د کارآفرینۍ کمپ د کارآفرینی استعدادونو د پېژندلو په موخه جوړ شو

پژواک (کابل، ۷ سرطان ۱۴۰۳): د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسه د فقر پر وړاندې مبارزه، اقتصادي پرمختګ، استعدادونو پېژندلو او د کارآفرینۍ ترویج په موخه د “کارآفرینۍ کمپ” جوړېدو خبر ورکوي.

د دې مؤسسې مسؤولینو په وینا، په دې کارآفرینۍ کمپ کې ۴۸ ټیمونه ګډون وکړ، چې د ارزونې او د ښاریانو د رایو له مخې ۶ ټیمونه وروستي پړاو ته بریالي شول او له دې ډلې څخه ۳ ټیمونه به تر نن ورځې پای ته رسېدو پورې د وروستیو ګټونکو په توګه اعلان شي.

محمد حنیف فرزان، د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو د مؤسسې د هیئت رئیس، نن په یوه ناسته کې وویل چې دا مؤسسه به له ملي سوداګرو او خصوصي سکتور سره د ګټونکو طرحو مالي، تعلیمي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

هغه وویل، د دې کمپ جوړېدو موخه د فقر پر وړاندې مبارزه، اقتصادي پرمختګ، دوامداره اشتغال، خلاقیت او نوښت رامنځته کول، استعدادونو پېژندل او د کارآفرینۍ ترویج دی چې دا ټول د هېواد د اقتصادي پرمختګ یوه لویه برخه جوړوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤولینو په دې ناسته کې د دې کمپ د جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دې ډول پروګرامونو جوړول د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره خورا مهم دي.

عبدالسلام کوهی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې حقوقي مشاور، وویل: “د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکتور په استازیتوب هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او د دې ډول پروګرامونو جوړېدو هرکلی کوي.”

یاده دې وي چې تېر کال هم د دې مؤسسې له خوا د کارآفرینۍ کمپ جوړ شوی و چې په هغې کې ۶۴ ټیمونه ګډون کړی و او له منځه یې ۳ ټیمونه ګټونکي شوي وو.

د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسه یوه غیردولتي او خپلواکه مؤسسه ده چې په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوې او ماموریت یې “په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو سره په همغږي کې د آزاد بازار او د قانون حاکمیت پر اصولو ټینګار سره د ټولنیز عدالت، سولې، کثرت‌پالنې او انساني کرامت ترویج او پیاوړي کول” دي.

بروکسل کې غونډه؛ له افغانستان سره د نږدې ۸۴۲ مېلیون ډالرو ژمنه وشوه

د بروکسل په غونډه کې د هېوادونو جګپوړو چارواکو، په افغانستان کې، له بیړني بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره د نږدې ۸۴۲ مېلیون ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.

دغه غونډه چې له افغانستان سره د تعامل د څېړنې لپاره د اروپايي ټولنې په کوربتوب جوړه شوې وه، جګپوړو چارواکو همدارنګه اعلان کړې چې، د افغانستان وضعیت ته رسېدنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده.

په منځني ختیځ، سوېل لوېدیځ او منځنۍ اسیا کې د بشري مرستو لپاره د اروپايي کمېسیون سیمه‌ییز مدیر اندریاس پاپاکونسټانټینو ویلي:«افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو او د افغان کډوالو د سمه‌ییز کړکېچ په اړه ښه بحثونه وشول، موږ له افغانانو ملاتړ کوو، مرسته کوونکو په دغه هېواد کې بیړنیو بشري شرایطو ته د رسېدنې لپاره د ۸۴۱ اعشاریه ۹ مېلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.»

د اقتصادي چارو شنونکی اصف ننګ وايي:«د انساني مرستو بنسټيزه موخه، پر پښو درېدل، اقتصادي پیاوړتیا او د بې‌وزلۍ کموالی او له‌منځه وړل دي.»

خو اقتصاد وزارت له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب څرګندوي:«د بشري مرستو ترڅنګ، پراختیايي پروژو او پروګرامونو ملاتړ کولای شي خلکو ته د دایمي کار زمینه برابره او د بې‌وزلۍ مخه ونیولی شي.»

بل لور ته، د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامېه کې راغلي چې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي د افغانستان په تړاو د هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې ټینګار کړی چې، هېواد یې د افغانستان اړوند ځانګړو استازو له غونډو د کوربتوب له لارې په بېلابېلو برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

خو په دغو غونډو کې د اسلامي امارت د استازي حضور څومره ګټور دی؟

د سیاسي او نظامي چارو شنونکي محمد متین محمدخېل طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان غړي [د افغانستان استازي] په هغې کې ګډون ولري او حقیقتونه هغوی ته ورسوي، له هغې پرته موږ د ځانګړ استازو او د هغه څه په تړاو چې په افغانستان کې تېرېږي اوږده تجربه لرو، د خلکو غوږ ته نه‌رسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې، اروپايي ټولنې په افغانستان او له افغانستانه بهر افغانانو سره د مرستې لپاره د ۱۵۰ مېلیونه یورو له ځانګړي کولو خبر ورکړی دی. د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې به، له زیانمن شویو افغانانو سره د خوراکي توکو د برابرېدو، سرپناه او روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې دوام ومومي. 

چین د لیتیم پر کانونو هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، تر اوسه د هېواد د لیتیم د کانونو قرارداد له هېڅ شرکت سره نه دی شوی.

د دغه وزارت د ویاند، همایون افغان په وینا، د لیتیم کانونه په غزني، هلمند او نورستان ولایتونو کې موقعیت لري او د چین په ګډون یو شمېر هېوادونو پر یادو کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: لیتیوم د افغانستان لپاره یو له سټراټيژیکو عناصرو او سټراټيژیکو منرالونو دی، په دې برخه کې که څه هم د چینايي شرکتونو سربېره نورو شرکتونو هم لېوالتیا ښودلې ده خو تر اوسه له هیڅ یوه لوري سره تړون نه دی شوی. خو شرایطو ته په کتو به تړون وشي.

افغانستان د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی چې د لیتیمو زیات کانونه لري.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان لیتیم له مهمو او ارزښت لرونکو کانونو څخه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا وايي: که موږ په کوردننه د تولید او پروسس امکانات ولرو نو کولای شو له لیتیمو ښه عواید ترلاسه کړو او ګټه به یې ډېره زیاته وي. هم به کار رامنځته کړي، هم به پیسې ترې لاس ته راشي او هم به د اقتصادي ودې لامل شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي و ویل: که موږ له بهرنیو هېوادونو او ځینو قراردادي شرکتونو سره داسې معاملات وکړو چې د کورنیو اړتیاو سربېره موږ ته عواید راکړي. نو لیتیم د افغانستان د عوایدو لپاره ښه انتخاب دی. دا ډير ښه فرصت دی.

لیتیم چې د برېښنا د زیرمه کولو مهم ځواک ګڼل کیږي، تر ډیره په نوې ټکنالوژۍ په ځانګړې توګه د ځیرک ټیلفونونو، برېښنايي موټرونو، کمپیوټرونو او بې پیلوټه الوتکو د بټریو په جوړولو کې کارول کیږي.

طالبانو له آمو سیند څخه ۱۳۰ زره ټنه خام تېل پلورلي دي

په تیرو لسو ورځو کې طالبانو د آمو سيند له حوزې څخه ۱۳۰ زره ټنه خام تېل پلورلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د پلورل شویو تېلو ارزښت ۷۱،۶ میلیونه ډالره دی.

د دغه راپور له مخې طالبانو دغه اندازه خام تېل د پروسس لپاره پر کورنیو پانګوالو پلورلي دي.

په همدې حال کې، د دې راپور پر بنسټ، طالبان به نن د وړیا داوطلبۍ له لارې شل زره ټنه نور خام تېل هم وپلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې  د هېواد یو شمېر ښاریان د دوی وضعیت ته په نه پاملرنې نیوکه کوي او وايي، چې شپه او ورځ هڅه کوي، چې ډوډۍ پیدا کړي. خو له ستونزو سره سره دوی کولی شي د خپلې کورنۍ غړو ته په ورځ کې یوازې د یو وخت خواړه برابر کړي.

دغه ښاريان همداراز وايي، چې ددوى لپاره د کار زمينه  محدوده ده او د بېوزلۍ له ډېرېدو ستړي شوي دي.

چابهار بندر د هند او طالبانوترمنځ اړیکې نږدې کړې

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د چابهار په بندر کې دپانګونې او ګټې اخیستنې  له ایران سره د دغه هېواد د لس کلن تړون لاسلیک د هند او طالبانو تر منځ اړیکې نږدې کړې دي.

دغو رسنیو ویلي دي چې د طالبانو او هند ترمنځ په اقتصادي برخو کې اړیکې هغه مهال زياتې شوې چې له طالبانو سره د پاکستان اړیکې ترینګلې شوې.

د دغو راپورونو پر بنسټ، هند هڅه کوي چې د ایران له چابهار بندر څخه په استفادې د منځنۍ اسیا هېوادونو او له هغې بهر د سوداګرۍ ټرانزيټي لار پرانيزي.

د ایکسلسیور انډیا ورځپاڼې لیکلي: «د چابهار بندر اوس مهال د طالبانو او هند تر منځ هماغه رول لري لکه څنګه چې د افغانستان د جمهوري ریاست د پخواني حکومت پر مهال يې درلود.»

د يادونې وړ ده، چې له چابهار بندر څخه د ګټې اخیستنې هوکړه په ۲۰۱۶ کال کې د درېیو هېوادونو ایران، افغانستان او هند ترمنځ لاسلیک شوې وه.

خو تېره میاشت هند له ایران سره نوی لس کلن تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ به یې دا هېواد په چابهار بندر کې پانګونه کوي او له دې بندره به خپل سوداګریز توکي افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدوي.

ایکسلسیور انډیا ورځپاڼې لیکلي دي چې که څه هم د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د چابهار بندر د معافیت په رامنځته کولو سره هڅه وکړه چې افغانستان له سمندر سره ونښلوي. خو وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، د دې بندر په اړه د امریکا نظر بدل شو.

د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې اوس امریکا نه غواړي چې طالبان د رسميت نه پېژندنې له امله له دې بندره ګټه پورته کړي.

يادونې وړ ده، چې چابهار اوس د هند لپاره روسیې، منځنۍ او لویدیځې اسیا هېوادونو ته د هند د لارې پيدا کوونې له امله مهم دی.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2024 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی