نوامبر 2024
د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو یوه لویه جوپه نن (شنبې) له چین څخه په مستقیمه توګه د حیرتان بندر ته را ورسېده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په هغه پروګرام کې چې، د حیرتان سوداګریز بندر کې په همدغه مناسبت جوړه شوې وه، ویلي دغه جوپه له قزاقستان او ازبیکستان څخه په تېرېدو او له شلو ورځو وروسته، حیرتانو سوداګریز بندر ته را رسېدلې ده.
ښاغلی عزیزي زیاتوي دوی هڅه کوي چې، له دغه مسیره کورني سوداګریز توکي په مستقیم ډول چین او وروسته اروپا ته ولېږدوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه:«هغه جوپه چې، نن له چین څخه افغانستان ته را ورسېده، د چین له ختیځ څخه یې حرکت کړی و چې، په ۲۰ ورځو کې افغانستان ته راورسېد. ډېری هغه توکي چې، په دغې جوپه کې وارد شوي، رخت دی چې، د افغانستان خلک ترې استفاده کوي.»
ځینې سوداګر او د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې، صنایعو او کانونو خونو مسوولان د دغه مسیر بیا فعالېدل د بیو ټیټوالي او د هېواد د تولیداتو د صادراتو د چټکتیا په برخه کې اغېزناک ګام ګڼي.
د بلخ د صنایعو او کانونو خونې رییس امامالدین سناييزاده وايي:«د صادراتو لپاره باید له دغو دهلیزونو استفاده وکړو چې، خپل مال په اسانه او ارزانه صادر کړو.»
سوداګر قلندر رحیمي هم وویل:«له دې وروسته له چین څخه جوپې د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته راځي چې، د ټرانسپورټي بیو په کمښت کې ځانګړی اهمیت لري.»
د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، د افغانستان د ۲۱ لویو کانونو پر اکتشاف، استخراج او پروسس ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونې شوې دي.
د اقتصادي مرستیالۍ د معلوماتو لمخې، دغه پانګونې د سرو زرو، وسپنې، یاقوت، د کرومایت ډبرو، سمنټو، د ډبرو سکرو، سرب او جستو پر کانونو شوې دي.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت و ویل:« له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د شاوخوا ۴۱۵ میلیارده ډالرو په پانګونې د ۲۱ سترو کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس چارې پیل شوې دي. قرارداد شوي کانونه په هرات، غور، کندهار، تخار، بغلان، کابل او پروان کې موقعیت لري. دا کانونه د سرو زرو، کورمایټ، د ډبرو سکرو، سرب، جستو، سمنټو او یاقوتو دي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي پر کانونو پانګونه د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره ګټوره ګڼي او پانګوالو ته د نورو اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکي، اسماعیل ځدراڼ و ویل: «که افغانستان کې د ګران بیه ډبرو د پروسس سیسټم ولګوي، کولای شي راتلونکي کې په اقتصاد او د بی کارۍ لمنځه وړلو کې ښه رول ولري.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي، شمس الرحمن احمدزي و ویل: «د دې لپاره باید ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، یو خو د امنیت مسله ده چې الحمدالله دې کې هېڅ ستونزه نشته او بله د نړۍوالې سوداګرۍ اصول دي، چې باید برابر شي ځکه اوس افغانستان نړۍوالو ډونرانو ته اړتیا لري.»
د اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د لومړنۍ سروې له مخې، افغانستان د ۳ ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي سرچینې لري او اوس مهال د نورو لویو کانونو د جیولوژیکي او جیوفزیکي مطالعاتو کارونه بشپړ شوي او پانګوالو ته د دغو کانونو د سپارلو بهیر روان دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روان هجري- لمریز کال له پیله تر اوسه په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند د دومره زمردو ارزښت څه باندې یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالره بولي او همداراز د داوطلبۍ په بهیر کې له روڼتیا هم ډاډ ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: «له ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل راهیسې، په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد، چې په قانوني توګه استخراج شوي وو، پلورل شوي دي. د پلورل شويو زمردو ارزښت شاوخوا یو اعشاریه اته نیم میلیونه امریکایي ډالر اټکل شوی دی.»
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د افغانستان زمرد په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لري او د هغو د بیې د لوړېدو لپاره سرپرست حکومت باید د پروسس د فابریکو د جوړولو تر څنګ د بازار موندنې برخې ته هم پاملرنه وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان اقا نوید په دې اړه بیا وايي: «د افغانستان زمرد د قیمتي ډبرو له ډلې دي چې په نړۍواله کچه شهرت لري، په ځانګړې توګه په پنجشیر کې په زیاته پیمانه موندل کېږي. موږ وړاندیز کوو چې د دې ډبرې د پیرودلو، پلور، پروسس او بسته بندۍ بازار په افغانستان کې دننه جوړ شي، څو د دې محصول نوم د افغانستان په نامه پاتې شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر هم وايي:«افغانستان د معدني سرچینو او قیمتي ډبرو له پلوه ډېر غني دی. که چېرې کانونه په سمه توګه استخراج او پروسس شي، د خلکو لپاره به د کار زمینه ډېره شي او د افغانستان خلکو ته به ګټه ورسوي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د زمردو د کانونو د استخراج لپاره د دغه وزارت لخوا ۶۰۰ جوازونه وېشل شوي او د استخراج په بهیر کې شاوخوا ۱۶ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل ښار د څرخيپله په صنعتي ښارګوټي کې د کمبلو د یوې کارخونې پرانیسته وکړه.
د دغې فابریکې د پرانیستې مراسم، چې نن (یکشنبه د لړم اووهویشتمه) تر سره شوي؛ ملابرادر په کې د خبرو پر مهال ویل، چې په هېواد کې د ټولیز امنیت او د فساد له کمېدو سره د منځنیو او کوچنیو پانګونو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ سرپرست حکومت د وارداتو د تعویض د اغېزناکو سیاستونو پر پلي کولو د داخلي صنایعو ملاتړ روان ساتلی، چې دا د هېواد د ملي اقتصاد په پياوړتیا کې مهم رول لوبوي. هغه زیاته کړې؛ د کورنیو صنایعو د ملاتړ لپاره دې فابریکې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد له مخې د سل میلیون افغانیو پر ارزښت مهم ماشینونه اخیستل شوي، چې د پانګونې د لګښتونو فشار ورباندې کم شي. په دې کارخونه کې د هېواد له اوومه توکو وړیو او پنبې څخه استفاده کېږي، چې دا به د مالدارۍ او کرنې سکټور د پیاړوتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال دا هم ویلي، چې سرپرست حکومت هڅه کوي د پانګونې کچې له زیاتېدو سره پر بهرنیو وارداتو تکیه راکمه او په کور دننه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.
ملا برادر د کارخونې مسوولینو ته مبارکي سپارښتنه وکړه، چې د منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.
د یادونې ده، چې د کمبلو جوړولو په دې کارخونه کې شاوخوا ۹۳۰ میلیون افغانۍ پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د زر او په راتلونکي کې د پېنځه زره کمبلو د تولید وړتیا لري او اوسمهال یې شاوخوا ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه تازه راپور کې ویلي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا ویلي، بشري مرستو ته د خلکو د اړتیا کچه ډېریږي خو دغه سازمان یې په تامینولو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی.
راپور کې راغلي، اوچا روان ۲۰۲۴ زېږیز کال کې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۳.۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا لرله چې، د راپور لمخې، تر دې دمه یې یوازې ۱.۱۵ میلیارده ډالره دغه بودیجه ترلاسه کړې ده.
د اوچا د راپور لمخې، د خوړو نه خوندیتوب او خوارځواکۍ لوړې کچې، طبیعي پېښو، اقلیمي بدلونونو، له جګړو پاتې شونو ناچاودو توکو او پر بشري مرستو محدودیتونو افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړې د اغېزو لمنځه وړلو مخه ډب کړې ده.
د اقتصادي چارو شنونکی شمس الرحمن احمدزی په دې وایي: « که مرستندویه بنسټونه د افغانستان له خلکو او حکومت سره دغو شرایطو کې مرسته وکړي نو دوه ګټې به ولري، لومړی دا چې، دغه مرسته به خلکو ته لاسرسی اسان کړي او بل دا چې، په اقتصادي پراختیا کې به هم مرسته وکړي.»
په ورته مهال اقتصاد وزارت د نړۍوالې ټولنې د مرستو پر دوام ټینګار کوي او وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د بنسټیزو پروژو له لارې په هېواد کې د اقتصادي ودې او د بې وزلۍ د لمنځه وړلو زمینه برابره کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: « د نړۍوال بشري مرستو تر څنګ، اسلامي امارت هڅه کوي چې ، زیربنایي او کاري پروژې پیاوړې کړي او له دې لارې د افغانستان پر ځان بسیاینې ته لار هواره کړي.»
تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام په یو راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب وضعیت یو څه ښه شوی، خو د خوراکي توکو اړتیا لا هم ډېره ده.
نړۍوال بانک په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان صادرات د روان زېږیز کال له جنورۍ تر ډیسمبره د تېر کال د همدې مودې پر تله ۱۴ سلنې کم شوي دي.
دغه راپور کې د پاکستان په سوداګریزو پالیسو کې بدلونونه او د افغانستان پر تازه مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو د مالیاتو لوړوالی د افغانستان د صادراتو د کمښت لاملونه په ګوته شوي دي.
روان کال کې د افغانستان صادرات تر سپټمبر میاشتې ۹۲۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
سوداګر، میرویس حاجی زاده صادراتو کې د کمښت په اړه طلوعنیوز ته و ویل: « موږ اړ یو چې پر یوه هېواد له اتکا خلاص شو او بدیله لار پیدا کړو. هر کال په تورخم لار کې صادرات او له کراچۍ بندره رالېږدېدونکي توکي درول کیږي.»
خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د صادراتو د زیاتوالي په موخه هڅه کوي څو د منځنۍ اسیا له هېوادونو او هند سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وایي: « هڅې روانې دي چې له منځنۍ اسیا، چین، روسیې، خلیج او ترکیې سره سوداګري او ټرانزیټ ولرو او له هند او ترکیې سره مو سوداګري ورځ په ورځ زیاتیږي.»
سوداګر، امید حیدري و ویل: « هغه څه چې، زموږ د سوداګرۍ په زیاتوالي کې مرسته کوي، د چین، مسکو، قزاقستان او دوبۍ په څېر بازارونو ته لاسرسی دی، له همدې امله موږ باید له ازبیکستان، ایران او نورو هېوادونو سره هوکړې لاسلیک کړو څو خپلو ټرانزیټي توکو ته پراخ لاسرسی ولرو.»
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هم تیره ورځ (پنجشنبه) ویلي و چې، د روان هجري لمریز کال په تلې میاشت کې له بېلابېلو هېوادونو سره د یو اعشاریه څلور میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې له دې ډلې ۲۳۴ میلیونه ډالره د افغانستان د صادراتو ونډه ده.
بدخشان کې د خصوصي رسنیو ځینې مسوولین او په ځانګړي ډول ښځې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې ډېری کارکوونکي اوس مهال بې دندو دي.
د دوی په خبره که اقتصادي ستونزو ته یې رسېدنه و نه شي، مجبور دي چې خپلې رسنۍ وتړي.
د صدای بانو راډیو په بدخشان کې د ښځو یوه ځانګړې خصوصي رسنۍ ده، چې له یوې لسیزې راهیسې د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې فعالیت کوي.
بدخشان کې د یوې خصوصي رسنۍ مسووله، نجلا شېرزاد په دې اړه وايي: «تقریباً ۱۸ نجونو دلته فعالیت کاوه. د بودیجې د نه شتووالي له امله، ځینې یې له کار کولو پاتې شوې او اوس مهال یوازې اووه نجونې دلته زموږ سره دي.»
«د یوې خصوصي رسنۍ بله کارکوونکې، فایزه مزین هم وايي: یوازینۍ ستونزه چې موږ دلته ورسره مخ یو، د بودیجې او ملاتړي نشتوالی دی. زما په نظر، رسنۍ په یوه ټولنه کې بنسټیز رول لري او د خلکو غږ دی.»
بل پلو د ښځو دې ځانګړې خصوصي رسنۍ ځینې کارکوونکي وايي، له پنځو میاشتو راهیسې يې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې د ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د یوې خصوصي رسنۍ کارکوونکې، ارشین هم و ویل: که رسنۍ ملاتړ ترلاسه نه کړي، هغه غږ چې باید ټولنې ته ورسیږي، نه رسېږي.»
خو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، دغه ولایت کې د رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو حل په موخه به هڅې وکړي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس، ذبیح الله امیري بیا وايي: «د دې ستونزو د حل لپاره، موږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین بدخشان ته راوغوښت او هغه ستونزې مو ورسره شریکې کړې چې د رسنیو پر وړاندې خنډ وې.»
اوس مهال په بدخشان کې دوه انځوریزې او لس غږیزې رسنۍ فعاله دي، چې له دې ډلې دوه هغه یې د مېرمنو له لوري اداره کېږي او شاوخوا ۴۵ ښځینه او ۷۳ نارینه کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2024 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی