افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوانډيپي» استازی سټېفن رودریګز له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، له څلورو لسیزو جګړو او کړکېچونو سره سره، د افغانستان عمومي وضعیت د ښهکېدو په حال کې دی؛ خو جدي اقتصادي، اقلیمي او ټولنیزې ننګونې لا هم پر خپل ځای دي.
د هغه په خبره یوانډيپي خپل اصلي تمرکز پر درېیو برخو کړی چې د بیخبنسټونو پراختیا، اقتصادي وده او کارموندنه، او دغه راز له اقلیمي بدلونونو سره مبارزه پهکې شامله ده.
رودریګز زیاتوي چې په وروستیو کلونو کې نږدې دوه میلیونه کسان له روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو برخمن شوي او تر لسو میلیونو زیاتو نورو له هغو پروژو ګټه اخیستې ده چې یوانډي پي پرې پانګونه کړې ده.
هغه ویلي: «بې له شکه وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او دا یو مثبت بدلون دی، څلوېښت کاله جګړو او ناامنیو د هېواد په ډېرو سیمو کې د خلکو او زموږ، یعنې نړۍوالو بنسټونو تګ – راتګ ستونزمن کړی و؛ داسې وضعیت چې پر سوداګرۍ او د کاروبار پر پیلولو یې هم اغېز کړی و، له همدې امله، موږ د مثبتو پرمختګونو شاهدان یو؛ بنسټیز کارونه روان دي، اقتصاد د ثبات پر لور روان دی، د حکومت عواید زیات شوي او فساد کم شوی دی.»
د نوموړي په خبره، یوانډيپي اقتصادي برخه کې په افغانستان کې د څه باندې ۸۰ زرو وړو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ کړی چې پایله کې یې تر ۴۰۰ زرو زیات کاري فرصتونه رامنځته شوي دي، خو ټینګار کوي چې اوسنۍ اقتصادي وده چې نږدې ۱.۹ سلنه ده، د بېوزلۍ او بېکارۍ د کمولو لپاره بسنه نه کوي او افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ۶ تر ۷ سلنې پورې اقتصادي ودې ته اړتیا لري.
سټېفن روزدریګز زیاته کړه: «کله چې میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستنېږي، نږدې یو میلیارد ډالره بشري مرستې کمېږي او طبیعي افتونه لکه سېلابونه هم شته، اقتصاد تر سخت فشار لاندې راځي، له همدې امله، د فقر د کمولو او د هغو میلیونو افغانانو لپاره د کار د فرصتونو د رامنځته کولو لپاره چې کار ته اړتیا لري، اړتیا ده چې اقتصاد په چټک ډول وده وکړي.»
رودریګز، هېواد کې د ښځو پر مشارکت محدودیتونه د اقتصاد پر وړاندې د فشار له اصلي عواملو وبلل او ویې ویل چې د یوانډيپي د څېړنو له مخې، افغانستان ښايي د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د ښځو د نه مشارکت له امله نږدې یو میلیارد ډالره اقتصادي زیان وګالي.
هغه زیاته کړه چې تر دې دمه له شاوخوا ۷۸ زرو ښځينه پانګوالو ملاتړ شوی، خو دا شمېر د هېواد د نفوس پرتله بسنه نه کوي او باید څو برابره زیات شي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي وویل: «محدودیتونه شته، سږکال مو یوه څېړنه ترسره کړه، د هېواد له ګوټ ګوټه د متشبثینو او پانګوالو غږونو ته مو غوږ ونیو، د زرګونو کسانو خبرې مو اورېدلې او هغوی موږ ته ډېرې موارد ویلي دي، د تګ – راتګ محدودیتونه او په سفرونو کې د محرم اړتیا د دوی د سوداګرۍ لګښتونه لوړ کړي دي. دغه راز، هغوی وایي چې نارینه سوداګر له ښځينه سوداګرو سره راکړې – ورکړې ته حاضر نه دي.»
د یوانډيپي استازي دغه راز خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلونونه، د اوبو کمښت او تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په کابل کې د اوبو د وچېدو ګواښ یو بېړنی وضعیت رامنځته کوي. هغه په پای کې یادونه وکړه چې یوانډيپي په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالر بودجه لري، خو د پروګرامونو د اغېزناک دوام لپاره لږ تر لږه ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده او د بشري مرستو د کمېدو له امله د مالي سرچینو برابرول لا هم د یوې سترې ننګونې په توګه پاتې ده.
د پنجشېر زمرد د افغانستان ګرانبیه ډبره ده چې تر ډېره د هغو ځایي خلکو له خوا استخراج کېږي چې رسمي جواز یې ترلاسه کړی او بیا داوطلبي له لارې پلورل کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، په روان کال کې د پنجشیر د زمرد د پلور ۱۲ داوطلبۍ ترسره شوې چې په پایله کې یې ۳۶ زره او ۴۰۰ قیراط زمرد په ۲.۶ میلیون امریکايي ډالرو پلورل شوي دي.
د کانونو او پټرویم وزارت زیاته کړې چې اوس مهال ډېری بهرني پانګوال، په ځانګړې توګه روسي سوداګر، د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لیواله دي.
د دغه وزارت مسوولان هیله لري چې د تېلو او ګازو په برخو کې هم مثبتې پایلې ترلاسه کړي.
بلخوا، اقتصادي کارپوهان په کور دننه د کاني توکو، په ځانګړې توګه د ګرانبیه ډبرو د پروسس کولو پر اړتیا ټینګار کوي او دا چاره د کار په رامنځته کولو او د اضافي ارزښت زیاتوالي لپاره یو مهم ګام ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی، جهش عرب په دې اړه وايي: «قیمتي ډبرې باید پروسس شي او که خام حالت کې له هېواده بهر صادر نه شي، نو دا به د هېواد پر اقتصاد ډېر مثبت اغېز ولري. دا ستونزه اوس هم شته چې بهرنيان خام قیمتي ډبرې اخلي او ټوله ګټه هم هغوی ته رسېږي.»
دغه راز د اقتصادي چارو بل شنونکی، عبدالظهور مدبر وايي: «افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې له طبیعي زیرمو غني دی او که یو منظم پلان او علمي میکانیزم ولرو، کولی شو په دې برخه کې کار وکړو، څو کانونه استخراج او په داخل کې پروسس شي.»
دغه وزارت دغه راز ویلي چې په پنجشېر ولایت کې د زمردو نوې ساحې پېژندل شوې دي او د کانونو د استخراج جوازونه به د کانونو له مقرراتو او طرزالعملونو سره سم په دې سیمو کې ځایی خلکو ته وویشل شي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت، د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مسوولین وایي، د دغه نندارتون د جوړولو موخه د لاسي صنایعو وده، د صنعتکارانو ملاتړ او د دې ولایت د ځايي اقتصاد پیاوړتیا ده.
د نندارتون د تنظیموونکو په خبره، د نندارتو په ۵۰ غرفو کې بېلابېل تولیدات، لاسي صنایع او ځایي محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس، ذبیحالله امیري و ویل: «د دغه راز پروګرامونو موخه د بدخشان د لاسي صنایعو او ځایي فرهنګ په ګډون د سیمه ییزو تولیداتو او محصولاتو نندارې ته وړاندې کول دي. همدارنګه د هغو لاسي صنایعو چې بدخشان کې وې خو له منځه تللي، موږ هڅه کوو چې بیا یې ورغوو.»
پلورونکي او صنعتکاران د دغه نندارتون هرکلی کوي او د خپلو تولیداتو د معرفي کولو او پلور لپاره یې یو مناسب فرصت ګڼي.
د بدخشان د غالۍ اوبدونکو د ټولنې رییس، عبدالعلي یفتلي و ویل: «موږ د بدخشان سیمه ییز تولیدات نندارې ته وړاندې کوو او د بدخشان او نورو ولایتونو خلک نندارتون کې ګډون کوي، ځینې وخت بهرنیان هم ګډون کوي او تولیدات مو وده کوي.»
متشبثه، نازدانه شهراني وایي: «دغسې نندارتونونه دې ډېر کړي، څو هغه ښځې چې کار کوي، خپل تولیدات هم په کور دننه وپلوري او هم یې بهر ته صادر کړي.»
ځینې نورې ښځینه متشبثې چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی، له حکومته غواړي چې دغه ولایت کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ کړي.
متشبثې، نازیې و ویل: «موږ غواړو چې د ښځو لپاره یو ځانګړی بازار اوسي څو موږ وکولای شو د ښځو اړوند محصولات پکې وپلورو.»
بله متشبثه، سامعه وایي: «له دولته غواړو چې د ښځو لپاره یو جلا بازار جوړ کړي څو ښځو ته کاري زمینه برابره شي.»
د نندارتون مسوولین او ګډونوال ټینګار کوي چې د دې ډول نندارتونونو جوړول کولای شي د لاسي صنایعو په وده او د بدخشان د صنعتکارانو د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.
د تاج وطن په نوم د لبنياتو او مشروباتو توليدي کارخونې چې، دوه کاله وړاندې يې د کندهار عينو مېنه کې فعاليت پېل کړی، اوس د ورځې تر ۲۰۰ ټنه د توليد وړتیا لري.
د کارخونې مسوولین وایي، د ۲۰۲۶ کال پېل سره سم به د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د وچو شیدو تولید د کورني بازار ترڅنګ تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبېکستان ته هم صادر کړي.
د کارخوني مسوول شاهد احمد پوپل وایي: «نه یوازې به د ماشومانو دا شیدې د افغانستان لپاره وي بلکې نورو ګاونډیو هېوادونو ته به یې هم صادرات پیل کوو.»
د کارخونی کاریګر وایي د توليداتو د لوړ کېفيت له امله يې د توکو غوښتنه بازار کې زیاته ده.
کاريګر محب الله و ویل: «ماشاالله تولیدات ډېر ښه روان دي، موږ ښه او وطني تولیدات لرو. ښه د پلور بازار هم لري او تولید مو هم ښه روان دی.»
د فابریکې بل کاريګر فضل احمد و ویل: «زموږ د کمپنۍ تولیدات ډېر ښه دي. دلته موږ شیدې، ملایي، انرژي او فلټر اوبه تولیدوو.»
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسوولين وایي، د لبنياتو او مشروباتو برخو کې کورنۍ پانګوني تر ډېره د هېواد اړتیا پوره کړې ده.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالاحد صديقي و ویل: «واقعا چې یوه ښه او معیاري کارخانه ده. دوی هم شیدې او هم جوسونه تولیدوي. د افغانستان په کچه داسې فابریکې شته چې زموږ د هېواد اړیتاو پوره کولی شي.»
کندهار کې له ۲۰۰ زیاتې تولیدي فابریکې دا مهال فعالیت لري، چې تولیدات یې نه یوازې کورني بازار ته، بلکې بهر ته هم صادرېږي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان پر امنیتي او سیاسي مسایلو سربېره، د هېواد اقتصادي وضعیت او بشري اړتیاوې هم و څېړل شوې.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر وویل چې افغانستان له سوډان او یمن وروسته درېیم هېواد دی چې بشري مرستو ته اړتیا لري او په راتلونکي کال کې به نږدې ۲۲میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړ وي.
هغه د بودجې کموالی، پر ښځو کاري محدودیتونه، د کډوالو راستنېدل، اقلیمي بدلونونه او وروستۍ زلزلې د بشري وضعیت د لا پیچلي کېدو لاملونه وبلل.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، ټام فلیچر په دې اړه داسې وايي:«زموږ غوښتنه ۱.۷ میلیارده ډالر ده څو ۱۷.۵ میلیونو خلکو ته مرسته ورسوو؛ خو د بودجې د سخت کموالي له امله مو پروګرام ته په فوقالعاده توګه لومړیتوب ورکړی دی او اوس یوازې ۳.۹ میلیون هغه کسان مشخص کوو چې ژوند ژغورونکو مرستو ته خورا اړ دي .»
د چین او هند استازو هم د افغانانو او د هېواد د اقتصادي پر مختګ پر ملاتړ ټینګار وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی، فو کونګ هم وايي: «اړوند هېوادونه باید سمدستي او له کوم شرط پرته د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، د افغانستان بانک ته یې وسپاري او ناقانونه بندیزونه پای ته ورسوي.»
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازی، پارواتنني هرش خپل نظر داسې څرګندوي: «موږ به له ټولو اړوندو خواوو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړو څو خپلې مرستې د افغانستان په هر اړخیز پرمختګ، بشري مرستو، ظرفیت لوړولو او هغو نوښتونو کې زیاتې کړو چې د افغاني ټولنې له لومړیتوبونو او ارمانونو سره سمون ولري.»
بلخوا، د افغانستان اقتصاد وزارت د یو شمېر هېوادونو له اقتصادي ملاتړه په هر کلي سره له نړیوالې ټولنې یې غواړي چې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبدالطیف نظري هم و ویل: « موږ د هېوادونو له دریځونو هرکلی کوو او اسلامي امارت ژمن دی چې د روزګار-زیاتوونکو او بنسټیزو رغنیزو پروژو په برخه کې بنسټیز کارونه ترسره کړي. موږ غواړو چې د نړېوالې ټولنې همکاري له افغانستان سره، په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې، دوام ومومي.»
د روسیې په ګډون د نورو هېوادونو ځینو استازو هم د افغانستان ټولنیز او اقتصادي وضعیت ته د ځانګړې پاملرنې او د سیاست، سیمه ییز امنیت، سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې د همکارۍ په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
کابل کې د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې د سوداګرو ښځو د تولیداتو او محصولاتو لپاره دوه ورځنی نندارتون جوړی کړی دی.
په دې نندارتون کې سوداګرو ښځو په نږدې ۷۰ غرفو کې خپل تولیدات، لکه خوراکي توکي، افغاني جامې، انځورګرۍ او ګاڼې نندارې ته ایښې دي.
غرفه لرونکې د دې نندارتون له جوړېدو خوښي څرګندوي.
بلې غرفه لرونکې، حنیفې و ویل: «نندارتون زموږ لپاره ډېر ښه دی، ځکه خلک زموږ تولیدات ګوري او ورسره اشنا کیږي.»
د غرفې خاونده، ماري امیني وایي: «نندارتونونه دوه یا درې میاشتې وروسته جوړیږي. موږ تر هغه وخته تیاری نیسو خو تولیدات مو خرابیږي؛ نو باید دایمي بازارونه راته جوړ شي.»
ځینې نورې غرفه لرونکې وايي، د ښځو لپاره د ځانګړو بازارونو نشتوالي، د خامو موادو کمښت او د کاري جواز د تر لاسه کولو په برخه کې د اسانتیاو نشتون په ګډون له ځینو ستونزو سره مخ دي.
غرفه لرونکې، حبا و ویل: «ښځو ته په اسانه جواز نه ورکوي. د جواز ترلاسه کولو لپاره باید ناحیې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یا خصوصي ادارو ته لاړ شو چې ډېرې ستونزې لري.»
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، د دې نندارتون د جوړولو موخه د سوداګرو ښځو ملاتړ، د بازارموندنې د فرصتونو رامنځته کول او د هغوی د تولیداتو پېژندنه ده.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجراییوي رییسې، فریبا نوري و ویل: «دا نندارتون د دې لپاره جوړ شوی چې ښځې او د هغوی تولیدات منسجم شي او خلک، که دلته اوسي یا له بهر راځي، د افغاني تولیداتو سره اشنا شي.»
دا نندارتون په داسې حال کې جوړ شوی، چې په وروستیو میاشتو کې سوداګرې ښځې له اقتصادي محدودیتونو او د کاري فرصتونو له کمښت سره مخ شوي دي. دا ډول پروګرامونه کولی شي د هغوی د فعالیتونو په پرمختګ کې مرسته وکړي.
د هرات لپاره د طالبانو د والي دفتر نن، د سېشنبې په ورځ، ویلي دي چې د هرات له صنعتي ښارګوټي څخه د بطریو د تولید لومړۍ جوپه، چې لس کانتینره توکي او نږدې ۴۰ زره ډالره ارزښت لري، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته صادره شوه.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دغې محمولې د لېږد په مراسمو کې ادعا کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د کورنیو تولیداتو په برخه کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
په هرات کې د طالبانو ځایي ادارې هم دا اقدام د سیمې د اقتصاد د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي، چې د صنعتکارانو ملاتړ او د تولید او صادراتو د پراختیا لپاره د اسانتیاوو برابرول د دغې ادارې د کاري لومړیتوبونو څخه دي.
د هرات صنعتي ښارګوټی په ۱۳۸۱ لمریز کال کې، د طالبانو د لومړۍ دورې د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته جوړ شو او د شلو کلونو په موده کې شاوخوا ۲۰۰ فابریکو په کې تولیدي فعالیتونه پیل کړي دي.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو محصولاتو او تولیداتو درې ورځنی نندراتون جوړ شوی دی.
مسوولین وایي، دغه نندارتون کې کورني تولیدات او محصولات په ۶۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کیږي.
د نندارتون تنظیموونکي، مسعود حقمل و ویل: «شبرغان ښار کې دغه نندارتون د درېیو ورځو لپاره په لاره اچول شوی چې پکې د وسپنې ویلي کولو، خوراکي توکو او غالیو اوبدلو کارخونو غرفي نیولي دي.»
د جوزجان سیمهییز مسوولین د دې نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ بولي او له پانګوالو غواړي چې د بهرنیو هېوادونو پر ځای، د هېواد دننه پانګونه وکړي.
هغوی دغه راز ټینګار کوي چې اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب دی.
د جوزجان والي، ګلحیدر شفق و ویل: «که زموږ هر راز همکارۍ ته اړتیا وي، موږ به یې درسره کوو. یو او بل ته به لاس ورکوو او د افغانستان اقتصاد به مخ پر وړاندې بیایو.»
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس، نیازمحمد تواب و ویل: «هغه اسانتیاوې چې جوزجان کې صنعتکارانو ته ورکړل شوي، ښایي نورو ولایتونو کې نه وي.»
د نندارتون ګډونوال د داسې نندارتونونو د جوړېدو هرکلی کوي او په دې باور دي چې نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې لپاره ښه فرصت بلل کیږي.
بل صنعتکار، نجیبالله و ویل: «په کور دننه او بهر د دغه راز نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو او ملي اقتصاد د ودې په برخه کې مرسته کوي.»
د یادونې ده چې دا په روان کال کې لومړنی نندارتون دی چې په جوزجان ولایت کې جوړیږي او ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د کورنیو تولیداتو او د ښځو د لاسي صنایعو ځانګړی نندارتون هم پرانیستل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي او سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د هېواد د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ کچه له ۴۰ تر ۴۵ سلنې پورې راکمه شوې ده.
مسوولینو ویلي، سوداګر اړ شوي چې د بدیلو لارو، لکه د ایران او د مرکزي اسیا د سوداګریزو دهلېزونو ته مخه کړي او د سوداګرۍ بدیلو لارو په توګه یې وکاروي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو له تړل کېدو ۷۹ ورځې تېرېږي او په دې موده کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګریزه راکړهورکړه په ټپه ولاړه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي، آمو ته ویلي چې شاوخوا ۱۲ زره باروړونکي موټر، چې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ توکي لېږدوي، په پاکستان کې بند پاتې دي.
هغه ویلي: «نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالر زموږ او د پاکستان ترمنځ په سوداګرۍ کې کسر راغلی، چې ډېره برخه یې واردات دي. له بلې خوا زموږ ترانزیټ ډېر مهم دی، چې اوس په بشپړ ډول درېدلی او د نږدې ۱۲ زره کانټینرونو برخلیک لا هم روښانه نه دی.»
په ورته وخت کې، یو شمېر سوداګر وایي، چې د دې وضعیت دوام به په اوږدمهال کې د دواړو هېوادونو پر اقتصادونو ژورې منفي اغېزې ولري.
ورته وخت کې یو شمېر هېوادوال د خوراکي توکو، درملو او ساختماني موادو د بیو له لوړېدو شکایتونه لري او وایي چې د سوداګریزو لارو تړل کېدل د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز لري.
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی