د ټاپي پروژې رییس: په افغانستان کې د ټاپي پایپ‌لاین ۱۴کیلومتره غځول شوی

په افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس د هرات له والي سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې ۱۴ کیلومتره پایپ غځونه شوې او د دې پروژې ۲۴ کیلومتره لاره هواره شوې ده.
د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت والي شیخ مولانا اسلام‌جار په افغانستان کې د ټاپي پروژې له رییس بګنج عبدالله یوف سره لیدلي دي.
عبدالله یوف ویلي چې د افغانستان په خاوره کې ۱۴ کیلومتره د پايپ غځونې کار تر سره شوی او د دغه ترڅنګ د دې پروژې ۲۴ کیلومتره لاره هم هواره شوې ده.
بلخوا، شیخ مولانا اسلام‌جار دې لیدنه کې د دې پروژې د کارونو په پرمخ وړلو کې د ټاپي پروژې د مسوولینو هڅې ستایلي دي.
نوموړي په افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس ته د کارونو د پرمختګ لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده چې ټاپي پروژه د طبیعي ګازو د انتقال یوه با ارزښته پروژه ده چې له لارې یې له ترکمنستانه افغانستان، بیا پاکستان او هند ته ګاز لېږدول کیږي.
ټاپي پروژه له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال نل‌لیکه ده چې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېریږي.

په کابل کې د افغان - قزاق درېیم سوداګریز کنفرانس پای ته ورسېد

په کابل کې د افغانستان او قزاقستان درېیم سوداګریز کنفرانس د دواړو هېوادونو د محصولاتو د ګډ نندارتون په جوړېدو سره، پای ته ورسېد

 قزاقستاني ګډونوال دغه کنفرانس د بازار موندنې او سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره یوه مهمه موکه بولي.

یو قزاقستانی ګډونوال وايي:«دا یو عالي نندارتون دی، چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لامل کېږي. واقعاً خوښ مې شو. دا زما لومړی ځل دی، چې کابل ته راغلی یم. ډېر فوق‌العاده ځای دی، له بې ‌سارې مېلمه ‌پالنې سره.»

بل قزاقستاني ګډونوال هم وویل:«زه ډېر خوښ یم، چې په دغه نندارتون کې حضور لرم. ډېر ښکلی ځای دی، موږ دلته ډېر نوي شریکان پیدا کړل. په دغه نندارتون کې د قزاقستانه۲۰ شرکتونه ګډون لري. موږ په افغانستان کې ښه بازارونه پیدا کړل.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وایي، چې د دغه کنفرانس د «بي ټو بي» غونډو په لړ کې، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل:«د ۱۴۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۷ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول»

 د زراعت او مالدارۍ خونې غړی وسیم صافي طلوع‌نیوز ته وايي:«قزاقستان په دې نندارتون کې، چې خپل محصولات یې راوړي، تر ډېره خوراکي توکي لکه تېل او نور اړین توکي دي؛ ځکه چې موږ په دې برخو کې کمبود لرو. هغوی خپلې څېړنې کړې دي، چې افغانستان کوم مواد نه‌لري، نو د هغه لپاره یې دا محصولات راوړي دي.»

د شمېرنو له مخې، د کابل او استانې ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۵۴۵ مېلیونه ډالرو ته رسېدلی او دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې دا کچه به په راتلونکو کلونو کې درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

ننګرهار کې کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه نندارتون جوړ شو

ننګرهار کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د “نارنج ګل” په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندراتون پرانیستل شو.

مسوولین وایي، دغه نندارتون کې به په ۱۶۰ غرفو کې کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي چې موخه یې دغو تولیداتو ته د مناسب بازار موندل دي. 

د نندارتون تنظیم کوونکي، مسعود حقمل و ویل: «د ١٦٠ غرفو په لرلو سره پرانیستل شو چې په دغه نندارتون کې د بېلابېلو سکټورونو صنعت کارانو او سوداګرو خپلې غرفې پرانیستې دي.»

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس، سید عبدالبصیر پاچا و ویل: «د نندارتون موخه نړۍوال مارکیټ ته لار پیدا کول دي، دا د بازارموندنې یوه ښه لار ده، دا چې په دغه نندارتون کې غرفې اېښودل کیږي له دې بله ښه لار نشته.»

د نندارتون  ځینې ګډونوال د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې او ودې په موخه د نندراتونونو جوړول اغېزناک ګام ګڼي.  

دغه نندارتون کې غرفه لرونکي، مسیح الله و ویل: «دولت باید د سوداګرو ملاتړ لپاره ډېر کار وکړي، لومړی د دوا په برخه کې، هغه بې کیفیته درمل چې هېواد ته راځي د هغې مخه باید ونیول شي.» 

غرفه لرونکي، عبدالرحمن و ویل: «موږ چې کومې پانګونې کړي دا موږ خپلې شخصي پیسې راوړي؛ نو پکار دا ده چې بانکدارۍ سیسټم فعال شي؛ څو خلکو ته پورونه ورکړل شي او خلک په اسانه وکولی شي خپل کاروبار مخته یوسي.» 

ورته مهال د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین په دغه ولایت کې پانګوالو او صنعتګرو ته د پانګونې په برخه کې د هر ډول اسانتیاو د رامنځته کولو ډاډ ورکوي. 

د ننګرهار د والي مرستیال، عزیزالله مصطفی و ویل: «سوداګرو ته ډاډ ورکوو او دوی سره په هره برخه کې مرستې شوي، سوداګرو ته مخه ورکړل شوې؛ څو دوی دلته پانګونې وکړي او دا خپل هېواد اباد کړي.»

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ګڼ نندارتونونه جوړ شوي چې د بازارموندنې په برخه کې یې مثبته پایله لرلې ده.

کابل کې د صنعتي پارک لپاره د ۱۲ میلیون ډالري پانګونې طرحه

یو شمېر افغان پانګوالو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت په کابل کې د پانګونې یوه طرحه ورکړې ده.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، ښاغلي عزیزي د  د دغو پانګوالو د طرحې هرکلی کړی او له هغوی یې غوښتي چې له وزارت سره خپل پروپوزل شریک کړي، څو تخنیکي ټیم د هغه د عملي کار لپاره پلان جوړ کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: دوی یوه برنامه او د پانګونې لپاره ۱۲ میلیون ډالري طرحه د وزارت مقام ته ورکړه چې د کابل په ده سبز سیمه کې په زر جریبه ځمکه کې صنعتي پارک جوړ شي. 

بلخوا، د خصوصي سکټور مسوولان د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ، د صنعتي پارکونو پر جوړولو پانګونه د کورنیو تولیداتو د ودې او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې اغېزناکه بولي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري سرپرست، میرزمان پوپل هم وايي: دولت باید په صنعتي پارکونو کې ځينې اسانتیاوې، لکه برېښنا، ځمکه او کانالیزیسیون سیسټم او نور برابر کړي. دا دولت دنده ده خو د سوداګر دنده دا ده چې ښه ډېره پانګونه وکړي او پانګونه یې په نړۍوالو معیارونو برابره وي.

د څرخي پله د صنعتي پارک د صنعتکارانو ټولنې رییس، عبدالجبار ساپی بیا وايي: ګډه پانګونه کوو چې کچه یې ۱۲ میلیون ډالره ده چې په دې کې زر جریبه ځمکه شامل ده، صنعتي ښارګوټی به هم پکې جوړ شي چې سړکونه او ټول سیسټمونه یې په نړۍوال معیار برابر وي.

افغانستان تېر کال بېلابېلو هېوادونو ته څه باندې ۳۲ زره ټنه انځر صادر کړي

افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې بېلابېلو هېوادونو ته د ۱۶۵ میلیونو ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې د ۱۴۰۲ کال پرتله سږ کال د انځرو د صادراتو ارزښت ۲۸ میلیونه ډالره زیات شوی دی.

د دغه وزارت د مالوماتو لمخې، افغانستان تېر کال هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، عمان، قطر، بریټانیا، کاناډا او هالنډ ته انځر صادر کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «په ۱۴۰۳ کال کې افغانستان ۳۲ زره او ۸۱۴ ټنه انځر صادر کړي، چې ارزښت یې له ۱۶۵ میلیونه ډالرو زیات وو. ډېری صادرات هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، عمان، قطر، بریټانیا، کاناډا و هالنډ ته شوي دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د وچي مېوې د صادرونکو د ټولنې مسوولین وايي، بانکي ستونزې، د وېزې په اخیستو کې خنډونه او د پروسس د معیاري کارخونو نشتوالی د وچې مېوې، په ځانګړې توګه د انځرو د صادراتو پر وړاندې له لویو ننګونو دي. د دوی په باور که دغه ستونزې حل شي، نو د انځرو صادرات به نور هم ډېر شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالي او اداري چارو سرپرست، میرزمان پوپل  و ویل: «د انځرو پروسس او بسته‌ بندي باید دلته دننه په هېواد کې وشي. موږ له نړۍوالو مرستندویانو غواړو چې د بسته‌بندۍ په برخه کې له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي.»

د کابل د وچې مېوې د صادروونکو ټولنې رییس، خالد رحماني و ویل: «که د ویزو او ځای نشتوالي په ګډون د سوداګرو ستونزې حل شي، موږ په ډاډه توګه ویلی شو چې د افغانستان د وچو مېوو، په ځانګړې توګه د انځرو صادرات به ډېر شي.»

انځر چې د افغانستان له مهمو کرنیزو تولیداتو ګڼل کیږي، په دې وروستیو کې د مهم صادراتي محصول په توګه، تازه او وچ نورو هېوادونو ته صادریږي.

سیمه‌ییز مسوولین: چین ډاډ راکړی چې له واخانه به د سوداګرۍ فعالیتونو پیل کړي

چين د واخان لاري جوړېدو وروسته خپله سوداګرايزه لار له افغانستان سره پرانيزي

د بدخشان والي محمد ايوب خالد د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د خپل کلي د يو سړک د چارو د پېل پر مهال وویل، چې د واخان-چين ترمنځ د نښلېدونکې سړک د دوهمي برخي کارونه ۹۰ سلنه بشپړ شوی او تمه ده، تر راتلونکو دو مياشتو پوری بشپړ شي.

د بدخشان د ولایتي مسوولينو په خبره چينایي چارواکو ډاډ ورکړی، چې د واخان-چين نښلېدونکې لاری له جوړېدو وروسته به خپله سوداګريزه لار له افغانستان سره پرانيزي.

د بدخشان والي، محمد ایوب خالد وايي: “د چين سفیر له موږ سره د چین تر پولې پورې ولاړ. اوس د سړک پر پراخېدو کار روان دی”

د بدخشان د ولایت مقام د دفتر رییس، خان محمد هم وايي: “د واخان-چين ترمنځ سړک د لومړي فاز کار بشپړ شوی دی اوس یې د دویم فاز چارې لس سلنې پاتی دي چې تر راتلونکو دوه مياشتو پورې به بشپړې شي. افغانستان کې د چين سفير ډاډ راکړی، چې ډېر ژر به د واخان-چين ترمنځ سوداګريزه لار پرانیزي چې په دې سره به سوداګرۍ کې اسانتیاوې لا زياتی شي”.

د واخان سوداګريز دهليز پرانيستنه به د هېواد پر اقتصاد او سوداګرۍ مثبت اغيز وکړي.

چين کې افغان سوداګر، صالح محمد الکوزي و ویل: “له چين سره به د واخان لارې پرانیستل په بازار کې پر بيو او د وچې او تازه مېوې پر صادراتو او پر وخت نړۍوالو بازارونو ته رسېدو برخه کې اسانتیاوی برابرې کړي”.

ټولنيز فعال، احمدالله سمون هم وايي: “د واخان دهليز پرانيسته به سوداګري پراخه او زموږ اړيکي به د سيمي له هېوادونو سره زياتې کړي او دا يو ستراتيژيک موقعيت دی، چې زموږ درې ګاونډيان به سره ونښلوي”.

د اسلام امارت د مسوولينو په خبره له چين سره واخان له لاري نښلېدل به سوداګريری او د هېواد اقتصاد پياوړی کړي.

د مسوولينو په خبره له چين سره پر پوله د سوداګريزو او امنیتی تاسيساتو چاری هم بشپړېدونکي دي.

افغانستان کې د سرو زرو د بیو لوړوالی؛ هېوادوال وایي د پېر توان نه لري

د چین او امریکا ترمنځ د سوداګریزو ترینګلتیاو له زیاتېدو سره هم مهاله، په نړۍوالو او د افغانستان په بازارونو د سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي.

د کابل اوسېدونکي وایي، د اقتصادي ستونزو  له امله نشي کولای سره زر و پېري او هیله لري چې بیې یې بېرته ټیټې شي. 

د کابل اوسېدونکي، محمد کبیر و ویل: «زه پرون بازار ته لاړم، ځکه چې زموږ واده دی او سرو زرو ته اړتیا لرو. د څو ورځو وړاندې پرتله، نن ډېر توپیر راغلی او بیې ډېرې لوړې شوې دي. زما او د خلکو اقتصاد کمزوری دی، د سرو زرو پېرل سخت شوي دي.»

د کابل بل اوسېدونکي، فیصل و ویل: «د سرو زرو بیې یو څه لوړې شوې دي او خلک یې نشي پېرلی. هیله لرم چې د سرو زرو بیې راټیټې شي څو خلک یې د پېر توان ولري.»

د سرو زرو پلورونکي وایي، د بیو لوړوالي له امله یې د پلور بازار سوړ شوی دی.

د سرو زرو پلورونکي، حشمت الله و ویل: «عمومي ستونزې مو زیاتې شوې دي؛ مخکې به پېرودونکي راتلل، که به یې یوه غاړه کۍ اخیسته، دوه سوه زره افغانۍ ارزښت به یې درلود، خو اوس دوه سوه زره افغانۍ هیڅ هم نه کیږي او له همدې امله زموږ خرڅلاو کم شوی دی.»

د کابل د زرګرانو ټولنه بیا د سرو زرو د بیو لوړېدو لامل په نړۍواله کچه بېلابېل سیاسي او سوداګریز عوامل ګڼي او ټینګار کوي چې یوازې د تېر کال پرتله، د یو ګرام سرو زرو بیه ۵۰ امریکایي ډالره لوړه شوې ده.

د کابل د زرګرانو د ټولنې رییس،  محمد بشیر احسان زاده و ویل: «یوازینۍ حل لار دا ده چې سیاسي شخړې په سیمه او نړۍ کې پایته ورسي. دغه تازه تعرفې هم خپلې اغیزې لري. کله چې نړۍ باثباته شي، د سرو زرو بیې به هم راټیټې شي. اوس خلکو تر ډېره سرو زرو ته مخه کړې، ځکه سره زر ثبات لري خو فزیکي پیسو خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.»

د دې ټولنې د مالوماتو لمخې، دا مهال  ۱۸ عیاره ډوله یو ګرام سره زر په ۶۳۰۰ افغانۍ او ۲۱ عیاره ډوله سره زر په ۷۳۰۰ افغانۍ پلورل کیږي. دغه راز په نړۍوال بازار کې یو ګرام سره زر په ۱۰۷ امریکایي ډالره پلورل کیږي.

په ۱۴۰۳ کال کې له هند سره د افغانستان سوداګري ۸۹۰ میلیون ډالر وه

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې په ۱۴۰۳ کال کې له هند سره د افغانستان سوداګري ۸۹۰ میلیون ډالرو ته رسېده، چې ډېره برخه یې د افغانستان صادرات دي.

د دې وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې په دې موده کې هند ته د افغانستان صادرات ۶۲۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي په داسې حال کې، چې ۲۶۳ میلیون ډالر یې واردات ول.د عبدالسلام  جواد د څرګندونو له مخې؛ هند ته د افغانستان ډېری صادراتي توکي وچ انځر، هنجه، د هنجې تخمونه، زعفران، ممیز، زیره او بادام دي، چې په هندي بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

افغانستان له هند څخه بوره، کتان، ماشین الات، اومه توکي او نور کالي واردوي

هند د افغانستان لپاره یو مهم سیمه‌ییز سوداګریز شریک پاتې شوی؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ژیوپولیټیک او لوژستیکي ننګونو سره  مخ ده.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان په دې باور دي، چې د چابهار بندر پراختیا د هېواد اقتصاد ته ګټوره ده او د سیمې له هېوادونو سره به د اقتصادي تعاملاتو پراختیا ته لار اواره کړي.

هېواد کې د وزګارتیا زیاتوالی؛ بهر ته د کارګرو استول کاري لومړیتوب دی

د افغانستان د کارکوونکو او کارګرانو ملي ټولنې مشر وایي، دا مهال په افغانستان کې د وزګارتیا کچه لوړه او شاوخوا یو نیم میلیون کارګر بې روزګاره دي.

عبدالمتین مولوي زاده زیاتوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د کار نړیوال سازمان  سره یې په ګډه هڅې پیل کړې، چې د هېواد په خصوصي سکټور کې د افغان کارګرو ونډه زیاته او د کاري ویزو برخه کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي مولوي زاده ویلي:    «یو پروګرام به د هغو هېوادونو د اړتیاو پر بنسټ جوړ شي چې کارکوونکو ته اړتیا لري، څو د کارګرانو وړتیاوې وارزول شي او هغوی یادو هېوادونو ته واستول شي

نوموړی دغه راز وایي؛ قطر، دوبۍ، متحده عربي امارتو او روسیې ته د افغان کارګرو د لیږد په اړه له دغه هېوادونو سره په مذاکراتو بوخت دي، چې تر هوکړې وروسته به له افغانستان دغه هېوادونو ته ګڼ شمیر ماهر کارګر ولیږدول شي.

بلخوا ځينې کارګر له سرپرست حکومت څخه د کاري زمینو برابرېدو غوښتنې لري.

محمدجان، چې په غزني کې کارګر دی، طلوع‌نیوز ته و ویل: «موږ نږدې دوه میاشتې کېږي چې د سړک غاړې ته د کار په تمه ناست یو. هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ کارګر دلته راځي، خو کار نه شته او هغوی ورځنۍ سل افغانۍ عاید هم نه لري 

نوروزعلي، یو بل کارګر و ویل: «اوس مهال نه کومه پروژه شته او نه هم کومه موسسه. یوازې یو څه کرنیز کارونه شته چې عاید یې ډېر لږ دی. داسې کار چې د خلکو ژوند ورسره پرمخ لاړ شي، نشته

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي و، چې په هېواد کې د وزګارتیا کچې ټیټولو په موخه یې ځينو بهرنیو هېوادونو په ځانګړې ډول قطر ته له قانوني لارو د افغان کارګرو د لیږد زمینه برابره کړې او د هوکړه لیک د مسودې تر تاییدی وروسته به په دغه هېواد کې ګڼ شمیر افغان کارګرو ته د کار زمینه برابره شي.

دغه وزارت همداراز زیاته کړې، چې په تیر لمریز کال یې له ۱۱۴ زره زیاتو هېوادوالو او بهرنیو کسانو ته د کار جوازونو هم ویشلي دي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی