د سون‌توکو بازار کې بدلون؛ د بیو لوړېدل او د موټر چلوونکو اندېښنې

په تېرو دوو اوونیو کې هېواد کې د سون ‌توکو بازار له پرله‌پسې بدلونونو سره مخ و، د تېلو او ګازو بیې یوه ورځ لوړې شوې، څو ورځې وروسته لږ راټیټې شوې، خو اوس بیا مخ پر لوړ روانې دي.

یو شمېر موټرچلوونکي وایي، په دې موده کې د سون ‌توکو بیې څو ځله بدلې شوې؛ په یو پړاو کې تر ۹ افغانیو لوړې شوې، وروسته یوازې ۲ افغانۍ راکمې شوې او بیا بېرته تر ۸ افغانیو پورې زیاتې شوې.

یوه موټر چلوونکي حامد وویل: «کله چې د سون‌توکو بیه له ۱۰ تر ۱۲ افغانیو پورې لوړېږي، نو یوازې د دوو افغانیو کمښت بسنه نه کوي. زموږ هیله دا ده چې څومره بیې لوړېږي، هماغومره باید راټیټې هم شي.» 

یوه بل موټر چلوونکی، ګل‌اغا زیاته کړه: «له حکومت او سوداګرو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې پر خلکو او موټر چلوونکو رحم وکړي. زموږ د هېواد خلک له اقتصادي پلوه په سخت وضعیت کې دي او د موټر چلونې کار هم د پخوا په پرتله ډېر کم شوی دی.» 

په همدې موده کې د یو لیټر پټرولو بیه له ۶۶ څخه ۷۷ افغانیو، د یو لیټر ډیزلو بیه له ۶۵ څخه ۷۳ افغانیو، او د یو کیلو اوبلن ګاز بیه له ۵۶ څخه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سون‌ توکو د پلور نرخپاڼه هم چې د ښاروالۍ له لوري ټاکل کېږي، همدغه بدلونونه ښيي.

د کابل یوه اوسېدونکي، عبیدالله وویل: «دغه وضعیت موږ ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي. د تېرې اوونۍ د ګاز بیه له ۵۵ تر ۵۶ افغانیو پورې وه، خو اوس ۶۴ افغانیو ته رسېدلې او په ځینو سیمو کې ان ۷۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.» 

بل لور ته، خصوصي سکټور د عرضې کمښت، په نړیوالو بازارونو کې د تقاضا زیاتوالی، د لېږد لګښتونه، له ایران څخه د واردېدونکو تېلو محدودیتونه، د روسیې د تېلو د پلور کمښت او د ترکمنستان د زېرمو کموالی د سون‌ توکو د بیو د بدلون اصلي لاملونه بولي.

د دوی په وینا، له ایران څخه د واردېدونکو تېلو لپاره د ټاکل شویو معیارونو له امله، نږدې ۱۸ زره ټنه تېل په سرحدي سیمو کې بند پاتې دي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې سلاکار خان‌جان الکوزي وویل: «دا موضوع ډېره د اندېښنې وړ ده. هغه مهال چې جګړه روانه وه، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو او ګازو بیې ټیټې وې، خو اوس چې وضعیت تر یوه بریده ښه شوی، بیې لوړې شوې دي. دا حالت پر خلکو ډېر فشار راوړي او هیله لرو مسوولین او خصوصي سکتور د بیو د کنټرول لپاره جدي ګامونه پورته کړي.» 

افغانستان د خپلې اړتیا وړ شاوخوا ۶۰ سلنه سون ‌توکي د منځنۍ اسیا له هېوادونو او نږدې ۴۰ سلنه نور له ایران څخه واردوي.

د ځینو لارو د وارداتو کمښت او په نړیوالو بازارونو کې بدلونونه د افغانستان د کورنیو سون ‌توکو پر بازار اغېز لرونکي عوامل بلل کېږي.

تېرو شپږو میاشتو کې له هراته جرمني ته څه باندې لس زره متره مربع غالۍ صادرې شوې دي

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه له دغه ولایته د لاس جوړې څه باندې لس زره متره مربع غالۍ جرمني ته صادرې شوې دي.

یاد دفتر په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه له دغه ولایته جرمني ته څه باندې ۱۰ زره متره مربع افغاني غالۍ چې ارزښت یې ۱۰۳ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي، صادرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، د هرات غالۍ د خپل لوړ کیفیت، اصیلو نقشونو او دودیزې اوبدنې له امله په نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

سرچینې لیکلي، د هرات سیمه‌ییزه اداره هم د غالیو صنعت د ملاتړ او د کورنیو او بهرنیو بازارونو د پراختیا لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سره د دغه محصول د صادراتو د زیاتېدو ملاتړ کوي

هرات کې تولیدېدونکې تزئيني ډبرې ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته صادرېږي

هرات (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د هرات د ډبرو صنعت برخې مسوولين وایي چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د تزئيني ډبرو د تولید او پروسس ۴۵ فابریکې فعالې دي؛ د دې ترڅنګ چې توليدات يې د کورني بازار اړتیا پوره کوي، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېږي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مشر محمدناصر امین پژواک ته وویل، اوس‌مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د تزئيني ډبرو د تولید او پروسس برخه کې ۴۵ فابریکې فعالیت لري.

هغه زياته کړه چې په دغه ولایت کې د ډبرو صنعت د ځان‌بسیاینې مرحلې ته رسېدلی او تولیدات یې د دې ترڅنګ چې د کورني بازار اړتیا پوره کوي، ترکمنستان، ایران، یو شمېر عربي هېوادونو او د سیمې نورو بازارونو ته هم صادرېږي.

د نوموړي په خبره، د ډبرو د استخراج، تولید او پروسس برخو کې میلیونونه ډالر پانګونه شوې چې له دې سره د صنعت د پراختیا ترڅنګ د صادراتو د زیاتېدو او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه هم برابره شوې ده.

د هرات ښار د تزئيني ډبرو د تولید یوې فابریکې مشر اکرم نجیبي وویل، د دوی اړوند فابریکه کې د تزئيني او ساختماني ډبرو بېلابېل ډولونه په مختلفو طرحو او اندازو تولید او پروسس کېږي.

هغه د خپلې فابریکې د تولیداتو د کیفیت په اړه وویل: «زموږ محصولات د نړۍوالو معیارونو له مخې پروسس کېږي او د کیفیت له پلوه د اروپايي او امریکايي هېوادونو له تولیداتو سره د سیالۍ توان لري.»

د نوموړي په وینا، له کانونو راایستل شوې ډبرې تر لېږد وروسته د پرې کولو، صیقل، ډیزاین، پروسس او بسته‌بندۍ څو پړاوونه تېروي، څو کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د وړاندې کولو لپاره چمتو شي.

نجیبي وویل، مرمر او ټراورټين ډبرو ته تقاضا ډېره ده.

هغه زياته کړه، ټراورټين ډبره د مرمر په پرتله ارزانه ده، خو بیا هم ساختماني چارو کې له ډېر کارېدونکو ډبرو څخه شمېرل کېږي.

هغه زیاته کړه، د محصولاتو د لېږد لګښت د پېرودونکو د ځای له مخې توپیر لري، خو د صادراتو برخه کې د لېږد لګښت د دوی پر راکړو ورکړو د پام وړ اغېز نه لري.

له بلې خوا، د هرات د تزئيني ډبرو پلورونکي حاجي عبدالخالق رشید وویل، په وروستیو کلونو کې د افغانستان د پروسس شوو تزئيني او ساختماني ډبرو صادرات، په ځانګړي ډول د هرات تولیدات، د پخوا په پرتله زیات شوي او بازار یې پراخ شوی دی.

د هغه په وینا، په هرات کې تولید شوې ډبرې د سیمې یو شمېر هېوادونو ته صادرېږي.

په همدې حال کې، د هرات د ډبرو د پروسس د فابریکو یوه کارکوونکي محمدرفیع وویل، د دغو فابریکو پراختیا ځوانانو ته د کار مناسب فرصتونه برابر کړي او لامل شوې چې یو شمېر ځوانان د بهرنیو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې کار وکړي. هغه له پانګه‌والو وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه زیاته کړي، څو لا ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي؛ ځکه د نوموړي په باور، د ډبرو د صنعت پراختیا د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته کولی شي.

همداراز، د کانونو برخې کارپوه انجنیر جمعه‌خان عادل وویل، افغانستان د مرمر، ټراورټين او ګرانیټ په څېر د تزئيني ډبرو له بډایه زېرمو برخمن دی او که دغه سرچینې د خامو صادراتو پر ځای په هېواد کې پروسس شي، اقتصادي ارزښت به یې څو برابره لوړ شي.

هغه وویل: «کله چې ډبره په خامه بڼه صادرېږي، د ګټې ډېره برخه یې واردوونکو هېوادونو ته رسېږي؛ خو که همدا ډبره په هېواد کې پرې، صیقل او په وروستي محصول بدله شي، ارزښت یې څو برابره زیاتېږي او زرګونه کاري فرصتونه هم رامنځته کېږي.»

د دغه کارپوه په باور، د ډبرو د استخراج او په ځانګړي ډول پروسس برخه کې دوامداره پانګونه، د زیربناوو او صادراتي بازارونو پراختیا سره یوځای، کولی شي د افغانستان د ډبرو صنعت د هېواد د اقتصادي ودې له مهمو محرکونو څخه وګرځوي.

د اوچا مشر بامیان ته په سفر کې؛ یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مشر، بامیان ته د سفر پر مهال، افغانستان ته د نړیوالو مرستو د کمېدو، د اقلیمي بدلون د اغېزو او د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه، چې په افغانستان کې یې د ماموریت له پیل لا یوه میاشت هم نه ده تېره شوې، بامیان یې څلورم ولایت یاد کړ چې سفر یې ورته کړی دی.

د هغه په وینا، د بامیانو خلک د ډېرو ستونزو سربېره، د همکارۍ ښه روحیه او د سیمه‌ییزو ظرفیتونو د کارولو وړتیا لري؛ خو د بنسټیزو زېربناوو کمښت، وچکالي، د اوبو کموالی، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته محدود لاسرسی د هغوی ژوند له سختیو سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د اوچا مشر برونو لیمارکي وویل: «هغه څه چې موږ په بامیانو کې ولیدل، هم هیله‌بښونکي وو او هم د اندېښنې وړ. هیله‌بښونکي ځکه وو چې موږ له نږدې د افغانستان، په ځانګړې توګه د بامیانو د خلکو زغم، د همغږۍ روحیه، د مسوولیت احساس او د شته اقتصادي فرصتونو د کارولو او د ستونزو د مدیریت لپاره د هغوی هڅې ولیدې؛ خو په ورته وخت کې وضعیت د اندېښنې وړ هم و، ځکه خلک له ګڼو ننګونو سره مخ دي.»

د اوچا مشر همدارنګه ویلي، له ایران او پاکستان د زرګونو کډوالو بېرته راستنېدو پر سیمه‌ییزو ټولنو نور فشار هم زیات کړی دی.

د هغه په وینا، له پاکستان سره ستونزو د افغانستان پر سوداګرۍ او صادراتو منفي اغېز کړی او په ایران کې د کاري فرصتونو کمېدو او د مالي حوالو راټیټېدو هم د کورنیو اقتصادي وضعیت زیانمن کړی دی.

هغه ټینګار وکړ، که څه هم افغانستان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري، خو یوازې بشري مرستې د هېواد د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي.

د هغه په باور، د بېړنیو مرستو ترڅنګ باید د کرنې، د اوبو د سرچینو د مدیریت، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او بنسټیزو زېربناوو په برخه کې اوږدمهاله پانګونه هم زیاته شي.

برونو لیمارکي وویل: «په افغانستان کې بشري اړتیاوې شته چې د بېلابېلو بحرانونو له امله رامنځته کېږي. دا بحرانونه زلزلې، ناڅاپي سېلابونه او د اقلیمي بدلون اړوند پېښې کېدای شي؛ خو په اوږدمهال کې موږ پوهېږو چې بشري مرستې د پراختیايي او ژورو ستونزو د حل لاره نه دي.»

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو څو ځله افغانستان ته د بشري مرستو د بودجې د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی او د نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې د دغه هېواد له میلیونونو اړمنو وګړو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د اقتصادي بدلون نندارتون؛ د کورنیو تولیداتو او ښځینه سوداګرو د ملاتړ فرصت

په کابل کې د کورنیو تولیداتو او سوداګرو ښځو د ملاتړ په موخه، د یوې خصوصي ادارې له خوا د “اقتصادي بدلون” تر سرلیک لاندې یو نندارتون پرانیستل شو.

د نندارتون تنظیموونکي وایي، د دې نندارتون موخه د سوداګرو ښځو د وړتیاوو معرفي کول او د هغوی له اقتصادي فعالیتونو څخه د کورنیو او نړیوالو بنسټونو د ملاتړ جلبول دي.

د نندارتون جوړوونکي ضیاءالدین زلمي وویل: «د کورنیو تولیداتو او ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره به ښځو ته ځانګړی بازار جوړ شي، څو خپلې تولیدات پخپله نندارې ته وړاندې او وپلوري؛ داسې چاپېریال چې له اصولو سره سم وي.»

یو شمېر سوداګرې ښځې وایي، دا نندارتون یې د تولیداتو د معرفۍ او د پلور بازار د پراختیا لپاره ښه فرصت دی.

هغوی له حکومت او ملاتړو بنسټونو غواړي چې د بازارموندنې، د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ له لارې د ښځینه متشبثینو د فعالیتونو د پراختیا زمینه برابره کړي.

د نندارتون یوې ګډونوالې فاطمې شیرزاد وویل: «دا ډول نندارتونونه د تولیدي شرکتونو لپاره د بازارموندنې ښه فرصت دی. موخه یوازې د محصولاتو سمدستي پلور نه، بلکې د تولیداتو معرفي کول او د نویو بازارونو موندل هم دي.»

بلې ګډونوالې ثریا احمدي وویل: «له مسوولینو زموږ غوښتنه دا ده چې ښځو ته په نندارتونونو کې د لا ډېر ګډون زمینه برابره کړي، ځکه ډېرې ښځې په کورونو کې تولیدات لري، خو د خپلو محصولاتو د پلور لپاره مناسب بازار نه لري.»

په دې نندارتون کې سوداګرو او متشبثو ښځو په نږدې ۷۰ غرفو کې خپل تولیدات او لاسي صنایع د درېیو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي

هېواد کې د اوبو ۲۴ لوي او منځني بندونه فعال دي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، دا مهال په ټول هېواد کې ۲۴ واړه او لوی د اوبو بندونه یا فعال دي او یا هم د ګټې اخیستنې پړاو ته نږدې شوي دي.

د دې وزارت د مسوولانو په وینا، له دغو بندونو څخه د برېښنا د تولید، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د اوبو د سرچینو د غوره مدیریت لپاره ګټه اخیستل کېږي.

مسوولان زیاتوي، دا مهال د یو شمېر مهمو پروژو، لکه د بخش‌آباد بند، پلتوني بند، شفلوغ بند، په شمال کې د قوش‌تیپې کانال، په ختیځ کې د شاهي کانال او په جنوب کې د نهرالسراج پروژو چارې هم روانې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع‌الله عابد، وویل: «په هېواد کې نږدې ۲۴ منځني او لوی بندونه شته چې ډېری یې فعال دي. دغه بندونه د سلګونو مېګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ زرګونه هکټاره کرنیزه ځمکه هم خړوبوي.»

اقتصادي شنونکي وایي، افغانستان د اوبو له پراخو سرچینو سره سره، لا هم د اوبو د اغېزناک مدیریت او د برېښنا د کم تولید له ستونزې سره مخ دی.

د دوی په باور، د لویو بندونو جوړول کولی شي د کورنۍ برېښنا تولید زیات، کرنه پیاوړې، د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي او پر وارداتي برېښنا د هېواد تکیه کمه کړي.

اقتصادي شنونکي، عبدالله پوهان، وویل: «د بندونو د جوړولو لپاره اړینه ده چې حکومت نړیوال معیارونه په پام کې ونیسي او بندونه په لوړ کیفیت جوړ کړي، څو د اوږدې مودې لپاره ترې ګټه واخیستل شي. همدارنګه، د پروژو د قراردادونو په ورکړه کې باید شفافیت په پام کې ونیول شي.»

یو بل اقتصادي شنونکي، سید مسعود، وویل: «که موږ خپلې اوبه او ځمکې په سمه توګه مدیریت کړو، د ۱۷۶ میلیونه خلکو د خوړو اړتیا پوره کولی شو، همدې شمېر خلکو ته برېښنا او انرژي برابرولی شو او آن برېښنا صادرولای شو. اوس شاوخوا ۱۴.۵ میلیارد متر مکعب اوبه پاکستان ته بهېږي، چې له همدې اوبو څخه د برېښنا د تولید ظرفیت شته.»

د یادونې وړ ده چې افغانستان د اوبو له پلوه لوړ ظرفیت لري، خو د بندونو او اړینو زېربناوو د نشتوالي له امله، هر کال د هېواد د اوبو لویه برخه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

د سوداګرۍ خونه: د درېیو بندرونو له لارې افغانستان ته د توکو ټرانزیټ درېدلی دی

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې په سیمه کې د روانو تاوتریخوالو له امله، د چابهار، بندر عباس او جبل علي په ګډون د درېیو مهمو بندرونو له لارې افغانستان ته د توکو ټرانزیټ بشپړ درېدلی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړي خانجان الکوزي په وینا، د افغانستان د سوداګریزو توکو لویه برخه د متحده عربي اماراتو د جبل علي بندر له لارې لېږدول کېده، خو دغه بندر هم له درېیو ورځو راهیسې فلج او بند دی.

ښاغلي الکوزي آمو ته وویل: «پر بندر عباس او چابهار له بریدونو وروسته هلته بارګېري په بشپړ ډول بنده شوې او کوم توکي چې له جبل علي څخه راتلل، هغه هم نه راځي.»

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د چابهار بندر د سمندري څارنې برج په بشپړ ډول ړنګ شوی دی. دا بندر د وچې پورې ایسار افغانستان او د سیمې د هېوادونو لپاره یوه ډېره مهمه سوداګریزه لاره ګڼل کېده.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي وایي: «د ایران او امریکا ترمنځ نښتې د چابهار او بندر عباس لارې ډېرې ګرانې او بطي کوي؛ ځکه د بیمې لګښتونه او د بار وړلو کرایې د ځنډ د خطر له امله بې‌سارې لوړېږي.»

د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، ټولې سمندري لارې چې تر ټولو ارزانې لارې وي، د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ تړل شوې دي.

د پاکستان واګه او کراچۍ بندرونه، د ایران چابهار او بندر عباس او د اماراتو جبل علي بندر د افغانستان لپاره تر ټولو مهمې سمندري لارې وې چې اوس مهال ټولې له کاره لوېدلې دي.

د سوداګرۍ خونې زیاته کړې چې په سیمه کې دغو جدي ستونزو د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې کړې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې بل غړي محمد یونس مومند په دې اړه وویل: «تر ټولو لوی لامل دا دی چې د تیلو ذخیرو او تصفیه خانو تولیدي ستونزې پیدا کړې دي، له همدې امله په ټوله نړۍ او سیمه کې د تېلو بیې پورته شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې نړیوال بانک راپور ورکړی و چې په می میاشت کې د افغانستان واردات د تېرې میاشتې په پرتله ۱۱ سلنه زیات شوي وو او په میاشت کې ۹۰۰ ملیون ډالرو ته رسېدلي وو.

۳۰۰ ورځې پوره شوې؛ افغانستان او پاکستان د خپلو مهمو ترانزیټي لارو زیان زغمي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي لارو له تړل کېدو پوره ۳۰۰ ورځې تېرېږي. په دغو ورځو کې افغانستان د سمندر له لارې خپله ټولو ستره صادراتي او ارزانه ترانزیټي لاره بایللې؛ بلخوا پاکستان هم نه یوازې د افغانستان له نغد وارداتي بازاره بې‌برخې شوی، بلکې منځنۍ اسیا ته یې هم د خپلو توکو د لېږد ترانزیټي مسیر پرې شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د بندرونو بندېدو د سوداګریزو مالونو د لېږد وخت او لګښتونه خورا زیات کړي او ملي سوداګر له جدي مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۲مه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوې.

په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د تورخم، په کندهار کې د سپین بولدک، په پکتیا کې د خرلاچي، په پکتیکا کې د انګور اډې او په خوست کې د غلام خان ترانزیټي بندرونه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خورا مهمې لارې وې، همدا مهال بندې دي.

د افغان سوداګرۍ او پانګونې خونه زیاتوي چې سوداګر اوس خپل وارداتي مالونه د شمال له اوږدو او ګرانو لارو په درنو لګښتونو افغانستان ته واردوي.

بلخوا پاکستاني سوداګر هم د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د توکو په لېږد کې له جدي مانع سره مخ دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړی خانجان الکوزی وایي: «په روان کال کې له هغه وخته چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې ستونزې پیدا شوې، زموږ ننګونې ورځ تر بلې ډېرې شوې او د توکو لېږد رالېږد، په ځانګړي ډول صادرات او واردات له جدي خنډونو سره مخ شوي دي.»

د یوه باروړونکي موټر چلوونکی وایي: «دا کار نه یوازې موټرچلوونکو ته، بلکې عامو خلکو ته هم دروند زیان دی. له حکومتونو زما غوښتنه دا ده چې لاره پرانیزي؛ موټرچلوونکو چې څه ناڅه شتمني درلوده، له لاسه یې ورکړه. الله دې رحم وکړي.»

د نړیوال بانک د میاشتنیو راپورونو موندنې ښیي چې له پاکستان سره د طالبانو د لفظي او عملي نښتو له امله، افغانستان خپل پخوانی او تر ټولو لوی صادراتي بازار بایللی دی.

د نړیوال بانک د ارقامو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مې وړاندې د افغانستان او پاکستان سوداګریزه کچه نږدې ۱.۲ میلیارد ډالرو ته رسېده؛ خو اوس د هغو هېوادونو په لیست کې چې افغانستان ورسره سوداګري لري، د پاکستان نوم خورا ټیټ پریوتی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ په هغې شپږ میاشتنۍ موده کې د ۱.۲ میلیارد ډالرو سوداګرۍ له ډلې، ۳۱۸.۹ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات او ۸۳۲ میلیونه ډالره له پاکستانه افغان بازار ته واردات وو.

د ترانسپورت او هوانوردۍ پخوانی وزیر حمیدالله فاروقي په دې اړه وایي: «د افغانستان مهم او باقاعده صادرات لکه تازه او وچې مېوې، سابه او درملیز بوټي د پاکستان یا د هغې له لارې د هند بازارونو ته تلل، چې له بده مرغه اوس ورته له جدي ننګونو سره سره په سیمه کې بېړنی بدیل بازار هم نشته.»

سکاره، پنبه، تالک ډبره، او موسمي مېوې لکه انار او انګور پاکستان ته د افغانستان لومړني صادراتي توکي وو؛ بلخوا غلې دانې، درمل، بوره، ودانیز توکي، پلاسټیک او المونیم له پاکستانه افغان بازار ته واردېدل.

خو د لارو له بندېدو وروسته د دواړو هېوادونو ولسونه د دغو توکو د بیو له لوړېدو خورا زیانمن شوي دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالهادي وایي: «د بېلګې په توګه خوراکي توکي او وریژې؛ د وریژو یوه بورۍ چې ۲۵۰۰ افغانۍ وه، اوس ۳۵۰۰ ته رسېدلې ده. زه خپله مېوه پلورونکی یم، د ام کارټن به ما په ۲۴۰۰ يا ۲۵۰۰ افغانۍ پلوره، خو سږ کال مو د ګرانیو له امله بیخي راوړلای هم نشوای.»

اوس مهال هندوستان د افغاني صادراتو پر تر ټولو ستر مقصد بدل شوی دی. لکه څنګه چې د نړیوال بانک وروستی راپور ښیي، د تېرې جون میاشتې پر مهال د افغانستان د ټول صادراتي بهیر ۳۴ سلنه برخه یوازې هند ته شوې ده.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2026 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی