د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي له روسي پانګوال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب‌الدین دلاور له روسي پانګوال سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د روسیې پانګوال د خپل شرکت د کاري تجربې او فعالیتونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ ویلي: زمونږ شرکت په ایران، عراق، سوریه او تاجکستان کې د ۱۲۰ کلونو کاري تجربو او پرمختللیو او عصري وسایلو پر درلودلو په افغانستان کې همکارۍ او کار پیلولو ته چمتو دی.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي؛ په افغانستان کې د المان او روسيې دوه سترې کمپنۍ غواړي، چې د تېلو د پروسس او د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړې.

په دې کتنه کې نوموړي له کثافاتو څخه د ۱۵۰ میګاواټه برښنا د تولید په اړه هم خبرې وکړې او څرګندوي؛ زمونږ شرکت چمتو دی، چې د کثافاتو د ستونزې د حل او له هغو څخه د برښنا په تولید کې همکاري وکړي.

دغه روسي شرکت د تېلو او ګاز په سکتور کې د خپلو اسانتیاوو او تجهیزاتو او له ګاز څخه د برښنا د تولید په اړه هم معلومات وړاندې او په اړوند سکتور کې یې د پانګونې په اړه د ملاتړ غوښتنه.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې؛ د دغه وزارت چارسمبالي د هېواد د تېلو او ګاز په سکتورونو او له کثافاتو څخه د برښنا د تولید په برخه کې د دوی طرحې او نظریات وستایل او په‌دې اړه وایي؛ افغانستان له امنیت څخه برخمن دی او د بهرنیو سوداګرو د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

ویل کیږي، چې په دې کتنه کې شهاب الدین دلاور سوداګرو ته د پانګونې ډاډ ورکړ او څرګندوي؛ بهرني او کورني پانګوال کولی شي له کومې اندېښنې پرته د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د ۱۴۰۲ کال په مرغومي کې نږدې ۱۵۰ میلیون ډالرو پر ارزښت صادرات وشول

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد د صادراتو او وارداتو په اړه د روان کال په مرغومي کې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند شمېر راټول او شنلی، چې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۴۹ اعشاریه ۹ میلیون ډالر او د وارداتو هغه ۷۸۵ اعشاریه ۴ میلیونو ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په مرغومي کې د هېواد د صادراتو ټوليز ارزښت ١٤٨ اعشاریه ۷ ميليون ډالر ته رسېدلى و. د دې شمېرنې شننه د تېر کال د همدې میاشتې پر پرتله د ۱۴۰۲ ل.ل کال په په صادراتو کې یو اعشاریه دوه میلیون ډالر زیاتوالی ښيي.

دغه راز د ۱۴۰۱ لمريز لېږدیز کال په مرغومي کې د هېواد د وارداتو ټوليز ارزښت ٦٨٦ اعشاریه ۷ ميليون ډالر ته رسېدلى و، چې په روان کال کې ٩٨ اعشاریه ۷ ميليون ډالر زيات شوى دى.

د احصائې د ملي ادارې شمېر ښيي، چې د روان کال او تېر کال په مرغومي کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته شوي وه.

همدارنګه د ۱۴۰۱ کال په مرغومي کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، چین او ایران څخه او د روان کال په مرغومي کې له ایران، چین او پاکستان څخه ول.

په صادراتو کې صادرات او بیا صادرات دي او په وارداتو کې محصولي او نامحصولي واردات شامل دي.

له تهران سره څه باندې ۱.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې له ایران سره د څه باندې ۱ اعشاریه ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې چې ۹۸ سلنه یې واردات دي

د دغه وزارت د مسوولینو په خبره، په یاده موده کې ایران ته د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مالوچ، ممیز، بادام، کنجد او د هندواڼې زړي صادر شوي دي. 

د دغه وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي هم د ایران د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ له مرستیال سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، عبدالسلام جواد وویل: «په دغه لیدنه کې د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال، ښاغلي ابوالفضل چمندي ویلي چې موږ د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر او د صنعت او  سوداګرۍ وزارت د مشرتابه په وروستي سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوو هوکړو د چارو د پراختیا په تړاو د مالوماتو د ورکړی لپاره راغلي یو او ګام په ګام هوکړو د پلي کولو په لور ځو. د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې پراخېدونکې بللي دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، د ایران د ګمرکي تعرفې لوړوالی یو له هغو لاملونو دی چې، دغه هېواد ته یې د صادراتو بهیر پیکه کړی او په خبره یې اړتیا ده چې، دغې برخې ته هم پام وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس، میرویس هوتک په دې اړه وویل: « که موږ وغواړو له دوی یوه هوکړو ورکړو او یوه ترجیحي تعرفه په پام کې ونیول شي په څنګ کې یې د ټرانزیټ، ټرانسپورټ او ګمرکي ستونزې هم په کې ذکر کړو نو مالومه ده چې ایران ته مو  صادرات زیاتیږي. »

ځینې سوداګر هم وايي، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې، د ایران له لارې د ټرانزیت په برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي څو افغان سوداګر د چابهار بندر له لارې له هند او چین سره خپلې سوداګریزې چارې لاپسې پراخې کړي.

سوداګر، زلمي عظیمي وویل: « موږ له سرپرست حکومت غواړو چې له هند او ایران سره خبرې وکړي چې ژر تر ژره د چابهار بندر فعال کړي او  له دغه بندره کولای شو له منځنۍ اسیا، اروپا او چین سره صادرات ولرو.»

بل‌خوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال او له دغه هېواده له راغلي پلاوي سره په لیدنه کې په هېواد کې پر مالدارۍ او کرنیز بهیر د ایران د پانګونې په تړاو خبرې کړې دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح‌الدین مستعین وویل: « په دغه لیدنه کې ایراني پلاوي په افغانستان کې د پانګونې او په هېواد کې د ایران د پانګونې زیاتوالي په اړه خبرې کړي دي.»

تر دې مخکې هم یو ایرانی پلاوی افغانستان ته راغلی وو او په افغانستان کې یې د ایران د پانګونو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو چارو د پراختیا او د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګریزې ګډې خونې د جوړېدو په تړاو د سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې کړې وې

د هوايي ډګرونو د معیاري کولو لپاره د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هڅې

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وايي هڅه کېږي چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه په نړۍوالو معیارونو برابر شي.

ښاغلي احمدي دا مهال په هېواد کې ٢٧ هوايي ډګرونه فعال دي، چې پنځه يې نړۍوال هوايي ډګرونه دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د کابل د هوايي ډګر په ګډون د هېواد ډېری هوايي ډګرونه ویجاړ شوي وو، چې بېرته رغول شوي او الوتنې ته چمتو شوي دي

امام الدین احمدي څرګندوي:«د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، هوايي برخه په بشپړه توګه فلج شوې وه، د هېواد ټول هوايي ډګرونه ویجاړ شوي وو، تجهیزات یې خراب وو چې موږ له فتحې وروسته وتوانېدو چې هوايي ډګرونه ژر تر ژره په تجهیزاتو سمبال کړو.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پخوانی مرستیال وایي چې د لویو هوايي شرکتونو د الوتنو د بیا پیلېدو لپاره اړینه ده چې هوايي ډګرونه پر نړۍوالو معیارونو برابر وي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پخوانی مرستیال امام الدین وریماچ وايي:«بېخ‌بناوې په ځانګړوې توګه په هوايي برخه کې ډېرې مهمې دي. د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د معیاري هوايي ډګرونو شتون یو له اړتیاوو څخه ده په ځانګړې توګه په لویو ولایتونو کې.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم ټینګار کوي چې د الوتنو د زیاتېدو لپاره باید د سیمې او نړۍ د هېوادونو د وېزې د اخیستو په برخه کې شته ستونزې هم حل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی څرګندوي:«هند موږ ته ویزه نه‌راکوي، چین او د منځنۍ اسیا ځينې هېوادونه، روسیه، او امارات هم ویزه نه ورکوي ډېری داسې سوداګر لرو چې باید تګ راتګ وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د فلای دوبۍ او اېر عربیه په ګډون یو شمېر هوايي شرکتونو په هېواد کې خپلې الوتنې بیا پېل کړې دي

افغانستان کې د پانګونې لپاره د ترکي سوداګرو چمتووالی

د طالبان  له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې د چین، ترکمنستان، هند، تاجیکستان، قزاقستان او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو پانګوالو په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې او سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي لپاره لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د برېښنا د تولید، هوايي ډګرونو او صنعتي پارکونو په برخو کې د پانګونې لپاره د ترکي پانګوالو له چمتووالي خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت مرستیال قدرت‌الله جمال له ترکي پانګوالو سره په لیدنه کې ویلي چې سوداګري او صنعت باید د سیاست قرباني نه‌شي او ورته مهال ترکي پانګوالو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا مهمه بللې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي:«په دغې لیدنه کې د ترکیې جمهوریت پانګوالو د افغانستان په هوايي ډګرونو کې، د برېښنا په تولید کې، صنعتي پارکونو او ښوداګریزو ښارګوټو کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.»

د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان د سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندنه او له نړۍ سره یې تعامل په هېواد کې د پانګونې د جلب او جذب او دغه راز پراختیايي او بېخ‌بنايي پروژو په عملي کولو کې ګټور ګڼي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رشتیا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«له بده مرغه یوه ستره ننګونه چې په افغانستان کې د پانګونې مخه یې نیولې، د افغانستان د رسمیت پېژندلو بحث دی. زه فکر کوم له نړۍ سره چې هر څومره زموږ سیاسي تعاملات زیات شي او افغانستان د نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شي په هماغه کچه به موږ په افغانستان کې د پانګونې شاهد وو، په دې دلیل چې د افغانستان تر ځمکې لاندې سرچینې او هغه فرصتونه او امکانات چې په افغانستان کې شتون لري. د پانګونې د جذب لپاره یوه ښه سرچینه شمېرل کېږي.»

 ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره اړتیا ده چې له ترکیې سره د راکړې ورکړې کچه هم لوړه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي رییس میرویس هوتک څرګندوي:«موږ باید پر دې بحث وکړو چې ټرانزیټي او سوداګریزې ستونزې څه ډول حل شي، وروسته موږ کولای شو چې له ترکیې او اروپا سره وصل شوو.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې له ترکیې سره ۱۰۰ مېلیونه ډالره راکړه ورکړه شوې چې له دې ډلې ۲۳ مېلیونه یې صادرات تشکیلوي.

د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ټرانزیټي موټرو ته اسانتیاوې رامنځ ته شوي

سرپرست حکومت وایي د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ټرانزیټي موټرو ته ځانګړې اسانتیاوې رامنځ ته شوي دي. 

د طالبان ویاند، ذبیح الله مجاهد رسنه‌یی ته وایي د هېواد په لویو لارو او ګمرکونو کې د اسانتیاو برابرېدل او د امنیت ټينګښت هغه مهم مسایل دي چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د ټرانزیټي موټرو لپاره یې افغان خاورې ته تګ راتګ اسان کړی دی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: « ټولې هغه لارې چې افغانستان له سیمې سره نښلوي، امنیت یي ټینګ دی او ټرازیټي موټر کولای شي په اسانه سره موخې ته وسیږي. دویمه دا چې د هېواد په ګمرکونو او دروازو کې دغو ټرانزیټي موټرو ته دغه برخې په پام کې نیول کیږي او د نوبت رسېدو اسانتیا هم ورته برابریږي. دریمه هم دا چې کله چې بېروبار اوسي د رسېدنې ټیمونه شته چې لاره خلاصه کړي. اوس مهال افغانستان د هېوادونو د ټرانزیټ لپاره یوه ښه لاره ده.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، افغان سوداګرو ته د منځنۍ اسیا، د ایران د عباس او چابهار بندرونو له لارې ټرانزیټ ډېر ګران تمامیږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی وايي، د پاکستان په کراچۍ بندر کې د ټرانزیټ له لارې د توکو په لېږد کې ستونزې هم د سوداګرو لپاره په ستره ننګونه بدلې شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي وویل: « زموږ د ټرانزیټ حالات قیمتي انتقالات دي چې سوداګر یې کوي. که له شماله ټرانزیټ کوي لکه له چین، روسیې څخه د قزاقستان، ازبېکستان، ترکمنستان او نورو هېوادونو له لارې راوړي نو مصرف یې ډېر راځي.»

په ورته مهال، مالیې وزارت وايي، ټرانزیټ د سرپرست حکومت د عایداتي څانګې یوه مهمه برخه ده چې له امله یې هېواد ته په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه عواید راځي.

د مالیې وزارت ویاند، احمد ولي حقمل وویل: « ټرانزیټ د افغانستان یو له مهمو برخو ده چې نه یواځې مستقیم عواید د حکومت خزانې ته راځي بلکې غیر مستقیم عواید هم ورسره راځي. د کار زمینه رامنځ ته کوي، ځکه موټر په کار راځي، تېل پلورنکی په کار راځي، او ډېر عواید لاس ته راځي او افغانستان د نښلېدو پر نقطه تبدیلوي. د مالیې وزارت هڅه کوي څو د سیمه ییز او نړۍوال ټرانزیټ په برخه کې ځانګړې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.»

د هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي قوانینو ارزښت ته په کتو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، اوس هم په کراچۍ بندر کې د یو نیم میلیارد ډالرو په ارزښت، د سوداګریزو توکو ۵۰۰ کانټینرې د پاکستان حکومت له لوري درول شوي او تر اوسه ورته اجازه نه ده ورکړ شوې چې د افغانستان لور ته حرکت وکړي.

تېر کال کې د ۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت ګران بیه ډبرې صادرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د څه باندې ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ګران بیه ډبرې نورو هېوادونو ته صادرې شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، اخند زاده عبدالسلام جواد وایی د افغانستان ګرانه بیه ډبرې تر ډېره پاکستان، چین، ازبېکستان، سویزرلنډ، متحده عربي اماراتو او جرمني ته صادرېږي.

ښاغلي جواد زیاته کړه: « افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې د څه باندې دوه میلیونه او دوه سوه زره ډالرو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پاکستان، چین، قزاقستان، سویس، جرمني، متحده عربي اماراتو، ټایلنډ، ایران، هندوستان او روسیې ته صادر کړي دي.»

۲۷ کلن خالد چې د شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د کابل په انتیک فروشۍ کوڅه کې قیمتي ډبرې پلوري وایي، څه د پاسه ۱۰۰ ډوله ډبرې لري چې له کورنیو او بهرنیو کانونو څخه ترلاسه شوي دي. 

خالد طلوع‌نیوز ته  زیاته کړه: « ځینې ډبرې چې له کورنیو کانونو او ځینې نورې هم د ایران، یمن، عراق او مصر څخه واردوو او خپل خوښوونکي لري.»

په ورته مهال د ګران بیه ډبرو ځینې نور پلورونکي د پلور بازار له کمرنګه کېدو اندېښمن دي او له اسلامي امارته د قیمتي ډبرو د نندارتونونو جوړولو غوښتنه کوي.

د ګران بیه ډبرو پلورونکي، اکرام الدین وویل: « د افغانستان له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې نندارتونونه ترسره شي، څو د خلکو کارونه پراختیا ومومي او زموږ د کار لپاره هم یو فرصت برابر شي چې خپل کارونه په ازاده ډول لاجورد صادر او بېرته وارد کړو او خپل کارونه مخته یوسو.

د ګران بیه برو یو بل پلورونکي، فرهاد احمدي هم وویل: « اوس مهال ډېر زیات خرڅلاو نه لرو خو په ګرمه هوا کې بیا تر یوه حده ښه وي.»

د افغانستان ګران بیه ډبرې په بېلابېلو هېوادونو کې ښه بازار لري خو په هېواد کې د دغو ډبرو پروسس د سوداګرۍ له لویو ننګونو شمېرل کیږي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی