جنوری 2025
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد د اقتصاد له وزیر سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي .
په دغه کتنه کې د کرنې د میکانیزه کولو، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې، د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا، اماراتو ته د افغان کارګرو د استولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکوالۍ د اړیکو د عادي کولو په تړاو خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو د رییس په وینا، په دې کتنه کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د دغو مواردو د ښه پلي کولو لپاره تخنیکي ډلې وټاکل شي څو د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې پیاوړې شي.
د اقتصادي چارو شنونکی، شاکر یعقوبي وايي: لکه څرنګه چې افغانستان له مالي ناورین سره مخ دی، په داسې وخت کې دا سفر کولای شي په زیربنايي پروژو کې د مالي جذب لپاره ښه رول ولوبول شي. په دې شرط چې موږ د نړۍوال مالي ملاتړ لپاره ښه سټراټيژي ولرو.
د پنځوس میلیونه امریکايي ډالرو پانګونې سره د تیلو دا چاڼ خونه د سیمهییزو مسوولینو، پانګه والو او سوداګرو په حضور کې په بلخ ولایت کې پرانیستل شوه.
د مسوولینو په خبره د تیلو دا چاڼ خونه پر ۵۰ زره متره مربع ځمکه جوړه شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ ټُنو خامو تیلو د پروسیس وړتیا لري.
د تیلو چاڼ خونې مسوول، سهراب صمدي وايي: دغه شرکت په ۵۰ زره متر مربع ځمکه د ابتدایي لګښت، ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو او اختصاصي ۵۰ میلیون ډالره لګښت، په ۷ میاشتو کې جوړ شوی دی.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال، محمد طاهر روشن زاده هم وايي: اړتیا ده چې سرپرست حکومت د دوی د امتیازاتو او مالیاتو په برخه کې حد اقل دوه یا درې کاله دوی ته مالیه معاف کړي څو دوی پر خپلو پښو ودریږي.
بل پلو ځینې کارګران د تیلو دې چاڼ خونې پرانیستل د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې اغېزناک ګام ګڼي او له نورو پانګه والو غواړي چې د کاري فرصتونو برابرولو په موخه په کوردننه پانګونې وکړي.
د شاه محمد په نوم یو کارګر بیا وايي: دلته پانګونه وکړي، دا تاسیس کړي. هغو افغانانو ته چې دلته ژوند کوي هغوی ته کار پیدا شي.
له دې سره هممهاله د تیلو دغې چاڼ خونې مسوولین د سرپرست حکومت له مسوولین غواړي چې لازیاتې سرچینې د دوی په واک کې ورکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان ۲۰۲۴ کال کې د سیمې له هېوادونو سره د ۱۲ میلیارده او ۴۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.
دغه وزارت په دې موده کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۸۰۳ میلیونه ډالره یاد کړی چې، د ۲۰۲۳ کال پرتله ۴ سلنې کموالی ښیي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، دغه موده کې د وارداتو په کچه کې ۳۸ سلنې زیاتوالی راغلی دی.
اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « ۲۰۲۴ کې د افغانستان سوداګري ټولټال د ۱۲ میلیارده او ۴۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت وه. دغه کال کې د یو میلیارد او ۸۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د شاوخوا لس میلیارده او ۶۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي، په ۲۰۲۴ کال کې چین او پاکستان ته د افغانستان صادرات کم وو، خو ایران، متحده عربي اماراتو، قزاقستان او ازبېکستان ته بیا د صادراتو کچه دوه برابره لوړه وه.
هغه و ویل: « روان کال کې چین او پاکستان ته زموږ صادرات د تېر کال پرتله کم وو، خو له ترکیې او هند سره زیاته شوې ده. له ټولو مهمه دا چې، ایران، قزاقستان، ازبېکستان او متحده عربي اماراتو ته زموږ صادرات دوه برابره لوړ شوي دي.»
د خصوصي سکټور استازي بیا په دې باور دي چې، نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات د اسانتیاو په برابرېدو او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې سره زیاتوالی موندلی شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال، خیرالدین مایل و ویل: « زموږ سوداګرو ته دې نورو هېوادونو ته د ویزو او سفر زمینه مساعده شي، څو زموږ سوداګر د نورو هېوادونو په مارکیټونو کې د افغانستان تولیداتو ته ځای پيدا کړي.»
د کرنې او مالدارۍ خونې د اجرایوي پلاوي رییس وسیم صافی وايي: « د دې لپاره چې خپل محصولات معیاري کړو او بهرنیو بازارونو ته لاسرسی پيدا کړو، نو اړتیا ده چې پر بسته بندۍ او سټنډرډ کولو کار وشي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه راز وایي، هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو کچه شاوخوا ۸۵۰ میلیونه ډالره وه؛ خو اوس دغه شمېر په کال کې نږدې ۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
په کندهار کې د درې میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د چرګانو دانې یوه تولیدي کارخونه پرانېستل شوه.
د کندهار ښوراندام صنعتي ښارګوټي کې د درې میلیونه امریکايي ډالرو پانګونې سره د چرګانو دانې تولیدي کارخونه او د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د غوړیو یوې بلې تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ.
د صنایعو او کانونو خونې رییس ددغو کارخونو پرانیستي پرمهال وايي، تر دې وړاندې به په کلني ډول د یو میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت د چرګانو دانه او غوښه له بهره واردېدله؛ خو د سږکال ترپایه به یې ځای کورني تولیدات ونیسي.
د صنایعو او کانونو خونې رییس، شېرباز کمين زاده په دې اړه وايي: “د حيواني دانې او چرګ غوښي له اړخه افغانستان پر ځان بسيا شوی دی، موږ وړاندي د يو مېليون ډالرو په ارزښت واردات لرل، چې سږ کال به دغه چاره صفر شي”.
د چرګانو دانې د یوې توليدي کارخونې مسوول، محمد سليم کريمي هم وايي: “دغه کارخونه د درې میلیونه ډالرو په ارزښت د يونيم کال په ترڅ کې جوړه شوې ده او د يو ساعت په ترڅ کې ۲۵ ټنه توليد لرو د دانې”.
په دغو کارخونو کې لسګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
دوی له پانګه والو غواړي چې په هېواد دننه دغه راز پانګونې وکړي.
کندهار کې کارګر، محمد عاشق په دې اړه وايي: “دا ډول پانګوني ډيري مهمي دي، که پانګوني زياتی شي، نو له بهر ته به د ځوانانو تګ هم کم شي”.
یو بل کارګر، مطيع الله هم وايي: “له اقتصادی لحاظه دا ډول پانګوني د هېواد او بيا په ځانګړي ډول د کندهار لپاره ځکه مهمي دي، چې کاري فرصتونه ايجادوي او خلک له بېکارۍ او فقر څخه ژغوري”.
محمد نعيم چې هم یو کارګر دی وايي: “دلته چې ماته د کار زمينه برابره شوې ده، خوښ يم”.
د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولایت کې د درملو، خوړو، ودانیزو توکو او ټوکر تولیدولو کارخونو جوړولو چارې روانې دي، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به یې چارې بشپړې شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان هجري – لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې د څه باندې ۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۲ زره او ۲۰۰ کیلو ګرامه زعفران نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې، ډېری دغه زعفران هند، اسپانیا، سعودي عربستان، امریکا، فرانسې او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « د ۱۴۰۳ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې افغانستان د شاوخوا ۲۹ میلیونه او ۵۸۸ زره ډالرو په ارزښت ۴۲ زره او ۲۰۰ کیلوګرامه زعفران هند، اسپانیا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، فرانسې، اسټرالیا، ترکیې او نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.»
زعفران چې د افغانستان له ارزښتناکو کرنیزو محصولاتو ګڼل کیږي، نړۍ کې ځانګړی شهرت لري.
د زعفران صادروونکې، سمیه صدیقي وایي: « زموږ اصلي ننګونې بانکي مسایل، د الوتنو بندیزونه او د ویزو ستونزې دي، په ځانګړې توګه هند چې د افغانستان د زعفرانو ستر پېرودونکی دی.»
ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زعفرانو د پلور لپاره د معیاري بازارونو پر برابرولو ټینګار کوي او وایي، روان کال د زعفرانو حاصلات زیات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند وايي، روان لمریز کال کې له ۹۵۰۰ هکټاره ځمکې ۴۰ مټریک ټنه زعفران ترلاسه شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین و ویل: « د زعفرانو کښت ۳۰ ولایتونو ته پراخ شوی دی او دا محصول د کوکنارو د بدیل په توګه وړاندیز شوی دی.»
زعفران د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کوکنارو د کښت د بدیل بوټي په توګه معرفي شوي، او د ځینو کارپوهانو په باور که په هېواد کې د زعفرانو د کروندګرو ملاتړ وشي، افغانستان کولای شي د نړۍوالو بازارونو له لارې له زعفرانو ښه عاید ترلاسه کړي.
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې په هیواد کې د زعفرانو حاصلات د تیر کال په پرتله زیات شوي دي.
د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل د باران زیاتوالی، د رعفرانو د کښت او راټولونې لپاره د نویو کړنلارو تجربه کول او کروندګرو ته د رعفرانو د نویو بوټو ویشنه بلل کیږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباحالدین مستعین وايي: له دغو کروندو څخه په ټوله کې شاوخوا ۴۰ مټریک ټنه زعفران راټول شوي دي چې هرات ولایت له تولید لمخې مخکښ دی ځکه ۹۰ سلنې یې له هراته دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو ارزښت ته په اشارې سره له افغان زعفران کارانو پر لا ډېر ملاتړ ټینګار لري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: «په دې برخه کې پرمختګونه شوي چې د هیلو وړ دي، خو کروندګر لا هم ډېرې مرستې ته اړتیا لري. دا ملاتړ باید هم د بهرنیو موسسو او هم د اسلامي امارت له لوري ترسره شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان وايي: په اوسني وضعیت کې موږ ډېرې ستړې لرو. یو خو دا دی چې موږ نړۍوال بازار ته مستقیم لاسرسی نه لرو. پخوا به یو اس ای ډي او نورو په یو ډول نه یو ډول زموږ له بڼوالو سره مرسته کوله. دوی به ټرانسپورټ کې هم مرسته کوله خو له بده مرغه هغه اوس نشته.
د ویلو ده چې، د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې، د تخمونو او د لازمو امکاناتو د برابرولو په برخو کې به له افغان زعفران کارانو ملاتړ وکړي.
اقتصاد وزارت له ملګرو ملتونو غوښتي چې، په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان سره خپلې مرستې پر پراختیايي پروژو متمرکزې کړي.
د اقتصاد وزارت ویاند طلوعنیوز ته وايي، د دغه وزارت سرپرست دین محمد حنیف د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتنه کې هم په افغانستان کې د بشري مرستو پر د بهیر پر اغېزو او روڼتیا خبرې کړې دي.
دغه کتنه کې د یوناما د مرستیال انډریکا رټواټه په ګډون ځینو نورو چارواکو هم ګډون درلود.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب و ویل: « د اقتصاد وزارت سرپرست دغه کتنه کې ټنیګار کړی چې، روان زېږیز کال کې نړۍوال بنسټونه خپلې هڅې د پراختیایي پروژ پر پلي کولو متمرکزې کړي څو د خلکو ستونزې حل او د لوږې او بیکارۍ کچه ټیټه شي.»
د چارو ځینې شنونکي له اسلامي امارت سره د نړۍوالو مرستندویه موسسو د بشري مرستو همغږي د پروژو په ښه توګه پلي کولو کې مهمه یادوي او په پراختیایي او تشبثي پروګرامونو کې د دغو مرستو لګول ارزښتناک بولي.
د صنعتکارانو د ټولنې رییس، عبدالجبار ساپي طلوعنیوز ته و ویل: « لکه څرنګه چې د اقتصاد وزارت غوښتي، دغه مرستې باید خلکو ته د کاري زمینو برابرولو په برخه کې ولګول شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالغفار نظامي و ویل: « دغه بنسټ باید د افغانستان حکومت ته د خپلو فعالیتونو منظم راپور ورکړي. دا پر دغه بنسټ د افغانستان د خلکو او حکومت حق دی چې دوی دغه مرستې باید چاته ورکړي.»
هېواد کې هر کال د ژمي په راتګ سره د بې وزلۍ او بیکارۍ له امله د خلکو ستونزې زیاتیږي چې، بشري مرستو ته د اړتیا کچه هم ورسره لوړیږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر کوي چې، د خصوصي سکټور له خوا په افغانستان کې د چرګانو په سکټور کې له یو مېلیارد ډالرو زیاته پانګونه شوې ده.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباحالدین مستعین وايي چې، اوس په ټول افغانستان کې د چرګانو څه باندې ۱۵ زره فارمونه موجود دي.
ښاغلي مستعین په دې هکله وویل:«تراوسه په هېواد کې د چرګانو کابو ۱۵ زره فارمونه فعال دي چې، څه باندې یو مېلیارد ډالره ارزښت لري. دا فارمونه د چرګانو د سکټور د ځان بسیاینې او پراختیا په برخه کې فعالیت کوي.»
ورته مهال، ځينې فارم لرونکي، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د لاډېرو اسانتیاوو د برابرولو غوښتونکي دي.
د فارم مسوول حکیم جان ابراهیمخېل په دې هکله وویل:«فارمونه په سنتي او پخوانۍ بڼه دي او ۱۵ زره چرګان لرو چې، د ورخې ۱۲ زره هګۍ تولیدوو. موږ د ملاتړ غوښتنه لرو؛ ځکه اوس له ګاونډیو هېوادونو بې کیفیته هګۍ واردېږي، هغو فارم لرونکو ته چې، هګۍ لرونکي چرګان لري، زیان رسولی دی. زموږ هیله دا ده چې، دغه لارې بندې کړي.»
د چرګانو د دغه فارم مسوول له سرپرست حکومت غواړي چې، د دوی د کاروبار د ودې لپاره باید له نورو هېوادونو د چرګانو د هګیو له وارداتو مخنیوی وکړي.
فارم لرونکی فریدون څرګندوي:«کابو شپږ یا اووه کاله کېږي چې، دلته کار کوم. دلته زموږ کور دی، زما کډه همدلته ده او شکر زما پرده کېږي.»
د کرنې او مالدارۍ خونه هم پر دې اند ده کهچېرې په هېواد کې د چرګانو له فارمونو ملاتړ وشي؛ نو لرې نهده چې، افغانستان به هم له دې اړخه پر ځان بسیا شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې رییس میرویس حاجيزاده وايي:«کهچېرې نورو سوداګرو ته په اوږدمهاله بڼه او د ډېرې ځمکې د وېشل زمینه برابره شي، هغوی هم حاضر او چمتو دي چې، د چرګانو د سکټور په برخه کې پانګونه وکړي، په ځانګړې توګه د بلیدر چرګانو په برخه کې فعالیت وکړي.»
په افغانستان کې د چرګانو فارمونه د چرګانو د غوښې او هګیو مهمې سرچینې دي او په دې وروستیو کې د چارو په پراختیا سره یې لا هم فارم لرونکي له ستونزو سره مخ دي.
د هرات ځايي چارواکي د هرات – خواف د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو د پام وړ زیاتوالي خبر ورکوي.
د شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې، له دغې لارې د افغانستان او ایران ترمنځ د څه باندې ۱۰ زره ټنه توکو واردات او صادرات شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وايي:«د هرات – خواف وسپنې پټلۍ مهمې پروژې لومړی فاز بشپړ شوی او په مرغومې میاشت کې، له دغې لارې څه باندې ۱۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي دي.»
د هرات – خواف وسپنۍ پټلۍ له لارې د افغانستان، ایران او د سیمې ځینو نورو هېوادونو ترمنځ د توکو لېږد د سوداګرۍ د ودې په برخه کې مهم ګڼل کېږي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د وسپنۍ دغې پټلۍ لارې په وسيله د سوداګریزو توکو لېږد د واټ ترانزیت په پرتله ارزانه دی.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي امر محمد یوسف امین وايي:«د وسپنې پټلۍ د استفادې لپاره د سوداګرو او پانګوالو غوښتنه زښته زیاته ده. هغوی د سړک ټرانسپورټ پرتله د وسپنې پټلۍ بیې د کموالي غوښتونکي دي. په سوداګرۍ کې ترجیح ورکول کېږي چې، توکي په کمه بیه له یوه ځایه بل ځای ته ولېږدول شي چې، مصرف کوونکي ته په مناسبه بیه عرضه شي.»
د سیمهییزو مسوولینو په خبره د هرات – خواف وسپنۍ پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ترڅنګ په راتلونکي پسرلي کې به د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافرو تګ راتګ هم پیل شي.
د هرات – خواف وسپنې لارې د روزنک تم ځای د پروګرامونو مسوول محمد اکبر کارګر وویل:«په ۱۴۰۴هجري لمریز کال کې، د هرات – خواف وسپنې پټلۍ له لارې به د مسافر وړونکو اورګاډي هم پيلېږي.»
د اقتصادي چارو د شنونکو په خبره د وسپنۍ پټلۍ له لارې د سیمې هېوادونو سره د نښلېدو له امله به افغانستان په کلني ډول زیاته ګټه ترلاسه کړي.
د اقتصادي مسایلو کارپوه عزیزالله صامت وویل:«موږ هېڅ لار نهلرو له دې پرته چې، د رېلي کرښو پر پراختیا ډېر تمرکز ولرو. د افغانستان یو له ګټو، د هغه ټرانزیټي موقعیت دی. له بده مرغه تراوسه له دغه فرصته په سمه توګه استفاده نهده شوې؛ خو اوس چې، شرایط برابر شوي، باید له هغې مطلوبه استفاده وشي.»
د هرات – خواف وسپنې پټلۍ افغانستان د ایران له لارې د ترکیې او اروپا له بازارونو سره نښلوي. د وسپنې دغه پټلۍ د هرات صنعتي ښارګوټي ته رسېږي چې، د جوړولو چارې یې روانې دي.
په افغانستان کې بې وزلي، بې روزګاري او په ټوله کې اقتصادي ستونزې تل له هغو مسایلو ګڼل شوې چې تر اوسه ناحل شوې پاتې ده.
ګلاب د کابل یو له هغو لسګونو اوسېدونکو دی چې د بې روزګارۍ له امله اړ شوی چې له سهاره تر ماښامه د واټونو پرغاړه کار وکړي.
دی خپلې اقتصادي ستونزې داسې بیانوي.
د کابل یو اوسېدونکی، گلاب په دې اړه وايي: زموږ له دې پنچرمېنۍ هیڅ هم نه جوړيږي او شپه او ورځ لګیا یو. ۵۰، ۶۰ او کله اویا جوړیږي. په دغو پیسو هیڅ کار نه کیږي.
د ګلاب په څېر نور کسان هم شته چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د کابل یو بل اوسېدونکی، عبدالبصیر وايي: په کور کې ۱۲ کسه یو او یوازې زه یم چې کار کوم، مزدوري کوم، کور ته یې وړم او خدای یې برابروي. بس یوازې زه کار کوم.
له دې سره هممهاله، نړیوال بانک د نړۍ د اقتصاد د لرلید په راپور کې ویلي، چې د کافي معلوماتو د نشتوالي له امله د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو اټکل کول ستونزمن کار دی.
دغه بانک افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې ګڼلی چې د خوړو د ناامنۍ کچه د تېرو لسیزو پرتله پکې خرابه شوې ده.
د اقتصادي چارو شنونکی، میر شاکر یعقوبي وايي: تر هغې چې د حکومت له لوري د کارموندنې په برخه کې لازمه کړنلاره په پام کې و نه نیول شي، طبیعي ده چې د وزګارتیا کچه به راټیټه نه شي. د بې وزلۍ کچه به هم ورسره همداسې لوړه وي.
بلخوا، د روغتیا نړۍوال سازمان له غزې نیولې تر افغانستان پورې د نړۍ په ناورین ځپلو سیمو کې له ۳۰۰ میلیونه کسانو سره د مرستې لپاره د ۱.۵ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
د روغتیا د نړۍوال سازمان رییس، ټډروس آدهانوم گبریسوس وايي: «نن د روغتیا نړیوال سازمان خپله کلنۍ بېړنۍ غوښتنه خپره کړه او په بیړنیو شرایطو کې یې د ژغورنې د هڅو د ملاتړ لپاره د ۱.۵میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه، څو د نویو ناورینونو پر وړاندې ژر غبرګون وښیو.»
خو اقتصاد وزارت ټینګار کوي چې اسلامي امارت د بې وزلۍ او بې روزګارۍ د کچې د راټيټولو لپاره بېلابېل پلانونه په پام کې نیولې دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري په دې اړه وايي: نړۍوال بانک چې کوم نه خوندیتوب یاد کړی دی د هغه لامل دا دی چې په ژمي کې لارې تړل کیږي او ځینو سیمو ته مرستې نه رسیږي او وزګارتیا هم موسمي وزګارتیا ده. سرپرست حکومت د کارموندنې او د وزګارتیا د پاېته رسولو لپاره لارې چارې ترلاسه لاندې لري.
د خوړو د ناامنۍ د زیاتېدو په تړاو د نړۍوال بانک راپور په داسې حال کې خپرېږي چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو د افغانستان پر بشري ناورین اندېښنه څرګنده کړې وه او زیاته کړې یې وه، چې په روان زېږدیز کال کې د دغه هېواد له نیمایي زیات وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د کابل اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې له لوړېدو سره سم د خوراکي توکو بیې هم لوړیږي.
دا چې د افغانستان ډېره برخه سوداګریز توکي وارداتي دي او په ډالرو پېرل کیږي، نو د ډالرو په بیو کې بدلونونه په مستقیم ډول د خوراکي توکو پر بیو اغېز کوي.
له تېرو دوو اونیو راهیسې د هر ډالر بیه ۴ افغانۍ لوړه شوې ده.
د کابل اوسېدونکي، شاه محمد و ویل: « کله چې ډالر لوړیږي، بیې هم په اتومات ډول لوړیږي، خلک ډېر بې چاره شوي او د پېرلو توان نه لري.»
د کابل بل اوسېدونکي، شمشاد و ویل: « کله چې ډالر لوړیږي، موږ یې وس نه لرو چې خوراکي توکي وپېرو، بیې ډېرې لوړې شوې دي.»
د وروستیو شمېرو لمخې، دا مهال یو ډالر په ۷۵ افغانۍ او ۶۱ پوله تبادله کیږي.
شنونکي پر دې باور دي چې د نړۍوالو مرستو بندېدل یا کمښت کولای شي د ډالرو د بیې د لوړوالي او د افغاني د ارزښت د بېثباتۍ یو مهم لامل وي.
د اقتصادي چارو شنونکي محمد نبي افغان و ویل: « کله چې هېواد ته بهرنۍ مرستې او ډالر بند شي هغه که مستقیم دولت ته وي یا غیر مستقیم موسسو ته وي، دا زموږ پر اقتصاد ډېر منفي اغېز لري، ځکه زموږ واردات ډېر او صادرات کم دي.»
خو د افغانستان بانک د اسعارو په بیو کې بدلونونه یو عادي بهیر ګڼي او ډاډ ورکوي چې د ډېرو بدلونونو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي
د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري په دې اړه و ویل: «د افغانستان بانک د یوه مرکزي بانک په توګه ژمن دی چې، د افغانيو ارزښت وساتي او اجازه ورنه کړي چې جدي نوسانات رامنځته شي. نوسانات د هر هېواد د پولي واحد پر وړاندې یوه عادي مسله ده.»
ټاکل شوې چې، د افغانستان بانک نن (شنبه) ۲۰ میلیونه ډالر د افغانیو د ثبات او د ډالرو د بیې د مهارولو لپاره لیلام کړي.
وروسته له هغې چې، د امریکا ولسمشر د دغه هېواد بهرنۍ پراختیايي مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې؛ اوس اوس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت، د ټولو بهرنیو مرستو د ځنډېدو امر کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، په دې حکم کې د اسراییل او مصر لپاره د نظامي مالي چارو ته معافیت په پام کې نیول شوی؛ خو د افغانستان په ګډون د هېڅ بل هېواد چې، له امریکا بشري مرستې ترلاسه کوي، په یاد معافیت کې نوم نهدی راغلی.
د امریکا پراختیايي مرستې په داسې حال کې درول شوي چې، په افغانستان کې د بشري ناورین په تړاو اندېښنې پر خپل ځای دي.
عسکرالله د کابل یو له زرګونو اوسېدونکو دی چې، له اقتصادي ستونزو کړېږي. هغه د طلوعنیوز خبریالې ته وايي:«پیسې هم نشته او کار هم. غریبي هم نهده پاتې، زه له کوره ځم او دلته وایم خدایه هر څه چې، ته راکوې را وې رسوې.»
که څه هم د هغه عمر د سختو کارونو نهدی؛ خو بېوزلۍ او د ژوند مجبوریت دې ته اړ کړی چې، د خپلې کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه د سړک پرغاړه بوټان رنګ کړي.
له دې سره هممهاله، د امریکا د پراختیايي پروګرام پخواني چارواکی چې، اوس د کډوالو د نړۍوال سازمان رییس دی، د امریکا د مرستو بندېدل لېونتوب بللی او ویلي یې دي چې، دا پرېکړه به د خلکو د مرګ لامل شي.
د اسیا او ارام سمندر لپاره د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې رییس الکسانډر مټیو په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن بللی دی. هغه ټینګار کړی چې، د افغانستان لپاره نړۍوالې مرستې کافي نهدي او نړۍواله ټولنه باید په دې سختو شرایطو کې له افغانستانه مخ وا نهړوي.
د اسیا او ارام سمندر لپاره د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې رییس الکساندر مټيو وايي:«په افغانستان کې بشري وضعیت هغومره خراب دی لکه تل چې و. په کلیو کې میندې د وینې له کمښت سره مخ دي او ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي. د هېواد په ډېرو سیمو کې لا هم وضعیت بیړنی دی. خو دا چې دا وضعیت اوږدمهالی دی او دوام لري، یوازې بېړني مرستې بسنه نه کوي.»
د اقتصاد وزارت د نړۍ له خوا پر افغانستان د پراختیايي مرستو بندېدل له نړۍوالو حقونو سره په ټکر کې ګڼي او ټینګار کوي چې، د نړۍ هېوادونه باید په ټول برخو په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې پر خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري هم وویل:«موږ غواړو چې، هېواد په دې برخه کې پر خپل سیاست تجدید نظر وکړي او له سرپرست حکومت سره، د اقتصادي مسایلو په تړاو، اقتصاد چورلیزه سیاست غوره کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې، د روان زېږدیز کال په لړ کې ۲۲٫۹ مېلیونه افغانان د بشري مرستو اړتیا لري. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې ۱۶٫۸ مېلیونه افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۲٫۴۲ مېلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2025 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی