د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه

د سې شنبې پر ورځ ( د تلې ۴ ) د سوداګرۍ او صنعت وزارت په همکارۍ په هېواد کې د پانګونې د بهیر د ګړندي کولو لپاره د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ دوه اړخیزه ناسته جوړه شوه.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت مطبوعاتي دفتر څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو پر ناالکولي مشروباتو، کریمه ډبرو او منرالونو، کیمیاوي سرې، موټر بیتریو، رخت او نساجۍ، نفتي توکو، اوړو او غنمو، ګرځندوي، رستورانت چلولو او خوراکي توکو بحث او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د قزاقستان سوداګرو او پانګوالو د افغانانو له میلمه‌پالنې مننه وکړه او افغانستان یې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره خوندي ځای او مناسب چاپېریال وباله.

همدارنګه د قزاقستان د خصوصي سکتور پر استازیتوب ارمان یاسین تایوف په کابل، بلخ او کندهار ولایتونو کې د نندارتونونو د جوړولو له هڅو خبر ورکړ او وایي، چې په نږدې راتلونکي کې به په قزاقستان کې د افغانستان د تولیدي صنایعو او دغه راز په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو نندارتونونه جوړ کړي.

له بلې خوا ارمان یاسین تایوف ويلي، چې افغانستان ته د خپل سفر په بهیر کې به د کابل له سوداګرو او پانګوالو پر لیدنې سربېره به د هرات، بلخ او کندهار ولایتونو له پانګوالو سره هم وګوري.

کانونو وزارت: کانونو کې لاسلیک شوي تړونونو ارزښت ۷ مېلیارد ډالرو ته رسېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۷ میلیارده ډالرو په پانګونې، د کانونو د کېندنې تړونونه لاسلیک شوي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د ۲۰۰ کوچنیو کانونو د کېندنې تړونونه هم کورنیو شرکتونو ته ورکړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان طلوع‌نیوز ته وايي:«ایراني، چینايي، ترکي او برېټانیوي شرکتونو پانګونه کړې او په دغو اوو تړونونو کې د دوی د پانګونې حجم کابو ۶ مېلیارد او ۵۵۷ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کوي چې اوس مهال، د بدخشان د سروزرو، د غور د جستو او سربو، نفتي حوزې او د پنجشېر د وسپنې کانونه د پانګونې لپاره چمتو او پانګوال کولای شي پانګونه په کې وکړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی شاکر یعقوبي وايي:«د کانونو د استخراج لپاره باید سمه پالیسي چې وکړای شي د افغانستان ملي اقتصادي ګټې تامین کړي، رامنځته شي، او له ګاونډیو هېوادونو، کورنیو او بهرنیو سره ورته چلند وشي لکه څرنګه چې له بهرنیو او کورنیو شرکتونو سره نه کېږي چې یو څو اړخیزه او څوګونی چلند وي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالظهور مدبر هم څرګندوي:«هر اقتصادي حرکت کولای شي د اقتصاد څرخ ته یو لامل وي، نو د کانونو استخراج هم په خپله اندازه کولای شي په هېواد کې د کاري زمینې لپاره ګټور او ارزښت ناک وي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، اسلامي امارت باید پانګوالو ته د لا زیاتې پانګونې د جلب په موخه لازمې اسانتیاوې رامنځته او نړۍواله ټولنه هم لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند وویل:«د کانونو او پټرولیم وزارت دنده لري چې هم افغان پانګوالو ته او هم بهرنیو پانګوالو ته ښه او اسانه شرایط او ملي اقتصادي ګټو ته په کتو شرایط برابر کړي چې د پانګونې کچه لوړه شي.»

تر دې مخکې، د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و چې د کان کېندنې په بهیر کې بشپړه روڼتیا شته او د هیڅ یوه کان، کېندنه به په ناقانونه توګه ونه‌شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېرو پنځو میاشتو کې کابو۸۰۰ ټنه جلغوزې صادرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د ۸ مېلیون ډالرو په ارزښت ۸۰۰ ټنه جلغوزې له هېواده بهر ته صادرې شوې دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې دغه جلوزې  پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو ته صادر کړل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ډاډ ورکوي، چې د صادراتو د زیاتېدو لپاره هڅې روانې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«له نېکه مرغه موږ له چین، متحده عربي اماراتو او ځينو نورو هېوادونو او همدارنګه له روسیې سره مستقیماً وصل یوو او تر ډېره هوايي لارو او بندرونو له لارې وصل یوو.» 

بلخوا، ځينې سوداګر وایي، د توکو په تېره بیا د ځلغوزو د صادراتو د زیاتېدو لپاره اړتیا ده، چې اسلامي امارت یې ستونزې حل کړي.

سوداګر محبوب الله محمدي وايي:«له افغانستانه د هوايي کارګو بیه ډېره لوړه ده البته دلته حکومت باید د سبسایډۍ پروګرامونه په پام کې ونیسي، دویمه دا چې هغه ستونزې چې اوس د حکومت له خوا په ځنګلونو کې پر سوداګرو اضافه شوې دي چې د ځنګلونو محصولات له عشر سره دی البته دا موضوع هم پر بیې او صادراتو اغېزه کوي.»

اخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي که‌چېرې اسانتیاوې برابرې شي، سوداګر کولای په یوه کال کې د سل مېلیون ډالرو په ارزښت ډېر ځلغوزې صادرې کړي او له دې پلوه به اسلامي امارت هم ښه عاید ترلاسه کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند څرګندوي:«د کال موږ کابو ۷۵ مېلیون ډالره صادرات لرو که‌چېرې دا په ښه بڼه یې پروسس کړو او زموږ پروسس همدا ډول دوام پیدا کړي کولای شو د صادراتو کچه تر ۱۰۰ مېلیونو ډالرو ورسوو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې بهر ته د ۴۹ مېلیون ‌ډالرو په ارزښت ځلغوزې صادرې شوې دي، چې ډېری دغه صادرات پاکستان چین او هند ته شوي دي.

ویډيو: د پکتيا د کرنې رياست له لوري د لرګيو بار شاوخوا ۲۵۰ بار وړونکې لارۍ درول شوې دي. موټرو چلوونکي وايي له تېرو پنځو مياشتو راهيسي يې بېلابېلې دروازې ټکولي؛ خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د ا.ا له اقتصادي پروګرامه د افغانستان-امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې رییس ستاینه

د افغان – امریکا د سوداګرۍ خونې رییس په کابل کې د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته په یوه اعلامیه کې وايي، چې د اسلامي امارت اقتصادي سیسټم امریکايي پلاوی حیران کړی دی.

په دغې اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت او خصوصي سکټور د پنځه کلنې پراختیايي پروګرام پر اجرايي کېدو کار کوي.

د دغې اعلامیې پر بنسټ اسلامي امارت پر ځان د متکي اقتصادي موډل په رامنځته کولو سره، له ۱۹۹۰مې لسیزې نه ځينې درسونه اخیستي دي.

په اعلامیه کې راغلي:«د طالبانو مشرانو له ۱۹۹۰ لسیزې درسونه اخیستي او د اقتصادي پراختیا د پروګرام د پلي کولو ژمنې یې کړې دي. هغوی ان د متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو د پراختیا موډل هم رد کړی دی. که څه هم هغوی پوهېږي چې په تېرو وختونو کې په ځینو برخو کې پرمختګونه شوي، خو هغوی پرېکړه کړې ده، چې د افغانستان د امارت او خصوصي سکټور ترمنځ پنځه کلن پرمختیایي پلان پلی کړي.»

بل خوا، اسلامي امارت افغانستان ته د امریکا متحده ایالتونو د پلاوي سفر مهم بولي او وایي چې له ټولو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې غواړي.
           
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«موږ هیله لرو چې سوداګر د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه اقتصادي تعاملات رامنځته کړي. موږ له ټولې نړۍ سره د ښو اقتصادي اړیکو غوښتونکي یوو.»

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وویل:«هغه کارونه چې د طالبانو د اسلامي امارت له خوا ترسره شوي، له کم فساد سره د ډېرو ګمرکي عوایدو راټولول او همدارنګه صادراتو زیاتوالی موندلی خو برعکس بې‌وزلي زیاته شوې ده.»

دغه پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې ژمنې کړې دي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی