ځينې شرکتونه افغانستان کې تر ۵ میلیارده ډالرو پانګونې ته لېواله دي

د رياست الوزراء اقتصادي کمېسیون وايي، یو شمېر کورني او بهرني شرکتونه دې ته لېواله دي چې، په افغانستان کې تر څه باندې ۵ میلیارده ډالرو پانګونې وکړي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال زیاتوي، یو شمېر کورني او بهرني پانګوال غواړي چې، په افغانستان کې پر کرنې، بنسټیزو پروژو، صنعت، انرژۍ، کانونو او ټرانسپورټ پانګونې وکړي.

بلخوا، د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې په نیویارک کې د متحده ایالتونو د نړۍوالې پراختیايي ادارې له مرستیال سره د افغانستان د وضعیت او پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.

بل خوا، اقتصاد وزارت د متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې د فعالیتونو بیا پیلېدل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي او زیاتوي چې اړتیا ده چې د متحده ایالاتو نړیواله پراختیايي اداره او نورې ادارې په افغانستان کې خپلې چارې بېرته پيل کړي.

د متحده ایالتونو نړۍواله پراختیايي اداره په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ په ګډون د تر ټولو لویو پروژې ملاتړې ده،

بغلان کې څه باندې دوو زرو ښځو لاسي صنایعو ته مخه کړې

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي دغه ولایت کې له دوو زرو زیاتو ښځو د لاسي صنایعو تولید ته مخه کړې ده.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر، عزت میر حقاني و ویل: « له دوو زرو زیاتې دي، دا هغه شمېرې دي چې موږ د دوی د تېر کال له نوملړه راخیستي چې دوه زره متشبثې په مرکز او ولسوالیو کې په لاسي صنایعو بوختې دي او له دې لارې خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کوي.» 

دغو ښځو او نجونو د دوی پر وړاندې د زده کړو تر بندیز وروسته خیاطۍ او لاسي صنایعو ته مخه کړې ده. 

دوی وایي، له دې لارې کولای شي د خپلو کورنیو ورځنيو لګښتونو ته رسېدنه وکړي. 

متشبثه، پروانه وایي: « له هغې راهیسې چې ښوونځي او پوهنتونه تړل شوي، اړ یو چې خیاطي وکړو او د خپلو کورنیو لګښتونه دا مهال له دې لارې پوره کوو.»

بله متشبثه، نجیبه شېرزۍ وايي: « اوس مهال زه خپله سرپرسته یم، درې کلن ورور مې معیوب دی، پلار نه لرم، مور مې ناروغه ده.»

د هېواد ځینو نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمېر ښځې د خپلو کورنیو اړتیاو پوره کولو په موخه د لاسي صنایعو پر جوړولو بوختې دي او له مسوولینو غواړي چې له فعالیتونو یې د ملاتړ په موخه په کور دننه او بهر لوی نندارتونونه جوړ کړي.

ملګري ملتونه د افغانانو پر اوږدمهالي ملاتړ ټينګار کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما د اوږد مهال لپاره د هېوادوالو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د یوناما دفتر مرستیال په خوست او پکتیا ولایتونو کې د دغه سازمان د پروژو د لیدنې پر مهال ویلي چې افغانانو ته یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي، بلکې د دوامدارو حل لارو لپاره هم کار وشي.

 اندریکا راتواته په خپلو خبرو کې د دوامدارو حل لارو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دا حل لارې په لرې پرتو سیمو کې ټولنې پیاوړې کوي څو خپلې اړتیاوې په ډاګه کړي او دا چلند د اړتیاوو د پېژندنې او د هغو د حل د لارو چارو د موندل کېدو لامل کیږي.

د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر مرستیال، اندریکا راتواته ویلي: «موږ په ځانګړې توګه لرې پرتو او هغو سیمو ته چې لږ خدمت ورته شوی، ۴۰ میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو د ځانګړي صندوق له لارې ځانګړي کړي دي.

 په دغو سیمو کې د دوامدارو حل لارو اهمیت دا دی چې ټولنې پیاوړې کوي او د هغو اړتیاوې منعکسوي. دا چلند له ټولنو سره تعامل کوي  څو اړتیاوې وپېژني، د هغو د حل لارې چارې مشخص کړي او که اړتیا وي، په دغو پروژو کې ټولنې او چارواکي ښکېل کړي.»

 یو شمېر کارپوهان پر دې باور دي چې د نړۍوالې ټولنې ملاتړ په لنډ مهال کې د افغانستان د بې وزلۍ د کمولو لپاره ګټه نه لري او د مرستو د اغېزناکتوب لپاره اړتیا ده چې په اوږدمهال کې دا مرستې په بنسټیزو برخو کې ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې ترې دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د افغانستان د اقتصادي ناورین په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې ملګري ملتونو په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له افغانانو سره د مرستې لپاره د درې میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه یوازې ۳۰ سلنه چې ۹۰۰ میلیونه ډالر کېږي، ترلاسه شوي دي.

د افغانستان اماني صندوق څه باندې ۳ سوه میلیونه ډالره ګټه کړې

د افغانستان اماني صندوق مسوولین وایي، دغه صندوق له جوړېدو تر دې دمه ۳۳۷ میلیونه ډالره ګته کړې ده

د دغه صندوق د مدیره پلاوي یو غړی وایي، اماني صندوق په خپلواکه توګه عمل کوي چې موخه یې د پولي ارزښت ساتنه، د بیو خوندیتوب او د مالي سکټور ثبات دی.

د افغانستان اماني صندوق غړي، شاه محمود محرابي و ویل: « دغه صندوق په خپلواکه توګه عمل کوي او د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره کار کوي، پولي ثبات، د بیو ثابت ساتل او د مالي سکټور ثبات د دغه صندوق اساسي موخې دي. دا صندوق د بشري موخو لپاره نه دی جوړ شوی.»

خو اقتصاد وزارت یو ځل بیا له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازادې کړي. 

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري و ویل: « بهر کې د افغانستان ټوله کنګل شوې او بلاک شوې شتمنۍ، د افغانستان د خلکو مشروع حق دی. له دې امله غواړو چې ژر تر ژره دغه پیسې د افغانستان خلکو ته ورکړل شي څو د هېواد په پرمختګ او اقتصادي پراختیا کې ولګول شي.»

د افغانستان د کانونو او سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: « هیله من یم چې نړۍواله ټولنه له دغو فشارونو تېره شي څو ګټه یې د افغانستان خلکو ته ورسیږي. د مثال په توګه که خصوصي سکټور یې وکاروي، له اقتصاد، کاري زمینې برابرولو او بې وزلۍ لمنځه وړلو کې مرسته کوي.»

کروندګر د خپلو محصولاتو پیکه بازار اندېښمن کړي

ځینې کروندګر چې، له بېلابېلو ولایتونو یې خپل کرنیز محصولات د خرڅلاو لپاره کابل ته راوړي، د مناسب بازار له نشتوالي شکایت لري.

دوی وايي، خپل کرنیز محصولات ډېر لګښت کابل ته راوړي خو کابل کې هم ورته مناسب بازار نشته؛ نو له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

۶۰ کلن جان اغا چې له کندزه یې کابل ته خټکي راوړي وايي، په کښت یې تر ۵۰ زرو افغانیو زیات لګښت راغلی؛ خو په خبره یې اوس یې لګښت هم نه پوره کوي. 

جان اغا د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: « د هر من خټکي د لېږد لګښت ۳۰ افغانۍ دی او اوس ۴۰ افغانۍ پلورل کیږي؛ موږ ته یوازې ۱۰ افغانۍ پاتې کیږي. لوی خټکي په ۹۰ افغانۍ پلورو او کوچني خټکي په ۴۰ افغانۍ، چې موږ ته هیڅ ګټه نه کوي.»

له کندوز کروندګر حبیب الله و ویل: « هندواڼې کابل کې ۴۰ یا ۵۰ افغانۍ پلورل کیږي چې زموږ لګښت نه پوره کوي. ډېرې ستونزې شته او د کرنې وزارت موږ ته ژمنې راکوي خو پرې عمل نه کوي.»

یو بل کروندګر محمد غیاث و ویل: « موږ د کرنیزو محصولاتو لپاره یو سالم مارکیټ نه لرو. زموږ اصلي مارکیټ باید پاکستان، تاجیکستان او ازبیکستان اوسي خو له بده مرغه دغه هېوادونه یې له موږ نه پېري. پاکستان چې له موږ پېر کوي، ستونزې شته چې ګمرکونه لوړ دي او لارې تړلې دي.»

بل لورته د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، هڅه کوي چې د کروندګرو لپاره اړینې اسانتیاوې او د دوی محصولاتو ته مناسب بازار ومومي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین و ویل: « د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له سوداګرو سره په ګډه هڅه کوي چې د کرنیزو محصولاتو د صادرولو زمینه پراخه کړي څو کروندګر وکولای شي چې د خپلو محصولاتو ډېر عاید ترلاسه کړي.»

ډېر شمېر کروندګر وایي، روان کال یې محصولاتو ته د مناسب بازار او سړو خونو د نشتون او دغه راز د ګاونډیو هېوادونو له لوري د صادراتو په برخه کې خنډونه د دې سبب شوي چې ډېر محصولات یې لمنځه لاړ شي.

نړۍوال بانک له افغانستان سره یو مېلیارد او ۷۰۰ مېلیونه ډالره مرسته کړې

نړۍوال بانک وايي چې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته یې له افغانستان سره، یو مېلیارد او ۷۰۰ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دغه بنسټ په خپل نوي راپور کې زیاتوي چې، د افغاني ټولنې ثبات او معیشت ملاتړ، روغتیايي بیړنۍ غبرګون، د خوړو بیړنۍ خوندیتوب، د مدني ټولنو د سازمانونو د ظرفیت لوړولو ملاتړ او د کوچنیو پورو پیاوړتیا؛ په افغانستان کې د نړۍوال بانک له مهمو پروژو څخه دي.

نړۍوال بانک په راپور کې راغلي:«د افغانستان د ټولنې د ثبات او معیشت ملاتړ، روغتیايي بیړنۍ غبرګون، د خوراکي امنیت بیړنۍ ملاتړ، د مدني ټولنې د سازمانونو د ظرفیت لوړونې ملاتړ، د کوچنیو پورونو او تشبثاتو پیاوړتیا، د افغانستان لپاره د اوبو د بیړنۍ مرستې پروژه او د خصوصي سکتور پراختیا پروګرام، د نړۍوال بانک ځینې مهمې فعالې پروژې دي.

نړۍوال بانک ټینګار کړی چې، په دغو ټولو پروژو کې ښځې په محوریت کې دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې، دا فعالیتونه د ښځو لخوا د ښځو لپاره پلي کېږي.

 بلخوا، د اقتصاد وزارت په افغانستان کې د نړۍوال بانک فعالیتونه مهم بولي او ټینګار کوي چې، دغه بنسټ باید په افغانستان کې، خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې، پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د نړۍوال بانک په ګډون ډېری نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول چې، د اقتصادي کارپوهانو په وینا، د دغو بنسټونو د فعالیتونو بیا پیلېدل کولای شي د هېواد پر اقتصاد مثبتې اغېزې ولري.

اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا غونډه؛ پر اقتصاد او کاري فرصتونو تمرکز

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وايي، د هغې غونډې په دویمه ورځ چې، د دوی له لورې جوړه شوې وه، د اقتصاد او افغانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو د څرنګوالي په تړاو په‌کې خبرې اترې شوې دي.

د افغان سوداګرو د شورا رییس، حاجي عبیدالله صدرخېل، دغه غونډه د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل لپاره مهمه ګڼي.

حاجي عبیدالله صدرخېل په دې هکله وویل:«په دغه کنفرانس کې پر دې فوکس و چې، د افغانستان له تجارانو سره او د افغانستان خلکو ته څنګه شغول او کار رامنځته کړو، پر دې ټولو موافقه وکړه چې، خلکو ته د دې پر ځای چې، مرسته وشي باید خلکو ته داسې پروژې جوړې شي چې، خلکو ته کار ورکړل شي او د هغوی د ورځني کار په بدل کې مزد ورکړل شي.»

د بانکي او مالي سکتور، د کانونو په برخه کې مستقیمې بهرنۍ پانګونې، تولید او صنعت، د افغانستان پر اوسنیو ستونزو د نړۍوالې ټولنې غور، د افغانستان شتمنۍ او د هغې له ګټو د استفادې څرنګوالی هغه موارد دي چې، د افغان سوداګرو په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې پرې خبرې شوې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي څرګندوي:«په دغه کنفرانس کې د افغانستان پر بانکي او مالي سکټور بحث وشو او همدارنګه د کانونو، تولید او صنعت په برخو کې پر مستقیمو بهرنیو پانګونو او پر شته اقتصادي ننګونو او دا چې، نړۍواله ټولنه څنګه کولای شي چې، د افغانستان اوسنیو ننګونو ته رسېدنه وکړي.»

بلخوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې، په داسې غونډو کې باید نړۍوال بنسټونه قانع کړل شي چې، په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، اقتصادي او بانکي محدودیتونه او د پراختیايي مرستو بندېدل په هېواد کې د بې‌وزلۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2024 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی