د افغانستان اقتصادی لید

نوامبر 2023

© عکس از عارف کریمی / AFP / گتی ایمیجز – کارگران در حال برداشت گل‌های زعفران در منطقه غوریان هرات.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې رالوېدل؛ تېرو دوو کلونو کې بې‌ساری ټيټوالی

د کابل په صرافیو کې د یوه ډالر بیه څه کم ۶۷ افغانیو ته رسېدلې ده.

د هېواد د صرافانو ټولنې (د لړم په ۲۱مه) طلوع نیوز ته وویل چې د هېواد په بازارونو کې یو امریکایي ډالر په  ۶۶٫۵۰ پولو تبادله کېږي.

د دې ټولنې ویاند وایي، چې  په راکړو ورکړو کې د نورو اسعارو په تېره بیا د کلدارو د نه کارول کېدو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل په پای ته رسېدو سره، د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.

د صرافانو د ټولنې ویاند ویاند عبدالرحمن ځيرک وايي:«عمده دلیل دا دی په هغو ولایتونو کې چې له کلونو راهیسې په کې کلداره په چلښت کې وه، کلونه کلونه پر راکړه ورکړه کېده، دا چې هغو کلدارو ته د افغانستان بانک له خوا موقع یا ضرب‌الاجل ورکړل شوی و.»

صراف محمد داوود نظري څرګندوي:«له تېرو درې میاشتو راهیسې د افغانیو قیمت په تدریجي ډول سره پورته ځي او ډالر ښکته راځي، نو دا د افغانستان د اقتصاد لپاره یوه ډېره ښه خبر دی.»

د هېواد د صرافانو ټولنه دغه راز وایي چې د افغانیو د ثبات د ساتلو لپاره باید بازارونو ته نورې افغانۍ هم را وایستل شي.

بلخوا، د افغانستان بانک وایي چې د افغانیو کافي سرچیني لري او که اړتیا شي د هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره به یې بازار ته وړاندې کړي.

د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري وايي:«درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکول کېږي چې د افغانستان بانک کافي افغانۍ بانک‌نوټونه په واک کې لري، ترڅو د پولي شاخصونو په پام کې نیولو سره، بازار ته یې طزیق کړي او خپاره کړي.»

سره له دې چې د افغانیو پر وړاندې ډالر بیه کمه شوې ده؛ خو د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي لاهم د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکي فیصل وویل:«له دولته مو غوښتنه دا ده چې په بیو کې توپير راشي، نرخ راټیټ شي، غوړي ارزانه شي اوړه ارزانه شي، ستونزه په ډالر کې نشته، موږ بې‌وزلو خلکو ته ډالر مهم نه‌دی.»

هټۍوال عبدالکریم هم وايي:«مخکې ډالر ۱۳۰ کې وو یعنې ۱۰۳۰۰ وو اوس په ۶۶۰۰ دي، دا ګټه شوه او که تاوان شو؟ مخکې یوه بوجۍ وریجې په ۳۵۰۰ افغانیو وه اوس په ۲۲۰۰ ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو میاشتو کې د سیمې په هېوادونو او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا پاکستان او ایران کې د ډالرو ارزښت لوړ شوی دی.

کابل ته دې «فلای دوبۍ» شرکت د الوتنو بیا پېل

فلای دوبۍ شرکت له دوه کاله او څلورو میاشتو ځنډ وروسته، د (چهارشنبې، د لړم په ۲۴مه) کابل ته خپلې الوتنې بیا پېل کړې.

په عربي متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا ویلي چې د دغه هوايي چلند شرکت الوتنې د دغې شورا د سوداګرو او د اسلامي امارت د چارواکو د هڅو په پایله کې له سره پېل شوې دي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا حاجي رییس عبیدالل صدر خېل چې د دغه شرکت په لومړنۍ الوتنه کې کابل ته راغلی، طلوع نیوز ته وايي سربېره پر دې چې د فلای دوبۍ الوتنو بیا پېل د کابل-دوبۍ ټکټونه ارزانه کړي، د سوداګرو پر فعالیتونو به هم ښې اغېزې ولري.

حاجي عبیدالله صدرخېل په دې هکله زیاته کړه:«پر دغې موضوع موږ ډېر زحمت وایست، دا چې موږ نن بریالي شوو چې په خیر د فلای دوبۍ الوتنه کابل ته وشوه او د دغو الوتنو پېل د افغانستان پر اقتصاد، د افغانستان مسافرو او د افغانستان د حکومت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي هم په دې هکله وویل:«په راتلوونکي کې به د هوايي چلند ټول بهرني شرکتونه هم خپلې الوتنې به پېل کړي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په معیاري توګه د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې ټولې هڅې ترسره کړي او ترسره کوي.»

د افغانستان د هوايي ډګرونو عمومي رییس عبدالستار غروال وايي:«هېوادوالو ته د ډېرو اسانتیاوو او له اقتصادي پلوه له هغوی سره د همکارۍ په موخه، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له هڅو سره به د فلای دوبۍ الوتنې د بیو په برخه کې مثبته اغېزه ولري.»

د کابل نړۍوال هوايي ډګر رییس عبدالهادي محمد هم وویل:«د هوايي دګر د امنیت، هوايي چلند او خوندیتوب، ټرافیک او اطفایې او یا هوا پېژندنې په برخو کې زموږ تول خدمتونه معیاري دي.»

اخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم کابل ته د بهرنیو الوتنو زیاتوالی د سوداګریزو فعالیتونو په ګټه بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د درالانشا رییس خان محمد سرفراز باز څرګندوي:«که‌چېرې بهرني شرکتونه افغانستان ته الوتنې ولري، د افغانستان د خلکو، د خصوصي سکټور او د افغانستان د سوداګرۍ په ګټه ده.»

په دوبۍ کې د افغان سوداګرو د شورا د رییس په وینا، فلای دوبۍ شرکت به اوس له کابله دوبۍ ته د ورځې دوه الوتنې کوي او د راتلونکې زیږیزې میاشتې له پیله به د دغه شرکت د الوتنو شمېر په ورځ کې څلورو ته ورسېږي او د ټکټونو په بیو کې به یې هم د پام وړ کموالی راشي.

کابل کې د خدیجة‌الکبری ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د خدیجة‌الکبری په نوم د ښځو ځانګړی ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې ۷ ورځې به دوام وکړي.

په دغه نندارتون کې ښځینه صنعتګرې او سوداګرې خپل بېلابېل محصولات نندارې ته وړاندې کوي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه دغه نندارتون د ښځو د لاسي صنایعو او نورو محصولاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې مهم بولي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې، سلما یوسفزۍ وویل: « دوی (ښځې) باید ډېرې وهڅول شي د دوی په جوازونو او پېژندنې باید ډېر کار وشي او له شکه پرته دغه ډول ډېر بازارونه پکار دي.»

ورته مهال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي هم د ښځو لپاره د دغه ډول ځانګړو نندارتونونو جوړول د ښځینه لاسي صنایعو او محصولاتو لپاره د بازارموندنې په موخه ګټور بولي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر وویل: « واکمن نظام باید د سوداګرو ښځو د سوداګریز بهیر د ګړندي کولو لپاره یو لړ اقتصادي نظریات وکاروي لکه د مالیې کمول، د پېژند کارتونو ثبتول، او د ګمرکي تعرفو د اندازې کمول تر څو وکولی شي خپل توکي په ښه ډول سره له هېواده بهر صادر کړي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، میر شکیب میر هم په دې اړه څرګنده کړه: « بهرنیو بازارونو ته د ښځو لاسرسی کولی شي د هېواد د سوداګرۍ په برخه کې مثبته اغیزه ولري.»

د خدیجة‌الکبری ملي او نړۍوال نندارتون په پلازمېنه کابل کې، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې او همکارو بنسټونو له لوري جوړ شوی چې په ۸۵۰ غرفو کې د ټولو ولایتونو هغه تولیدات نندارې ته ایښودل شوي چې د ښځو پر لاس جوړ شوي دي.

په هرات کې د زعفران ګل ملي فستیوال جوړېدل

په هرات کې د زعفرانو ګل، اتم ملي فسټیوال د بزګرانو او صادرونکو شرکتونو په ګډون د بازارموندنې او د پلور لپاره د غوره لارو موندلو په موخه جوړ شو.

د هرات د زعفران ټولنې چارواکي د دې فستیوال پرمهال د زعفرانو د محصولاتو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې د تېر کال په پرتله یې په حاصلاتو کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د هرات د زعفران کارانو د ټولنې مشر وايي، تمه ده چې سږ کال به ۳۰ ټنه زعفران حاصل کړي. خو د دغو څرګندونو پر خلاف، په هرات کې د زعفرانو تولیدونکي د خپلو ننګونو خبره کوي. د زعفران ګل، اتم ملي فستیوال ترسره شو هغه فسټیوال دی چې موخه یې د خپلو محصولاتو بازار موندنه ده.

د افغانستان د زعفرانو د کروندګرو د ملي ټولنې رییس احمد بشیر رشیدي وايي: «تمه کېږي چې سږ کال دېرش ټنه زعفران ترلاسه شي.»

خو د دغو څرګندونو پر خلاف د زعفرانو تولیدونکي او پلورونکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د سړې هوا او وچکالۍ له امله حاصلات کم شوي او د زعفرانو د صادراتو په برخه کې هم له ننګونو سره مخ دي.

له بلې خوا، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د زعفرانو په صادراتو کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې په یوه اوونۍ کې د ۲۱ میلیونه او ۵۶۱ زره ډالرو په ارزښت ۲۱ زره و ۸۴۶ کیلو زعفران صادر شوي دي.

په ورته وخت کې، هرات د هېواد په لوېدیځ کې د مساعد اقلیم له امله د زعفرانو په کښت او تولید کې لومړی ځای لري او د دغه ولایت زعفران نړیوال شهرت لري.

ویل کېږي، چې د هرات زعفران تر ډېره د دغه ولایت په پښتون زرغون، غوریان، زنده جان، انجیل، کهسان او ګذره ولسوالیو کې کرل کېږي.

په افغانستان کې ملي عواید ډېر شوي – نړیوال بانک

نړیوال بانک د افغانستان په اړه په یوه نوي راپور کې څرګنده کړې، چې د روان مالي کال په لومړیو پېنځه میاشتو کې د دغه هېواد ملي عواید د تېر کال د همدې مودې پر پرتله ۸ سلنه ډېر شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د روان مالي کال په لومړیو پېنځه میاشتو کې به د افغانستان ملي عواید ۷۸ میلیارد افغانیو ته ورسېږي. که څه هم د تېر کال د همدې مودې پر پرتله زیاتوالی ښيي؛ خو له ټاکلي هدف څخه ۷ میلیارد افغانۍ کم دي. ګمرکي تعرفه او د سوداګرۍ مالیه د عوایدو ۶۰ سلنه جوړوي.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي؛ د افغانستان صادرات هم د ۲۰۲۳ ز. کال په لومړیو اووه میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پر پرتله درې سلنه ډېر شوي، خو د سکرو د صادراتو د کمښت له کبله میاشتني صادرات کمیږي. په ياده موده کې واردات ۳۲ سلنه زيات شوي او ارزښت يې ۴ اعشاریه میليارد دالرو ته رسيدلی دی.

نړیوال بانک وایي؛ د سوداګرۍ د کسر له پراخېدو سره – سره د روان کال له جنورۍ تر اګست میاشتې د دالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۷ اعشاریه ۳ سلنه لوړ شوی دی.

دغه بنسټ وايي، د نامعلومو بهرنیو بهیرونو تر څنګ په کورنیو راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو د کارولو مخنیوی، د ملګرو ملتونو له‌خوا د پیسو محدودیت، حواله‌جات او د دالرو لېږل د افغانیو د ارزښت د لوړېدو لاملونو دي. د ملګرو ملتونو نغدي مرستې هم سږ کال یو اعشاریه دولس میلیارد دالرو ته رسېږي.

د نړیوال بانک په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ ز. کال له اپریل راپدیخوا په افغانستان کې د توکو بیې د عرضې د زیاتوالي، د افغانۍ د ارزښت د لوړوالي او د تقاضا د کموالي له کبله راټیټې شوې دي.

په نږدې را تلوونکې کې به د قشقري د نفتو له نويو څاګانو هم استخراج پیل شي

د کانونو او پترولیم وزارت خبر ورکړی، چې په نږ دې راتلونکي کې به د قشقري له نویو او بیا رغول شویو څاه ګانو څخه هم  د نفتو استخراج  پیل شي.

د کانونو او پترو لیم وزارت مسوولین وايي، چې دم ګړۍ د سرپل د قشقري د نفتو د استخراج  حجم  د ورځي ۴۰۰ متریک ټنو ته رسیږي، چې په نږدې را تلونکي کې به د نويو او بیا رغول شوي څاه ګانو څخه استخراج  پیل شي. له دې سره به د قشقري څخه د نفتو د استخراج  په حجم  کې  د پام وړ زیاتوالی رامنځ ته شي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي؛ له چینايي شرکت سره د شوي تړون پر بنسټ اوس د قشقري سیمي د استخراج حجم ۴۰۰ متریک ټن  ته رسیږي؛ خو په نږ دې راتلونکي کې به د دې استخراج  حجم نور هم ډېر لوړ شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم وايي، چې په هېواد کې پر لوړه کچه د تولید ظرفیت شته او په دې برخه کې پر کورنۍ پانګونه ټینګار کوي.

دوۍ زیاته کړې؛ د کانونو وزارت باید د کورنیو پانګوالو د هڅوني لپاره هم  په دې لویو قراردادونو کې د فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.

د  سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی څرګندوي؛ د هېواد د نفتو او لویو کانونو په استخراج کې باید کورنیو پانګوالو ته ونډه ورکړ شي او دې سکتور ته باید یو لوی د ډېر پانګوالو ګډ شرکت جوړشي، چې هم له هېواده پانګه بهر نه‌شي او هم ظرفیتونه رامنځته شي.

د اقتصادي چارو شنونکيو ويلي، چې افغانستان د نفتو په ګډون په بېلابېلو برخو کې  طبیعي  سرچینې  لري. که د دې سرچینو استخراج  له منظمو پلانونو سره وشي؛ له دې سره به د افغانستان پر اقتصادي پراختیا  ژورې او مثبتې اغېزې رامنځته شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالقادر جیلاني وایي؛ د چیني شرکت له‌خوا د قشقري د څاه ګانو د نفتو د استحراج بهیر اوس په منظم ډول سره ښه روان دی. دا د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېره اړینه خبره ده. هیله لرم، چې د طالبانو حګومت له دې ظرفیتونو څخه ښه او د ملي اقتصادي د پراختیا لپاره ډېره استفاده وکړي.

که څه هم د کانونو وزارت مسوولین د نوي انکشافاتو په اړه د قیق ارقام نه‌وړاندي کوي؛ خو په دې وروستیو کې د سرپل د محلي چاروا کو له قوله ویل شوي، چې د قشقري د نفتو له څاګانو څخه د تېلو د استخراج کچه د ورځې له ۶۵۰ ټنو څخه ۹۰۰ ټنو ته لوړه شوې او د ورځی عوايد يي ٦٠٠ زره دالر ښودل شوي دي. دا مهال د تېلو له ۱۵ څاګانو څخه استخراج  کېږي او په راتلونکي کې به د څاګانو شمېر نور هم زیات شي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی