په المان کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

د افغانستان د غالیو د تولید او صادرونکو ټولنه وایي چې د المان د غالیو په ډمسټک نړۍوال نندارتون کې د غالیو اتو صادرونکو شرکتونو ګډون کړی دی.

د دغې ټولنې رییس له افغاني غالیو د ننداره کوونکو څخه په هرکلي سره ټینګار کوي چې دغه راز نندارتونونه د هېواد د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې لپاره ګټور دي. 

د افغانستان د غالیو د تولید او صادرونکو ټولنې رییس، نور احمد نوري زیاته کړه: « سږ  کال دغه نندارتون د جنوري میاشتې له ۱۱ مې څخه تر ۱۴ مې وه، د غالیو ۸ عمده پلورونکو شرکتونو په دغه نندارتون کې غرفې اخیستې وې او ګډون یې کړی وه.»

د جرمني په هانابر ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د غاليو او ګلم نړۍوال نندارتون جوړ شوی دی.

په دغه درې ورځني نندارتون کې د هند، چین او ایران په ګډون د افغانستان په لاس اوبدل شوې غالۍ او ګلم هم نندارې ته ایښودل شوي دي.

د یاد نندارتون یو شمېر ګډونوال وایي، چې په دې دریو ورځو کې د افغاني غالیو تر ټولو ډېر پېرودونکي له کاناډا، امریکا، سعودي عربستان، بلجیم او لندن څخه وه.

 ګډونوال، خدای بردي په دې اړه وویل: «نن هغه غالۍ وپلورل شوې چې له څو کلونو له موږ سره پاتې وې او اوس زموږ سره هیڅ غالۍ ن دي پاتې.»

په ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې افغاني غالۍ د کیفیت له پلوه د نړۍ د هېوادونو په منځ کې بې سارې دي او افغاني غالۍ په اسیايي او اروپايي هېوادونو کې ښه 
بازار لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي وویل: « زموږ ډېر معتبر شرکتونه چې په شمال کې دي او ځینې چې په کابل کې دي، واقعاً ډېر کیفیت لرونکي او په مناسب قیمت صادروي او فرانسې، المان په څېر هېوادونو ته د شمال څخه غالۍ لېږدول کیږي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په وروستي یو کال کې د پاکستان، ازبکستان، ترکیې، ایټالیا، امریکا، جرمني، چین او هند هېوادونو ته د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې شپږ میلیونه متره مربع غالۍ صادرې شوې دي.

تېر کال مو له ترکمنستان سره ۴۸۱ مېلیون ډالره راکړه ورکړه لرلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې مو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۴۸۱ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه لرلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې له دې منځه ۴۷۷ مېلیون ډالره یې واردات او پاتې نور یې صادرات دي.

ښاغلي جواد په دې هکله وویل:«په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ صادرات او واردات د ۴۸۱ مېلیون ډالرو په ارزښت و چې کابو درې مېلیون ډالر یې صادرات او ۴۷۷ مېلیون ډالر یې واردات دي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«یو شی چې پرې ډېر ټينګار کېږي دا دي چې ښايي په راتلوونکي کال کې د تېر کال پرتله ډېر صادرات ولرو چې د وارداتو او صادراتو ترمنځ انډول رامنځته شي.»

ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، ترکمنستان یو له هغو هېوادونو دی چې تل یې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې مثبت لید درلود.

د دې خونې یو غړی طلوع نیوز ته د ترکمنستان له لوري افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې برخه کې ستونزو ته په اشارې سره وايي چې له دې ننګونو سره سره د تورغونډۍ او آقینې بندرونه د افغانستان او ترکمنستان له مهمو بندرونو ګڼل کېږي، چې هره ورځ د دواړو هیوادونو سوداګریز او ټرانزیټي توکي ورباندې لیږدول کیږي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي:«ترکمنستان یو داسې هېواد دی چې هم د خزر له سیند سره لار لري او هم له مرکزي اسیا، قزاقستان او نورو هېوادونو سره یې اړیکې نږدې دي، کېدای شي چې له دې لارې ټرانزیټ وده وکړي او زموږ لپاره ښه وي.»

بل لور ته، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د صادراتو او وارداتو د توازن لپاره باید سرپرست حکومت د کورنیو تولیداتو د کمیت او کیفیت لوړولو ته زیاته پاملرنه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالظهور مدبر په دې هکله وايي:«د صادراتو د کچې د زیاتوالي او د سوداګریز انډول د برابرولو لپاره، اړتیا ده چې ډېر تولیدات ولرو او جي‌ډي‌پي لوړ وي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، له ترکمنستانه افغانستان ته تر ټولو مهم واردېدونکي توکي برېښنا، تېل او ګاز دي.

دغه راز له افغانستانه ترکمنستان ته صادرېدونکي توکي بیا مرمر ډبرې، وچه مېوه، کچالو او غیرالکولي مشروبات دي

تېر زیږدیز کال کې له هند سره د ۷۷۹ میلیون ډالرو سوداګري شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او هند ترمنځ د ۷۷۹ میلیونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده،

 د یاد وزارت د مسوولینو په خبره، په دغه کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۵۷۹ میلیونه ډالره صادرات او ۲۰۰ میلیونه ډالره واردات شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد طلوع نیوز ته و ویل: « تېر ۲۰۲۳ کال  کې د هند او افغانستان ترمنځ د ۷۷۹ میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې وه چې له ډلې ۵۷۹ میلیونه ډالره صادرات او ۲۰۰ میلیونه ډالر له هند څخه هېواد ته واردات شوي دي.»

بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه هند د افغانستان د تازه مېوو او وچې مېوې د پلور لپاره ښه بازار ګڼي او د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي رییس خان جان الکوزي په دې اړه و ویل: « که د چابهار لاره کې هند مرسته وکړي او د هغوی کښتۍ له همدې لارې راشي موږ به هغه میوه چې اوس یې په لږه بیه پر پاکستان پلورو هند ته صادره کړو، خو کښتۍ نه راځي او موږ په سختۍ سره هند ته توکي لېږدوو.»

اخوا، د هېواد یو شمېر سوداګر وايي، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د ودې لپاره د هېواد د هوايي دهلېزونو د فعالولو په ګډون د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کېدو ته اړتیا ده.

سوداګر محبوب الله محمدي و ویل: «له هند سره د صادراتو هوکړو نه شتون، په بېلابېلو ګمرکونو کې د ټرانزیټي ستونزو شتون او د هوایي دهلیز نه شتون چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخې مهم فکټور و له هند سره یې د افغانستان سوداګري کمه کړې ده.»

بلخوا، د اسلامي امارت مسوولان ډاډ ورکوي چې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل په برخه کې هڅې روانې دي.

د “اسلامي امارت” ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: « موږ هڅه کوو چې دې برخه کې پرتې ستونز له منځه لاړې شي او زموږ سوداګر په اسانه توګه خپلې پیسې ولېږدولی شي ترڅو صادرات او واردات وکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، وچه مېوه، تازه مېوه، انجې او زعفران هند ته د افغانستان صادراتي توکي دي او له دغه هېواده په وارېدونکو توکو کې بوره، درمل، پیاز او نور محصولات شامل دي.

د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته د قرغېزستاني پلاوي راتګ

نن (چهارشنبې، د سلواغې په ۴مه) د قرغېزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر دانیار امانګلدیف په مشرۍ، د دغه هېواد یو جګپوړی پلاوی کابل ته راغی.

ښاغلي امانګلدیف کابل ته د خپل سفر موخه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د شته ستونزو حل بللی دی.

دانیار امانګلدیف وايي:«موږ د دې لپاره راغلي یو چې د سوداګرۍ او نورو موضوعاتو په تړاو پر مهمو مسایلو بحث وکړو، ډېر ستر موضوعات شته چې باید خبرې پرې وشي. د بېلګې په توګه د سوداګرۍ او ټرانزیټ مسایل او بېلابېل نور مسایل چې په تړاو یې باید خبرې وکړو. همدا راز څرنګه چې یې تاسې وینئ موږ سره خصوصي سکټور او سوداګر راغلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ وده وکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، قرغېزستاني چارواکي سوداګرو ته د ویزې ورکړې او د توکو د لېږد د لګښت په تړاو هم خبرې کوي.

ښاغلی عزیزي څرګندوي:«کله چې زموږ له خاورې سوېلي اسیا ته ټرانزيټ تېرېږي، موږ ورسره همکار یو او په پروګرامونو کې یې ورسره همکاري کوو، که‌چېرې د افغانستان ټرانزیټ د هغوی له خاورې تېرېږي، د اجنډا یوه موضوع دا ده چې لګښتونه کم کړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا د نورو هېوادونو د دولتي او خصوصي سکټور پلاوو راتګ د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د ښه‌والي لپاره مهم بولي او ټینګار کوي چې د راکړې ورکړې کچه به هم لوړه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی وايي:«د پلاوو تګ راتګ او لیده کاته، کنفرانسونه، نندارتونونه او سیمینارونه چې جوړېږي، هر هېواد مقابل لوري ته د خپل هېواد کاري، تولیدي او لګښتي ظرفیتونه تشریح کوي.»

تر دې مخکې، د امریکا، برېټانیا، ترکیې، ایران او ازبیکستان د سوداګرو یو پلاوی هم افغانستان ته راغلی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د ګډې پانګونې او سوداګریزې ودې په تړاو خبرې کړې وې.

یوه افغان سوداګر د انرژۍ او رېل لارې په برخو کې پانګونه کوي

د “عزيزي بنسټ” مشر ميرويس عزيزي هرات ولايت ته په سفر کې وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې لس ميليارد ډالره پانګونه وکړي، د ده په وینا دغه پانګونه به د انرژۍ او اورګاډي په برخو کې ولګول شي.

له بلې خوا نوموړي د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ د سياه اب په کلي کې د وروستۍ زلزلې د قربانيانو لپاره يو ښارګوټی چې ٣٠٠ کورونه لري، د ٢٠٠ ميليون افغانيو په لګښت جوړ کړ.

د هرات د زلزلې ډیری قربانیان د استوګنې جوړ شوي واحدونه کافي نه ګڼي.

دلته د هرات د زنده جان ولسوالۍ په سیاه اب کلي کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو لپاره د ښارګوټي د جوړولو چارې روانې دي– هغه کلی چې په زلزله کې په کنډوالې بدل شوی و.

د عزیزي بنسټ رییس میرویس عزیزي وايي: «دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې نن دغه کورونه بشپړ شول او له دې ناورین څخه ژوندي پاتې شوي کسان په کې اوسېږي، دا کار ډېر ښه و او زه به دا سیمه هیڅکله هېره نه کړم، زه له دوی څخه غوښتنه کوم چې موږ ته د ځمکې یوه بله برخه هم راکړي چې د خلکو لپاره یو باغ او پارک جوړ کړو.»

خو د هرات زلزله ځپلي دغه کورونه کافي نه ګڼي او غواړي چې ټولو زیانمن شویو کسانو ته ورته کورونه ورکړل شي.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله وايي: «د سړې هوا له نظره، موږ د خیمو په پرتله خوندي یو. دا ښه ده، موږ ډېر خوشحاله یوو. موږ له دوی څخه ډېر خوشحاله یوو.»

د هرات د زنده جان اوسېدونکی حکمت الله وايي: «ما تر ۱۳ پورې کورونه درلودل. له ۱۳ کورنو څخه، ماته د زلزلې ضد یو کور جوړ شوی، یو دهلیز او دوه کوټې چمتو شوې دي. د دوو یا دریو کوټو سره ژوند کول خورا ستونزمن دي.

د “عزيزي بنسټ” مسوول وايي چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې لس ميليارده ډالره پانګونه وکړي، هغه وايي چې دغه پانګه به د انرژۍ او اورګاډي په برخو کې ولګول شي.

میرویس عزیزي زیاتوي: «زه غواړم چې په نږدې راتلونکي کې په دې هېواد کې لس ميليارده ډالره پانګونه وکړم، دا ډېره لويه پانګونه ده، دا ډېره لويه پانګونه ده، په دې هېواد کې دا پانګونه نه د بهرنيو هېوادونو په کچه ده او نه په بله کچه، زه دا وړتیا او ځواک لرم.»

د مرستو کمښت او د کاري ساحو نشتوالی او همدارنګه په هېواد کې پانګونې ته د لېوالتیا کموالی په تېرو دوو کلونو کې یوه مهمه ننګونه بلل شوې ده.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