افغانستان په شپږو میاشتو کې ۶۳۵ ټنه زعفران او هينجه صادر کړي

افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۳۵ ټنه زعفران او هينجه صادر کړي دي.

ګلوبل ټایمز ویلي چې د دې صادراتو ټولیز ارزښت ۷۷،۵ میلیونه ډالره دی.

دې ورځپاڼې د طالبانو تر واک لاندې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ویاند جاوید آخندزاده په حواله ویلي، چې په دې موده کې افغانستان د ۲۰،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۸ ټنه زعفران او د ۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۱۷ ټنه هينجه صادر کړي دي

د دغه راپور پر بنسټ، دغه صادرات په عمده توګه د چین، سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، هند، هسپانیې، جرمنی، ازبکستان، اندونیزیا، امریکا او بریتانیا هېوادونو بازارونو ته شوی دی.

د يادونې وړ ده چې هينجه د منځنۍ اسيا او ختيځ ايران بومي بوټى دی چې د ژېړ ګلان او غټې ريښي لري، چې په درملو کې ترې کار اخيستل کېږي او دا مهال په افغانستان کې کرل کېږي.

له بلې خوا د افغانستان زعفران هم د نړۍ یو له غوره زعفرانو څخه شمېرل کیږي.

د کندهار نږدې ١٠ زره ټنه پیاز له افغانستانه بهر ته صادر شول

په کندهار کې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له افغانستانه ۹زره۹۵۰ ټنه پیاز بهر ته صادر شوي دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه صادرات په تېرو دوو میاشتو کې ترسره شوي دي.

د دغې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغه صادراتو ټوليز ارزښت دوه ميليونو ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه ریاست زیاتوي، چې دغه صادرات هند او پاکستان هېوادونو ته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر سوداګر وايي چې د صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغه سوداګر د کافي سړو خونو نشتوالى، د ګمرکي تعرفو لوړوالى، د ويزو په ترلاسه کولو کې ستونزې او د نړيوالو بنديزونو له امله محدوديتونه چې د بانکونو له لارې د پيسو لېږد يې ستونزمن کړي، د خپلو عمده ستونزو په توګه يادوي.

بهر ته د کندهار د څه باندې شپږ زره ټنو انارو صادرېدل

په کندهار کې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، سږ کال له دغه ولایت څخه ۶زره ۱۵ ټنه انار له افغانستان څخه بهر ته صادر شوي دي.

دغه رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه صادراتو ټوليز ارزښت درې ميليونه او ٨٦٨ زره امريکايي ډالرو ته رسېږي.

د دې خبرپاڼې په وينا، د کندهار انار متحده عربي اماراتو، هند، برېټانيا، قرغزستان، لبنان او پاکستان ته صادر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر سوداګر وايي چې د صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغو سوداګرو د کافي سړو خونو نشتوالى، د ګمرکي تعرفو لوړوالى، د ويزو په ترلاسه کولو کې ستونزې او د نړيوالو بنديزونو له امله محدوديتونه چې د بانکونو له لارې يې د پيسو لېږد ستونزمن کړى، د خپلو عمده ستونزو په توګه يادوي.

په کابل کې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو يودېرشم نندارتون پرانیستل شو

د مالدارۍ او کرنيزو محصولاتو  يو دېرشم نندارتون نن (چهارشنبه) په ورځ د کابل په بادام باغ کې پرانیستل شو.

په دغه څلور ورځني نندارتون کې کرنیز محصولات، بڼوالۍ، مالدارۍ، کرنیز ماشینونه، زعفران، طبي بوټي، د اوبولګولو وسایل، مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي، د لمریزې برېښنا د تولید وسایل، کرنیز فعالیتونه او لاسي صنایع شامل دي چې د خلکو د لیدو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

د طالبانو د رٸيس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې په افغانستان کې د کرنې د سکټور د میکانیزه کولو لپاره مهم پروګرامونه پلان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو کروندګر د خپلو محصولاتو د ذخيره کولو لپاره د سړو خونو د نشتوالي له امله نیوکه کوي.

په دې وروستیو کې په هرات کې کروندګرو آمو ته ویلي چې د داخلي ملاتړ او د ملاتړو بنسټونو د نشتوالي له امله اړ دي چې د پیازو محصولات په ټیټه بیه وپلوري. دوی وايي چې د کافي اوبو او کیمیاوي سرې نشتوالی نورې ننګونې دي چې تل ورسره لاس او ګرېوان دي.

چین پر افغاني توکو ګمرکي تعرفه معاف کړه

چین دغه د افغانستان ته د افغاني توکو پر صادراتو ګمرکي تعرفه معاف کړه.

په چين کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي څانګې مشر ليو جين سونک ياده موضوع په دغه هېواد کې د طالبانو له خوا له ټاکل شوي سفير بلال کريمي سره په کتنه کې څرګنده کړې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې چین د افغانستان په ګډون د ۴۰ هېوادونو پر مالونو ګمرکي تعرفې معاف کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر سوداګر وايي، چې دوی د توکو د صادراتو په برخه کې له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي، چې په کې بانکي ستونزې، په بندرونو کې د سړو خونو نشتوالی او د تعرفو لوړوالی شامل دي.

د هېواد دغه سوداګر زیاتوي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې پر افغان بانکونو د نړیوالو بندیزونو دوی د پیسو په لېږد کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د یوناما مشره: ملګري ملتونه افغانستان کې له سوداګریزو نندارتونونو ملاتړ کوي

د یوناما مشرې د امام ابو حنیفه له درېیم ملي او نړۍوال نندارتونه د لیدنې پر مهال ویلي، په افغانستان کې د دغه ډول نندارتونونو له جوړېدو ملاتړ کوي.

روزا اوتنبایوا زیاته کړې چې، یوناما غواړي د کوچنیو پورونو د ورکړې په موخه د بانکونو په جوړولو سره افغانستان کې له کوچنیو متشبثاتو ملاتړ وکړي.

د یوناما مشرې و ویل: « له خصوصي سکټوره د ملاتړ په اړه غواړم و وایم، چې له کوچني کاروبارونو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ملاتړ کېږي. موږ غواړو د هېواد په هر ولایت کې د کوچنیو پورونو بانکونه پرانیزو او دا په لیرې پرتو سیمو کې محرومو کسانو لپاره ډېر ګټور دي، څو وکولای شي یو اندازه پیسې د کوچني پور په توګه ترلاسه کړي او ورسره خپل کار و بار روان وساتي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند و ویل: « موږ له ځینو هېوادونو سره په ټرانزیټ کې ستونزې لرو. که ملګري ملتونه دغه ستونزه حل کړي، ځکه افغانستان په وچه کې پروت دی او نړۍوالو کنوانیسونونو دا تصویب کړې، چې د افغانستان خلک د ګاونډیو هېوادونو له بندرونو ګټه اخیستی شي.»

روزا اوتونبایوا ویلي، افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه غونډه کې ټینګار شوی، چې افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې یوه کاري ډله جوړه شي او نړۍواله ټولنه، سرپرست حکومت، سفارتونه او ملګري ملتونه به د وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅې کوي.

چین او د ملګرو ملتونو سازمان افغانستان کې د خصوصي سکټور له ودې ملاتړ کوي

په افغانستان کې د چین سفیر جاوشینګ د پروان ولایت د باریک اب صنعتي پارک د لیدو پر مهال په دغه هېواد کې، د خصوصي سکتور او پانګونې پر ودې ټینګار کړی دی.

د چین سفیر د کتنې پر مهال ویلي چې، په افغانستان په ځانګړې توګه په دغه پارک کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه موجود دي.

جاوشینګ وايي:«له بېخ بینايي پروژو ملاتړ ډېر مهم دی، د اقتصادي ودې او خوندي امنیتي وضعیت ته په کتو ډېره زمینه مساعده ده چې، موږ وکولای شو چینايي پانګوال جذب کړو چې، افغانستان ته د کار او پانګونې لپاره راشي.»

 د چین سفیر سربېره، د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکی او د ځینو نورو نړۍوالو بنسټونو مسوولانو د خصوصي سکتور ملاتړ، اقتصادي بنسټونو او تولیدي شرکتونو برېښنا کمښت ستونزو ته د رسېدنې په موخه د پروان له باریک آب صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکی انډریکا راټواته وايي:«که موږ وغواړو په افغانستان کې تلپاتي ثبات ولرو، د خصوصي سکتور له لارې دې موخې ته رسېدای شو او موږ چمتو يو چې، افغانستان کې له خصوصي سکتوره ملاتړ وکړو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وايي، په کور دننه د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او د پانګوالو لپاره د فرصتونو برابرولو او د هېواد صنعتي پارکونو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«په افغانستان کې د پانګونې لپاره اوس ښه زمینه برابره ده، امنیت تامین دی، هرڅوک کولای شي چې، په افغانستان کې په هره برخه کې پانګونه وکړي.»

د برېښنا شرکت اجرايي رییس عبدالباري عمر هم څرګندوي:«موږ دغه پارک ته دم‌ګړۍ د ۱۰ مېګاواټه له ظرفیت سره برېښنا ورکړې او پروژې تر لاس لاندې دي، ان‌شاالله وکړای شو چې، ټولو صنعتي پارکونو ته په ځانګړې توګه د مرکز ټولو پارکونو ته ښه برېښنا ورکړای شو.»

پروان کې د یوې تولیدي کارخونې مسوول شهاب‌ قناویزیان وویل:«بنسټیزه ستونزه چې، دم‌ګړۍ ټول شرکتونه، په ځانګړې توګه د باریک اب په صنعتي پارکونو کې د سوپر کولا شرکت ورسره مخ دی، د برېښنا ستونزه ده.»

د قشقري نفتو د استخراج کچه په ورځ کې ۵ زره بوشکو ته لوړه شوې ده

د سرپل په قشقري سیمه کې د تېلو یوې نوې څاه پرانیستلو سره د استخراج کېدونکو تېلو کچه په ورځ کې پنځه زره بوشکو ته رسېدلې ده.

د استخراج کوونکي شرکت مسوولین وایي، د قشقري او د جوزجان د زمرد سای تېلو د استخراج زیاتولو په موخه ۷۹ پرمختللي تجهیزات لېږدول شوي او وايي ۱۲۱ موټره نور تجهیزات به هم ډېر ژر و لېږدول شي. 

د استخراج کوونکي شرکت د عامه اړیکو مسوول، امر الدین عليزي و ویل: « د قشقري په نفتي سیمه کې د ۲۳مې څاه په پرانیستلو سره یو مهم پړاو پیل شو. اف چین شرکت غواړي په قشقري، اق دریا او زمرد سای کې د نورو څاګانو کیندل ډېر ژر پیل کړي او د دې څاه په کیندلو سره به زموږ د نفتو د استخراج کچه نوره هم پياوړې شي.»

دغه نفتي سیمه کې ځینې کارګران د سرپرست حکومت له مسوولینو، سوداګرو، کورنیو او بهرنیو پانګه والو غواړي، چې ورته لازیات کاري فرصتونه برابر کړي.

.

د سرپل ولایت مقام استازی، محمد یونس الفت وایي: « سرپل ولایت کې د امنیتي اړخه هېڅ ستونزه نشته، د پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه رامنځته شوې.»

د امو سیند نفتي حوزه د قشقري، انګوت، آق دریا، بازار کمی او زمرد سای نفتي سیمې لري، چې د ۲۰۲۳ زېږیز کال په جنورۍ کې د دغې نفتي سیمې د تېلو د استخراج قرارداد یوې چینایي کمپنۍ ته ورکړل شوی و.

افغانۍ غالۍ؛ سږ کال تر دې دمه د څه باندې ۸ میلیون ډالرو په ارزښت صادرې شوي

غالۍ اوبدل د هېواد یو له مهمو سکټورونو دی او د شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول جوزجان، بلخ، فاریاب او سرپل ډېری وګړي په غالۍ اوبدلو بوخت دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅه کوي چې بهر ته د غالیو د صادراتو کچه لوړه کړي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه باندې اته میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ پاکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او ازبکستان ته صادرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: د ۱۴۰۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو په لړ کې، د ۲ اعشاریه ۳ میلیون کیلوګرامه غالۍ صادر شوې دي. دغه غالۍ د ۸ اعشاریه ۷ میلیون ډالرو په ارزښت، پاکستان، ترکیې، چین، متحده عربي اماراتو، ازبېکستان، ایټالیا، امریکا، برېټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د افغاني غالیو د ټولنې رییس، نور احمد نوري بیا وايي: د افغانستان غالۍ د نړۍوالو لپاره یوه خاص سبک، یو ځانګړی ارزښت لري. چې د نړۍ هیڅ یو هېواد نشي کولای د افغانستان د غالیو ځای ونیسي.

ایراني رسنیو رپوټ ورکړی، چې د ایران د هنر او صنایعو د کمېسیون مشر وايي، له افغانستانه د غالیو قاچاق د ایراني لاسي غالیو د پلور بازار نیولی دی.

خو يو شمېر پلورونکي وايي، بهر ته د غاليو صادرات کم شوي دي.

د افغاني غالیو ټولنې تل د غالیو د صنعت په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې پر ګډون ټینګار کړی او ویلي یې دي چې که سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر کې شته ستونزې هوارې شي او هوايي دهلیزونه هم فعال شي، نو بیلابیلو هېوادونو ته به د افغاني غالیو صادرات د پخوا په پرتله زیات شي.

سیګر: افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد د اقتصاد د ژغورنې یوازنۍ لار وه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې یا سیګر په یوه تازه راپور کې افغانستان ته د نغدو پیسو لېږدونه د دغه هېواد د اقتصاد د ژغورنې لاره ګڼي.

سیګر وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بانکونو له لارې د پیسو په لېږدونه او همداراز د نغدو پیسو په تړاو شته ننګونې د دې لامل شوي چې، ملګري ملتونه افغانستان ته په فیزیکي ډول ډالر ولېږدوي.

له دې سره هممهاله، د اقتصاد وزارت وایي، چې سیګر د افغانستان په تړاو ناسمه ارزونه کړې ده او راپور یې غیر واقع بینانه دی.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب په دې اړه وايي: «اقتصاد وزارت د افغانستان په اړه هغه راپور چې د افغانستان اقتصاد یې پکې منفي ارزولی دی، له عیني حقیقت لرې بولي.»

بل پلو د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د سیګر د تازه راپور په تړاو بېلابېل لید لوري لري.

د اقتصادي چارو شنونکی، میر شکیب میر بیا وايي: «هغه نغدي کڅوړې چې د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان ته لېږدول کېږي، د قیمتونو پر ثبات، د نرخونو پر تبادلې او د نغدي ستونزو پر حل د پام وړ اغېزې لري.»

د افغانستان لپاره امریکا د بیا رغونې لپاره د ځانګړي پلټونکي د دفتر  د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې ملګرو ملتونو افغانستان ته  ټولټال۳.۶ میلیارده ډالره نغدي مرستې لېږلې دي، چې په کال کې ۱.۸ میلیارده ډالره کېږي. دا پیسې په یوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په ټاکل شوو حسابونو کې اېښودل شوې دي.

په قزاقستان کې د افغاني توليداتو نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون د قزاقستان په الماتى ښار کې د دغه هېواد د خصوصي سکتور د استازو او سوداګرو په حضور کې پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې به د درېیو ورځو لپاره افغاني تولیدات په ۷۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دا ډول نندارتونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال په دې مراسمو کې وويل، چې استانه غواړي د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره سوداګريزې، اقتصادي، ټرانسپورټي، لوژستيکي او د انرژۍ اړيکې پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر سوداګر او صنعتکاران د سوداګرۍ او کورنیو تولیداتو په برخه کې له ستونزو شکایت کوي.

د هېواد دغه سوداګر او صنعتکاران د پیسو د لېږد په برخه کې د نړیوالو بندیزونو له امله رامنځته شوې بانکي ستونزې، د صادراتو لپاره د هېواد په بندرونو کې د مناسبو ځایونو نشتوالی او همدارنګه په افغانستان کې دننه د خامو موادو کمښت او په لوړه بیه د هغوی واردول د خپلو لويو ستونزو په توګه یادوي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2024 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی