د افغانستان اقتصادی لید

اگست 2023

Afghan women at a textile factory in Kabul
Source: Wikipedia.org

د افغانستان تولیدات فرانسې ته صادر شول

د اسلامي امارت د ویاند په ایکس پاڼه کې راغلي؛ د یکشنبې پر ورځ (د وږي ۵ ) د افغانستان د محصولاتو د صادراتو په لړ کې د پامیرکولا ګروپ شرکت فرانسې او ترکیې ته صادرات پیل کړل.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې بسته بندیو کې د بېلابېلو میوو اوبه، نوشابې او نور هغه تولیدات شته، چې پر لوړ او معیاري کیفیت په پامیر کولا کمپنیو کې تولیدیږي.

له دې سره به د هېواد تولیدات نور هم ښه شي.

دغه راز د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې له پامیرکولا کمپنیو څخه ترکيې ته هم د هېواد صادرات پيل شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دغو توکو کې ټول هغه معیاري او باکیفیته تولیدات شامل دي، چې د هېواد صنعتي کمپنۍ يې په خورا ښه ستندرد تولیدوي او د هېواد په اقتصادي افق کې يې لوی بدلون راوستی دی.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې افغانستان به په صادرونکي هېواد بدلوو.

 

چینایي پانګوالو په افغانستان کې موټر جوړولو ته لیوالتیا څرګنده کړه

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې ويلي؛ یو شمېر چینايي پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې پر موټر جوړولو او برښنايي موټرو بطریو پانګونه وکړي.

د هېواد صنعتکارانو ټولنې مسوولينو دغه څرګندونې په چين کې د يوه نړيوال نندارتون له لیدنې وروسته کړې دي.

د دغې اتحادیې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د چینایي پانګوالو پر باور که د افغانستان او چین ترمنځ بانکي ستونزې اوارې شي دوی چمتو دي، چې په افغانستان کې د موټرو پر تولید او د برقي موټرو بطریو جوړولو پانګونه وکړي.

د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپي ويلي: د موټر جوړولو د شرکت مسوولينو ويلي، چې که د چين او افغانستان تر منځ بانکي ستونزې اوارې شي، ډېر ژر به په افغانستان کې د استازولۍ دفتر پرانيزي او په دې هېواد کې به خپل توليد او پلور پيل کړي.

دغه راز د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي، په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه او شرایط د پخوا پر پرتله ښه شوي او پانګوال کولی شي د چین په ګډون د نړۍ له هر ځای څخه دلته پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: مونږ د پانګونې په برخه کې ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي او هڅه کوو، چې د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره دغه بهیر پراخ کړو.

د اقتصادي کارپوهانو پر اند په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې جذبول د هېواد اقتصادي وضعیت ته د ودې، پرمختګ او پراختیا زمینه برابره ولی شي او اسلامي امارت ته لازمه ده، چې د دغو پانګونو د زیاتوالي لپاره کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ملګرو ملتونو د افغان ښځینه متشبثینو له هڅو ستاینه وکړه

د ملګروملتونو ټولنې  پخپل  تازه  راپور کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې  میرمنې  په  خورا سختو شرایطو کې د ټول هېواد پر کچه خپل اقتصادي فعالیتو نه ترسره کوي.

دې بنسټ د ښځینه متشبثو د درناوي ترڅنګ ویلي، چې پر پوره ویاړ ترې ملاتړ هم کوي.

په هېواد کې یو شمېر هغه متشبثې ښځې، چې اقتصادي هڅې ترسره کوي؛ د ملګرو ملتو نو ټولنې له وروستي راپور سره مخالفت  لري او وایي؛ په  تېرو دوه  کلونو کې او تر دې دمه له میرمنو سره داسې  همکاري نه‌ده شوې، چې رښتیا هم پر اقتصادې هڅو بوختې دي.

د متشبثه او د میرمنو د سوداګرۍ خونې غړې نفیسه دانش وایي: په وروستیو دوه کلونو کې د هېواد پر کچه د ملګروملتونو ټولنې له‌خوانه له هغو میرمنو سره همکاري نه‌ده شوې، چې رښتیا هم پر اقتصادي فعالیتونو بوختې دي او د فعالیتونو د تر سره کولو وړتیاوې لري. دا راپورونه ماته له حقیقته لرې ښکاري.

د میرمنو  د سوداګرۍ خونې غړې زرمینه وایي: زه تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو ټولنې په ګډون د هیڅ داسې بنسټ شاهده نه‌یم، چې له متشبثو میرمنو سره يي همکاري کړې وي. اوس، چې کوم خبرونه خپریږي ډېر یې رښتیا نه‌وي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده ویلي: په هېواد کې د میرمنو د اقتصادي فعالیتونو لپاره زمینه برابره ده او په ټول هېواد کې یې شمېر له ۸۰۰۰ څخه ډېر او هڅې لري. دوی په بېلا بېلو اقتصادي هڅو؛ لاسي صنایعو، کرنې، مالدارۍ او نورو کوچنیويو اقتصادي فعالیتونو کې ښکېلي دي.

د اقتصا دي چارو شنونکي وايي، چې د کورنیو په اقتصادي فعالیتونو کې د میرمنو ونډه خورا مهمه ده او دې برخې ته د پوره پاملرنې غوښتنه کوي، چې په کورنۍ اقتصادي وده او پراختیا کې منظمه ونډه تر سره کړي.

اقتصادي شنونکی کمال الدین کاکړ وایي: په کورني او کوچنیو اقتصادي فعالیتونو کې د میرمنو ونډه ډېره مهمه ده؛ خو له بده مرغه په روستیو څلور کلونو کې له د کرونا او تحول وروسته د میرمنو اقتصادي فعالیتونه کم رنګه شوي؛ باید ورته ملي او نړیوال بنسټونه کار وکړي.

په هېواد کې یو شمېر متشبثې میرمني د میرمنو د اقتصادي ملاتړ له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوي، چې د میرمنو د اقتصادي فعالیتونو د پرا ختیا لپاره پر رښتینې بڼه همکاري وکړي او هغه پروژې،  چې په تېر کې هم د کمیشنکارانو له‌خوا د میرمنو پر نامه تر سره کیدې مستحقو کسانو ته نه‌دې ورکړ شوي او تر اوسه هم رښتینو متشبثینو سره همکاري نه‌ده شوې.

له بلخ څخه روسیې ته دوه زره کرېته انګور صادر شول

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ويلي؛ د حیرتان له سوداګریزې لارې روسیې ته دوه زره کرېته انګور صادر شوي دي.

د دې خونې مشر اسدالله اسدي ويلي، چې دغه توکي نن (شنبه د زمري ٢٨ ) روسيې ته صادر شول.

اسدالله اسدي ګاونډ هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو له زیاتوالي هرکلی وکړ او له شته فرصتونو یې خوښي څرګنده کړه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په نږدې راتلونکي کې به د حيرتان بندر له لارې د هېواد د انارو، مڼو او نورو تازه میوو د صادراتو لړۍ پيل شي

په هرات کې د انګورو، شاتو او انځرو نندارتون جوړ شو

په روانه اوونۍ کې د هرات ولایت کروندګرو او بڼوالو د خپلو انګورو، شاتو او انځرو محصولات په یوه سیمه ییز ۴۰ کړکۍ لرونکي نندارتون کې، چې د کرنې او مالدارۍ د سیمه ییزې خونې لهخوا جوړ شوی و، نندارې ته وړاندې کړل.

د هرات د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال د انځرو په حاصلاتو کې ٨٠ سلنه او د انګورو په حاصلاتو کې ٤٠ سلنه کموالى راغلى او لامل یې د تېر ژمي سخته يخني او د تېرو دوه کلونو وچکالۍ ښودل شوې، چې پر بڼونو یې ناوړه اغېزه کړې ده. تر اوسه د هرات د تازه مېوو د صادراتو لار نه‌ده خلاصه شوې او سوداګر له سترو ستونزو سره مخ دي او د سړو خونو د نشتوالي له امله باغ لرونکي خپلې مېوې پر ارزانه بيه پلوري.

د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې رییس بشیر احمد بهادري ویلي؛ اوس هم بهر ته د تازه مېوو د صادرولو په برخه کې ننګونې شته، سوداګرو ته د ویزو د ورکړې ستونزه نه‌ده حل شوې او د دغه ولایت هوايي دهلېزونه تړل شوي دي.

کروندګرو او بڼوالو په دې جشن کې د انګورو تر څنګ نورې مېوې هم نندارې ته وړاندې کړې.

دا مهال په هرات کې د مېوې بازار په ټپه ولاړ دی.

د هرات د اوبې ولسوالۍ د بڼوالو استازی فریدون عظیمي وایي؛ بڼوال د معیاري سړو خونو د نشتواليله کبله اړ دي، چې خپلې مېوې پر ارزانه بیه وپلوري.

د هرات د کرنې او مالدارۍ رییس پیرمحمد حلیمي وايي، سږ کال د انځرو حاصلات په بې ساري ډول کم شوي؛ د تېر ژمي یخنۍ او وچکالۍ باغداران اغېزمن کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د ډبرو سکرو د ګمرکي محصول راټیټېدل

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې دغه وزارت پر یو ټن ډبرو سکرو ګمرکي محصول له ۴۵، ۳۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د دغه وزارت ویاند وایي چې د ډبرو د سکرو د هر ټن ریالټي تعرفه له ۲۵۰۰ افغانیو نه ۲۲۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.
                 
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي:«د ډبرو سکرو نړۍوالې بیې ته په کتو او سوداګرو ته د اسانتیاوو او د پانګوالو د هڅولو لپاره او د ډبرو سکرو د صادراتو د کچې د لوړولو لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت په وړاندې او د افغانستان د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ د یو ټن ډبرو سکرو ریالټي له ۲۵۰۰ افغانیو ۲۲۰۰ افغانیو ته راټیټ شوی دی.»

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي تر هغې وروسته چې تېر کال د ډبرو د سکرو تعرفه زیاته شوه، پاکستان ته د هغو صادرات د پاموړ کم شوي دي 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند وویل:«د افغانستان د ډبرو سکرو پر صادراتو ۱۵ ډالره مالیه کمه شوې، دا به د ډبرو سکرو په صادراتو کې بدلون راولي، اوس پاکستان ته له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له افریقا څخه ډبر سکاره واردوي. دا د افغانستان د ډبرو سکرو لپاره ښه بازار دی او د ډبرو سکرو د ټرانزیټ په برخه کې هم باید اسانتیاوې رامنځته شي چې موږ وکړای شو د ډبرو سکاره نورو هېوادونو ته هم صادر کړو. زموږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې دقت وشي او نړۍوال نرخ ته پاملرنه وشي.»

بل پلو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې بهر ته نږدې ۵۰۰ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي.
           
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«د روان لمریز کال په څلورو لومړنیو میاشتو کې د ۹۵ مېلیون ډالرو په ارزښت ۴۹۷ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي.»

تر دې وړاندې د کانونو او صنایعو خونې ویلي و، چې د کانونو په تېره بیا د ډبرو د سکرو استخراج په مسلکي ډول ترسره کېږي او صادرات یې هم د زرګونه تنو لپاره د کار زمینه برابروي.

د پاکستان د خنجراب له لارې د چین او افغانستان ترانزیتي سوداګري پیل شوه

د چین لومړنۍ سوداګریزه ټولګه د پاکستان د ګلګت بلتستان د اړوند سیمې د خنجراب له لارې افغانستان ته راولېږدول شوه.

د دوشنبې پر ورځ د ګلګت بلتستان په سیمه کې د پاکستانيو چارواکو له لوري له دې لارې څخه د ترانزیتي سوداګرۍ د پرانیستلو مراسم ترسره شول.  

اسوشیتید پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د سرحدی ګمرکونو کاري ټولنې مشر ضیاالحق سرحدی ویلي، چې دا کار به نه یوازې پر سیمه ییزه کچه د سوداګرۍ حجم زیات کړی، بلکې د ګمرکونو توسیه، د مالونو د لېږد رالېږد او سوداګرۍ په برخه کې به د خلکو لپاره د کار ډېر فرصتونه هم برابر کړي.

د خنجراب له پولې سوداګري د نړیوال ترانسپورت کنوانسیون له مخې ترسره کیږي.

لومړنۍ سوداګریزه ټولګه د چین له کاشغره رالېږدول شوې او له خنجرابه وروسته به پاکستان او بیا د افغانستان له لارې کابل ته ورسېږي.

د پاکستان د سرحدي ګمرکونو کاري ټولنې مشر ویلي، چې دغه ترانزیتي لار به د تګ راتګ وخت ۷۰ سلنه او لوژستیکي لګښتونه تر ۳۰ سلنې راټیټ کړي.

ضیاءالحق سرحدي، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر هم دی ویلي، چې د ورېښمو له لارې افغانستان ته د سوداګریزو ټولګو لېږد به د چین او پاکستان د اړیکو د اقتصادي دهلیز د پروژې د ژر پلي کېدو لپاره هم ګټور وي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې له دې لارې به لومړنۍ ټولګه وچه میوه چین ته ولېږدول شي.

د دې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې ویلي، د ګلګت بلتستان ضلعې عمومي منشي محی الدین واني ویلي، د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د پولې پورې غاړې سوداګرۍ ته د ودې ورکولو لپاره دا یو تاریخي ګام دی. له چین څخه افغانستان ته د پاکستان له لارې د مالونو تګ راتګ د تیر د هوکړه لیک له مخې د اقتصادي ودې او سیمه‌ییز ثبات د زیاتولو لپاره د همکارۍ او نوښتونو د وړتیاوو رامنځته کولو یو ښه ثبوت دی.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له چین څخه به لومړۍ سوداګریزه ټولګه له پاکستان څخه افغانستان ته رادننه شي.

دغه وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه (پخواني تویتر) کې څرګنده کړې، چې د چین له ختیځ کاشغر څخه لومړۍ سوداګریزه ټولګه د خنجراب له لارې پاکستان ته داخله شوې او کابل ته به راورسیږي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، دې لارې د تګ راتګ وخت ۷۰ سلنه او لګښت هم ۳۰ سلنه راټیټ کړی دی

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی