د افغانستان او ترکیي ترمنځ سوداګرۍ کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ۱۴۰۲ هجري کال کې له ترکیي سره سوداګرۍ کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، تېر کال له ترکیې سره د څه باندې سل میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې، چې ۲۷ میلیونه ډالره یې صادرات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزات ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وویل: « ۱۴۰۲ کال کې شاوخوا ۱۰۷ میلیونه ډالره وه، چې ۲۷ میلیونه ډالر یې صادرات او ۸۰ میلیونه ډالر یې هم واردات دي، نسبت ۱۴۰۱ کال ته ۵۳ سلنه زیاتوالی ښیي.»

بل‌خوا، د کانونو او صنایعو خونه د کابل او انقرې ترمنځ د راکړې ورکړې زیاتوالی د دواړو هېوادونو په ګټه بولي. د کانونو او صنایعو خونې لومړي مرستیال، سخي احمد پیمان وویل: « وروستي یو نیم کال کې ترکي پانګوال د افغانستان د کانونو او انرژۍ برخه کې پانګونې ته لېواله دي او دا یو ډېر ښه فرصت دی.»

تر دې وړاندې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي ترکیې ته سفر وکړ او له ترکي چارواکو سره یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې وکړې.

د چابهار بندر له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د هند پر نښلولو ټینګار

د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي د چابهار بندر له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د دغه هېواد پر نښلولو ټینګار کړی دی.

هندي رسنۍ وايي، نریندرا مودي د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د چابهار بندر د پراختیا لپاره د لس کلن تړون د عملي کېدو په اړه هم خبرې کړې دي.

د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي په دې اړه ویلي: (هند به هڅه وکړي څو ډاډ ترلاسه شي چې زموږ هڅې، په وچه کې پروت افغانستان او منځنۍ آسیا سره سیمه ییزې او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کوي، دا هم زموږ په لید کې شامل دي چې د شمال- سویل نړیوال کوریډور او دغه راز هند- منځني ختیځ او اروپا اقتصادي دهلیز له لارې ارتباط ته وده ورکړو.) 

په همدې حال کې د اسلامي امارت مسوولین د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ پر ودې او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کوي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «موږ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو. باید پراخې شي، هر څومره چې په چابهار بندر کې فعالیت زیات شي، په سیمه کې اقتصادي ټيکاو پیاوړی کیږي او افغانستان ترې هم ګټه کوي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد هم و ویل: « د افغانستان او هند سوداګري په ۲۰۲۳ کال کې ۷۷۳ میلیون ډالره وه چې ۵۷۹ میلیونه یې صادرات او ۲۰۰ میلیون ډالره یې واردات و..»

بل لور ته، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه هم د چابهار بندر پراختیا د سېمې هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو په ګټه ګڼي.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال، سخي احمد پیمان وايي: «کله چې په چابهار بندر کې پانګونه زیاتیږي، پراخیږي دا افغانستان ته فرصت ورکوي چې د ټرانزیټ او عوایدو کچه یې لوړه شي. او موږ د یوه مسیر له کارولو ژغوري.»

څه موده وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ایران په چابهار بندر کې د افغان سوداګرو لپاره د ځمکې او یوې ځانګړې سېمې له برابرولو خبر ورکړی او ویلي یې وو چې دغه سېمه توانېدلې د افغان سوداګرو لپاره په صادراتو او وارداتو کې آسانتیاوې رامنځته کړي.

له پاکستان سره په تېرو ۴ میاشتو کې د ۸۰۲ میلیونه ډالرو سوداګري شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له پاکستان سره د ۸۰۲ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې ده.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي، په دغو شمېرو کې د ۲۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شامل دي چې تر ټولو ډېر صادر شوي توکي تازه مېوې، سبزیجات، سکاره، پنبه او غالۍ دي.

هغه زیاته کړه: «له پاکستان سره د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ۸۰۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت سوداګري شوې چې د ۲۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت یې صادرات او ۵۴۸ میلیونه امریکایي ډالر یې واردات دي.»

بلخوا، د پاکستان لومړی وزیر له افغانستان سره د دغه هېواد  د ترجیحي سوداګرۍ په تړاو د خبرو لپاره د  چمتووالي خبر ورکوي.

که څه هم د دغه هېواد لومړی وزیر د ترجیحي سوداګرۍ په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي، خو په یوې اقتصادي غونډه کې یې ویلي دي، چې د ترجیحي سوداګرۍ د هوکړه لیکونو په تړاو له اذربایجان، افغانستان او نورو ښکېلو هېوادونو سره  سلا مشورې روانې دي.

سوداګر محبوب الله محمدي و ویل: « ټول پروګرامونه باید د  دې هوکړه لیک د عمل او عکس العمل کړنلارې پر بنسټ جوړ شي. ترڅو پر بنسټ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو کړنو شرایط ذکر شوي وي.»

خو د ځینو شنونکو په خبره، دا ډول هوکړه لیکونه معمولاً اقتصادي او سوداګریزې موخې لري، چې د کورني بازار پراختیا، د پانګونې جذب، په سیمه ییزه کچه تخصص پالنه او د سیالۍ پراختیا او په څو اړخیزو سوداګریزو مذاکراتو کې حضور پکې شامل دی.

 په دغو هوکړه لیکونو کې ځینې سیاسي او امنیتي اهداف هم تعقیبېږي، چې له ډلې یې د سیمه ییز سیاسي ثبات زیاتېدو ته اشاره کېدای شي.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رښتیا طلوع نیوز ته و ویل: « په دا ډول هوکړو کې معمولا هڅه دا کیږي چې یو ځانګړی سوداګریز توکی تبادله کړي او د یو بل سوداګریزو توکو ته ترجیح ورکړي. او له اقتصادي پلوه ډېر تاکید پر دې دی چې اقتصادي ادغام رامنځته شي.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه هم د سوداګریزو هوکړو لاسلیکول د هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې ګټور ګڼي او د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو ننګونو پر هواري ټینګار کوي.

د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس نقیب الله صافي و ویل: «  د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه وړاندیز شوی و چې باید یوه ترجیحي هوکړه لاسلیک شي او پر بنسټ یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ له لسو تر ۱۵ سوداګریزو توکو تعرفه صفر شي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو د هواري لپاره د هڅو خبر ورکړ او ویې ویل چې دوی له پاکستان سره هوکړې ته رسېدلي چې په روان لمریز کال کې له دغه هېواد سره د موټرو تګ راتګ او سوداګري عادي حالت ته راوګرځي.

طالبانو په پروان کې د«کرومایټ» کان دکيندلو پرانېسته وکړه

طالبانو د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د «کرومایټ» د تاتار ډبرو کان دکيندلو پرانېسته وکړه.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د خبر له مخې، په دغه کان کې ٥٥٠ ميليونه افغانۍ پانګونه شوې او قرارداد د طالبانو له خوا يوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوى دى.

په همدې حال کې د هېواد اوسېدونکو په کراتو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کانونو په ناقانونه کيندلو نیوکه کړې او وايي چې دغه کانونه د افغانستان ملي پانګه ده او باید د خلکو په ګټه ترې کار واخیستل شي.

بل خوا یو شمېر ښاریانو اندېښنه ښودلې، چې طالبان له خصوصي شرکتونو سره د شخصي اړیکو پر بنسټ د کانونو قراردادونه کوي.

په همدې حال کې د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال قدیر قیافه له یوې رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان قیمتي ډبرې په «قاچاق» او «غیر قانوني» ډول دغه هېواد ته وړل او پلورل کېږي.

دکازان په یوه غونډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سوداګریزو اړیکو خبرې وشوې

د طالبانو د صناعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روسیې-اسلامي نړۍ په غونډه کې د افغانستان او روسیې پر اقتصادي وړتياوو، د دواړو هېوادونو د صادراتو او وارداتو، د افغانستان پر کانونو د پانګونې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې وشوې.

تر دې وړاندې د طالبانو د صناعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړى و، چې د دوی یو لوړ پوړی پلاوی د روسیې او د اسلامي نړۍ د اقتصاد په پنځلسمه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې تاتارستان  ته تللی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د تاتارستان جمهوریت د سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچنکو، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ خونې رئیس رستم خبیبولین او په مسکو کې د طالبانو سفير جمال ناصر غروال په ګډون روسي او طالب چارواکو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ادعا وکړه چې افغانستان دطبیعي زیرمو او امنیت له پلوه د پانګونې لپاره خوندي هېواد دی.

له بلې خوا، په مسکو کې د طالبانو سفیر جمال ناصر غروال ادعا کړې چې په افغانستان کې د دوی د واک له بیا پیلېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې هم ښې شوې دي.

خو ددې ټولو سربېره، خبرپاڼې د روسي چارواکو په حواله ویلي چې روسیه لېواله ده چې په افغانستان کې د اوبو په پروژو  پانګونه وکړي.

ټاکل شوې د روسیې او اسلامي نړۍ پنځلسمه نړیواله اقتصادي غونډه د روان کال د مٸ په ۱۹مه د تاتارستان په کازان ښار کې جوړه شي.

هند: چابهار پروژه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې ځانګړی ځای لري

۸صبح، کابل: د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي چې چابهار بندر له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې مهم دی.

دا څرګندونې ټایمز اف انډیا شنبه د غويي پر ۲۹مه د جیسوال له قوله لیکلې دي.

نوموړي زیاته کړې چې دا پروژه د ټولې سیمې په ځانګړې توګه په وچه کې راګیر افغانستان او منځنۍ اسیا په ګټه ده.

هغه ویلي چې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو دوام او دغه هېواد ته د اقتصادي بدیلونو په برابرولو کې د چابهار بندر پر ارزښت پوهېږي.

نوموړي زیاته کړې: «زه غواړم هغه څه چې [د هند بهرنیو چارو وزیر] وړاندې ویلي و، تکرار کړم چې موږ دې په دې تړاو تنګ نظره ونه اوسو.»

د جیسوال په خبره، هند ژمن دی چې چابهار بندر په وچه کې راګیر افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره پر ارتباطي مرکز واړوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند یادونه کړې چې نوې ډېلي له ۲۰۱۸ کال راهیسې له دغه بندر څخه افغانستان ته ۸۵ مټریکه ټنه غنم، ۲۰۰ مټریکه ټنه غلې دانې او ۴۰ زره لیتره حشره وژونکي درمل لېږلي دي.

چابهار په ایران کې مهم سوداګریز بندر ګڼل کېږي چې د سیستان او بلوچستان په سوېل کې پروت دی.

دا بندر افغانستان له نړیوالو اوبو او ایران او هند له منځنۍ اسیا سره نښلوي.

پروسږکال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر چابهار ته د خپل سفر په لړ کې له نوموړي هېواده غوښتي و چې دغه بندر ته د افغانستان لاسرسی زیات کړي، څو په خبره یې، د افغانستان توکي په اسانۍ نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.

کابل ته د «ترکش ایرلانیز» د الوتنو بیا پیل

کابل ته د ترکش ایرلانیز د هوايي شرکت الوتنې له کابو درې کاله وروسته نن (سې‌شنبې) بیاپيل شوې.

ټاکل شوې چې دغه شرکت په اوونۍ کې د کابل او استانبول ترمنځ څلور الوتنې وکړي.

د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر د ترکش ایرلاینز هوایي شرکت د الوتنو بیا پیلېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم ګڼي.

د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جنک اونال وویل:«ترکش ایرلاینز نړۍوال هوایي شرکت چې کابل ته خپلې الوتنې پیلوي نه یوازې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لامل کېږي بلکې له دې لارې سوداګریزې، سیاحتي او فرهنګي اړیکې هم پراختیا مومي.»

د ترکش ایرلاینز د پلور سیمه‌ییز مدیر محمود یالا هم وايي:«موږ په ډېرې چټکتیا د ۴۵۴ الوتکو په لرلو سره د څلورو براعظمونو په ۱۳۰ هېوادونو کې ۳۴۸ ځایونه سره نښلو او کابل هم د همدې الوتنو له لارې له نړۍ سره نښلو.»

افغانستان ته د ترکش ایرلاینز هوايي شرکت وروستۍ الوتنه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۴مه نېټه وه. 

ورته مهال، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولان وایي چې دم‌ګړۍ ټولې اسانتیاوې برابرې شوي څو نور نړۍوال هوایي شرکتونه هم په افغانستان کې خپلې الوتنې بېرته پیل کړي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لوړپوړی سلاکار غلام جیلاني وفا وايي:«معیاري خدمتونه به وړاندې کړو څو د سیمې هېوادونو او خپلو خلکو ته غوره اسانتیاوې برابرې کړو.»

بل لور ته د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د نړۍوالو شرکتونو د الوتنو د بیا پیلېدو ترڅنګ اړتیا ده چې، یادو هېوادونو په ځانګړې توګه ترکیې ته د ویزې اخیستو په برخه کې هم اسانتیاوې برابرې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی څرګندوي:«موږ د کال څه باندې ۱۵ زره ټنه جلغوزې لرو او هیله لرو چې ترکش ایرلانیز له موږ سره تړون وکړي او په منظم او معیاري بڼه زموږ توکي ولېږدوي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، دم‌ګړۍ په هېواد کې ۲۷ هوايي ډګرونه فعال دي چې، د هېواد له پنځو هوايي ډګرونو نړۍوالې الوتنې کېږي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2024 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی