍ په برخه کې، د ملا عبدالله غني برادر او د ازبیکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف په حضور کې لاسلیک شوي دي.

په همدې ترتیب، په کابل کې د افغانستان – ازبیکستان سوداګریزه غونډه او د ازبیکستان د تولیداتو نندارتون د دواړو هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو او خصوصي سکټور د چارواکو په حضور کې په کابل کې پرانیستل شو.

د ازبیکستان د لومړي وزیر او د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ د وزیر او یو شمېر نروو وزیرانونو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو په دغه نندارتون کې د ازبیکستان له محصولاتو کتنه وکړه.

 د صنعت و سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان-ازبیکستان سوداګریزه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډو پانګونو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو کچه د دواړو هېوادونو د اقتصاد د ودې او پراختیا لپاره مهمه بولي. نورالدین عزیزي له ازبیکستاني پانګوالو غواړي چې، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

بلخوا، د ازبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر هم د ټرانسپورت، سوداګرۍ، ټرانزیټ او دوه اړخیزو پانګونو په برخه کې د افغانستان او ازبیکستان د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي. قدرت اوف لذیذ شوکت‌ویچ وايي چې، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ درې مېلیارده ډالرو ته د سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو هڅې روانې دي او په دې برخه کې بریاوې هم ترلاسه شوي دي.

د ازبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړه:«په لومړي ګام کې د خپلو هېوادونو ترمنځ د درې مېلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره لوی پلانونه په پام کې نیول شوي دي. په دې تړاو د روان میلادي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې  د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلوامتیازونو سره سوداګریز هوکړه‌لیکونه عملاً پیلېږي.»

بلخوا، د افغانستان خصوصي سکټور د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا هرکلی کوي او وايي چې، دا دوه هېوادونه د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ډېر ظرفیتونه لري.

د افغانستان د کاني ډبرو لومړۍ جوپه د چابهار له لارې چین ته صادر شوه

د چابهار بندر د سوداګرۍ یو له مهمو سمندري بندرونو دی او افغانستان هم کولای شي چې د دغه بندر له لارې خپل صادراتي توکي چین، هند، بنګله ‌دېش، ترکیې او د ترکیې له لارې اروپایي هېوادونو ته صادر کړي.

د ایران د سیستان و بلوچستان د بندرونو او سمندري چارو د عمومي ادارې د بندري او اقتصادي چارو مرستیال له یوې ایراني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي چې د افغانستان د کاني ډبرو لومړنی ټرانزیتي محموله چې ۱۲ موټرونه کیږي، د چابهار بندر له لارې چین ته صادر شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزی وايي: موږ باید دا لار همداسې پرېنږدو او سوداګرۍ ته پکې ادامه ورکړو. کومې تخنیکي ستونزې چې په دغه لار کې موجودې دي، که ټرانسپورټي او امنیتي و‎ي باید ژر تر ژره یې حل کړو.

ځیني سوداګر وایي د سمندر له لارې د توکو د لېږد لګښت کم دی او اړتیا ده چې په چابهار بندر کې اسانتیاوې برابرې شي څو په لنډ وخت کې سوداګریز توکي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادر شي.

د ځینو کارپوهانو په باور، له پاکستان سره په سوداګرۍ کې ستونزې لکه د تازه مېوو او سبزیجاتو په ګمرکي تعرفو کې زیاتوالی، د ویزې، پاسپورټ او دغه هېواد ته د تګ لپاره د افغان موټر چلوونکو لپاره د لنډمهالي جوازغوښتنه او په دې وروستیو کې د افغانستان د بار وړونکو موټرو پر مخ  د څو ورځو لپاره د پاکستان د لارې تړل کېدو، چابهار بندر ته د صادراتي توکو د لېږد لپاره د افغان سوداګرو لېوالتیا زیاته کړې ده.

کابل کې د افغانستان، ازبېکستان او اذربایجان درې اړخیزه غونډه جوړه شوه

په کابل کې د افغانستان، ازبېکستان او اذربایجان تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې غونډه کې د سیمه ییزو همکاریو، د سوداګرۍ، ټرانزیت او د افغانستان لپاره د پانګو د راجلبولو په تړاو خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په کوربتوب او د ازبیکستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې وزیر او د اذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال او د هغوی د مل پلاوو په ګډون په کابل کې درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

 په دې غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټي او لوژستیکي همکاریو، ودانیزو موادو، د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید د پروژې د پلي کېدو د میکانیزم، سیمه ییزو همکاریو، د ورېښمو له نوې لارې د اغېزناکې ګټې اخیستنې، ریل پټلۍ او د ایکو په اقتصادي سازمان کې د افغانستان د بیا فعال حضور په تړاو بحث او خبرې وشي.

سربېره پر دې، د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه غونډه هم جوړه شوه چې پکې د افغانستان او ازبیکستان د سوداګریزو کورونو او د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې د پانګونې په تړاو خبرې وشوې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا څلوېښت جګپوړي سیمه ییز پلاوي افغانستان ته راغلي او هڅه کېږي چې د صادراتو کچه لوړه شي.

 دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درې کلونو کې د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د چین، ایران، ازبیکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، پاکستان، بریتانیا، روسیې، قطر او امریکا متحده ایالتونو په ګډون د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو استازي افغانستان ته راغلي دي.

له کندهار څخه هند ته لسګونه زره ټنه وچه مېوه صادره شوې

په تېرو څلور میاشتو کې له کندهار ولایت څخه هند ته ۱۲ زره ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.

د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکو ويلي، د دواړو هېوادونو له‌خوا د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکو ويلي، په تېرو څلور مياشتو کې شاوخوا دولس زره ټنه وچه مېوه هند ته صادره شوې او هڅه کوي، چې اروپايي هېوادونو ته هم اړوند صادرت پیل کړي.

له بلې‌خوا سوداګر هم هند ته د صادراتو زیاتوالی یوه ښه هڅه ګڼي؛ خو له دواړو لوریو غواړي، چې د ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ بادام، ممیز، انځر، کشته او شکرپاره هند ته صادرشوي دي.

ویل کیږي، چې د پاکستان له‌لوري پر تازه میوې د لوړو ټیکسونو د کمولو په اړه چارواکو د هغه هېواد له مسوولینو سره کار کوي او هیله لري، چې اسانتیاوي به رامنځته شي

د هرات – مزار شریف د اوسپنې‌پټلۍ څلورم بندر له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د افغانستان سرپرست حکومت د هرات – مزار شریف د اوسپنې‌پټلۍ څلورم بندر، چې نایب‌آباد سټیشن یاد شوی؛ له بیارغونې وروسته کار پیل وکړ.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د سرپرست حکومت مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې سوداګر کولی شي خپل مالونه د حيرتان- مزارشريف د اوسپنې‌پټلۍ له لارې پر لږ لګښت او لږ وخت کې ولېږدوي.

دې کرښې د تېرې کرښې پر پرتله ۵۰ کیلومټره واټن کم کړی دی.

د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالي محمد عیسی ثاني ویلي، د دې کرښې له فعالېدو سره به په سوداګرۍ کې ډېر بدلون راشي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د کابل، کندهار او هرات په ګډون شمالي ولايتونه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې سره ونښلول شي.

ویل کیږي، چې د دې پټلۍ له فعالیدو سره به د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات هم ډېر شي.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف د اسلامي امارت له همکاریو قدرداني وکړه او ټینګار کوي؛ د نایب‌آباد د اوسپنې‌پټلۍ جوړیدو یو ځل بیا دا وښوده، چې ازبکستان د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

وروستیو ۷ میاشتو کې د افغانستان او تاجېکستان ۳۰ میلیون ډالري راکړه ورکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له تېرو اوو میاشتو راهیسې د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند طلوع نیوز ته وايي، له دې منځه له افغانستانه د ۸ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي او له تاجیکستانه بیا د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان زېږدیز کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان او تاجیکستان د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده، چې له دې منځه افغانستان تاجیکستان ته ۸ میلیونه ډالره صادرات لرلي دي او ۲۲ میلیونه ډالریې هم واردات لرلې دي.

بلخوا، د کانونو او صنایعو خونه د افغانستان او تاجېکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیتي همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کوي او زیاتوي، که د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ  ریل پټلۍ وصل شي، د دواړو هېوادونو اقتصاد به د پام وړ وده وکړي.

افغانستان او تاجېکستان ترمنځ اوسني وضعیت ته په پام سره د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا لپاره د افغانستان موقعیت ډېر ارزښتناک ګڼي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په  پراختیا باندې ټینګار کوي.

د تاجېکستان د رسنیو له راپور له مخې، هغه رېل پټلۍ چې د افغانستان پولې ته غځېږي ۵۱ کیلومتره ده او د بشپړېدو په صورت کې به تاجیکستان د افغانستان، پاکستان او هند بازارونو ته لاسرسی ولري.

د دې پروژې لګښت څلور میلیونه ډالره اټکل شوی او په دریو کلونو کې به بشپړ شي.

ویل کېږي چې دا پټلۍ د «ټات» په نوم د یوې سترې پروژې برخه ده چې افغانستان، تاجیکستان او ترکمنستان د رېل پټلۍ له لارې د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره نښلول کیږي

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه: څه باندې ۲۵۰۰ ښځو د فعالیت جوازونه اخیستي

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه طلوع‌نیوز ته ویلي چې، په وروستیو درې کلونو کې څه باندې ۲۵۰۰ سوداګرو ښځو د فعالیت جوازونه اخیستي دي او څه باندې ۱۳۰ زره ښځې له جواز پرته فعالیت کوي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویانده نازنین احمدزۍ ویلي دغه خونه د هېواد سوداګرو ښځو ملاتړ ته ژمنه ده.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویانده وايي:«ښځې په ټول کې په ۹ سکټورونو کې د فعالیت په حال کې دي چې، کولای شو بزګرۍ، مالدارۍ، روغتیا، صنعت او د لوجستیک او خدمتونو برخې ته نغوته وکړو.»

په دې وروستیو کې د کابل په مارکېټونو کې د ښځينه هټۍوالو شمېر مخ په لوړېدو دی.

ورته مهال ځینو ښځو چې، د تېرو درېیو کلونو په لړ کې یې کوچنیو کاروبارونو او سوداګریو ته مخه کړې، له سرپرست حکومته غواړي چې، په بېلابېلو برخو کې له ښځو ملاتړ وکړي.

د پانګې کمښت او د مناسب بازار نشتوالی د دغو ښځینه هټۍوالو لویې ستونزې دي. یو شمېر هټۍوالې چې، له سهاره تر ماښامه په خپلو هټیو کې بوختې دي له سرپرست حکومت د ملاتړ غوښتونکې دي. دوی وايي، په دې کار سره د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې تر یوه حده حلوي.

هټۍواله نجمه حسیني هم څرګندوي:«کله چې، نجونې کار وکړي، د دې لامل کېږي چې، بې‌وزلي له کورنۍ او ټولنې څخه کم شي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ویلي وو چې، په تېرو دوو کلونو کې یې له ۷۵ زره ښځينه متشبثو ملاتړ کړی دی.

د کابل په نندارتون کې د پلور غوړیدا؛ غرفه لرونکي د خلکو له هرکلي خوښ دي

کابل کې د “افغانستان د اقتصادي پرمختګ او بریا” نندارتون په درېیمه ورځ یو شمېر سوداګر د خپلو محصولاتو د پلور له کچې خوښ بریښي

دغه نندارتون کې غرفه لرونکي په کور دننه او بهر د ورته نورو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

 د نندارتون له ۳۱۰ غرفو ۱۵۰ هغه یې ښځو ته ځانګړې شوې دي. 

د نندارتون جوړوونکي هم وایي، تېرو درېیو ورځو کې ګڼو خلکو له دغه نندارتونه لیدنه کړې ده.

د نندارتون مسوول، فرید نادري و ویل:« له نیکه مرغه ورځ په ورځ د دغه نندارتون لیدونکي زیاتیږي، نن درېیمه ورځ ده او تېره ورځ څه د پاسه ۳۰زرو کسانو له دغه نندارتونه لیدنه کړې ده.» 

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی