د متشبثو ښځو د وضعیت ارزونه؛ د پورونو اخیستل یې اصلي ننګونه ده

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په خپل نوي راپور کې په افغانستان کې د سوداګرو میرمنو وضعیت څیړلی دی.

په تېرو دریو کلونو کې له درې زره او سلو سوداګرو ښځو شوې سروې ښيي چې ۴۱ سلنه دغو ښځو د خپل کسب او کار لپاره پور اخیستی او یوازې پنځه سلنه یې بریالۍ شوي چې له بانکونو او د کوچنیو پورونو د ورکړې له بنسټونو پورونه ترلاسه کړي او پاتې نورې وايي چې د خپل کار او سوداګرۍ د پر مخ وړلو لپاره اړ شوي د خپلې کورنۍ له غړو او دوستانو پور واخلي.

د ملګرو ملتونو د سر منشي ویاند، سټیفن دوجاریک و ویلي: د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام یادونه کوي چې ۷۳ سلنه ښځې د سفري محدودیتونو له امله محدودې دي او حتی نشي کولای د کورنۍ له نارینه غړي پرته محلي بازارونو ته سفر وکړي او دا مسله ستونزې زیاتوي. له دې سره دغه رپوټ یادونه کوې چې ښځې له دې ننګونو سره د مقابلې لپاره د حل لارې موندلو په حال کې دي او د ښځو په مشرۍ ۸۰ سلنه شرکتونه د دوی د عاید لومړنۍ سرچینې په توګه د کاروبار پر عایداتو تکیه کوي.

د یو ان ډي پي په راپور کې راغلي چې ښځې د کورنیو د اقتصادي ودې او ټولنیزې پراختیا لپاره په اقتصادي فعالیتونو کې ډیرې مهمې دي او دغه بنسټ له خپلو شریکانو سره په همکارۍ په افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۷۵ زره کوچنیو کارونو ملاتړ کړی او په ټوله کې یې ۹۰۰ زره کسانو ته د دندې فرصتونه رامنځته کړي دي.

په دغه راپور کې له بانکونو د پورونو اخیستل تر ټولو سخته ننګونه او مهمه ستونزه یاده شوې ده.

متشبثې، ممتاز یوسفزۍ طلوع نیوز ته په دې تړاو و ویل: که څه هم کار یې ډېر ښه دی خو په کافي اندازه شتمني نه لري. که کافي پیسې یې درلودې نو کولای یې شول د ځان لپاره یوه بله فابریکه یا کارخونه جوړه کړي او د خلکو لپاره به یې هم د کار زمینه برابره کړې وه.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم ټینګار کوي چې دمګړۍ د غالۍ اوبدلو، لاسي صنایعو، وچې میوې د پروسس او نورو سکتورونو کې ښځې په کار بوختې دي خو د فعالیتونو د پراختیا لپاره یې باید ملاتړ وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: تر یوه بریده ورته زمینه برابره شوې ده. په نندارتونونو کې ګډون کوي. ښځې په غالۍ اوبدلو، ګنډلو او د وچې مېوې او تازه میوې په برخو او د ترشي باب په تولید کې او په نورو کې او همدا راز په هوټلونو او خیاطۍ په برخو کې کار کوي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې شمېرې ښيي چې دمګړۍ په ټول هیواد کې څه باندې نهه زره ښځې د کار جواز په لرلو سره فعالیت کوي

نړۍوال بازار کې افغاني زعفران؛ د ۴۹ میلیون ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه صادرات شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران صادر شوي وو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تیر هجري لمریز کال کې د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران هندوستان، متحده عربي اماراتو، هسپانیا، عربستان، امریکا، اندونیزیا، ترکیې او انګلستان ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «د افغانستان د زعفرانو صادرات په ۱۴۰۲ کال کې، نږدې ۶۷ ټنه زعفران د ۴۹ میلیون ډالرو په ارزښت دي. ډیره برخه زعفران هند، متحده عربي اماراتو، هسپانیې، عربستان، امریکا، اندونیزیا، ترکیې او برېټانیا ته صادریږي.»

زعفران چې د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه دي ډیری په هرات، بلخ، کندهار، سرپل، ډایکنډي او ارزګان ولایتونو کې کرل کیږي او د هرات زعفران بیا د لوړ کیفیت له امله ښه نړیوال بازار لري.

د زعفرانو کارانو ملي ټولنه وایي چې له هیواده بهر ته د زعفرانو د لیږد لګښت لوړ دی او باید د بیو د کموالي برخه کې پاملرنه وشي.

د زعفران کارانو ملي ټولنې غړي، نصیر احمد نبیل و ویل:: «زموږ کمې ستونزې دي، چې همدا لېږد دی او مخکې به موږ د پوسته خانو له لارې استول چې کارګو وه او استول به یې او په لېږد کې یې هم ډیره اسانتیا وه، اوس مو دغه ستونزې شریکې کړي او هیله ده چې رسېدنه ورته وشي.»

 د زعفرانو کارانو ملي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوول، ارباب عبدالرزاق پښتون زرغوني وايي: له کروندګرو او شرکتونو سره باید همکاري وشي، او تعرفې هم باید راکمې شي، که تعرفې راټیټې نه شي نو موږ اړ یو چې ډیره ګټه واخلو، او همدا لامل دی چې مشتریان له لاسه ورکوو، په دې برخه کې باید جدي پام وشي ځکه موږ باید له خپلو رقیبانو مشتریان را خپل کړو.

 له دې سره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم وایي چې په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې په ۲۶ ولایتونو کې له څه باندې ۱۸ زره هکتاره ځمکې څخه څه باندې ۲۳ زره مټریک ټنه زعفران را ټول شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین و ویل: «په ۲۶ ولایتونو کې اته زره او ۳۰۴ جریبه کرنیزه ځمکه کې په مجموعي توګه زعفران کرل شوي چې له دغې ځمکې، شاوخوا ۲۳ زره ۲۴۹ مټریک ټنه زعفران لاس ته راغلي دي.»

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د زعفرانو د محصولاتو د ملاتړ او لا پراختیا په موخه د نندارتونونو پر جوړولو ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هیواد د زعفران کارانو ټولنې ویلي وو چې په ۱۴۰۲ کال کې په هرات کې د زعفرانو کچه دوه برابره زیاته شوې او ټاکل شوې په روان کال کې په هرات کې نږدې څلویښت ټنه زعفران ترلاسه شي

د افغانستان د وچې مېوې صادرات په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې شل سلنې زیات شوي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د وچې مېوې په صادراتو کې له ۲۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، تېر کال د ۴۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه هند، چین، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، جرمني او ترکیې ته صادره شوې وه.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اغا نوید وویل: د هوايي دهلېز یوه برخه باید د افغان حکومت او یا هم مرستندویه بنسټونو له خوا تمویل شي او سبسایډي دې ورکړل شي، څو وکولای شي خپل توکي په بازار کې وپلوري. په دې بازارونو کې سیالي وکړئ.”

په هېواد کې یو شمېر سوداګر بانکي بندیزونه، د سوداګریزو ویزو په ترلاسه کولو کې ننګونې او د هېواد په پولو کې ټرانزیټي او سوداګریزې ننګونې په ۱۴۰۲ زیږیز کال کې د وچې مېوې د صادراتو پر وړاندې له اصلي ننګونو ګڼي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د یو میلیارد او اته سوه میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات شوي دي.

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو مياشتو کې يې په افغانستان کې تر ۲۲۰۰ زيات څخه کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

دغه بنسټ زیاتوي چې له دې ډلې څخه ۱۱۰۳ ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

یو شمېر متشبثې ښځې له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې په هېواد کې د مسلکي سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي.

زهرا سادات حسیني تر دې وړاندې په یو دولتي بنسټ کې په کار بوخته وه خو د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنیدو راهیسې بې روزګاره شوې ده.

دغه ښځه وایي، له دوو کلونو راهیسې یې له میرمنو د ملاتړ په موخه یو بنسټ جوړ کړی چې شاوخوا ۷۰۰ ښځو ته پکې د لاسي صنایعو په برخه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري او د زده کړو فرصتونه برابر شوي دي.

یو شمېر سوداګرې ښځې بیا وایي، که مالي ملاتړ یې وشي د کورنیو په اقتصادي وده کې یې مثبت اغیز لري.

 متشبثه، نادیه نایاب وايي: «ښځو له محدودیتونو فرصتونه جوړ کړي او په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي. دا خپله د پرمختګ لپاره یو ښه فرصت دی.»

یوه بله متشبثه، انیسه احمدي وايي: «د ناوې د کالیو جوړولو په برخه کې کار کوم چې ډيره ښه برخه ده خو لګښت او عواید داسې باید وي چې وکړای شو پرمختګ وکړو، د ناوې کالي ډير لګښت لري.»

بل لور ته د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې د روان زیږدیز کال د جنوري میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه یې څه باندې یولس سوه ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: «موږ د سوداګرۍ په برخه کې ځينې ښځینه متشبثې درلودې چې د ځینو جوازونه ځنډول شوي دي. اوس بېرته فعال دي خو په څومره کچه چې په جمهوریت کې و، هغومره نه دي.»

تر دې وړاندې د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام په یو رپوټ کې ویلي وو چې یاد بنسټ له خپلو شریکانو سره په همکارۍ په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د ۷۵ زره کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کړی او په ټوله کې یې ۹۰۰ زره کسانو ته د کار فرصتونه برابر کړي دي

په کابل کې د افغان - قزاق دویم نندارتون او د سوداګریز وصل کنفرانس جوړېدل

د افغان- قزاق دویم نندارتون او د دغو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز وصل کنفرانس چې دا ځل په کابل کې جوړ شوی، د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو، د قزاقستان او ترکمنستان د لوړپوړو پلاوو او یو شمېر هیوادونو د ډیپلوماتانو، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور د استازو په حضور کې پیل شو.

د رییس الوزرا مرستیالانو په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو له برابرولو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو د تولیداتو د پیژندنې په برخه کې یې د افغان- قزاق ګډ نندارتون جوړېدل د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغانستان د ودې او پراختیا لپاره د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول او له هغو ګټنه اغیزمنه ګڼي او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کوي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، سریک ژومانګارین په دې تړاو و ویل: (د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ، افغانستان له قزاقستان سره تر ټولو ډيره سوداګري لري. موږ چمتو یو په دې برخه کې کار لا پیاوړی کړو. قزاقستان ته د افغان پلاوي وروستي سفر د پایلو له مخې مو ځان چمتو کړی چې مالي څرخ ۳ میلیارده ډالره زیات کړو.)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا هم څرګنده کړه؛ (د ۲۰۲۱ زیږیز کال له سپټمبر میاشتې راهیسې، یوناما د افغانستان د اقتصادي فرصتونو او ستونزو په تړاو راپورورکړی. موږ تل استدلال کړی چې د افغانانو د ګټې لپاره، د افغانستان اقتصادي مسله په لومړیتوب کې و نیول شي او دا چاره کولای شي د افغانستان او نړۍ د اړیکو د ښه کیدو لپاره مبدا وي.)

د صنعت او سوداګرۍ وزرت سرپرست چې د یاد کنفرانس کوربتوب پر غاړه لري وايي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دوه اړخیزې اقتصادي همکارۍ د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د کچې د زیاتوالي لامل شوې دي.

د مۍ پر ۲۱مه افغانستان ته د ترکېش اېرلاین د الوتنو د بیا پېل احتمال

د ترکېش اېرلاین هوايي چلند شرکت له دوه کلونو او اتو میاشتو ځنډ وروسته، بېرته په افغانستان کې خپلې الوتنې پېلوي.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د روان زیږدیز کال د مۍ میاشتې پر ۲۱مه نېټه په افغانستان کې خپلې الوتنې بېرته پېل کړي.

د دغه شرکت  مسوولان طلوع‌نیوز ته وایي چې، ټاکل شوې د کابل او استانبول تر منځ په اوونۍ کې څلور الوتنې ترسره شي.

د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر وویل:«د هوايي چلند د نړۍوالو شرکتونو د الوتنو بېرته پېل کولای شي چې د هوايي چلند په سکټور کې د رقابت د پراختیا زمینه برابره کړي او د هغه ترمنځ د هېواد د هوايي چلند سکټور عواید زیات کړي.»

بلخوا، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د ترکېش اېرلاین د الوتنو د پیلېدو په هر کلي سره ډاډ ورکوي چې، د هوایي چلند ټولو شرکتونو ته یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي څو بېرته افغانستان ته خپلې الوتنې پېل کړي.

د کابل له هوایي ډګره د ترکېش اېرلاین وروستۍ الوتنه د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګسټ پر څورلسمه وه او له سیاسي بدلونونو وروسته دغه شرکت هم افغانستان ته خپلې الوتنې ودرولې.

تر دې وړاندې فلای دوبۍ او اېر عربیه هم افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پېل کړې دي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا

د افغانستان اقتصادی لید

د دې میاشتنۍ په اړه

د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې

سرچینې

د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ

© 2023 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی