اکتوبر 2025
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند تر هوکړې وروسته، د دواړو هېوادونو د ګډې سوداګرۍ خونه ټینګار کوي چې باید تر څه ژر سوداګریزې لارې بېرته پرانیستلې شي، څو د سوداګرو د لا زیاتو زیانونو مخه ونیوله شي.
د دغې خونې د مالوماتو لمخې، د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله، افغان سوداګرو ته شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
د دغې خونې مسوولین وایي، تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۵۰۰ موټره تازه مېوې او سبزیجات په بشپړ او نیمه بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس، خانجان الکوزي و ویل: «زموږ ۵۰۰ کانټینره په بشپړ یا نیمه بشپړ ډول له منځه تللي، یوه برخه جلالاباد او نورو بازارونو ته راوړي او په نږدې نیمه بیه مو پلورلي.»
له دې سره، د کابل او اسلاماباد ترمنځ سوداګري او ټرانزیټ په بشپړ ډول درېدلی دی.
سوداګرو ته ویل شوي چې تر بلې خبرتیا دې د خپلو مالونو له لېږد ډډه وکړي.
له بلې خوا، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، باید د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او سوداګرۍ د پراختیا لپاره نوې زمینې برابرې شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې د پلاوي رییس، وسیم صافي په دې اړه طلوعنیوز ته و ویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې سیاست له سوداګرۍ جلا شي، ځکه دا د خصوصي سکټور مسله ده. موږ تمه لرو چې د سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې رامنځته شي او زموږ محصولاتو ته لومړیتوب ورکړل شي، څو پر وخت صادر شي.»
سوداګر فرید اعظمي و ویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې د دواړو هېوادونو حکومتونه سوداګرۍ ته لومړیتوب ورکړي، هوکړه وکړي او اجازه ورکړي چې هغه توکي چې په دواړو خواو کې بند پاتي، پر وخت صادر شي.»
ځینو پاکستاني رسنیو د پاکستان د عوایدو ادارې په حواله راپور ورکړی چې هر کال د څلورو مهمو سوداګریزو لارو: تورخم، خرلاڅې، غلامخان او سپین بولدک له لارې له افغانستان ۷۶۶ میلیونه ډالر واردات او له پاکستانه بیا له ۱.۵۴ میلیارده ډالرو زیات صادرات کیږي.
د هرات سیمهییز چارواکي وایي، نږدې ۱۳ زره کسان چې په دې وروستیو کې له ایرانه را ایستل شوي، د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې په کار بوخت دي.
هرات کې صنعتکاران ډاډ ورکوي چې د دغو تازه راستنو شویو او خپلو ټولو کارکوونکو معاشونه ۳۰ سلنې زیات کړي.
د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس، محمد ناصر امین په دې اړه وایي: «موږ له ایران را ایستل شوي ۱۲ زره او ۶۰۰ کسان صنعتي ښارګوټي کې کارخونو ته معرفي کړې او هغوی اوس په کار بوخت دي. ځینو کارخونو خپله په اسلام کلا کې د کارموندنې اعلانونه کړي وو؛ چې ځینو یې ۳۰۰ کارکوونکي، ځینو ۲۰۰ او ځینو ۱۰۰ کسان ګومارلي دي. که د ټولو کارکوونکو شمېر یوځای کړو نو صنعتي ښارګوټي کې د کارګرو شمېر ډېر زیات شوی دی.»
یو شمېر دغه را ایستل شوي چې تازه ګومارل شوي وايي، خوشاله دي چې له کلونو کډوالۍ، سختیو او بېبرخلیکۍ وروسته، اوس په خپل هېواد کې کار کوي او عواید لري.
غلام سعید هم یو له دغو کسانو دی، چې نږدې دوه میاشتې وړاندې له ایرانه را اېستل شوی او اوس د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کیک جوړولو په یوه کارخونه کې کار کوي.
غلام سعید رسولي طلوعنیوز ته و ویل: «کله چې موږ په ایران کې وو، داسې ویل کېدل چې په افغانستان کې کار نشته او بېکاري ډېره ده خو کله چې دلته راغلم، داسې نه ده. دلته له ۲۰۰ تر ۲۲۰ کسان کار کوي او کار ښه روان دی.»
یوې صنعتي کارخونې چې تازه یې په هرات کې فعالیت پیل کړی، لسګونو راستنو شویو ته د کار زمینه برابره کړې. د دې کارخونې مسوولین وايي، د دغو کسانو له جذب سره هم مهاله د خپلو ټولو کارکوونکو معاشونه دېرش سلنې زیاتوي.
د کارخونې مسوول، سعد خطیبي په دې اړه و ویل: «موږ چمتو یو چې سر له سبا د خپلو کارکوونکو معاشونه لوړ کړو. د هېواد ټولو صنعتکارانو ته زما وړاندیز دا دی چې خپلو کارګرو سمه پاملرنه وکړي، ځکه اوسني معاشونه د ژوند د اړتیاو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. کارګران پر موږ حق لري او دا یو اخلاقي مسوولیت دی چې لږ تر لږه د هغوی معاشونه ۳۰ سلنې لوړ کړو، څو د ارام ژوند زمینه ورته برابره شي.»
د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له ایرانه د را ایستل شویو افغانانو د جذب بهیر په داسې حال کې روان دی، چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې یو میلیون او درې سوه زره افغانان د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
ډېری راستانه شوي وايي، خپل هر څه یې په ایران کې پاتې دي او تش لاس هېواد ته راغلي دي.
وچې مېوې لکه ممیز، بادام، پسته، غوزان او کشته د افغانستان له مهمو صادراتی محصولاتو دي او په سیمه او نړۍ کې یې ښه بازارونه موندلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې د افغانستان د وچو مېوو د صادراتو ارزښت د پام وړ زیات شوی او هند، چین، پاکستان، روسیه، متحده عربي امارات، کاناډا، ایټالیا او بریتانیا د دغو محصولاتو د صادراتو لپاره مهم ځایونه دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه داسې وايي: «د روان زیږیز کال په لومړیو ۸ میاشتو کې د وچې میوې د صادراتو کچه تر ۲۲۲ میلیون ډالره وو، په داسې حال کې چې د تېر زیږیز کال ۲۰۲۴ په لومړنیو اتو میاشتو کې دغه شمېر ۱۷۹ میلیون ډالره وو.»
بلخوا، د وچو مېوو د صادروونکو اتحادیه وايي چې سوداګر د صادراتو په بهیر کې له جدي ننګونو سره مخ دي. د واګه بندر تړل کېدل، د هوا له لارې د لېږد لوړ لګښت او د پیسو د لېږد په بهیر کې ستونزې د وچو مېوو د صادراتو پر وړاندې مهمې ننګونې دي.
د دې اتحادیې د مسوولانو په وینا، که دا ستونزې حل نه شي، د هند په څېر د مهمو بازارونو د له لاسه وتو احتمال شته.
د کابل د وچو مېوو صادروونکو اتحادیې ویاند، خالد رحماني بیا په دې اړه داسې وايي: «هغه عمده ستونزې چې اوس ورسره موږ مخ یو، د چارتر باربري الوتکو نشتوالی دی، بې ثباتي ده، د ټکټونو نرخونه دي او ځينې اداري او تخنیکي ستونزې هم د دې لامل شوي دي.»
یوه سوداګر، محبوبالله محمدي و ویل: «تر ټولو لویه ستونزه چې له اوږدې مودې راهیسې ورسره موږ مخ یو هغه بانکي ستونزه ده. په ادارو کې بېروکراسي هم له هغو ستونزو ده چې ډېری صادرونکي ورسره مخ دي.»
که څه هم افغانستان په سیمه کې د وچو مېوو د تولید له مهمو هېوادونو ګڼل کېږي، خو د اقتصادي چارو شنونکي ټینګار کوي چې د صادراتو د پایېدونکې ودې لپاره باید د سړو خونو پر جوړولو، معیاري بستهبندۍ، ارزانه ټرانسپورټ او نړیوالو بازارونو ته پر لاسرسي پانګونه وشي.
سږ کال له هراته څو هېوادونو ته د وچو میوو د صادراتو زیاتوالی بې مخینې بلل شوی دی
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې د نږدې ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۴زره ټنه وچه میوه صادر شوې ده.
تېر کال په همدې موده کې د ۱۶.۵ میلیون ډالرو په ارزښت ۸ زره ټنه وچه میوه صادر شوې وه.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضيزاده و ویل: «نړیوال بازارونو اوس موږ ته مساعد دي. موږ د ایران، هند، متحده عربي امارات، پولنډ، ختیځې اسیا، منځنۍ اسیا، اروپا او امریکا په څېر ډېرو هېوادونو ته صادرات لرو.»
د هرات د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، په وروستیو میاشتو کې نړیوالو بازارونو د افغانستان د وچې میوې پېرلو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د دې خونې د مسوولانو په وینا، د نویو بازارونو په پرانیستل کېدو سره به د وچې میوې صادرات څو برابره زیات شي.
د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې اجرائیوي رییس امید تیموري و ویل: «د افغانستان د محصولاتو سوچه والی په ځانګړې توګه د وچې میوې سوچه والی د دې سبب شوی چې د نړۍ ګڼ هېوادونه د افغانستان د محصولاتو ته لیوالتیا پیدا کړي.»
د وچې میوې د کیفیت لوړېدل بېلابېلو هېوادونو ته د دغو صادراتو د زیاتوالي اصلي لامل ګڼل کېږي.
سوداګر محسن نجفيزاده په دې اړه داسې وایي: «د افغانستان ټوله وچه میوه ښه کیفیت لري خو د هرات د وچې میوې کیفیت بیا تر نورو ولایتونو لوړ دی.»
د هرات د کرنې او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۱۵ډوله وچه میوه ترلاسه کیږي چې زیاته برخه یې بهر ته صادریږي.
په دغو میوو کې پسته، بادام، ممیز، غوځاڼ، وچ انځر، ځنغوزي او نورې میوې شاملې دي.
د کام ګروپ خصوصي شرکت اعلان کړی چې په وږي میاشت کې د دوه زره میګاواټه برېښنا د تولید تر هوکړې وروسته یې اوس د سعودي عربستان له “دلتا انټرنشنل” شرکت سره د ګازو په برخه کې هوکړه لاسلیک کړې ده.
د دغه شرکت په خبره، دا هوکړه لیک د دلتا انټرنشنل او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت تر منځ سویلي اسیا ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد په موخه لاسلیک شوې ده.
د کام ګروپ شرکت سلاکار، محمد ګل خلمي و ویل: «د دلتا انټرنشنل رسمي استازی افغانستان ته راغی او د افغانستان د ګازي انرژۍ په برخه کې یې له کام انرژۍ شرکت سره د ګډې پانګونې ژمنه وکړه. دا له هغو لویو پروژو ده چې افغانان ورته له شاوخوا شل کلونو راهیسې په تمه وو، خو د بودیجې د کمښت او سیاسي بدلونونو له امله دا پروژه ورو روانه وه. دا پروژه د ټاپي یا د ترکمنستان د ګاز د لېږد پایپلاین پروژه ده چې سویلي اسیا ته به ګاز لېږدوي.»
ورته مهال، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په حضور کې د دلتا انټرنشنل له اجراییوي رییس سره د ګازو د اکتشاف، استخراج او د انتقال د نللیکو غځولو په اړه خبرې کړي دي.
د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت و ویل: «د دلتا انټرنشنل اجراییوي رییس د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې خپلې تجربې به له افغان انجنیرانو سره شریکوي.»
بلخوا، د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د انرژۍ په برخه کې پانګونه نه يوازې د افغانستان د برېښنا د وارداتو اړتیا راکمولی شي، بلکې په هېواد کې به نوي دندې او د پرمختګ فرصتونه هم رامنځته کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي، میر شاکر یعقوبي و ویل: «د اوزبیکستان په څېر پر وارداتي برېښنا، چې کله ناکله د تخنیکي ستونزو له امله ټول افغانستان له ستونزو سره مخ کوي، د اتکا کمولو موږ د اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو سرچینې هم لرو. که دغو برخو کې سمه پانګونه وشي، نو لوی ظرفیتونه شته.»
تر دې وړاندې، د کام ګروپ شرکت د افغانستان له برېښنا سره د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت یوه هوکړه لاسلیک کړې وه، چې پر بنسټ یې د اوبو، ګازو، باد او د ځمکې د تودوخې له سرچینو دوه زره میګاواټه برېښنا تولیدیږي. د دې پروژې د پلي کېدو موده له درېیو تر اوو کلونو ټاکل شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: “دا تر ټولو لوی بدلون او پرمختګ دی، چې امیر خان متقي او د هند حکومت د کابل او امریتسر ترمنځ د الوتنو پیلولو هوکړه کړې ده.
د هند پارلمان غړی ویکرم جیټ سینګهـ سهني ویلي؛ افغانستان او هند هوکړه کړې، چې له امریتسر څخه کابل ته مستقیمې سوداګریزې الوتنې پیل کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: “دا تر ټولو لوی بدلون او پرمختګ دی، چې امیر خان متقي او د هند حکومت د کابل او امریتسر ترمنځ د الوتنو پیلولو هوکړه کړې ده.”سهني زیاته کړې؛ پاکستان تل د اټاري-واګه ځمکنۍ لار بندوي، چې له دې سره افغان سوداګر خپل توکي هندي بازارونو ته رسولی نشي.
هغه ټینګار کړی، چې د دې هوايي دهلیز له پیل سره به افغان توکي د هوا له لارې هندي بازارونو ته ورسیږي.
هرات (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۴): د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ۲۲ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د «کابل فولاد» اوسپنې ویلې کولو کارخونې دویم فاز د رییسالوزرا د اقتصادي مرستیال په حضور کې پرانیستل شو.
د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې له ځايي مسوولینو، د خصوصي سکټور او صنعتکارانو له استازو سره یوځای د دغه ولایت په صنعتي پارک کې د «کابل فولاد» اوسپنې ویلې کولو کارخونې دویم فاز پرانیست..
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له ټولو پانګهوالو وغوښتل څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به له هېڅ ډول همکارۍ ځان ونه سپموي.
ورته مهال، د «کابل فولاد» د اوسپنې ویلې کولو فابریکې رییس انجنیر عطاالله وردک هېواد کې د لا ډېر پرمختګ لپاره پر خپل تعهد ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې له ټولو امارتي سکټورونو او خلکو له ملاتړ او هڅو مننه وکړه.
د هغه په وینا، د «کابل فولاد» د اوسپنې ویلې کولو فابریکه هڅه کوي څو د هېواد په هر ګوټ کې پانګونه وکړي او د ځوانانو لپاره د لا ډېرو کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د «کابل فولاد» د اوسپنې ویلې کولو کارخونې په دویم فاز کې ۲۲ میلیون ډالر پانګونه شوې چې ۴۰۰ کسانو ته د کاري زمینې برابرېدو ترڅنګ د ورځې څه باندې د ۶۰۰ ټنه اوسپنې پروسس ظرفیت لري.
نړۍوال بانک په خپل نوي راپور کې ويلي، د منځني ختيځ، شمالي افريقا، افغانستان او پاکستان د اقتصادي ودې بهير له نړيوالو تمو سره سم ښه شوی؛ خو جګړې، بېثباتي او د خلکو بېځايه کېدل لا هم د پام وړ ستونزې دي.
د نړېوال بانک راپور څرګندوي چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د سيمې اقتصادي وده شاوخوا ۲.۸ سلنه او د ۲۰۲۶ کال لپاره ۳.۳ سلنه اټکل شوې ده، حال دا چې دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې يوازې ۲.۳ سلنه وه.
د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د خليج د همکارۍ شورا هېوادونو ښه اقتصادي فعاليت کړی؛ خو د افغانستان، پاکستان او د سيمې د نورو بېوزله هېوادونو پرمختګ د سياسي بېثباتۍ، د خصوصي سکتور د کمزورۍ او د ښځو د کار د ټيټې کچې له امله ورو روان دی.
راپور زياتوي چې د ښځو د کاري ځواک کم ګډون د افغانستان او سيمې د اقتصادي ودې پر وړاندې يو له سترو خنډونو څخه دی. د نړېوال بانک شنونکي وايي، د افغانستان ښځې د استعداد، زدهکړې او د کار د ظرفيت له پلوه د پام وړ وړتيا لري، خو د ټولنيزو دودونو، د قانوني محدوديتونو او د امنيتي وضعيت له امله له اقتصادي بهير څخه شا ته پاتې شوې دي.
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2025 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی