اکتوبر 2026
پېنځه افغان شرکتونو د سعودي عربستان د ۲۰۲۶ز.کال د جدې په خوراکي نندارتون کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کړل، چې د سعودي پېرودونکو له هرکلي سره مخ شوي دي.
دغه نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د سېپټمبر له اووهویشتمې څخه تر نههویشتمې جوړ شوی و، چې افغان شرکتونو په کې وچه مېوه، مغز لرونکي توکي، درمل، د انارو اوبه او د مېوو جوسونه نندارې ته وړاندې کړل.
د اروپايي ټولنې پر مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)د خوړو او کرنې ادارې (FAO)، د کډوالۍ نړیوالې ټولنې (IOM) او د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) پر همکارۍ د افغانستان د ټولنې د مقاومت پروګرام په دې نندارتون کې د افغان شرکتونو له ګډون ملاتړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د څرګندونو له مخې، د دغه پروګرام موخه د زیانمنو کورنیو او خلکو لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول او له افغان تولیدوونکو سره مرسته کول دي، چې کورنیو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ومومي.
تېر کال په دوه نړیوالو نندارتونونو کې د دغه پروګرام تر ملاتړ لاندې افغان شرکتونو د ۲۵ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز فرصتونه ترلاسه کړي دي.
ټاکل شوې، چې د هند په ممبۍ ښار کې د «اناپورنا انټر فوډ» په نړیوال نندارتون کې هم، چې د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر له نهمې تر یوولسمې جوړیږي؛ له ۸ څخه تر ۱۰ پورې نور افغان شرکتونه هم خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
د برېښنا سلګونه پروژې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، لا هم نه دي بشپړې شوې.
برېښنا شرکت وایي، د برېښنا په بېلابېلو برخو کې ټولټال ۸۵۰ نیمګړې پروژې شته چې د ځینو چارې یې د دغه شرکت له لوري بیا پیل شوې دي او د پاتې پروژو د بشپړولو لپاره مالي سرچینو او عملي اقداماتو ته اړتیا ده.
دغه پروژې د برېښنا د تولید، لېږد او وېش برخې رانغاړي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې موقعیت لري.
د برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حقپرست په دې اړه وايي: «زموږ لپاره هغو سیمو کې پروژې لومړیتوب لري چې اړتیا ورته ډېره ده. پر دغو پروژو کار کوو، څو په لنډ ممکن وخت کې یې چارې بشپړې کړو. له دغو پروژو یوه هم د پنجشېر د پارندې د برېښنا بند و، چې موږ یې چارې بشپړې کړې.»
اقتصادي شنونکي وایي، د پروژو نیمګړې پاتې کېدل د برېښنايي زېربناوو د پراختیا بهیر ټکنی کولای شي.
دوی د مالي سرچینو پر برابرولو او د هغو پروژو د بشپړولو پر لومړیتوب ټینګار کوي چې د برېښنا د تولید په زیاتوالي او د لېږد او وېش په ښهوالي کې رول لرلای شي.
اقتصادي شنونکی سیر قریشي په دې اړه وایي: «د دغو پروژو نیمګړې پاتې کېدل په دې معنا دي چې د خلکو کورونو، کارخونو او نورو کاروبارونو ته کافي برېښنا نه ده رسېدلې. دا وضعیت لګښتونه زیاتولای شي. بېشکه، د دغو پروژو بشپړېدل د برېښنا کورنی تولید زیاتولای او د لېږد او وېش برخه هم ښه کولای شي.»
دغه پروژې په داسې حال کې نیمګړې پاتې دي چې افغانستان د خپلې برېښنا د اړتیاوو د یوې برخې د پوره کولو لپاره لا هم پر وارداتي برېښنا متکي دی او په بېلابېلو فصلونو کې د برېښنا له کمښت سره مخ کېږي.
د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون نن په کابل کې د ښځو له ګډون پرته پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې د حکومتی د لوړپوړو چارواکو ترڅنګ، د بېلابېلو هېوادونو ډیپلوماتانو او له ملګرو ملتونو سره د اړوندو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره د دغه نندارتون پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان پولې د ګواښ پر ځای د سیمهییزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د نښلون او فرصت پر مرکزونو بدلې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سیدکریم هاشمي په دې اړه وایي: «افغانستان پراخ اقتصادي ظرفیتونه لري، خو دغه ظرفیتونه باید په حرکت راوستل شي. موږ باید داسې اقتصاد جوړ کړو چې ډېر تولید ولري.»
د صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزیران وایي، له بېلابېلو محدودیتونو سره سره د افغانستان اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی.
