افغانستان په ۱۴۰۳ کې د ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت غالۍ صادر کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمیرې ښې چې په تېر لمریز کال کې د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ له هېواده بهر صادرې شوې دي.

کابل کې یو شمېر د غالۍ پلورونکي د دغه صنعت ارزښت ته په کتو؛ له سرپرست حکومت غواړي چې د دغو تولیداتو لپاره د بازار غوړېدو په موخه په کور دننه او بهر نندارتونونه جوړ کړي.

محمد هارون، د غالیو پلورونکی وايي: «موږ هره میاشت، که هغه نندارتون د هېواد دننه وي یا بهر، ګډون پکې کوو، خو په بهرنیو نندارتونونو کې د زموږ د هېوادوالو ګډون ډېر محدود وي. یانې موږ ته یوه محدوده ساحه راکول کېږي. له همدې امله زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې باید موږ ته پراخه ساحه راکړل شي، څو وکولای شو په نړۍوال بازار کې برخه واخلو.»

په همدې حال کې د غاليو اوبدونکو او صادرونکو ټولنه د افغاني غالۍ اوبدنې په تړاو د بهرنیو لېوالتیا ته په اشارې وايي، اړتیا ده چې بهر ته د غالیو په لېږد کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د افغانستان د غالیو تولېدونکې ټولنې د مدیره پلاوي غړی، محب الله کوهي په دې اړه وايي: «موږ خپلې غالۍ له دې ځایه امریکا، جرمني او ترکیې ته په ۱۵ یا ۲۰ ورځو کې هم نشو رسولای، خو هغوی یې په دوه ورځو کې رسوي. پېرېدونکي راته وايي، باید توکي مو تر ۱۵ ورځو را ورسوئ، خو موږ یې ان په شلو ورځو کې هم نشو رسولای. دا زموږ تر ټولو لویه ستونزه ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وايي، پاکستان، ایران، هالنډ، ترکمنستان، جرمني، امریکا، هند او یو شمېر نور هېوادونه د افغانستان د غالیو مهم اخیستونکي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد هم وايي: «د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د افغانستان د غالیو صادرات ۳۶۳۲ ټنه وو چې ارزښت یې شاوخوا ۱۵ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. دغه صادرات پاکستان، اسټرالیا، ایران، ترکیې، ترکمنستان، ازبېکستان، جرمني، هالنډ، امریکا، هند، کاناډا، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته ترسره شوي دي.»

غالۍ اوبدنه د افغانستان مهم صنعت دی چې تر ډېره پرې خلک په شمالي ولایتونو، په ځانګړي ډول بلخ، فاریاب، جوزجان او سرپل کې بوخت وي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لمخې، اوس مهال په هېواد کې یو میلیون او دوه سوه زره خلک د غالیو په اوبدلو او صادرولو بوخت دي.

کرنې وزارت: د بادام باغ د نندارتون د لیدونکو شمېر زیات شوی دی

د کرنې وزارت وایې، د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ۳۲م نندارتون د لیدونکو شمیر زیات شوی دی

دغه وزارت د داسې نورو نندارتونونو د جوړولو لپاره هڅو د دوام خبره هم کوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، غلام محمد کاظم شهامت و ویل: «د نندارتون لیدونکي د تېر پرتله زیات شوي. وزارت دا زیاتوالی د پام وړ او ګټور بولي.»

دغه نندراتون ته راغلي کسان وايي، دا ډول نندارتونونه د افغانستان د صنعت او کرنیز سکټور د ودې لپاره ګټور دي او ټینګار کوي چې باید د افغانستان له کروندګرو او صنعتکارانو لا زیات ملاتړ وشي.

د نندارتون ګډونوال، محمد هارون و ویل: «دغه راز نندارتونونو سره زموږ بزګران او صنعتکاران هڅول کیږي. موږ له دې نندارتونه لیدنه وکړ او د خلکو ګډون هم ډېر ښه و.»

د نندارتون بل ګډونوال، معشوق الله و ویل: «د بزګرانو، بڼوالو او سوداګرو تولیدات د خلکو د اقتصادي ودې لامل کیږي، د کار زمینې برابروي او د صادراتو امکانات رامنځته کوي.»

په همدې حال کې بیا د دغه نندارتون یو شمېر غرفه لرونکي د خپلو توکو لپاره له ښه بازاره خوښ دي.

دوی وايي، د یاد نندارتون په درېیمه ورځ یې ځینې هوکړه لیکونه هم کړي دي.

غرفه لرونکي، سیمع الله و ویل: «موږ ډېر پېرودونکي لرل او ځینې هوکړې مو وکړې. خلک راځي او د کورنیو تولیداتو ننداره کوي.»

غرفه لرونکې، حنیفې و ویل: «موږ ډېر خوشحاله یو. کوم څه چې مو نندارتون ته راوړې وو، تر ډېره مو پلورلي دي. ځینو ویل چې بیا راځو.»

د یادونې ده، چې دا نندارتون هرکال دوه ځلې د کابل په بادام باغ کې د کورنیو تولیداتو د ودې، د صنعتکارانو او کرنیز سکټور د ملاتړ په موخه د کرنې وزرات او کورنیو او بهرنیو بنسټونو په ملاتړ جوړیږي.

هېواد کې د چرګانو فارمونه په بې سارې توګه زیات شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت شمیرې ښیې چې په افغانستان کې د چرګانو په سکټور کې له سلو زرو زیات کسان په مستقیم ډول او درې سوه شپیته زره نور په نامستقیم ډول په کار بوخت دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دوی په هڅو هېواد کې د چرګانو فارمونه له درې زرو نږدې ۱۴ زرو ته پورته شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال وايي، اوس مهال په هېواد کې د چرګانو ساتنې سکټور مخ په غوړېدو دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، صدراعظم عثماني زیاتوي: «په دې سکټور کې له سل زرو زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»

په همدې حال کې د چارو ادارې رییس هېواد کې پر اقتصادي پراختیا او پانګونې ټینګار کړی او ویلي یې دي، د اسلامي امارت رهبر ټولو ادارو ته امر کړی، چې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې هر ډول خنډونه لرې او هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د چارو ادارې رییس، نور الحق انور هم وايي: «د سرپرست حکومت دفترونو او ادارو ته حکم ورکړ شوی چې هیڅوک نشي کولای د پانګوالو او پانګونې پر وړاندې خنډ جوړ کړي.»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، نجیب الله حیات حقاني څرګندوي چې: «حکومت باید په اقتصادي ډګر کې اسانتیاوې برابرې کړي، څو خصوصي سکټور وکولای شي خپل فعالیتونه په ازاد ډول پر مخ یوسي او خپلو موخو ته ورسېږي.»

ورته مهال بیا د چرګانو فارمونو ټولنې مسوولین وايي، اوس مهال په ټول هېواد کې د چرګانو پر فارمونو یو میلیارد او پنځه سوه میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.

دوی دغه راز د خنډونو لرې کولو او له دغه سکتور د ملاتړ غوښتنه کوي.

د چرګانو فارم سرتاسري ټولنې مرستیال، توریالی همت وايي: «یوازې د افغانستان اړتیاوې نه‌دي پوره شوې، بلکې دا ظرفیت هم لري چې بهرنیو هېوادونو ته هم صادر شي. په دې سکټور کې ټولټال یو میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې دا د افغانستان په سکټورونو کې تر ټولو لویه پانګونه بلل کېږي.»

د مسوولینو د معلوماتو لمخې، اوس مهال په ټول هېواد کې ۱۳ زره او ۸۵۰ لوی او کوچني فارمونه شته، چې له منځه یې ۱۲ زره او پنځه سوه فعال او هره ورځ له ۱.۲ میلیونو څخه تر ۱.۴ میلیونه کیلو ګرامه پورې غوښه تولیدوي.

صنعت وزارت: بیشکک سره مو تېر کال ۶۶ میلیونه ډالره راکړه ورکړه کړې

که څه هم قرغېزستان له افغانستان سره لږې سوداګریزې اړیکې لري خو دغه هېواد د «کاسا زر» د برېښنا لېږد لویه پروژه، چې د افغانستان له لارې تېرېږي، مخته بیایي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تېر کال د کابل او بیشکک ترمنځ ۶۶ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي، چې تر ډېره قرغیزستان ته د هېواد صادرات المونیمي او مسي لوښې، بخاردېګونه، غالۍ، مېوې او سبزیجات دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد  په دې اړه داسې وايي: «د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ سوداګري په ۱۴۰۳ لمريز کال کې ۶۶ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې له دې منځه اووه میلیونه ډالر صادرات او ۵۹ میلیونه ډالر واردات دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغان صادروونکو سوداګرو لپاره ښه بدیل ګڼي او وايي، چې له دغو هېوادونو سره د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره ګډې هڅې روانې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی هم وايي: «زموږ سوداګري له منځنۍ آسیا سره ورځ تر بلې ډېږي. سوداګري په عادي ډول د حیرتان او شیرخان بندر له لارې روانه ده. دا لارې، که څه هم یو څه ستونزې لري، خو بدیل لارې دي او موږ اړ یو چې له همدې لارو ګټه واخلو.»

 د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالحسیب صافي بیا وايي: «څومره چې وکولای شو له ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړو، دا کار به د افغانستان په ګټه وي.»

د قرغېزستان رسنیو هم، په دې وروستیو کې راپور کړی چې دغه هېواد د روان زیږیز کال د جنورۍ او فبرورۍ په دوو میاشتو کې  افغانستان ته د ۱۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نفتي توکي صادر کړي دي.

هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برښنا پروژې چارې پیل شوې

د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي، هرات کې د ۶۴ میلیون ډالرو په لګښت د ۲۰۰ میګاواټه په ظرفیت سره د بادي برښنا تر ټولو ستره پروژه پرانیستل شوه.

د دغې پروژې چارې نن (شنبه، جوزا ۱۰مه) د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اقتصات وزارت سرپرست، برښنا شرکت مشر، د هرات والي، ځايي مسوولانو او د «۷۷» ترکي شرکت مسوولانو په حضور سره پیل شوې.

د برښنا شرکت اجراييوي مشر عبدالباري عمر د دغې پروژې پرانیستې مراسمو ته وویل، د برښنا د یادې پروژې لومړی فاز چې د ۴۳.۲ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري، کارونه یې نن د لوړ پوړو چارواکو په حضور سره پیل شول.

د مسوولانو په وینا، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د هرات د صنعت‌کارانو د برښنا ستونزه حل شي.

کانونو وزارت: د شل کانونو عواید زېربنایي پروژو ته ځانګړي شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، هیواد کې یې د زېربنایي پروژو د پلي کولو په موخه نږدې ۲۰ کانونه بېلابېلو شرکتونو ته سپارلي دي.

د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې په دې کانونو کې سره زر، د ډبرو سکاره، سرب او جست، کرومایټ او نیفرایټ شامل دي او د قوشتیپې کانال په څېر د سترو پروژو تمویل لپاره ځانګړي شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: «د بېلابېلو منرالونو شاوخوا ۲۰ کانونه په ځانګړې توګه د سرب او جستو، سرو زرو، کرومایټو او نفرایټو کانونه د زېربنایي او عامه المنفعه پروژو په بدل کې ورکول شوي، البته د دغو کانونو عواید ځینو عام المنفعه پروژه ته ځانګړي شوي دي.»

ځینې کارپوهان افغانستان سره د نړۍوالو مرستو کمښت او د ځینو پروژو بې برخلیک حالت ته په پام سره، د بېخ بنایي پروژو د تمویل لپاره د کانونو ځانګړي کېدل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا طلوع‌نیوز ته و ویل: «هره پروژه چې پلي کیږي، په پایله کې  یې خلکو ته کاري زمینې رامنځته کیږي. که د هېواد کانونه د پراختیایي او بنسټیزو پروژو د تمویل په بدل کې په قرارداد ورکړل شي، کولای شي بنسټونه جوړ او خلکو ته دوامداره عواید برابر کړي.»

د سرپل د بلخاب حوزې د ډبرو سکرو کېندنه هم د قوشتیپې کانال د جوړولو د لګښتونو پوره کولو لپاره د ملي پراختیا شرکت ته ځانګړی شوی دی.

هرات کې د ورېښمو چینجیو د روزنې صنعت یو ځل بیا غوړېدلی دی

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، دغه ولایت کې د ورېښمو چینجیو د روزنې صنعت په پام وړ ډول غوړېدلی دی.

د دغه ریاست د مسوولینو په خبره، سږ کال د ځینو موسسو له لوري له کروندګرو او کلیوالي سیمو اوسېدونکو سره د ورېښمو چنجیو څه باندې شپږ زره صندوقه مرسته شوې ده.

ویل کېږي چې د ورېښمو چینجيو له هر صندوقه تر لس کیلو ګرامه تار ترلاسه کیږي چې هر کیلو ګرام تار په بازار کې له زرو تر ۱۵۰۰ افغانیو پورې پلورل کیږي.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د الوتونکو، کبانو او حشراتو څانګې مسوول، فهیم فایض و ویل: «په تېرو کلونو کې چې هېواد له ستونزو سره مخ و، د ورېښمو چینجي صنعت هم ښه نه و، خو اوس ګڼې موسسې او د کرنې ریاست هڅه کوي چې دا صنعت وده وکړي.»

د هرات د ورېښمو تولیدونکو ټولنې مرستیال، احمدشاه قوامي طلوع‌نیوز ته و ویل: «شاوخوا پنځه نیم تر شپږ زره کسان یوازې په زنده‌جان ولسوالۍ کې د پاڼو ټولولو، کار او د ورېښمو چینجیو روزنه کې بوخت دي. دا یو داسې صنعت دی چې ټوله ټولنه بوختوي، له اووه کلن ماشومه تر اتیا کلن کس پورې ټوله کورنۍ پرې کار کوي. د چینجیو د روزنې موده یو میاشت وخت نیسي او که یوه کورنۍ له ۴ تر ۵ صندوقه ولري، نو له ۵۰ زرو تر ۶۰ زرو افغانیو عاید ترلاسه کولی شي.»

ځینې کروندګر وايي، د ورېښمو چنجیو روزنې صنعت په هرات کې د کورنیو اقتصادي ودې لپاره اغېزناک ګڼل کیږي.

د ورېښمو تولید له پیله تر حاصل ورکولو یوه میاشت وخت نیسي. کروندګر وايي، د ورېښمو تار تولید سره یې د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.

هرات کې کروندګر، عبدالقدیر عصمتي و ویل: «د ورېښمو چینجې د روزنې صنعت که څه هم زیار ایستلو ته اړتیا لري خو له اقتصادي پلوه ډېره ګټه لري. که وپېرل شي او صادر شي، نو ښه ده او خلکو سره له اقتصادي اړخه مرسته کوي.»

بل کروندګر، نثار احمد و ویل: «دغه صنعت ښه حلال عاید لري. له لسو تر شل ورځو شپه او ورځ کار کوو او ښه عاید ترلاسه کوو.»

د ورېښمو اوبدلو صنعت د هرات له پخوانیو صنایعو ګڼل کیږي چې د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره، له دوه زره کاله زیاته تاریخي مخینه لري.

د هرات په ځینو ولسوالیو په ځانګړي ډول په زنده جان ولسوالۍ کې زرګونه تنه د ورېښمو پر تولید او صنعت بوخت دي.

یونېسف: روان کال ۱۲میلیونه افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» ویلي چې روان میلادي کال ۱۲ میلیونه ماشومان په افغانستان کې مرستو ته اړتیا لري.

یونېسف نن جمعه، غبرګولي نهمه، په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د نړۍ دویم هېواد دی چې اوسېدونکي یې بشرپاله مرستو ته اړمن دي.

په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان نږدې نیمايي وګړي ۲۲ میلیونه او ۹۰۰زره کسان روان ۲۰۲۵کال مرستو ته اړتیا لري.

یونېسف زیاته کړه چې د پنځو کلونو څخه کم عمرلرونکي ۸۵۷۰۰۰ ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په لویه کچه راستنیدو په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې کړې دي.

د یونېسف په وینا، د ۲۰۲۳کال د سپتمبر څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې له یو میلیون څخه ډېر خلک افغانستان ته راستانه شوي چې نږدې دوه پر درېیمه برخه یې ماشومان دي.

سره له دې چې په افغانستان کې د اړتیا کچه لوړه ده، ملګروملتونو مخکې ویلي وو چې دوی د اړو کسانو سره د مرستې لپاره د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2025 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی