له ۷۷ نومي ترکي شرکت سره د بادي برښنا هوکړه لیک لاسلیک شو – د اوبو اوانرژُۍ وزارت

د اوبو اوانرژۍ  وزارت او په  افغانستان کې ۷۷ نومي ترکې  شرکت  ترمنځ  د هېواد په جنوب غرب کې د ۲۰۰ میګاواته برښنا د تولید هوکړه لیک لاسلیک  شو.

 د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا د هېواد په جنوب غرب حوزه کې له یوه تر کيي شرکت سره د ۲۰۰ میګاواته بادي برښنا د تولید هوکړه لیک لاسلک کړ.

د اوبو او انرژۍ وزیر وايي؛ افغانستان د انرژۍ د تولید په بېلا بېلو برخو کې لوړ ظرفیتو نه‌لري او هڅه کوي، چې هېواد د برښنا د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې تر کچې  ورسوي.

د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور ويلي، چې د هېواد جنوب غرب حوزه د بادې انرژۍ د تولید پوره وړتیا؛ نو، ځکه یې له ۷۷ ترکيي شرکت سره د دې پروژې د تولیدولو هوکړه و کړه.

عبدالطیف منصوروایي: ۷۷ ترکيي شرکت په افغانستان کې د کار تجربه لري او په  کندهار کې یې د لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې کار کړی. دغه راز یې په هلمند کې د اوبو د انرژۍ د تولید کار کړی او اوس دادی د هېواد جنوب غرب کې د بادۍ انرژي د تولید چارې هم دې شرکت ته وسپارل شوې.

۷۷ ترکي شرکت مسوول سلیمان جیلیو وايي، چې په افغانستان کې له تېر نږدې لس کلونو راپدیخوا د انرژۍ  د تولید په بېلا بېلو برخو کې پانګونه کړې او هڅه کوي، چې په دې هېواد کې د انرژۍ د تولید په  بهیر کې د اوبو او انرژۍ  له وزارت سره نورې  پروژې هم مخکې یوسي.

سلیمان جیلیو د ۷۷ ترکي شرکت عمومي رییس ویلي: مونږ د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د انرژۍ د تولید پروژې عملي کړي او هڅه کوو، چې نور هم له افغانانو سره کار وکړو او اسلامي امارت له خصوصی سکتور سره پوره همکاري لري.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو له ټولو افغان پانګوالو غوښتي، چې راشي او په افغانستان  کې د انرژۍ د تولید په ګډون په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي او د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې خپل ملي مسوولیت تر سره کړي

د چین-پاکستان له اقتصادي دهلیز سره نښلېدا به د اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته وکړي

د اسلامي‌ امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ويلي؛ د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) له نښلېدا سره به افغانستان وکولی شي د سیمې او اروپا له هېوادونو سره وصل شي او په دې توګه پانګونه راجذب کړي.

حافظ ضیا احمد تکل زیاته کړې، چې په هېواد کې د امنیت له خوندي کېدو سره اوس اړتیا ده، چې له سي‌پیک سره د نښلېدا په ګډون نورې سترې او نړیوالې پروژې هم پلې شي.

حافظ ضیا احمد تکل وايي: افغانستان به د سیمې د هېوادونو په نښلولو کې بنسټیز رول ولوبوي.

د افغانستان جغرافياوي موقعيت ته پر پاملرنه دا يو ډېر مهم ټکی دی، په تېره بيا د آسيايي هېوادونو لپاره، چې د سيمې د نښلولو او ترانزيت په برخه کې ترې کار اخيستل کېږي.

هغه وايي، چې اسلامي امارت غواړي په افغانستان کې د هېوادونو ترمنځ اقتصادي رقابت رامنځته کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د پانګونې لپاره داسې زمینه برابره کړې، چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې پانګونه وکړي او خپلې پروژې پلي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په اسلام‌آباد کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د درې اړخیزې ناستې په وروستۍ اعلامیه کې، چې تېره اوونۍ ( د غویی ۱۸) خپره شوه، راغلي، چې په دې غونډه کې د چین-پاکستان په اقتصادي دهلېز( سي‌پیک ) کې د افغانستان د شاملېدو خبره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر دوام او د تاپي، کاسا ۱۰۰۰ او د اوسپنې پټلۍ د پروژو پر پلي کېدا هم ټینګار وشو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري او د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګنګ په دې کتنه کې څرګنده کړې، چې د چین – پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان د شاملېدو هدف له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو دوام دی.

هغه مهال هم اسلامي امارت ویلي وه، چې په دې پروژه کې ګډون ته چمتو دی.

د افغانستان اسلامي امارت ویلي چې په دې پروژه کې شاملیدل د افغانستان لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده؛ ځکه له یوې خوا به د هېواد اړتیاوې د توکو پر واردولو پوره کېږي او له بلې خوا به کورنیو توکو ته بازار موندنه کېږي.

د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز د «یو کمربند او یوې لارې» پر نوم د چین د نوښت یوه برخه ده او چین غواړي له دې لارې له آسیايي هېوادونه سره ونښلیږي

صنعت وزارت: د ۵۰ قلمه توکو تولید برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلي یوو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۳۹ صنعتي پارکونو د جوړولو چارې روانې دي.

د دې وزارت ویاند د افغانستان په ملي او نړۍوال صنعتي سمپوزیم کې وویل، افغانستان د ۵۰ قلمه توکو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: «د صنعت او پانګونې په برخه کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د کچې د لوړولو په موخه لاندې لاسته راوړنې درلودې؛ د کورنیو تولیداتو کچې لوړول او د ۱۵ تولیداتو په ګډون د ۵۰ توکو په برخه کې افغانستان پر ځان بسیاینې ته رسول.»

له دې سره سم، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د صنعت وده د اقتصاد د پراختیا او کارموندنې لپاره ډېره مهمه ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا رييس عبدالواحد فایز وايي: «په اقتصادي وده او متشبثینو کې د صنعت وده خورا مهمه ده او موږ هر یو په خپله برخه کې هڅه کوو چې د خپل هېواد صنعت وده پیاوړې کړو، څو د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ، غیرقانوني کډوالۍ، په مخدره توکو روږدي کېدو او داسې نورو مخه ونیول شي.»

له بل لوري د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې سرپرست وايي، دغه اداره هڅې کوي چې، هېوادوالو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.

د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت وايي: «اوس د کانونو استخراج برخه کې ماهرو او مسلکي کسانو ته اړتيا ده چې په تېرو شلو کلونو کې نه‌دي روزل شوي، د اورګاډي او عصري ودانيو په برخه کې لا هم مسلکي زده‌کړو او روزنې ته اړتيا لرو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۲ مېلیارډ ډالرو ته ورسېد او د تېرو کلونو پر تله د زیاتوالي ښکارندويي کوي

په افغانستان کې د تېلو او ګازو برخه کې پانګونې ته د چین او قطر لېوالتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چین او قطر د هېواد پر تېلو او ګازو پانګونې ته لېواله دي.

د دې وزارت ویاند زیاتوي، د دغو دواړو هېوادونو استازو په تېره یوه میاشت کې د نفتو د استخراج په تړاو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره کتلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: «له چینايي او قطري پانګه‌والو سره موږ څلور لېدنې درلودې، د دوی تر څنګ ترکان هم وو. دوی غوښتل د افغانستان په بېلابېلو معدني مېنرالونو کې پانګه‌ونه وکړي، په ځانګړې په نفتو او ګازو کې.»

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي، قطر غواړي د افغانستان تېل استخراج کړي او په‌دې برخه کې ښه تجربه لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: «قطر د نفتو او ګازو ډېرې سترې ذخیرې لري، په‌دې برخه کې هغوی ډېر کار هم کړی دی، تجربه هم لري او تر ټولو مهمه دا چې د پانګونې لپاره سرمایه ډېره مهمه ده.»

بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې اسلامي امارت باید د کانونو د سپارلو په برخه کې ملي ګټې په پام کې ولري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې پانګه‌والو ته د کانونو په سپارلو کې باید د افغانستان د زیرمو ملي اقتصادي ګټې په پام کې ونیول شي او بیا داسې شرکت ته وسپارل شي چې وړتیا یې ولري.»

تر اوسه د لوګر د مس عینک او د امو سیند د نفتي حوزې د استخراج چارې چینایي شرکتونه ته سپارل شوې دي، خو د چین «اېم‌سي‌سي‌» شرکت تر اوسه د لوګر د مس عینک کان پر استخراج نه‌دی بریالی شوی

کابل کې د هوايي کارګو لومړني شرکت په فعالیت پیل وکړ

د هوايي کارګو لومړنی شرکت نن (شنبې، د غوايي په ۲۳مه) کابل کې په فعالیت پيل وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي چې د دغه شرکت فعالیت د صادراتو په زیاتوالي کې مهمه ونډه لري.

د هوایي کارګو لومړنی شرکت چې د هېواد د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د لېږد زمینه برابروي، په لومړي ګام کې اتلس ټنه غیر الکولي څښاک توکي هېواد ته وارد کړي دي.
                               
د کانونو او صنایعو خونې رییس شیربازکمین زاده وايي:«ښايي چې هوايي ټرانسپورټ به په راتلوونکو لسو کلونو کې ارزانه، چټک او ډاډه به وي.»
                             
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند هم څرګندوي:«ټولو افغانانو ته ډاډ ورکوو چې راکړه ورکړه، صادرات او ټرانزیټ په عادي بڼه جریان لري. هېڅ ستونزه نشته. ټول دې په ډاډه تجارت وکړي. له پاکستان سره زموږ ټرانزیټ ستونزه نه‌لري او وارداتي او هم صادراتي ټرانزیټ جریان لري.»

د دغه شرکت مسوولان ډاډ ورکوي چې له هېواده بهر او دننه په هېواد کې د سوداګرو د توکو لېږد رالېږد ته چمتو دي.

د کارګو شرکت مسوول عبدالکریم عارفي څرګندوي:«دا کابو ۱۸ ټنه و چې په یوه مستقیم الوت کې مو ولېږداوه. دا د غیر الوکلي څښاک د خوند (ذایقې) مواد وو چې په افغانستان کې عرضه او تولیدېږي.»

د هوایي کارګو شرکت مسوولان وایي، چې ډېر ژر به د دغه شرکت د ځمکني ټرانزیټ فعالیتونه هم پېل شي

ډېر ژر به افغانستان په کور دننه له کافي تولیدي برښنا برخمن شي- ملا برادر

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت اوونۍ د نمانځلو په مناسبت د کابل نړیوال نندارتون پرانیستې پر مهال د صنعت او تولید لپاره د برښنا پر اړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ټولو هېوادوالو او په ځانګړي توګه صنعتکارانو ته زېری ورکوم، چې ژر به په کور دننه د تولید شوې کافي برښنا څښتنان واوسو.

دغه راز نوموړي ویلي، صنعت او تولید د هېواد په اقتصادي وده کې د ملا د تیر حیثیت لري؛ یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي، چې قوي صنعت ولري او له دې اړخه نه یوازې پخپل ځان بسیا واوسي، بلکې نورې نړۍ ته هم خپل تولیدات صادر کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ له بده مرغه اوږدو جګړو او د واکمننو عدم ژمنتیا او نه ارادې افغانستان دې ته نه‌دی پرېښی، چې له اقتصادي اړخه چټک مزل وکړي؛ خو اوس د اسلامي امارت له راتګ سره د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دغو مراسمو په ډاګه کړې: هغه څوک، چې په صنعت کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت ته د خپلو تولیداتو د کمیت او کیفیت تضمین ورکړي؛ اسلامي امارت به له بهر څخه د هغو شیانو د تورید د مخنیوي او کورني صنعت ته د بازارموندنې لپاره د پر‌ځانبسیاینې په اندازه تعرفه لوړه کړي.

 ملا عبدالغني برادر آخوند له بهر میشتو افغان پانګوالو وغوښتل، چې خپل هېواد ته راستانه شي؛ دلته پانګونه وکړي او د هېواد د اقتصاد او صنعت په رغونه کې رغنده او هڅانده ونډه واخلي.

هغه وایي: اسلامي امارت د ټولو صنعتکارانو تر څنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې خپل مسوولیت ګڼي.

د دغو مراسمو په پای کې ملا برادر له ټولو هغو صنعتکارو وروڼو او خویندو څخه مننه وکړه، چې د هېواد د اقتصادي ودې او صنعت د پرمختګ لپاره یې پانګونه او تولید کړې دی.

د کابل نړیوال نندارتون کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګوالو د ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هېوادوالو ته د کورنیو محصولاتو او تولیداتو د ورپېژندلو په موخه جوړ شوی، چې ټولټال په کې ۵۵۰ تولیدي فابریکو په ۵۵ بېلابېلو برخو کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي

تېرو ۱۸ میاشتو کې افغانستان کې د چین پانګونه

د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، افغانستان ته د چینایي پانګوالو لېوالتیا ډېره شوې ده.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په تېر یونیم کال کې چین د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دوه مېلیارډ ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.

د شنبې په ورځ هم، یو شمېر چینایي پانګوالو د لمریزې برېښنا او د افغانستان د لویو لارو د بیارغونې په برخو کې د پانګونې په موخه د دغه وزارت له مرستیال سره کتلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«د کانونو د استخراح او پروسس په برخه کې، په هوايي ډګرونو کې د خدمتونو په برخو کې او د صنعتي پارکونو د جوړولو په برخو کې یې تړونونه کړي دي چې د هغه عملي کار پیل شوی دی. د دغې پانګونې ټولیز ارزښت دوه مېلیارد ډالرو ته رسېږي. او همدارنګه د ګمرکونو او ټولو برخو عصري کولو تړون به هم له بهرنیو کمپنیو سره لاسلیک شي.»
 
د سیاسي چارو شنونکي شاکر یعقوبي هم وویل:«داسې برېښي چې چین غواړي د اقتصادي همکاریو له لارې د افغانستان په سیاست کې ځان ته ډېر ځای پيدا کړي او د افغانستان په سیاست کې د خپلو پياوړو سیالانو ونډه له اقتصادي لارې کمزورې کړي.»

بل خوا، په افغانستان کې د چینایي شرکتونو مسوول وایي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې تر شلو زیات چینایي شرکتونه فعالیت لري.

په افغانستان کې د یوه چینايي شرکت مسوول یو مینگ خو زیاتوي، که چېرې اسلامي امارت پانګوالو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي نو په افغانستان کې به پانګونې ته د پانګوالو لېوالتیا زیاته شي.

چین په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د کانونو په برخه کې لوی تړونونه ترلاسه کړي دي. اوس‌مهال د لوګر د مس عینک او د آمو سیند د نفتي حوزې تړونونه له چینایي شرکتونو سره دي

د کابل نړۍوال نندارتون او له کورنیو صنایعو هرکلی

د «کابل نړۍوال نندارتون» کې ځينې سوداګرې توانېدلي چې د خپلو محصولاتو د پلور لپاره ځينې تړونونه ترلاسه کړي.

سودابه بهروز له یوه کال راهیسې سوداګره ده، دا وایي چې نندارتونونه د هېواد د محصولاتو په پلورلو او بازار موندلو کې مهم رول لري.

سوداګره سودابه بهروز طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ وتوانېدو چې بازار موندنه ولرو، ځان ته پېرودونکي جذب کړو او همدارنګه وتوانېدو ځينې فرمایشونه هم ترلاسه کړو. په ټول کې زموږ لپاره ښه و.»
             
بله سوداګره زرغونې هم په دې هکله وویل:«ډېر تړونونه مو ترلاسه کړل، فرمایشونه مو واخیستل، له ډېرو کسانو سره معرفي شوو او زموږ له تولیداتو څخه یې لیدنه وکړه.» 

په دغه نندارتون کې د سوداګرو ښځو په ګډون کابو ۶۰۰ صنعتي شرکتونو شتون درلود.

د نندارتون ځيني مسوولان وایي، چې د کابل په نړۍوال نندارتون کې د ښځو حضور پراخ و او په دغه نندارتون کې سوداګرو او پانګوالو دولتي او خصوصي تړونونه ترلاسه کړل.

د نندارتون جوړونکی رفیع‌الله حماد په دې هکله څرګندوي:«په خپلو منځو کې یې تړونونه شریک کړل، دولتي او شخصي تړونونه وو. د خصوصي سکټور او بهرنیو بنسټونونو ترمنځ شخصي تړونونه هم وو.»
                
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«د کیفیت او کمیت له پلوه زموږ د کورنیو تولیداتو نندارې ته د وړاندې کولو لپاره یو ښه فرصت و، چې خلک له کورنیو تولیداتو سره اشنا شي او د کورنیو تولیداتو مصرف دود شي.»

بل پلو، د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوال په دغه نندارتون کې د بازار له نشتوالی سرټکوي.
    
سوداګر شعیب وویل:«تولیدي شرکتونه اوس د دې وس نه لري چې له بهرنیو سره تړون ولري.»

اخوا، ځينې سوداګر وایي، چې د دغه‌راز نندارتونونو جوړېدل د کورنیو محصولاتو د بازار موندنې لپاره ګټور دي.

ګډونوال ظاهر زهور وايي:«د هېواد د اقتصاد د کچې د لوړولو او همدارنګه د هېواد د دود او کلتور په برخه کې ډېر مهم رول لوبوي.»   
   
بل ګډونوال فضل حسین خېل هم وویل:«نندارتون ته راشئ او د هېواد له تولیداتو لیدنه وکړئ او د هېواد له تولیداتو هرکلی وکړئ. چې زموږ صنعت ورځ په ورځ وده وکړي.»   

د کابل په نړۍوال نندارتون کې ۱۰۰ سوداګرو ښځو هم ګډون کړی و او خپل محصولات او لاسي صنایع یې نندارې ته وړاندې کړل

د کابل او چین تر منځ د آریانا الوتنې بیا پیل شوې

آریانا افغان هوايي شرکت له درې کلن ځنډ وروسته د چین اورمچي ته خپل  پروازونه بېرته له سره پیل کړل.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس رحمت الله آغا ويلي؛ سر له نن څخه به نور د چین اورمچي  ښار ته د اوونۍ یوه الوتنه ولري، چې په کې به مسافر او کار ګو دواړه لېږدول کیږي.

د دې شرکت مسوولین هڅه کوي، چې په راتلونکې کې د هېواد جلغوزيو صادرات هم له همدې لارې ترسره شي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلانی وفا وایي: مونږ اوس په اوونۍ کې یوه الوتنه کوو او د اړتیا په صورت کې به یې د ډېرولو هڅه هم وکړو. دغه راز به په راتلونکې کې د هېواد د جلغوزویو لېږد هم له همدې لارې تر سره شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د الوتنو پیل به د اقتصادي اړیکو د پرا ختیا لامل هم شي.

 د خصوصي  سکتور دغړیو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او چین ترمنځ  کلنۍ راکړه ورکړه له یوه میلیارد دالرو څخه زیاته ده، چې ډېره برخه يي واردات جوړوي.

د سوداګرۍ اوپانګونې  خونې مسوولین وايي؛ په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې یې له چین څخه وغوښتل شول، چې په افغانستان کې د منرالونود پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.

دوی دا هم ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د چینایانو لپاره د سوداګرۍ بازار جوړوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند ویلي: له چین سره خورا لوړه سوداګري لرو؛ مونږ نږدې یو میلیارد دالر واردات او څه باندې ۶۵ میلیون دالره صادارت لرو. له دې الوتنو سره به مو اقتصادي او ټولنیزې اړیکي نورې هم غښتلې شي.

په کابل کې د چین سفیر ويلي، چې له افغانستان سره يي اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ورځ تربلي د پراختیا په حال کې دي او د دواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه  له یو میلیارد دالرو لوړه ده او په  چين کې د افغان سوداګرو لپاره ښه فرصتونه شته او د چين د سوداګرو او پانګوالو لپاره هم  په افغانستان کې  اسانتياوې رامنځته شوې دي.

په کابل کې د چین سفیر وایي: نن مو له کابل څخه ارومچي ته الوتنې بیا پیل کړې او دا د افغانستان او چین په اړیکو کې پرمختګ ګڼم. دواړه هېوادونه د دې اړیکو د پیاوړتیا لپاره ژمن دي.

د چین  د سفارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ  د اپریل پر ١٣ نېټه په اسلام‌آباد کې د چين، پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو پر همکاريو خبرې وکړې، چې پیل يي دا دې له الوتنو وشو

کانونو وزارت: چین د افغانستان د لېتیمو په برخه کې پانګونې ته لېواله دی

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې چین او ځينې نور هېوادونه د افغانستان د لېتیم په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان زیاتوي چې د افغانستان ډېری لېتیم په کونړ، نورستان او هلمند ولایتونو کې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي:«د لېتیم په برخه کې نه یوازې چینایان بلکې ډېرو هېوادونو او پانګوالو مراجعه کړې او د لېتیم په برخه کې یې لېوالتیا ښودلې ده. چینایانو حتا ویلي چمتو یوو چې لس مېلیارد ډالره پانګونه وکړو.»

ښاغلی افغان وايي چې د تړونونو د ورکړې بهیر به د اسلامي امارت د کابینې له لوري بشپړ شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند زیاتوي:«موږ د نړۍ په کچه د لېتیمو سترې زېرمې لرو. زموږ هېواد په نړۍواله کچه د هغو هېوادونو په نوملړ کې راځي چې د لېتیمو په برخه کې غني دي او تر ډېره بریده په کونړ، نورستان او هلمند ولایتونو کې د لېتیمو زېرمې لرو.»

خو د افغانستان د لېتیمو استخراج ته د چین لېوالتیا د څه له امله ده؟

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«له هغه ځایه چې چین په نړۍ کې د نوې انرژۍ موټرو ستر بازار دی، لېتیم په ځانګړې توګه د برېښنايي موټرو په صنعت کې ډېر حیاتي دی.»

لېتیم چې د برېښنا تر ټولو مهمه زیرمه کوونکې انرژي ګڼل کېږي، تر ډېره په نویو ټکنالوژیو په تېره بیا د ګرځنده ټلېفونونو د بطریو، د موټرو د بطریو، د کمپیوټر د بطريو او د بې پېلوټه الوتکو د بطریو په جوړولو کې کارول کېږي.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

© 2023 د چاپ حق د AELSO انسټیټیوټ لپاره خوندي دی.

© 2023 د چاپ حق د AELSO انسټیټیوټ لپاره خوندي دی.