دوی ټینګار کوي چې افغانستان یوازې مصرفي بازار نه دی، بلکې د تولید، پانګونې او سیمهییز نښلون پراخ ظرفیتونه لري او کولای شي د تولید او صادراتو پر مرکز بدل شي.
ایراني پلاوو هم په دغه نندارتون کې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
په دغه نندارتون کې د کورنیو تولیداتو او د بهرنیو هېوادونو د محصولاتو د نندارې لپاره نږدې ۷۰۰ غرفې ځانګړې شوې دي؛ خو د لومړي ځل لپاره ښځو ته په دغه نندارتون کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
ایراني غرفهلرونکی محمود حسني وایي: «د دې ډول نندارتونونو جوړېدل ډېر ښه فرصت دی چې د دواړو لورو شرکتونه یو بل وپېژني او د همکاریو دروازې پرانیستل شي. هیله لرو چې دا ډول نندارتونونه نور هم جوړ شي.»
افغان غرفهلرونکی مصور محمدي وایي: «نندارتون د هغو کسانو لپاره ډېر ښه فرصت دی چې غواړي سوداګري وکړي، خپل تولیدات راوړي او د خلکو نندارې ته یې وړاندې کړي.»
ټاکل شوې د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون اووه ورځې په کابل کې دوام وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا لېږد پروژې چارې ۷۰ سلنه پر مخ تللې دي او دغه شرکت د پروژې بشپړېدو ته ژمن دی.
د وړاندوینو له مخې، ټاکل شوې چې یاده پروژه د ۱۴۰۶ لمریز کال تر پایه بشپړه شي او افغانستان به د خپلې خاورې له لارې د برېښنا د لېږد له درکه هر کال له ۶۰ تر ۶۵ میلیونه ډالرو عواید ترلاسه کړي.
د دې پروژې په چوکاټ کې به افغانستان له قرغیزستان او تاجیکستان څخه ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حقپرست په دې اړه ویلي: «د کاسا-۱۰۰۰ پروژه له منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د برېښنا د لېږد په موخه طرحه شوې او بشپړېدل یې د انرژۍ د سکټور له پراختیا او د سیمهییز اتصال له پیاوړتیا سره مرسته کولای شي.»
د دې پروژې د افغانستان برخې ساختماني چارې چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې درېدلې وې، د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې بېرته پیل شوې.
په همدې حال کې، د افغانستان په ګډون د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د ښکېلو هېوادونو استازو د قرغیزستان په پلازمېنه بشکېک کې د تلې له ۱۵مې تر ۱۷مې په سیمهییزه غونډه کې د پروژې د چارو پر چټکتیا او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
اقتصادي شنونکي عبدالظهور مدبر په دې اړه ویلي: «هر اقتصادي فعالیت د افغانستان اقتصاد ته ګټه رسولای شي. کاسا-۱۰۰۰ هم یوه ملي او سیمهییزه پروژه ده چې له منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د افغانستان له لارې برېښنا لېږدوي. زموږ هېواد کولای شي د برېښنا د ترلاسه کولو ترڅنګ د ټرانزیټ حقالعبور هم ترلاسه کړي.»
په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له ننګونو سره مخ شوې دي، د سیمهییزو همکاریو پر بهیر د دې وضعیت د اغېزو په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.
له دې سره سره، د دې پروژې بشپړېدل او ګټې اخیستنې ته سپارل د قرغیزستان، تاجیکستان، افغانستان او پاکستان په ګډون د ښکېلو هېوادونو په همکاریو پورې تړلي دي.
بل اقتصادي شنونکي محمد طاووس فرزاد په دې اړه ویلي: «افغانستان په داسې جغرافیایي موقعیت کې پروت دی چې منځنۍ او سویلي اسیا سره نښلوي. له همدې امله، اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه له افغانستان سره همکاري وکړي، څو په دې برخه کې لا ډېر پرمختګ وشي.»
کاسا-۱۰۰۰ یوه سیمهییزه پروژه ده چې له مخې یې د قرغیزستان او تاجیکستان د اوبو برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي.
د افغانستان په شمال کې د حیرتان بندر اوسپنېپټلۍ ته هره ورځ د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه لږ تر لږه ۲۸۰ باروړونکي واګونونه راځي. دا د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو له شبکې سره د افغانستان په نښلولو کې د دغه بندر د مخ پر زیاتېدونکي ارزښت ښکارندويي کوي.
د حیرتان– مزارشریف ۷۵ کیلومټره اوږده اوسپنېپټلۍ افغانستان له ازبکستان سره نښلوي او له منځنۍ آسیا، چین او نورو نړیوالو بازارونو څخه افغانستان ته د توکو د لېږد مهمه لار بلل کېږي.
د حیرتان بندر د اوسپنېپټلۍ د ټرانسپورټ مشر سید قدیم کریمي د چین شینهوا خبري آژانس ته ویلي، چې سږ کال سوداګریز فعالیتونه زیات شوي او هره ورځ پر منځنۍ کچه له ۲۸۰ څخه تر ۳۰۰ پورې واګونونه دغه بندر ته رسېږي.
هغه زیاته کړې، د دې اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته بېلابېل توکي؛ جامې، طبي وسایل، ماشینآلات او برښنايي وسایل لېږدول کېږي او په وروستیو کلونو کې له چین سره سوداګري هم پراخه شوې ده.
افغان سوداګر وايي، چې دې اوسپنېپټلۍ له چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د وارداتي توکو لېږد یې آسانه کړی دی.
افغان سوداګر احمد آغا شینهوا خبري آژانس ته ویلي:« زمونږ توکي له چین څخه د قزاقستان او ازبکستان د اوسپنېپټلۍ له لارې رالېږدول کیږي او بیا یې په حیرتان بندر کې ترلاسه کوو.»
هغه هیله څرګنده کړې، چې د اوسپنېپټلۍ پراختیا به له قزاقستان، روسیې او اروپايي هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.
احمد آغا زیاته کړې، د توکو د لېږد د کچې زیاتوالي د سیمې اوسېدونکو ته د کار ډېر فرصتونه برابر کړي او هره ورځ سلګونه کارګران په دې بندر کې د کانټینرونو د تشولو او لېږدولو په برخه کې کار کوي، چې د خپلو کورنیو لګښتونه برابر کړي.
د حیرتان اوسپنېپټلۍ د افغانستان او چین ترمنځ په سوداګرۍ کې له ۲۰۱۶ز.کال راپدېخوا مهم رول لوبوي؛ هغه مهال په یوه تجربوي پروګرام کې د چین لومړني باروړونکي واګونونه حیرتان ته راورسېدل. په ۲۰۱۹ز.کال کې افغانستان هم چین ته د تالک پوډرو د څو کانټینرونو پر لېږلو خپل لومړني صادراتي واګونونه واستاوه.
د حیرتان اوسپنېپټلۍ اوس هم د افغانستان د وارداتو او صادراتو له مهمو ټرانسپورټي لارو څخه ده، چې هېواد له قزاقستان، قرغزستان، روسیې، چین او اروپا سره نښلوي.
ممیز، وچ انځر، بادام، پسته، جلغوزي او وچ زردالو د افغانستان له مهمو صادراتي وچو مېوو څخه دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، تېر کال د افغانستان د انځرو، ممیزو، پستې، بادامو او نورو وچو مېوو د صادراتو ارزښت ۶۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی و.
په همدې حال کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د انځرو، ممیزو، بادامو، پستې، جلغوزیو او نورو وچو مېوو د صادراتو ارزښت ۲۴۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
د دغې خونې ویاند احسانالله احسان په دې اړه زیاته کړه: «د دغو محصولاتو د صادراتو ټولیز ارزښت ۲۴۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي او هند یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ډېر صادرات ورته شوي دي.»
تېر کال د افغانستان د وچو مېوو د صادراتو ارزښت د محصولاتو له مخې په لاندې ډول و:
انځر: ۳۱۴ میلیونه ډالر
ممیز: ۱۸۵ میلیونه ډالر
پسته: ۶۱ میلیونه ډالر
بادام: ۴۵ میلیونه ډالر
نورې وچې مېوې: ۶۹ میلیونه ډالر
خو د روان کال د صادراتو شمېرې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري موږ ته نه دي راکړل شوې.
په همدې حال کې، صادرونکي وایي چې د توکو د لېږد ستونزې، بانکي محدودیتونه او د سوداګریزو ویزو د ترلاسه کولو ستونزې بهرنیو بازارونو ته د دوی لاسرسی له ننګونو سره مخ کړی دی.
صادرونکي احمدخالد رحماني په دې اړه وویل: «له پاکستان سره د سوداګرۍ تر درېدو وروسته د صادرونکو تر ټولو لویه ستونزه د لېږد رالېږد د لګښتونو لوړېدل دي، ځکه بدیلې لارې ډېر لوړ لګښتونه لري او د بارونو په بارولو کې هم ځنډ رامنځته کېږي.»
بل صادرونکی محمدعیسی خپلواک په دې اړه زیاتوي: «باید موږ ته بدیل بازارونه په پام کې ونیول شي، او که د دغو بازارونو موندل وخت نیسي، نو باید هوایي لېږد ته پاملرنه وشي، چې له بده مرغه لګښتونه یې ډېر لوړ دي، او ظرفیت یې هم لوړ کړل شي.»
له بلې خوا، د ځینو ټرانزیټي لارو تړل کېدو، په ځانګړې توګه د واګه بندر چې افغانستان یې له لارې د هند بازارونو ته لاسرسی درلود، د دغو محصولاتو پر صادراتو هم اغېز کړی دی.
خصوصي سکټور د ټرانزیټي ستونزو د حل او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي او صادراتو د دوام لپاره د اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه کوي.
د کابل د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې رییس عبدالقاسم امرخېل په دې اړه وایي: «موږ له هېوادونو غواړو چې اجازه ورکړي، څو سوداګري د واګه له لارې دوام وکړي. دا د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره د صادراتو تر ټولو نږدې لار ده او باید پرانیستل شي.»
د لېږد رالېږد لوړ لګښتونه او معیاري بستهبندۍ ته اړتیا هم له هغو عواملو څخه دي چې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د وچو مېوو پر سیالۍ اغېز کولای شي.
د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان د برېښنا پروژو د نړیوالې ادارې رییس وایي، د کرکي – کابل د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي په بشپړېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابره شي.
مراد آرتیکوف د «ترکمنستان د نفتو او ګازو ۲۰۲۶» په غونډه کې ویلي چې دغه مزی ۷۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري او تمه ده چې د شبرغان – دشتالوان برخه یې په راتلونکو میاشتو کې او له دشتالوان څخه تر ارغندۍ پورې برخه یې د راتلونکي کال په غبرګولي میاشت کې بشپړه شي.
ښاغلي مراد په دې اړه زیاته کړه: «د کرکي – کابل د برېښنا لېږد مزي پروژې په پلي کېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد تخنیکي زمینه برابره شي او د کابل د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو لپاره به لا ډېر فرصتونه رامنځته شي.»
نوموړي همداراز ویلي چې د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان د برېښنا لېږد طرحه، چې د «ټاپ» په نوم یادېږي، په درېیو پړاوونو کې پلې کېږي.
د دې طرحې له مخې، د افغانستان لپاره د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزی او پاکستان ته د برېښنا د لېږد لپاره د ۵۰۰ کیلوولټه مزی په پام کې نیول شوی دی.
د آرتیکوف په وینا، تر اوسه د دې طرحې په چوکاټ کې له ۵۰ ډېر سندونه لاسلیک شوي او ټاکل شوې چې په افغانستان کې د پاتې چارو د دوام لپاره د لارې پر نقشې د ترکمنستان د انرژۍ وزارت او د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ترمنځ هوکړه وشي.
د برېښنا شرکت پخواني رییس امانالله غالب په دې اړه وویل: «د ټاپ پروژه افغانستان ته ډېرې ګټې لري؛ له هغې ډلې ارزانه او باکیفیته برېښنا ته لاسرسی، د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد په بدل کې د کلني ټرانزیټ حق ترلاسه کول او د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د نښلوونکي پله په توګه د افغانستان بدلېدل دي.»
په همدې حال کې، د برېښنا شرکت وایي چې ټاکل شوې د کرکي – کابل د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي د جوړولو چارې په راتلونکو لسو میاشتو کې بشپړې شي.
د دغه شرکت د ویاند په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به کابل ته د برېښنا د لېږد ظرفیت له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ مېګاواټو پورې ورسېږي او د پلازمېنې د برېښنا اړتیا به پوره شي.
نوموړی زیاتوي چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا د لېږد موضوع هم تر څېړنې لاندې ده.
د برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حقپرست په دې اړه زیاته کړه: «دا پروژه د کاسا زر پروژې په څېر، له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا د لېږد زمینه برابروي. افغانستان به له دې پروژې برېښنا ترلاسه کړي او له دې لارې به سیمهییز اتصال هم پیاوړی شي.»
د یادونې ده چې افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا د برابرولو لپاره له ګاونډیو هېوادونو څخه پر وارداتو متکي دی او د دې پروژې بشپړېدل کولای شي له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د لېږد ظرفیت لوړ کړي.
افغانستان ته د ټاپي نللیکې له لارې د ترکمنستان د طبیعي ګازو لېږد د دغه هېواد د نفتو او ګازو د نړیوال کنفرانس او نندارتون په پای کې له مهمو مطرح شویو موضوعاتو څخه و.
د ترکمنستان چارواکو ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه د ټاپي نللیکې د سرحدآباد – هرات برخې د بشپړولو پلان لري.
د ترکمنګاز دولتي شرکت رییس مقصد بابایف ویلي چې ټاکل شوې د دغې نللیکې د سرحدآباد – هرات برخې د جوړولو چارې د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړې او د ګازو لومړنی لېږد د ۲۰۲۷ کال تر نیمايي پیل شي.
د نوموړي په وینا د افغانستان د اړتیا وړ ګازو اندازه لا وروستۍ شوې نه ده او د ګازو د لېږد پیل د ګازو ترلاسه کولو لپاره د افغان لوري په چمتووالي پورې هم تړاو لري.
د اقتصادي چارو شنونکي ذبیحالله اسلامي په دې اړه وویل: «که دا پروژه پلې شي او په افغانستان کې ګاز ووېشل شي، هېواد به له ګڼو ګټو برخمن شي؛ لکه د بیو ثبات، د برېښنا د تولید لپاره د ګازو کارول او د خصوصي سکټور د ودې او پراختیا لپاره د زمینې برابرېدل.»
ټاکل شوې د ټاپي نللیکه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي.
دا پروژه به د ګازو د برابرولو ترڅنګ افغانستان د سویلي اسیا هېوادونو ته د انرژۍ د لېږد پر مهمې لارې بدل کړي.
د ټاپي نللیکې د سرحدآباد – هرات برخه چې د افغانستان خاورې ته د ترکمنستان د ګازو د ننوتلو لاره ده، تر اوسه ۸۰ سلنه پرمختګ لري.
د دې برخې بشپړېدل د دغې پروژې د پلي کېدو یو له مهمو پړاوونو څخه ګڼل کېږي.
د نفتو او ګازو د برخې شنونکي نظیفالله نعیمي په دې اړه وویل: «د سیمې هېوادونه کولی شي د دې پروژې په بشپړولو کې مهم رول ولوبوي. ترکمنستان د ګازو د برابرونکي، پاکستان او هند د مصرفوونکو هېوادونو او افغانستان د ټرانزیټي هېواد په توګه کولی شي په ګډې همکارۍ د دې پروژې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې بهیر چټک کړي.»
په دغه کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي هم د سید کریم هاشمي په مشرۍ ګډون کړی و.
دغه پلاوي د غونډې په څنډه کې د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسوولانو او د نفتو او ګازو د نړیوالو شرکتونو له استازو سره کتلي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامه اړیکو آمر احسانالله احسان په دې اړه وویل: «په دې کتنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، افغانستان ته د پانګونې پر راجلبولو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.»
ترکمنستان همداراز اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې به هر کال نږدې ۸۰ میلیارده متر مکعب ګاز تولید کړي.
د ترکمنستان د نفتو او ګازو نړیوال کنفرانس او نندارتون تېره ورځ د اکټوبر په ۲۳مه په عشقآباد کې پای ته ورسېد او چارواکو پکې د انرژۍ د لېږد د لارو پر پراختیا ټینګار وکړ.
کندهار (پژواک)- د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات د تېر کال په نسبت کم شوي؛ بلخوا د اوبو کمښت، د انارو د بیو ټیټوالي او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي نشتوالي بڼوال له زیان سره مخ کړي دي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک ته وویل، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر نږدې ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو بڼونه شته او اټکل کېږي چې سږ کال به شاوخوا ۲۲۰ زره ټنه انار ترې راټول شي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې د انارو حاصلات ۲۷۵ زره ټنه اټکل شوي وو.
هغه زیاته کړه، وچکالۍ د کندهار د انارو پر بڼونو منفي اغېز کړی، خو په بېلابېلو ولسوالیو کې یې د زیان کچه توپیر لري. د ارغستان ولسوالۍ بڼوال تر نورو ډېر زیانمن شوي او ځینو یې د اوبو د کمښت له امله خپل بڼونه له منځه وړي دي.
د نوموړي په خبره: «سږ کال د انارو باغونه ۳۰ سلنه زیانمن شوي چې ډېر زیان په ارغستان کې رسېدلی، خو د ارغنداب او ځینو نورو ولسوالیو د انارو حاصلات نسبتاً ښه دي او وچکالۍ دومره اغېز نه دی پرې کړی
د ارغنداب ولسوالۍ یو بڼوال میرزامحمد وايي، پخوا د اوبو ستونزه دومره جدي نه وه، خو اوس د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدل د انارو د بڼونو خړوبول ستونزمن او لګښتونه یې زیات کړي دي.
هغه پژواک ته وویل: «پخوا مو اوبه لرلې، که به مو انار خراب شوي هم وو، خو ډېر زیان به مو نه لیده، اوس اوبه ډېرې کښته شوې دي او د ځمکې له تل څخه د هغو راایستل مصارف غواړي او دلته انار بیه نه لري.»
د میرزامحمد په وینا، د انارو لپاره د بهرنیو بازارونو نشتوالی هم د بڼوالو ستونزې زیاتې کړې دي؛ ځکه په کورني بازار کې د انارو بیې ټیټې دي او بڼوال نه شي کولای د تولید او خړوبولو لګښتونه په مناسبه توګه پوره کړي.
هغه وايي، اوس کابل او هرات د کندهار د انارو مهم کورني بازارونه دي، خو هلته هم انار په مناسبه بیه نه پلورل کېږي او بهرنیو بازارونو ته یې د صادراتو زمینه محدوده ده.
دغهراز، د ارغنداب ولسوالۍ یو بل بڼوال حیاتالله هم وايي، وچکالۍ د انارو یوه برخه زیانمنه کړې او ډېری مېوې چاودلې دي، چې له امله یې د پلور ارزښت کم شوی دی.
نوموړي وویل: «له یوې خوا د وچکالۍ له امله انار خراب شوي او ډېره برخه یې چاودلي دي، له بلې خوا په کور دننه بازار نه لري، که بهرنی بازار ورته پیدا نه شي، د کندهار د انارو بڼوال به سخت زیانمن شي.
د انارو سوداګر ندامحمد فاروقي وايي، هڅه یې کړې چې د خپلو سوداګریزو اړیکو له لارې بهرني سوداګر وهڅوي، څو د کندهار انار وپېري او نورو هېوادونو ته یې ولېږدوي.
د هغه په خبره، په دې وروستیو کې یې روسي او اوزبک سوداګر کندهار ته راغوښتي وو، څو له بڼوالو او سوداګرو انار وپېري او اوزبکستان ته یې صادر کړي.
فاروقي وویل: «دا مهال موږ له روسي او اوزبک سوداګرو سره د شاوخوا ۸۰ ټنه انارو قرارداد کړی، دا انار په اوزبکستان کې بیاځلي بستهبندي کېږي او وروسته روسیې، جاپان، کوریا او ځینو نورو هېوادونو ته صادرېږي، خو که صادرات ښه پایله ولري، دغه روسي سوداګر به له کندهاره تر پنځو زرو ټنو پورې انار یوسي.»
د نوموړي په خبره، که دغه سوداګریز قراردادونه بریالي شي او د انارو صادرات پراخ شي، د کندهار بڼوال به وکولای شي د خپلو محصولاتو لپاره نوي بازارونه ومومي او خپل اقتصادي زیانونه راکم کړي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، له تېر کال راهیسې په کور دننه له انارو جوس او روب جوړېږي او دغو تولیداتو ته د بازار لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
هغه پژواک ته وویل: «که څه هم د لارو بندېدو له امله د انارو صادرات کم دي، خو ښه زېری دا دی چې په کور دننه له انارو جوس او روب جوړېږي چې د اوږدې مودې لپاره د کارونې وړ دي او ښه بازار لري.»
بینا وايي، د انارو پروسس کولای شي د تازه انارو د پلور د ستونزو کمولو لپاره یوه بدیله لاره وي؛ ځکه له انارو جوړ شوي محصولات د اوږدې مودې لپاره ساتل کېدای شي او بازار ته یې د وړاندې کولو فرصت هم زیات وي.
د هغه په خبره، په تېرو کلونو کې پاکستان د کندهار د انارو تر ټولو لوی بازار و او هر کال به دغه هېواد ته له ۵۰ زرو تر ۹۰ زرو ټنو پورې انار صادرېدل، خو له تېر کال راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله د انارو صادرات له ستونزو سره مخ شوي دي.
د کندهار د انارو بڼوال په داسې حال کې د وچکالۍ، د اوبو د لګښتونو او د بازار د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي چې د حاصلاتو د پلور لپاره د کورنیو بازارونو ترڅنګ بهرنیو بازارونو ته لاسرسی او د انارو د پروسس صنعت پراختیا د دوی د اقتصادي زیانونو په کمولو کې مهم رول لرلای شي.
شبرغان (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې یو شمېر ښځې چې د بادرنګو د شنو خونو په جوړولو یې ځانونو ته د کار او عاید زمینه برابره کړې، وايي چې سږ کال یې حاصلات د سختې ګرمۍ او اوبو د کموالي له امله کم وو او له حکومت او موسسو غوښتنه کوي څو له دوی سره د تخمونو او څاڅکي اوبولګولو سیستم جوړولو برخو کې مرسته وکړي.
د بادرنګو شنې خونه کې د یو شمېر ښځو بوختیا
د شبرغان اوسېدونکې ۳۹ کلنې ملکې پژواک ته وویل چې شاوخوا دوه کاله مخکې یې د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۵۰ زره افغانیو په لګښت د شبرغان ښار په «زیرچنار» سیمه کې د بادرنګو شنه خونه جوړه کړه.
هغې زیاته کړه چې په دې شنه خونه کې ۲۵ ښځو ته د کار زمینه برابره وه او د بادرنګو عاید به یې د ټولو ترمنځ وېشل کېدل.
خو هغې وویل چې په لومړي کال یې ښه حاصلات لرل؛ خو سږ کال یې د سختې ګرمۍ او د اوبو د کمښت له امله د بادرنګو بوټو ښه وده ونه کړه.
په همدې حال کې، د دې سیمې د بادرنګو یوې بزګرې ۳۷ کلنې لیلما وویل چې تېر کال یې فارم دومره حاصل کړی و چې یوه برخه یې د خپلو کورنیو د اړتیاوو لپاره کاروله او پاتې یې بازار ته وړاندې کول؛ خو سږ کال یې حاصلات کم وو او ډېر بوټي یې وچ شول.
د لیلما په خبره، له دې لارې ترلاسه کېدونکي عوایدو یې د کورنۍ ډېر لګښتونه پوره کول؛ خو اوس چې یې مېړه د کار لپاره ایران ته تللی، د ژوند د لګښتونو برابرول ورته ستونزمن شوي دي.
لیلما د یادو ښځو د فعالیتونو د بیا پیل لپاره له حکومت او مؤسسو د ملاتړ غوښتنه کوي او ویې ویل: «که حکومت او مؤسسې یو ځل بیا موږ ته د کار او عاید زمینه برابره کړي، د بېلګې په توګه، څاګانې وکني او اړین پرمختللي وسایل او تجهیزات راته برابر کړي، نو حاصلات به مو بېرته ښه شي.»
د مسعودې په نوم یوه بله ۴۲ کلنه ښځه چې د اوو ماشومانو مور ده، هم په دې شنه خونه کې کار کاوه او د خپلو عوایدو یوه برخه یې د کورنۍ د لګښتونو لپاره ځانګړې کوله. هغې وویل، د بادرنګو حاصلات به یې بستهبندي کول او بازار ته به یې وړاندې کول؛ کله ناکله به یې له تازه راټولو شوو بادرنګو اچار هم جوړول.
مسعودې وویل: «له حکومت او اکټېډ مؤسسې خوشحاله یم چې موږ ته یې شنه خونه جوړه کړه، تخمونه او د بادرنګو د کرلو وسایل یې راکړل. د اوبو نل او ټول کیمیاوي سره یې هم راکړل. ما به پخپله بادرنګ کرل، بستهبندي کول مې او پر دوکانونو به مې پلورل؛ خو د اوبو کمښت مو کار خراب کړ او سږ کال مو ښه حاصلات نه لرل.»
هغې هم د کرنې برخې ته د حکومت او مؤسسو د پاملرنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دوی ترمنځ باید د څاڅکي اوبولګولو سیستم ترویج شي.
کارپوهان: د اوبو ستونزې له حل پرته مالي ملاتړ بسنه نه کوي
د اقتصادي چارو کارپوه ابوریحان انتظار د جوزجان د ښځو ونډه په کرنه کې اغېزناکه او ارزښتناکه وبلله او ویې ویل چې ښځې له کلونو راهیسې په کروندو کې له خپلو مېړونو سره یوځای کار کوي.
هغه د یادو شنو خونو د بادرنګو کرلو فعالیتونو ته په اشاره وویل چې په شنو خونو کې د بادرنګو کرل د ښځو او کلیوالو کورنیو لپاره د عاید ترلاسه کولو زمینه برابرولی شي؛ خو د دغه فعالیت بریا د شنې خونې په لګښت، مناسبو تخمونو ته په لاسرسي، د اوبو په برابرولو، د تولید په کچې او د پلور بازار په شتون پورې تړلې ده.
نوموړي د بزګرانو لپاره مالي سرچینو او مناسبو پورونو ته د لاسرسي برابرولو او همدارنګه د شنو خونو د مدیریت، اوبولګولو، د نباتي افتونو د مخنیوي او د تولید د مدیریت برخو کې د تخنیکي روزنو پر برابرولو ټینګار وکړ.
بلخوا، د کرنې برخې کارپوه عبدالستار جلال د اوبو کمښت، وچکالي، د اوړي سخته ګرمي او د نباتاتو افتونه په جوزجان کې د بادرنګو په تولید کې عمده ستونزې بولي.
هغه د اوبو د مصرف کمولو لپاره د څاڅکي اوبولګولو سیستم د اغېزناکو لارو چارو کارول، د نباتاتو ریښو ته د اوبو رسولو لپاره د مناسبو ویالو او کرنیزو بسترو جوړول او د اوبو د تبخیر کمولو لپاره د ملچ یا پلاستیک کارول اغېزمنې لارې وبللې.
د هغه په وینا، ملچ هغه مواد دي چې د خاورې پر مخ او د نباتاتو د ریښو شاوخوا خپرېږي، څو د خاورې لندبل وساتي او د اوبو تبخیر کم کړي. ملچ له طبیعي موادو لکه بوسو، وچو پاڼو، وښو او د نباتاتو له پاتېشونو یا له مصنوعي موادو لکه کرنیز پلاستیک څخه جوړېدای شي.
د جوزجان د کرنې ریاست: په مرکز کې ۲۷ شنې خونې فعالې دي
د جوزجان د کرنې ریاست ویاند ذبیحالله خیراندېش په کرنه کې د ښځو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغو ښځو له خپلو شنو خونو ښه حاصلات ترلاسه کول؛ خو د سږ کال ګرمۍ یې حاصلات کم کړي دي.
هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې د همکارو مؤسسو په مرسته د دغو ښځو لپاره تخنیکي او د څاڅکي اوبو لګولو پر سیستم سمبالې شنې خونې جوړې کړي، مسلکي روزنیز پروګرامونه ورته برابر کړي او اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره په واک کې ورکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د جوزجان په مرکز کې ۲۷ شنې خونې فعالې دي.
په افغانستان کې د خامو تېلو ۱۴ چاڼځایونه فعالیت لري، چې په ټوله کې نږدې ۲۶۰ میلیونه ډالره پانګونه پرې شوې او ډېری یې په بلخ ولایت کې موقعیت لري.
دغه چاڼځایونه په هېواد کې استخراج شوي خام تېل تصفیه کوي او ترې بېلابېل نفتي محصولات تولیدوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغو چاڼځایونو د تصفیې ظرفیت توپیر لري او هره فابریکه کولای شي، په ورځ کې له ۵۰۰ تر ۸۰۰ ټنو خام تېل تصفیه کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه ویلي: «په افغانستان کې شته چاڼځایونه د هېواد له معیارونو او سټنډرډونو سره برابر دي. هڅه کوو چې په هېواد کې مجهز، عصري او پرمختللي چاڼځایونه جوړ کړو، څو وکولای شو له خامو تېلو څخه ترلاسه کېدونکي ټول مواد په لوړو معیارونو تصفیه کړو.»
په هېواد کې هر کال نږدې ۳.۵ میلیونه ټنه نفتي توکي مصرفېږي، چې یوازې له ۵ تر ۷ سلنې یې له کورنیو سرچینو برابرېږي او د هېواد له ۹۰ سلنې زیاته اړتیا له بهر څخه د وارداتو له لارې پوره کېږي.
له دې سره، په داسې حال کې چې د تېلو د اکتشاف او استخراج لپاره نوي تړونونه لاسلیک شوي او د کورني تولید د زیاتېدو احتمال شته، د تېلو د تصفیې په برخه کې د لا ډېرې پانګونې اړتیا هم مطرح کېږي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر، په دې اړه ویلي: «هر څومره چې په افغانستان کې د تېلو د چاڼځایونو شمېر زیات شي، په هماغه اندازه د کورنیو سرچینو د استخراج او تصفیې زمینه پراخېږي. دا چاره کولای شي د کاري فرصتونو په زیاتېدو او هېوادوالو ته په مناسبو بیو د تېلو او ګازو په برابرولو کې مرسته وکړي.»
په همدې حال کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د تېلو د چاڼځای جوړول د هغه سهامي شرکت له لومړیتوبونو څخه دي، چې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د راجلبولو لپاره جوړ شوی دی.
د دغې خونې په وینا، ټاکل شوې د تېلو یو لوی چاڼځای جوړ شي، چې وکولای شي د هېواد د اړتیا وړ ۵۰ سلنه تېل برابر کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال، فیضاحمد خوافي، په دې اړه وایي: «زموږ په کاري لومړیتوبونو کې د داسې چاڼځای جوړول دي، چې وکولای شي کورني خام تېل تصفیه او د هېواد د اړتیا وړ تر ۵۰ سلنې پورې سونتوکي برابر کړي. په راتلونکي کې به هڅه وکړو چې د دغه چاڼځای ظرفیت لوړ کړو، څو د هېواد سل سلنه اړتیا پوره کړي.»
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2026 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی