جون 2025
کابل – د افغانستان د اقتصادی او حقوقو د مطالعاتو موسسه (AELSO) او د استقلال لوړو زدهکړو موسسې په همکارۍ، د «کارآفرینۍ کمپ – ۲۰۲۵» په نوم یو ستر ملي پروګرام د کابل په ښار کې جوړ کړ.
په دې کمپ کې له ټول هېواد څخه ۱۱۸ ځوانو کارآفرینو ټیمونو ګډون کړی و، چې ښځې او نارینه یې شامل وو. له دغو ټیمونو څخه ۹۴ وړ ټیمونه د داورانو لهخوا د ارزونې مرحلې ته ولېږل شول. د سخت رقابت وروسته، ۶ غوره ټیمونه وروستۍ مرحلې ته ورسیدل.
د پایلو له مخې، د کابل ولایت DOT ټیم لومړی مقام وګاټه، د بامیانو ولایت “رویش سبز” ټیم دویم مقام او د بدخشان ولایت “دیدبان بینایی” ټیم درېیم مقام ترلاسه کړ. دا درې ټیمونه د مالي ملاتړ لپاره وړ وګڼل شول.
د کمپ اختتامیې مراسم د بریالیو ټیمونو لپاره د ځانګړو ایوارډونو، د داورانو لپاره د ستاینلیکونو او کتابونو، او د نورو ګډونوالو لپاره د تصدیقلیکونو په وېشلو سره پای ته ورسېدل.
د افغانستان څه باندې ۱۲۰۰ سوداګریز کانتینرونه د پاکستان په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي.
د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، دا په دغو کانتینرونو کې وارداتي خوراکي توکي شامل دي، چې د توکو د څېړنې د پڅ بهیر او د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله په دغه بندر کې بند پاتې دي.
د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس خانجان الکوزي ویلي:«اوسمهال زموږ جدي ستونزه په کراچۍ بندر کې دا ده چې له ۱۲۰۰ ډېر کانتینرونه، چې ډېری پهکې خوراکي توکي لکه بوره او غوړي دي، بند پاتې دي. د پاکستان له حکومته زموږ غوښتنه دا ده، چې د دوی د بهرنیو چارو وزارت، لکه څنګه چې یې ژمنه کړې وه، د دغو کانتینرونو د ارزونې بهیر ګړندی کړي.»
د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو له زیاتېدو او همداراز د ایران او اسراییل ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د باروړونکو موټرو د تګ راتګ له زیاتېدو سره هممهاله د کراچۍ بندر په لور د باروړونکو موټرو د ارزونې بهیر ورو شوی، چې دغې چارې د افغان سوداګرو لپاره نوې اندېښنې راولاړې کړې دي.
افغان سوداګر، زلمی عظیمي وايي:«د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان پر ټرانزيټي مالونو محدودیتونه لګولي دي. دا محدودیتونه چې پخوا یوازې د ۵ تر ۱۰ سلنه مالونو ارزونه کېده، اوس له ۳۰ تر ۱۰۰ سلنې ته لوړ شوي دي. له همدې امله زرګونه کانتینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي، چې له دې ډلې شاوخوا ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ پورې یې خوراکي توکي لري، او پاتې نور یې بېلابېل نور اجناس دي.»
د دغو ستونزو سربېره، د پاکستان حکومت افغان موټر چلوونکو ته خبرداری ورکړی چې د جون میاشتې له پای وروسته به یوازې هغو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي چې ویزه او پاسپورټ ولري.
په همدې حال کې، ځينې افغان سوداګر د پاکستان دا پرېکړه د خپلې سوداګرۍ پر وړاندې جدي خنډ ګڼي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیاو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه راټیټه کړې، او اقتصادي کارپوهان تل ټینګار کوي چې افغانستان باید د سوداګرۍ لپاره بدیل بازارونه پیدا کړي، چې پر یوه لار تړلتیا کمه شي.
د شاتو مچیو روزونکو ټولنه وايي، افغانستان دا مهال د شاتو د تولید له اړخه پر ځان بسیا شوی دی.
د دغې ټولنې غړو پکتیا کې په یوه غونډه کې د سرپرست حکومت له مسوولینو غوښتي چې د بازارموندنې او د تولید په برخه کې ورته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د دوی په خبره، دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا اته زره د شاتو مچیو فارمونه فعال دي.
د شاتو مچيو لرونکو ټولنې رییس، شاه جهان مبارز و ویل: «که اوس هم موږ بهرني شات بند کړو، افغانستان پر ځان بسیا دی. او د وارداتو د نه بندېدو لامل دا دی چې موږ په دې اړه له حکومت سره راپور نه دی شریک کړی.»
خو د پکتیا سیمهییز مسوولین د شاتو مچیو روزونکو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.
د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د شمېرو پر بنسټ، دغه ولايت کې د شاتو مچيو روزنې ۲۷۶ فارمونه شته چې په تېر لمريز کال کې ترې ۲۵۰ ټنه شات تر لاسه شوي وو.
د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو په بېو کې لوړوالي، د پلازمینې د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړي ډي.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي یو ځل بیا د تېرې اوونۍ پرتله د خوراکي توکو د بیو لوړېدو ته اندېښمن دي.
د کابل اوسېدونکی، فضل محمد په دې اړه وايي: یوه اونۍ مخکې که ته راغلی وای، د اوړو یو بوجۍ ۱۳۵۰ افغانۍ وه، اوس ۱۴ نیم یا ۱۵۰۰ ته رسېدلې دی. د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری دی.
جمیل هم چې د کابل اوسېدونکی دی داسې وايي: هغه کسان چې عمده توکي راوړي، باید کنټرول شي، پرچون هم باید کنټرول شي، څو نرخونو باندې یې اغېز کم وي، ځکه د خلکو اقتصاد خراب دی او کار نهشته.
د پلازمېنې ځينې هټیوال وایي چې د دغو خوراکي توکو بیې له ۱۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې لوړې شوې دي او لامل یې په ګاونډي هېواد کې جګړه ګڼي.
د لومړنیو توکو اوسنی او د یوې اوونۍ مخکې بیې.
خو د طلوع نیوز نوي موندنې ښيي چې تېر کال د تېلو، اوړو او وریجو په څېر د لومړنيو توکو واردات تر ایرانه د منځنۍ اسیا له هېوادونو، پاکستان او مالیزیا ډېر وو.
د اوړو د وارداتو په برخه کې، ایران د شپږو هېوادونو له ډلې شپږم او ازبیکستان، قزاقستان او روسیه په لومړیو لیکو کې دي.
که څه هم په پلازمېنه کې د یوې بوجۍ وریجو بیه ۳۰۰ افغانۍ لوړه شوې، خو له ایرانه د وریجو واردات درېیم ځای لري، پاکستان او قزاقستان په لومړیو درجو کې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزی وايي: کمیسیون چې د نرخنامې لپاره ټاکل شوی، باید د ټولنې او نړۍ وضعیت ته پام وکړي او نرخونه دې عادلانه تعین کړي. هیڅ شک نشته چې یو شمېر فرصتطلبه کسان ښايي دا کار وکړي. نه مو له ایرانه دومره غوړي راوړل چې قیمت یې لوړ شي، نه مو دومره وریجې راوړې، او نه هم دومره غنم او اوړه چې باید دومره ګران شي.
که څه هم د کابل ښاروالي تل په پلازمېنه کې د بیو د کنټرول لپاره د جدي څارنې خبره کوي، خو د هېواد د بازارونو بې ثباتي او د بیو لوړوالی هغه ننګونې دي چې هېوادوال په ځانګړې توګه د پلازمېنې اوسېدونکي ورسره مخ دي.
د اوزبېکستان او قرغېزستان دوو سوداګرو د پنجشېر له ځایي چارواکو سره په کتنه کې ویلي، د دغه ولایت نږدې سل ټنه ګیلاس به د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې ته صادر کړي.
سوداګرو دغه راز زیاته کړې چې د ګیلاس ترڅنګ به د پنجشېر نورې مېوې هم منځنۍ اسیا ته صادرې کړي.
تر دې مخکې، د پنجشېر د ګیلاسو حاصل پاکستان او هند ته صادرېده، خو د پنجشیر ځایي چارواکي وایي، سږ کال د نامعلومو دلایلو له امله دغه صادرات بند شوي دي.
د پنجشېر والي، محمد اغا حکیم زیاتوي: « له پنجشېره د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د ګیلاسو لېږد په عملي ډول پیل شوی او دا د پنجشېر بڼ لرونکو او د ټول افغانستان لپاره یوه خوشخبري ده، که زموږ پر مخ یوه صادراتي لار بنده شي، بله لار پرانیستل کېږي.»
د صنعت او سوداګرۍ رییس، امین الحق ماثوري بیا ویلي: «تېر کال ګیلاس هند ته صادرېده، خو سږ کال د هند او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ له امله د صادراتو بازار ټکنی شوی دی. د پنجشېر مڼې، زردالو او انګور هم لوړ کیفیت لري.»
چارواکي وایي، تېر کال د پنجشېر ځینو بڼ لرونکو یوازې د ګیلاسو له پلوره تر ۳۶۰ میلیونه افغانیو زیات عواید ترلاسه کړي وو.
د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر نوې ډیلي کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغان-ټرانس پروژې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
بختیار سعیدوف ویلي چې دغه دهلیز کولی شي د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ تر ټولو لنډه ټرانسپورټي لار اوسي او د سیمه ییزې سوداګرۍ او اقتصادي تبادلې پراختیا ته لار هواره کړي.
هغه پر هند هم غږ کړی چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ په ټرانسپورټي پروژو کې برخه واخلي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس و ویل: « د ټولګټو وزارت د دغې پروژې د فعال غړي هېواد په توګه تر دې وړاندې په بېلابېلو هېوادونو د دې پروژې د پلي کولو په موخه غونډو کې ګډون کړی او راتلونکي کې به هم دغه راز غونډو کې ګډون وکړي.»
د اقتصادي چارو شنونکي هم د افغان-ټرانس پروژې پلي کېدل د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم بولي.
د اقتصادي چارو شنونکي، میر شاکر یعقوبي و ویل: «افغان-ټرانس پروژه سیمه کې د تېر پرتله د افغانستان د اقتصادي اهمیت د پیاوړتیا او له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د کچې لوړولو سربېره د ګاونډیو هېوادونو پر څو محدودو بندرونو د افغانستان اتکا کموي او د نړۍ سترو بازارونو او بندرونو ته د افغانستان لاسرسی اسانوي.»
د دې پروژې موخه د مرکزي او سویلي اسیا او د نړۍ د نورو سیمو ترمنځ د توکو لېږد رالیږد دی، چې لګښت یې له ۴.۸ تر ۷ میلیارده ډالرو اټکل شوی او تمه ده چې تر ۲۰۲۷ زېږیز کاله بشپړه شي.
د نورستان د ماوی کان قیمتي ډبرې د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د یوې بولۍ له لارې یې د نورستان د دوآب ولسوالۍ د ماوی کان د کونزیت او بیروج قیمتي ډبرې د ۴۲ میلیونه ۸۱۴ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت پلورلې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې لمخې، له دغه تړون د سرپرست ونډه څلور میلیونه ۲۸۱ زره او ۴۵۰ افغانیو ته رسېږي.
ویل کېږي چې د افغانستان قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د خپل لوړ کیفیت له امله نړیوال شهرت لري، او په وروستیو کې یو شمېر بهرني پانګوال هم د دې برخې پر سر پانګونې ته لیواله شوي دي
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد او د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې رییس جیفري ګریکو د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، سوداګرۍ زیاتولو، د بانکدارۍ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او ګډې همکارۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ګریکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې هغه په تېرو درې کلونو کې د افغانستان په اقتصاد او بانکدارۍ سکټور کې مثبت بدلونونه لیدلي دي.
ګریکو د روان کال په اګست کې د بانکدارۍ اړیکو د پراختیا لپاره د یوه کنفرانس د جوړولو اعلان هم وکړ او د افغانستان بانک ته یې بلنه ورکړه، چې په دې کنفرانس کې برخه واخلي او وینا وکړي.په دې غونډه کې صدیق الله خالد د هېواد په اقتصادي وده کې د بانکدارۍ او مالي سکټورونو پر اړتیا هم ټینګار وکړ او څرګندوي؛ د افغانستان بانک ژمن دی، چې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
هغه د پیسو مینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو د مخنیوي لپاره د پروګرامونو د پیاوړتیا، د پیسو د بدلونکو او د پیسو د خدماتو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو او په مطلوبه کچه د انفلاسیون له ساتلو ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړې، چې په تېرو درې کلونو کې د افغانستان بانکدارۍ سکټور د دوه اړخیزو بانکي اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د بانکدارۍ سکټور لخوا خلکو ته د چمتو شوي مالي تمویل اندازه د تېر کال پر پرتله ۷۱ سلنه زیاته شوې ده.
د خالد د څرګندونو له مخې؛ یوازې له تېرو درې میاشتو راپدېخوا په بانکدارۍ سکټور کې د زیرمو حد ۷.۹ میلیارد افغانۍ زیات شوی او د نړیوالو پیسو لېږد پورې اړوند د ستونزو لویه برخه هم حل شوې ده.
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2025 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی