فبروری 2026
د هرات زعفران د پرلهپسې لسم کال لپاره د خوند نړیوال انسټیټوټ له خوا د نړۍ د غوره کیفیت لرونکي زعفران په توګه لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
دا سیالۍ د بلجیم په بروکسل کې د افغانستان، ایران، اسپانیا او یونان ترمنځ شوې چې د نړۍ تر ټولو لوی د زعفرانو لوی تولیدونکي هېوادونه دي.
د هرات زعفران د یوې کمپنۍ مسوول، جلیلاحمد ملکي و ویل: «د خوند نړیوال انسټیټیوټ هر کال ل هغو هېوادونو د زعفرانو نمونې غواړي چې په دې برخه کې کار کوي، او له خپلې بررسۍ وروسته دا په ډاګه کوي چې کوم زعفران غوره دي. په دې سیالۍ کې د نورو هېوادونو زعفران هم و چې زموږ پکې لومړی مقام ترلاسه کړ.»
د هرات زعفران د یوې کمپنۍ مسوول، سید مسعود داسې و ویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې اسلامي امارت دې له سودواګرو سره د زعفرانو د صادراتو برخه کې مرسته وکړي او دوی ته د چټکو او ډاډمنو صادراتو زمینه برابره کړي.»
د هرات زعفران په نړیوالو بازارونو کې ډېر مشتریان لري او د مسوولینو په وینا؛ په دې وروستیو کې نورو هېوادونو ته د دغو زعفرانو صادرات زیات شوي دي.
د افغانستان د زعفران کنسرسیوم مسوول، عبدالخالق خدادادي داسې وایي: «د نړۍ ډېر هېوادونو د افغانستان زعفران خوښوي او دلیل یې دا دی چې زموږ زعفران طبیعي دي او کیفیت یې لوړ دی. ډېری هېوادونو غواړي چې زموږ زعفران وپیري.»
د هرات د سیمه ییزو مسوولانو په وینا، په تېرو کلونو کې په دې ولایت کې د زعفرانو راټولول او پروسس معیاري شوي او د صادراتو د زیاتوالي او د زعفرانو د بیو د لوړوالي له امله د زعفرانو کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې ده.
افغانستان کې د زعفرانو ټولنې رییس، محمد ابراهیم عادل وایي: «زعفران یو سودواګریز بوټی دی او ویلی شو چې سږکال پر یو زر او ۵۰۰ هکټاره ځکمه زعفران کرل شوي دي د زعفرانو سوداګر، صنعت کاران او کروندګر هڅول شوي دي.»
د افغانستان د زعفرانو ټولنې د شمېرو پر بنسټ، سږکال د زعفرانو تر ۴۰ ټنو ډېر حاصلات تر لاسه شوي دي.
د دې ټولنې د مسوولانو په وینا، په هېواد کې تر ۱۲ زره هکتاره زیاته ځمکه باندې زعفران کرل شوي، چې نږدې اتیا زره کسان پکې بوخت دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل یو راپور کې ویلي چې په ټول افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه لا هم ډېره لوړه ده.
د یاد سازمان د راپور له مخې، دا وضعیت د ګڼو ټکانونو له امله سخت شوی، چې پکې ناپایدار اقتصاد، د واورو ورېدو له امله محدود لاسرسی، له ایران او پاکستانه پراخې بېرته راستنېدنې او همدارنګه د بودجې کمښت شامل دي.
یاد سازمان ټینګار کړی له اوسنۍ بودجې سره یوازې دا توان لري چې هره میاشت له هغو ۱۷.۴ میلیونه کسانو څخه چې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري یوازې ۲ میلیونو ته مرسته ورسوي.
د خوړو نړیوال پروګرام د راپور یوه برخه کې راغلي: «په تېرو څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره، د بشري مرستو سخت کمښت لامل شوی چې د خوړو نړیوال پروګرام ونه شي کولای په هغه کچه ځواب ووایي چې کورنۍ له شدیدې لوږې څخه وساتي. له اوسني بودجې سره، د خوړو نړیوال پروګرام یوازې کولای شي هره میاشت ۲ میلیونه کسانو ته خوراکي مرسته ورسوي، په داسې حال کې چې ۱۷.۴ میلیونه کسان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.»
په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د بشري مرستو سخت کمښت، د خوړو نړیوال پروګرام له دې راګرځولې چې کورنۍ د شدیدې لوږې پر وړاندې په اړینه کچه خوندي کړي.
یو شمېر هېوادوال د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه داسې وایي.
د دوی له ډلې یوه هم د کابل ښار اوسېدونکې، ذکیه ده: «موږ خو هېڅ نه لرو، ان وریجې نه پېژنو چې څه دي، بیې ډېرې لوړې دي، موږ غریبان هېڅ نه پوهېږو او هېڅ شی مو لاس ته نه راځي.»
سلطان شاه هم له ورته حالت سره مخ دی: «بیې دوه برابره شوې دي. په دې روژه کې ان د ۱۰ لیټره غوړیو د اخیستو توان نه لرم. زه کراچۍ لرم او تر اوسه مې یوازې ۵۰ افغانۍ کار کړی دی.»
په همدې حال کې، د اقتصاد وزارت مسوولین د اړمنو کسانو لپاره د لا زیاتو مرستو د برابرولو پر هڅو ټینګار کوي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمان حبیب وویل: «اوس مهال زموږ یو شمېر خلک د اقلیمي بدلونونو، پرلهپسې وچکالیو، محدودیتونو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د بېرته راستنېدو او د بشري مرستو د دوام له امله جدي اړتیا لري چې نړۍواله ټولنه د کاري فرصتونو او ملاتړیزو پروګرامونو تمرکز زیات کړي، څو فقر کم او د خوړو نا امني مهار شي.»
تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د خپلو بشري شریکانو په همکارۍ د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو د ځواب ویلو طرحه پیل کړې او ویلي یې دي چې د دې طرحې موخه د خلکو حیاتي اړتیاوو ته بېړنۍ رسېدنه او د بشري بحران د لا خرابېدو مخنیوی دی.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د لارو د تړلو په دوام سره، اسلام آباد د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې خپل مارکیټونه له لاسه ورکړي دي.
پاکستاني سوداګر او د سوداګرۍ او صنایعو خونو فدراسیون وايي چې د پاکستاني رژیم غلطو پالیسیو دوی ته هره ورځ په ملیونونو ډالر اقتصادي زیان اړولی دی.
دوی له پاکستاني چارواکو څخه غوښتنه کړې چې له سوداګرۍ سیاسي ګټه اخیستنه پای ته ورسوي او د سوداګریزو لارو د بیا پرانستلو لپاره د افغانستان اسلامي امارت سره خبرې وکړي.
په ورته وخت کې، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له تړلو درې میاشتې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۴۰ فیصده کمه شوې ده.
د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد وویل، د ډیجیټلي احصایو له مخې، افغانستان او پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲. ملیارد م۴۶۱ میلیون ډالر سوداګري در لوده، خو دا شمېره په ۲۰۲۵ کال کې ۱. ملیارد ۷۶۶ میلون ډالرو ته راټیټه شوې.
“په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۸۱۷ میلیونه ډالر وو، خو دا شمېره په ۲۰۲۵ کال کې ۵۰۵ میلیونه ډالرو ته ورسېده، او په ورته مهال، پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې ۱،۶۴۴ میلیونه ډالر واردات درلودل، خو په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان څخه ټول واردات ۱.۲۶۱ میلیارده ډالرو ته راټیټ شول.”
یو شمېر اقتصادي او سیاسي کارپوهان هم ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل پاکستان ته تر ټولو زیات مالي زیانونه اړولي دي.
د اقتصادي چارو مبصر محمد عیسی مبارز په وینا، افغانستان په وروستیو کلونو کې توانیدلی چې د منځنۍ اسیا، ایران او چین له لارې خپلې بدیلې سوداګریزې لارې پراخې کړي، خو پاکستان په افغانستان او سیمې هېوادونو کې د مارکیت له لاسه ورکولو سره بېساری زیان کړی دی.
هغه خبرداری ورکوي چې د سوداګریزو لارو دوامداره بندېدل به د سیمه ییزو سوداګرو باور په پاکستان کمزوری کړي او په اوږد مهال کې د اسلام آباد لپاره پراخې منفي سیاسي او اقتصادي پایلې لرلی شي.
“نن ورځ، پاکستان پخپله پوه شوی چې د وسیلې په توګه د لارو بندیدلو پریکړې لوی مالي زیانونه ور اړولي دي، خو چاره نلري پرته له دې چې په افغانستان کې منطقي او معقول پالیسي غوره کړي تر هغه چې پاکستان قوي تضمینونه نه وي ورکړي، دا لاره نه پرانیزي، په افغانستان کې خلک کولی شي وضعیت وزغمي ځکه چې دوی د سوداګرۍ لپاره نورې لارې لري، مګر پاکستان هره ورځ کمزوری کیږي.”
له بلې خوا، سیاسي مبصرین په دې باور دي چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان وروستي اقدامات د لویدیځو قدرتونو په ملاتړ او لارښوونې تر سره شوي او اسلام آباد د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په اړه د پریکړې کولو واک نلري.
سیاسي مبصر روح الله هوتک وايي چې د دې چلند دوام به پاکستان نور هم منزوي کړي او خلک به یې پر وړاندې سړکونو ته راووځي.
هغه له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان په وړاندې پر خپله پالیسۍ بیاکتنه وکړي او د متقابل درناوي له اصل سره سم سوداګرۍ او ټرانزیټ ته دوام ورکړي.
“په دې کې شک نشته چې د پاکستان بهرنۍ پالیسي د لویدیځو قدرتونو لخوا اداره کیږي او د افغانستان په وړاندې د دوی وروستي اقدامات د همدې قدرتونو لخوا تر سره شوي. که دا وضعیت دوام ومومي، پاکستان به له جدي زیان سره مخ شي.”
په ورته وخت کې، د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، هغه هیواد چې د افغانستان د منزوي کولو هڅه یې کوله نن ورځ له انزوا سره مخ دی.
که څه هم هغه په مستقیم ډول د کوم هیواد یادونه نه ده کړې، خو کارپوهان په دې باور دي چې د نوموړي اشاره پاکستان ته وه ، ځکه چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د ځنډیدو وروسته یې په مرکزي آسیا هیوادونو کې بازارونه هم له لاسه ورکړي دي.
په ورته وخت کې، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو چارواکو په دې وروستیو کې موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د بیا پرانستلو په اړه د بحث لپاره یوه ګډه کمیټه جوړه کړي.
ټاکل شوې وه چې یاده کمیټه د روانې میاشتې په شپږمه نیټه په تورخم کې غونډه وکړي؛ خو د نا معلومو دلایلو له امله چې لا روښانه نه دي، غونډه ترسره نه شوه.
پاکستانۍ رسنۍ “ډان نیوز” په خپل وروستي رپوټ کې خبر ورکوي چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ نږدې درې میاشتنی ځنډ د افغانستان صادرات لس سلنه راکم کړي دي.
د ډان نیوز د موندنو له مخې، دا کړکېچ په داسې حال کې اوږدیږي چې د افغانستان ۴۶ سلنه صادرات لا هم په پاکستاني بازارونو او د دغه هېواد په ځمکنیو لارو پورې تړلي دي، چې له امله یې افغان سوداګر له یو بې ساري مالي زیان سره مخ شوي دي.
له بل پلوه، د طالبانو چارواکي د دغه فشار په ځواب کې د افغانستان اقتصادي برلاسي او پر ځان بسیاینه یادوي د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ په خپلو تازه بیانونو کې ویلي چې افغانستان نور د یوه هېواد په لارو پورې تړلی نه دی او د سیمې د اتصال د مرکز په توګه یې خپل ارزښت ثابت کړی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي ادعا کوي چې دوی په بریالیتوب سره د سوداګرۍ لویه برخه د منځنۍ اسیا او ایران چابهار بندر ته لېږدولې ده.
د دوی په وینا، افغان سوداګرو ته سپارښتنه شوې چې د پاکستاني محصولاتو پر ځای له نورو هېوادونو واردات وکړي، چې ورسره سم د ازبکستان، تاجکستان او ایران تولیداتو په افغان بازارونو کې د پاکستاني توکو ځای نیولی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، افغان سوداګرو په ډېرې چټکۍ سره د پاکستاني سیمنټو، درملو او اوړو پر ځای د ازبکستان، تاجکستان او ایران تولیداتو ته لومړیتوب ورکړی، چې دې چارې په حقیقت کې پاکستاني فابریکې له یو لوی او حیاتي بازار څخه بې برخې کړې دي.
بل لور ته، ډان نیوز په خپل رپوټ کې د پاکستاني چارواکو له خولې لیکلي چې افغانستان د خپلو کرنیزو محصولاتو لکه مېوې او سبزیجاتو لپاره، چې د ۲۰۲۴ کال د نړیوال بانک د اټکل له مخې د دغه هېواد د ټولو صادراتو ۷۱ سلنه جوړوي، د پاکستان په څېر بل هېڅ اسانه او ارزانه بازار نه شي موندلی.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ځینې سرچینې وايي چې د چابهار او منځنۍ اسیا لارې د افغانستان لپاره خورا اوږدې او ګرانې تمامېږي، چې دا کار د افغان تولیداتو رقابتي وړتیا په نړیوالو بازارونو کې له منځه وړي.
په رپوټ کې وړاندې راغلي چې دغه بندیزونو په افغانستان کې د بیکارۍ او بې وزلۍ څپه نوره هم پراخه کړې ده او د پولې په دواړو غاړو کې د باروړونکو موټرو د ټولنې استازي خبرداری ورکوي چې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې زرګونه افغان کاریګرو او موټر چلوونکو چې په ورځنۍ مزدوري یې ژوند کاوه، خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د پاکستاني لوري په ادعا، د افغانستان د وارداتو ډېره برخه (نږدې ۴۰ سلنه) لا هم د پاکستان له لارې ټرانزیټ کېږي او د دغه مسیر تړل کېدل په لنډمهال کې د کابل لپاره د اکمالاتو جدي بحران رامنځته کولی شي.
د دغو ننګونو سره سره، د طالبانو حکومتي چارواکي د لارو د تړل کېدو پړه پر اسلاماباد اچوي او وايي چې دا پرېکړه یې د هېواد د ملي ګټو او د پاکستان د “نامعقولو غوښتنو” په ځواب کې کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو په ډاګه کړې چې پاکستان سوداګري د یوې سیاسي وسیلې په توګه کاروي ترڅو پر کابل خپلې امنیتي غوښتنې ومني، خو دوی ټینګار کوي چې “اقتصادي خپلواکي” تر هر څه لومړیتوب لري.
د طالب چارواکو په وینا، د لارو تړل یوه “ستراتیژیکي ازموینه” ده ترڅو افغان سوداګر په دایمي ډول له پاکستانه خلاص او له نړیوالو معیارونو سره سم نورو بازارونو ته مخه کړي.
د لارو د بیا پرانیستلو په اړه، طالب چارواکي وايي چې دوی د خبرو اترو دروازه نه ده تړلې، خو ټینګار کوي چې دا ځل به یوازې د داسې یوې هوکړې پر بنسټ لارې خلاصوي چې دایمي وي او پاکستان پکې د تخنیکي او سیاسي بهانو له لارې د سوداګرۍ د بندولو حق ونه لري.
پاکستان په داسې حال کې د افغانستان د صادراتي بازار د سقوط خبره کوي چې د اقتصاد پوهانو په باور پاکستان پخپله د خپل تاریخ له تر ټولو سخت اقتصادي زوال سره لاس او ګرېوان دی.
د نړيوالو مالي بنسټونو او د ډان نیوز د راپورونو پر بنسټ، پاکستان د ۱۳۴ میلیارده ډالرو څخه د زیاتو پورونو او د بهرنیو اسعارو د سخت کمښت له امله د پاشل کېدو په حال کې دی.
دغه هېواد مجبور شوی چې د خپلو پورونو د پرې کولو لپاره د خپل ملي هوايي شرکت (PIA) ونډې وپلوري. په پاکستان کې د خوراکي توکو بیې ۵۲ سلنه لوړې شوي او د خلکو د پېرلو توان په نشت حساب دی. د پاکستاني اقتصاد پوهانو په وینا، د افغان بازار له لاسه ورکول چې په کلني ډول تر یو میلیارد ډالرو زیات پاکستاني توکي جذبوي، د اسلاماباد لپاره یو نه جبرانېدونکی تاوان دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱مه نېټه، پر ډیورنډ کرښه له سختو امنیتي نښتو وروسته، په بشپړ ډول وتړل شوې.
د جاپان سفیر طلوع نیوز سره په خبرو کې ويلي، که څه هم جاپان په افغانستان کې پانګونه نه ده کړې، خو د کابل او توکیو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه دوام لري.
هغه زیاتوي چې د جاپان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لویه برخه په غیرمستقیم ډول او د درېیمو هېوادونو له لارې ترسره کېږي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر، کنیچي ماساموتو ویلي: «اوس مهال موږ په افغانستان کې د جاپان مستقیمه پانګونه نه وینو، خو سوداګري شته. موږ ماشینآلات او د ماشینآلاتو پرزې صادروو. مستقیمه سوداګري محدوده ده، خو په ورته وخت کې ځینې جاپاني موټرونه او د هغوی پرزې د درېیمو هېوادونو له لارې افغانستان ته واردېږي. نو ځکه سوداګري شته او همدارنګه تر دې هم لويه غیرې مستقیمه سوداګري روانه ده.»
په همدې حال کې د افغانستان سپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمیرې ښيي چې د تېر میلادي کال پر مهال د افغانستان او جاپان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۹۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې وه، چې له دې جملې دوه میلیونه ډالره صادرات او ۹۵ میلیونه ډالره واردات جوړوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «جاپان ته د افغانستان مهم صادراتي توکي عبارت دي له درملیز نباتات، ممیز، وچ انځر، د پستې مغز، مېوې، د بادام مغز او وچه زردالو؛ او له جاپان څخه مهم وارداتي توکي موټرسایکلونه، تېز رفتار موټرونه، ټایر او ټیوب، د موټرو پرزې او بایسکلونه دي.»
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د رامنځته شویو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې باید دسرپرست حکومت په بېلابېلو برخو کې د جاپان پانګونه جذب کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، احمد فردوس بهگزین وايي: «جاپان کولی شي له افغانستان سره د ټکنالوژۍ د لېږد، د تولیدي معیارونو د ښه والي او د صنعتي ظرفیت د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړي. له بلې خوا، له جاپان سره سوداګریزې اړیکې نړۍ ته دا پیغام لېږي چې افغانستان د رغنده او متوازنې تعامل په لټه کې دی.»
دغه راز، د اقتصادي چارو بل شنونکی شاکر یعقوبي وايي: «د هغو لارو چارو په پام کې نیولو سره چې زموږ هېواد یې په راتلونکي کې تعقیبوي، له جاپان سره منظمې او دقیقې اړیکې جوړول ډېر مهم دي. د بنسټیزو پروژو، انرژۍ سکتور، زدهکړې، ټکنالوژۍ او نوښت په برخو کې جاپان کولی شي اغېزمن رول ولوبوي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، افغانستان اوس مهال له نړۍ د څه باندې ۸۰ هېوادونو سره هر کال سوداګریزې راکړې ورکړې لري.
دغه نندارتون کې د ښځو او نجونو لاسي صنایع او هنري پنځونې نندارې ته ایښودل شوي او موخه یې د دغو صنایعو لپاره بازارموندنه بلل شوې ده.
د نندارتون تنظیموونکې، سوسن کاظمي و ویل: «موږ په دې نندارې کې د افغانستان غالۍ، ګیلم، نمد او دغه راز د مینیاتورۍ اثار، د رسامۍ تابلوګانې، کوچني سفالي توکي، لیزري حکاکي او لاسي حکاکي نندارې ته اېښي دي.»
د دې نندارتون د جوړولو موخه د ښځو او نجونو د لاسي صنایعو او هنري پنځونو پېژندنه بلل شوې ده.
د نندارتون ګډونواله، نګیتا دراني وایي: «زموږ موخه دا ده چې د خپل کلتور او تاریخ دفاع وکړو او د هنر له لارې خپل فرهنګي میراث وساتو او نړۍوالو ته یې ورسوو.»
بلې ګډونوالې، ملیکا هاشمي و ویل: «نندارتون ښځو ته دا زمینه برابروي چې خپل هنر او صنعت په نړۍواله کچه وښيي او د هېواد اصالت او کلتور وساتي.»
د دغو ښځو په باور، د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د خلکو ملاتړ ډېر مهم دی. دوی دغه راز غواړي د افغان ښځو او نجونو لاسته راوړنې نړۍ ته ور وپېژني.
ګډونوال، قریش ملک زاده و ویل: «نندارتون یو ارتباطي پل دی، څو هنر له پولو واوړي او نور هېوادونه د افغانستان له هنر او هنرمندانو خبر شي.»
ګډونوالي، ثریا سادات و ویل: «دا نندارتون ډېر اغېزناک دی او د ښځو لاسي صنایعو ته وده ورکوي. دا نندارتون د ښځو لاسي صنایع نړۍوالو ته ورپېژني.»
دا نندارتون په داسې حال کې جوړ شوی چې په وروستیو کلونو کې په هرات کې د ښځو سوداګریز فعالیتونه د پام وړ زیات شوي دي.
د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې، په تېرو څه کم درېیو کلونو کې، له زرو ډېرو ښځو او نجونو سوداګریز فعالیتونه پیل کړي او زرګونه نورو ښځو او نجونو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د عزیزي ګروپ او برېښنا شرکت ترمنځ د لمریزې او سکرو له سرچینو څخه د برېښنا د پنځو تولیدي پروژو د عملي چارو د پیل تړون لاسلیک شو.
د برېښنا شرکت رییس دغه پروژې د هېواد د برېښنا د تولید ظرفیت لوړولولپاره مهم ګام وباله او ویې ویل چې د دې پروژو ظرفیت ۸۴۵ مېګاواټه ته رسېږي، چې په ټولیز ډول پرې ۴۶۳ میلیونه ډالره لګښت راځي.
د عبدالحق همکار په وینا، د دې پروژو په عملي کېدو سره به زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د برېښنا شرکت رییس په دې اړه وویل:« د دغو پروژو ټول ظرفیت ۸۴۵ میګاواټه دی، چې له ګاونډیو واردېدونکې برېښنا سره برابر دی.»
په نغلو کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژه، د پروان په باریکآب کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په غزني کې د ۱۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په بغلان کې له سکرو څخه د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا تولید او په تخار کې له سکرو څخه د ۱۶۵ مېګاواټه برېښنا تولید هغه پروژې دي، چې نن یې د عملي چارو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
په همدې حال کې، د اوبو او انرژۍ او همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزیرانو له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا تولید د صنعت او اقتصاد د پراختیا لپاره اساسي اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د ځانبسیاینې لپاره له پانګهوالو ملاتړ کوي.
د کانونو او پترولیم وزیر هدایت الله بدري په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي:«موږ نورو پانګهوالو ته هم بلنه ورکوو چې راشي او د تیلو او ګازو د کانونو په کشف او استخراج کې پانګونه وکړي. موږ داسې غني سیمې لرو چې که کار پرې وشي، کولای شي د هېواد اړتیاوې په منظم ډول پوره کړي.»
د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده بیا زیاته کړه: «دا وزارت یوازې د یوې ځانګړې څېرې لپاره نه، بلکې د ټولو پانګهوالو او سوداګرو سره د افغانستان د ځانبسیاینې لپاره همکاري کوي.»
له بلې خوا، د عزیزی ګروپ عمومي رییس د دې تړون لاسلیک د هېواد د انرژۍ د خپلواکۍ د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
هغه وویل چې شپږ میاشتې مخکې یې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لیک لاسلیک کړی و او اوس د نویو پروژو په عملي پیل سره په دې لاره کې عملي ګامونه اخیستل کېږي:« ډېر ژر، په دوه یا درې میاشتو کې به نورې طرحې هم ولرو له دوو، تر دې زرو میګاواټه برښنا د تولید قرارداد به هم لاسلیک کړو، چې د کال پای پورې به موږ ټاکل شوی هدف ترلاسه کړو، یعنې له شپږ تر اوو زرو میګاواټه برښنا تولید ته ورسیږو»
د دغه شرکت د مسوولینو په وینا، د سکرو د دوو برېښناکوټونو لپاره اړین تجهیزات اخیستل شوي او د نورو پروژو د پیل لپاره هم هڅې روانې دي.
عزیزی همدارنګه د ټاپي پروژې په چوکاټ کې د درې زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره د دغه شرکت د لېوالتیا خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې که لازم شرایط برابر شي، د تولید چارې یې ژر پیل کړي.
جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو دي او ډېره برخه یې په غرنیو او وچو سیمو، په ځانګړي ډول د هېواد په ختیځ او سوېل ختیځ کې تولیدېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د جلغوزې صادرات ۱۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال پرتله ۲۵ سلنې زیاتوالی ښيي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: « د افغانستان تور جلغوزي په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې چین، هند، ایټالیا، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن، جرمني، کویټ، د امریکا متحده ایالاتو، برېټانیا، اسټرالیا او نورو هېوادونو ته د یو زر او ۳۱ ټنو په وزن او له ۱۵ میلیونو ډالرو څخه په زیات ارزښت صادر شوي دي.»
په همدې حال کې، د وچې میوې ټولنه د صادراتو د زیاتوالي لاملونه د بازارموندنې بهیر ښه والی، سیمه ییزو بازارونو ته ښه لاسرسی او په نړیوالو بازارونو کې د تقاضا زیاتوالی بولي.
د یادې ټولنې د مسوولینو په وینا، کیفیت ته پاملرنه، معیاري بسته بندي او د صادراتو په بهیر کې اسانتیاوې د جلغوزې د صادراتو د ودې له مهمو عواملو څخه دي.
د کابل د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې ویاند، احمدخالي رحماني هم وايي: « هیله لرو چې د راتلونکي کال له پیله، د صادراتي زونونو او د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د صادروونکو شرکتونو د فعالیت په پیل سره، او همداراز د بانکي ستونزو له حل، سوداګرو ته د ویزو له ورکړې او د لېږد لګښتونو له کمېدو وروسته، د جلغوزو صادرات زیات شي.»
یو سوداګر، محبوب الله محمدي و ویل: « موږ څو ځله له حکومتي چارواکو او بنسټونو سره پرلهپسې غونډې وکړې او زیات ټینګار مو پر دې کړی چې منظم زراعتي کارګو رامنځته شي، څو د هغه په جوړېدو او د توکو د لېږد په برخه کې د منظمې بیې په ټاکلو سره، د تړلو سوداګریزو لارو تر پرانیستل کېدو پورې دویم بدیل ولرو.»
د اقتصادي چارو شنونکی باور لري چې د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د جلغوزې، د صادراتو زیاتوالی کولی شي د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه والي او د عوایدو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
دوی ټینګار کوي چې د دې بهیر د دوام لپاره باید د ترانسپورټ، بانکي، ساتنې او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي په برخو کې شته ستونزو ته جدي پاملرنه وشي.
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2026 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی