چین کې نړۍوال نندارتون؛ د کابل او بېجینګ ترمنځ د سوداګرۍ د ودې فرصت

په چين کې د ٢٨ نړيوال نندارتون د پرانيستلو په لومړۍ ورځ يو شمېر ګډونوال وايي چې دغه نندارتون د کابل او بېجينګ ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په زياتولو کې مهم رول لوبوي.

په چین کې د افغان سوداګرو په ګډون سره ۲۸ نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې چې افغان سوداګرو هم خپل محصولات په ۴۱ غرفو کې نندارې ته ایښي په دې ډول نندارتونونو کې د خپل حضور په تړاو خوښي څرګندوي.

دوی وایي چې د کورنیو محصولاتو د معرفي او بازارموندنې لپاره په نړیوالو نندارتونونو کې د سوداګرو ګډون ګټور دی.

چین د نړۍ له غوره اقتصاد لرونکو هېوادونو دی، چې له هغه سره د اقتصادي اړیکو پراختیا کولای ي د هېواد پر اقتصاد مثبت اغیز ولري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وایي د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کابل او بیجینګ ترمنځ د ۳۰۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې ۷ میلیونه ډالر یې صادرات تشکیلوي.

په هېواد کې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وورسته چین هغه هېواد دی چې له افغانستان سره یې خپلو اړیکو ته دوام ورکړ او په دې موده کې یې د هېواد د کانونو په بیلابیلو برخو کې شاوخوا یو میلیارد ډالره پانګونه کړې ده.

قزاقستان د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان د صادراتو ودې ته ژمن شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې، قزاقستاني چارواکي دغه هېواد ته د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان د صادراتو د زمینې د برابرولو ژمنه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي چې، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د شمال- سوېل د دهلیز د غونډې په څنډه کې چې په قزاقستان کې جوړه شوې ده، د دغه هېواد د کرنې وزارت له مرستیال او ځينو نورو مسوولانو سره کتلي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو همکارۍ په تېره بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په تړاو خبرې شوې دي.

بلخوا، د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین‌زاده وایي، هغه غونډې او تفاهمات چې، د هېواد د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په موخه له ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو سره کېږي، ګټور دي.

اخوا ځينې، شنونکي له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د ټولو هېوادونو په ګټه بولي او د دغو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا ټینګار کوي.

د چارواکو په وینا د شمال – سوېل دهلیز به افغانستان له بېلاروس، ترکمنستان، قزاقستان او روسیې سره ونښلوي.

طالبان: په یوه اونۍ کې د اورګاډي له لارې تر ۷۷ زره ټنه زیات لېږد شوى

د طالبانو تر کنټرول لاندې د  ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد د اورګاډي له لارې ٧٥زره٧٥٦ميټريک ټنه توکو لېږد ترسره شوی دی.

د دغه خبرپاڼې له مخې، تېره اوونۍ افغانستان ۷۵زره۷۶۵ ټنه واردات کړي او یوازې يو زرو۷۴۱ ټنه یې صادرات کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت وايي، چې دغه لېږد تر ډېره د حيرتان، اقينې او تورغونډۍ د بندرونو له لارو ترسره شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوال د هېواد د صادراتو په پرتله د وارداتو پر زیاتوالي نیوکه کوي او وايي چې د صادراتو په پرتله ډېرو وارداتو افغانستان په یو بشپړ مصرفي هېواد بدل کړی او د بې وزلۍ لمن یې پراخه کړې ده.

په همدې حال کې یو شمېر افغان سوداګرو نورو هېوادونو ته د افغاني توکو پر لېږد محدوديتونو باندې نیوکه وکړه او وايي، چې دوی د بانکونو له لارې د پیسو په لېږد کې ستونزې، د هېواد په بندرونو کې د سړو خونو نشتوالی او همدارنګه له حده زیات مالیات او ګمرکي فيسونو په ګډون له لويو ننګونو سره مخ دي.

په همدې حال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټولګټو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې (د چنګاښ له ۱۵مې تر ۲۱مې) ۶۵زره۳۲۲ ټنه توکي يې دحيرتان بندر، ۵زره۶۸۱ ټنه د آقينې بندر او ۶زره۵۰۳ ټنه د تورغونډۍ د بندر له لارې لېږدول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په تېره يوه اوونۍ کې د افغانستان له خوا صادر شوي توکي وچه مېوه او د انارو جوس دي.

د پلور بازار پر نشتوالي د متشبثو ښځو اندېښنه

په کابل کې یو شمېر متشبثې ښځې د خپلو تولیداتو لپاره د بازار له نشتوالي او همداراز د اومه موادو کمښت ته اندېښمنې دي.

دوی له اسلامي امارت او همداراز مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتونکې دي.

یوې بلې متشبثې، اولیا هم په دې اړه طلوع‌نیوز ته و ویل: موږ ته ویل کیږي چې نندارتونونو ته راشئ خو زموږ اقتصاد کمزوری دی، د بېلګې په توګه ترکیې او نورو ځایونو کې موږ ته ویل کیږي چې راشئ خو موږ نه د موټر او نه د الوتکې کرایه لرو. موږ سره باید په دې برخه کې مرسته او همکاري وشي.

له دې سره هممهاله، د اقتصاد وزارت مرستیال د اسلامي ارزښتونو په اډانه کې د ښځینه متشبثینو د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبدالطیف نظري و ویل: ښځې اوس مهال په خصوصي سکټور، شرکتونو او موسسو کې فعالیت لري. د افغانستان د قانون پر بنسټ، په سوداګریزې پراختیا او وده کې خپل رول لوبوي.

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه په هېواد کې د ښځینه متشبثینو پر ملاتړ ټینګار کوي او د هېواد د اقتصاد په وده کې د هغوی ونډه ګټوره بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: اړتیا ده چې ښځینه سوداګرو ته زمینه برابره شي. په ځانګړې توګه هغه ښځې چې تولید کوي، لکه په ولایتونو کې د غالیو اوبدل او داسې نور.. دوی ته باید زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي وو، چې تېر کال یې څه باندې  ۳۰ زره ښځو ته د کار جوازونه ورکړي دي.

اقتصاد وزارت له مرستندویه بنسټونو غواړي څو پراختیایي برخو کې مرستې وکړي

اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې چې تازه رسنیو ته په لاس ورغلی په افغانستان کې له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نادولتي مرستندویه بنسټونو غوښتي څو د بشري مرستو پر ځای له پراختیايي برخو سره مرستې وکړي.

دغه مکتوب چې کابو یوه میاشت وړاندې (۴۱۰۳ د غبرګولي پر ۱۵مه) صادر شوی دی، له مرستندویه بنسټونو غوښتي څو د مرستو رسولو پر مهال توازن، شفافیت، د خلکو رضایت او د اسلامي امارت قوانین په پام کې ونیسي.

په دغه مکتبوب کې د ځینو هوکړه لیکونو په لاسلیک کې د ځنډ لامل لوړاداري لګښتونه بلل شوي او د ټولو نادولتي موسسو له کارکوونکو غوښتل شوي څو د کار جوازونه واخلي.

د چارو ځینې شنونکي هم باور لري چې هېواد کې به د بشري مرستو پر ځای له بنسټیزو برخو سره مرستې اغېزناکې وي. 

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر هم و ویل: « بشري مرستې کولای شي یوه درملنه اوسي خو حل لاره نه ده. د زوال په اقتصاد باندې د تمرکز سربیره چې د خلکو د پېر ځواک زیاتوي، موږ باید په تولیدي اقتصاد باندې هم ټینګار وکړو او هغه زېربناو ته وده ورکړو چې په اوږد مهاله پایله لري.»

د اقتصاد وزارت بیا بیا په هېواد کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او د امریکا له لوري یې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې.

ګمرکونو کې د برېښنايي سکنرونو د نصب پروژې تړون لاسلیک شو

د مالیې وزارت او خصوصي سکټور د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برېښنايي سکنرونو د نصب لپاره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال سلطان محمد زبیر ویلي چې، د صادراتو او وارداتو پر مهال د دغو سکنرونو په نصبولو سره به د تاریخي اثارو، نشه‌یي توکو او وسلو د قاچاق مخه ونیول شي.

ټاکل شوې ده چې، د دغې پروژه [د سکنرونو د نصب] کار په نږدې راتلونکي کې د ۸ مېلیارد افغانیو په ارزښت پیل شي، په دغې پروژه کې ۲۴ لوی برېښنايي سکنرونه او ۳۳ هم کوچني سنکرونه شامل دي چې، د تورخم، حیرتان، سپین بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ، نیمروز، ابو نصر فراهي، خوست، پکتیا، اقینې او شېرخان په بندرونو کې نصبېږي.

د چارو ادارې د تسهیل او پانګونګونې رییس احمد ضیاء خالد څرګندوي:«په یاده پروژه کې ۱۱۳ مېلیونه امریکايي ډالره په ارزښت پانګونه ترسره کېږي چې، کابو ۸ مېلیارده افغانیو سره معادل ده. د دغې پروزې ساختماي چارې به په دوه کلونو کې ترسره شي.

بلخوا، هغه خصوصي شرکت چې دغه تړون ورسره لاسلیک شوی، ډاډ ورکوي چې، د پرمختللو وسایلو په کارولو سره به دغه سکنرونه فعال کړي.

د دغه خصوصي شرکت رییس وايي، د دغو سکنرونو جوړول به دوه کاله وخت ونیسي.

پاکستان د افغانستان پر سبو او میوو تعرفه لوړه کړې

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې هڅه  کوي؛ له پاکستاني لوري سره د افغان صادارتو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړي او دواړه لوري وکولی شي خپلې اقتصادي اړیکي منظمې ترسره کړي

د هېواد د تازه میوې صادروونکي وايي، د رواني اوونۍ  له پیل راپدیخوا پاکستان د افغانستان پر سبو او میوو تعرفه لوړه کړې ده.

د هېواد د تازه میوو او سبو صادروونکيو ويلي، چې پاکستان د افغانستان د تازه میوو او سبو پر سر ګمرکي تعرفه بې‌سارې لوړه کړې ده.

دوی  د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په ګډون له ټولو سکټوري بنسټونو څخه له پاکستاني لوري سره د دې ستونزه د حل غوښتنه کړې؛ ځکه، چې په راتلوونکي کې افغان سوداګر او بزګر له مالي زیان څخه وژغورل شي.

دوی وايي، چې له همدې کبله د افغان سوداګرو لسګونه پر میوو او سبو بار موټرونه تم شوي دي، چې میوه او سابه یې د خرابېدو په حال کې دي.

د خصوصي سکټور غړي له سکټوري وزارتونو څخه غواړي، چې له پاکستاني لوري سره د دې ستونزې د اواري لپاره راودانګي.

قزاقستان د ترکمنستان له لارې افغانستان او پاکستان ته غنم صادروي

د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی، چې دا طرحه په سرحدي سیمو کې د اضافي زیرمو د تاسیساتو جوړول او د ترکمنستان له لارې د لوژستیکي لارو جوړول رانغاړي.

په تېرو څو کلونو کې د سیمه‌ییزو سوداګریزو تړونونو خوندي کول د منځنۍ آسیا هېوادونو لپاره یو داسې مهم لومړیتوب دی، چې د افغانستان په ګډون سیمې ته ګټه رسوي.

د راپورونو له مخې، قزاقستان به په نږدې راتلونکي کې د بینو غلې د ترمینل له لارې افغانستان او پاکستان ته غنم صادر کړي.

د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی، چې دا طرحه په سرحدي سیمو کې د اضافي زیرمو د تاسیساتو جوړول او د ترکمنستان له لارې د لوژستیکي لارو جوړول رانغاړي.

د بینو ترمینل، چې ۲۶ هکتاره مساحت لري؛ د منګیستاو په اړوند سیمه کې پروت دی، چې د قزاقستان او ترکمنستان پولې ته له اسانه لاسرسی برخمن دی.

تېره اوونۍ له دې ترمینل څخه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک جومانګارین په ګډون د افغانستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو لیدنه وکړه

هغه ویلي: مونږ د ترکمنستان له لارې له افغانستان سره د سوداګرۍ د زیاتولو لپاره د یوې بدیلې لارې پر جوړولو کار کوو. تمه ده، چې دا لار به له افغانستان سره د قزاقستان سوداګري په کال کې له یو میلیارډ ډالرو څخه درې میلیارډ ډالرو ته لوړه کړي.

هغه زیاته کړې، قزاقستان غواړي افغانستان ته د اوړو او غنمو صادرات ډېر کړي.

په دې وروستیو کې قزاقستان او ترکمنستان له اسلامي امارت سره دې هوکړې ته رسېدلي؛ په هرات ولایت کې به یو لوی لوژستیکي مرکز جوړ کړي، چې ۱۰۰ میلیون ټنه تېل زیرمه کولی شي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2024 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی