جولای 2025
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د روان کال له پیله تر اوسه، د پنځو دورو داوطلبۍ په ترڅ کې د پنجشیر ۱۸ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
وزارت د دغو زمردو ټول ارزښت ۱.۱ میلیونه ډالر ښودلی او زیاته کړې یې ده چې د دې قیمتي ډبرو د پلور بهیر په شفاف ډول ترسره شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان، طلوعنیوز ته وویل: «له ۱۴۰۴ هجري لمریز کال راهیسې تر دې دمه، د پنجشیر زمردو پنځه دورې داوطلبۍ ترسره شوي چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۸ زره قیراطه زمرد، د ۱.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت، پلورل شوي دي.»
د زمردو د پلور تر څنګ، وزارت په پنجشیر په پریان ولسوالۍ کې د نوو زمردو کانونو د کشف خبره هم کوي او زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به د وزارت تخنیکي ټیمونه د دقیقې سروې لپاره سیمې ته واستول شي.
ښاغلي افغان زیاته کړه: «د پریان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې معدنونه لیدل شوي دي. وزارت پلان لري چې د سروې تخنیکي ډلې سیمې ته واستوي څو دقیقه سروې وشي. وروسته له سروې، انشاءالله پلان لرو چې دغه سیمې هم په قرارداد ورکړو.»
اخوا، اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د کانونو، په ځانګړې توګه د قیمتي ډبرو، قانوني او شفاف استخراج کولای شي د هېواد د عوایدو په زیاتوالي او د کار زمینې برابرولو کې اغېزناک وي.
د اقتصاد چارو کارپوه، محمد اصف ستانکزي، طلوعنیوز ته وویل: «که دا کانونه د نړۍوالو معیارونو له مخې او په معیاري ډول و کیندل شي، نو کولی شي د هېواد ملي عواید تضمین کړي او افغانستان وکولی شي د خپلو قیمتي ډبرو په مټ ملي او تخصصي بودجه تمویل کړي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د زمردو ۶۰۰ رسمي جوازونه ورکړ شوي او له ۱۵ زرو زیات کسان د زمردو په بېلابېلو برخو کې په کارونو بوخت دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خپلو کلنیو لاسته راوړنو په تړاو خبري غونډه کې د هېواد د ناخالصو تولیداتو د زیاتوالي او له څه باندې سلو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت سرپرست نور الدین عزیزي ویلي، د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت ۱۳ میلیارده امریکایي ډالرو ته رسېدلی او د صادراتو او وارداتو د انډو هڅې روانې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي و ویل: «هڅه کوو چې نوي بازارونه پیدا کړو او سږ کال په قرغیزستان، اذربایجان او عمان کې نندارتونونه جوړ کړو. دغه راز غواړو د هغو هېوادونو لپاره چې د افغانستان تولیداتو ته اړتیا لري، د خصوصي سکټور نندارتونونه جوړ کړو، څو زموږ صادرات زیات شي.»
نورالدین عزیزی ټینګار کړی چې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره یې د سیمې هېوادونو ته ګڼ سفرونه کړي او هڅې روانې دي، څو د چابهار بندر او واخان دهلیز په څېر له ټرانزیټي لارو ګټه واخیستله شي.
د هغه په خبره، د صنعتي ځمکو قانون هم توشیح شوی او د صنعتکارانو لپاره د ۱۶۰ زره جریبه ځمکې د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې اړه و ویل: «د افغانستان ناخالص کورنی تولید ۱۴.۵۸ میلیارده ډالر و، چې الحمدلله اوس ۱۷.۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.»
د سوداګرۍ وزارت ځینې نور چارواکي وایي، افغانستان ته راستنو شویو صنعتکارانو ته د مالیې د معافیت په څېر امتیازونه ورکړل شوي او په تېر یوه کال کې ۴۰۰ میلیونه ډالر پانګه جذب شوې.
دوی زیاتوي چې له ۱۱۰۰ زیات افغان پانګوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د پانګوالو د هڅونې او ملاتړ رییس، صبغتالله اخندزاده و ویل: «له ۱۱۰۰ راستنو شویو پانګوالو نږدې ۱۰۰ یې په صنعتي برخه کې شرکتونه جوړ کړي. ډېری راستنو شویو پانګوالو د کانونو وزارت اړوندو برخو کې پانګونې کړې دي. د اقتصادي مرستیالۍ د مالوماتو لمخې، ۴۱۵ میلیارده افغانیو پانګونه شوې ده.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ستر سلاکار، نصرالله صاحبزاده و ویل: «زموږ ډېری صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي؛ یوازې پاکستان ته نږدې یو میلیارده ډالر صادرات شوي او زیات واردات مو له ایران څخه شوي دي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د ناخالص کورني تولید ۱۰ سلنې زیاتولی، د صادراتو ۲۵ سلنې لوړولی، د ۵۰۰ میلیونه ډالره نوې پانګونې جلب او له سل زرو زیات کاري فرصتونو رامنځته کول یې راتلونکي پلانونه دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه له دغه ولایته پاکستان ته د انګورو صادراتو له پیله خبر ورکوي.
د تازه مېوې سوداګرو او بڼوالو په وېنا د انګورو سږني حاصلات یې د کمیت او کیفیت له پلوه ښه دي.
دوی له اړونده مسوولینو غواړي چې د افغانستان پر تازه مېوې د پاکستان لخوا وضع شویو لوړو تعرفو ټیټولو او ټرانزیټي ستونزې یې حل کړي.
کندهار کې سوداګر، سعدالله وايي: “پنځه کانټنره انګورو مو پاکستان ته لېږلي، چي سل ټنه کیږي. تر اوسه ستونزه نشته، خو د پاکستان ټکس ډېر لوړ دی”.
همدا راز هلته یو بل سوداګر، عبدالقیوم هم وايي: “که ټېکس لوړ وي زموږ کړی لګښتونه نه پوره کوی، او نه هم د پاکستان پر ځای نورو هېوادونو ته د انګورو د لېږد لار لرو، باید ټېکس کم شي او ترڅنګ نورو هيوادونو ته هم زموږ صادرات پېل شي”.
بڼوال، ولي محمد بیا داسې وايي: “دلته زيات کسان زما سره د حاصلاتو ټولولو برخه کې کار کوی، خو که د پاکستان لخوا لاري بنديږی او يا نوی ماليات وضع کیږي، نو دا به زموږ کړی لګښتونه په اوبو لاهو کړي”.
خو د کندهار د سوداګرۍ او پانګونه خونه وايي له پاکستاني لوري سره یې د تازه مېوې صادراتو ته د اسانتیاوو برابرولو په تړاو خبرې کړې دي او په خبره یې پاکستاني مسوولینو د تازه مېوې پر صادراتو پنځوس سلنې تعرفې کمولو ژمنه ورسره کړې دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، عبدالباقي بينا خپل نظر داسې شریکوي: “زموږ پلاوی اسلام آباد ته تللي او پاکستان ژمنه کړې، چې تعرفه به پنځوس سلنه کړي، ترڅنګ يې دلته موږ هم په ولایتی کچه د پاکستان له قونسلګرۍ سره د حاصلاتو د ښه لېږد لپاره خبري پېل کړی او ډاډ ورکوو، چې سږ کال به اسانتیاوي زياتي وی”.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو پربنسټ د تېرکال پرتله دغه ولایت د انګورو سږنیو حاصلاتو کیفیت ښه دی او د اټکل له مخې به ۲۰۵ زره ټُنه د انګورو حاصلات ترلاسه شي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست ویاند، محمد حنيف حقمل و ویل: “په کلني ډول به دوه سوه پنځه زره ټنه به حاصل د انګورو ترلاسه کړو، سږ کال افتونه کم او کېفيت د انګورو ښه دی”
د سیمهییزو مسوولینو د معلوماتو پربنسټ تېرکال له دغه ولایت څخه ۲۶ زره ټُنه انګور د څه باندې اته میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت له هېواده دباندې صادر شوي وو.
کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې تېر کال د کرنې په سکټور کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو له خوا شاوخوا ۱۹۲ میلیون ډالر لګول شوي او ۲۳۵ پانګهوالو ته د څه باندې ۱،۴ میلیارد افغانیو پانګونې زمینه هم برابره شوې ده.
د حکومتي ادارو د یوه کال لاستهراوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خپلې د تېر ۱۴۴۶ هجري قمري کال لاستهراوړنې وړاندې کړې.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کرنې وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ملا اغاجان اخند وویل چې تېر کال د کرنې برخه کې د پانګونې د جذب په موخه ۲۳۵ پانګهوالو ته د څه باندې ۱،۴ میلیارد افغانیو پانګونې زمینه برابره شوې او همدارنګه د ۱۱۸ ملي او نړۍوالو بنسټونو له لوري د شاوخوا ۱۹۲ میلیونه ډالر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ پروژو کې لګول شوي دي.
د هغه په خبره، د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې د ازادې داوطلبۍ له لارې د څه باندې ۳۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۶۴ شرکتونو ته ۸۶ قراردادونه ورکړل شوي دي.
همدارنګه په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان وویل چې دغه وزارت د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه په لسو ولایتونو کې ۱۳۸ چکډیمونه جوړ کړي دي.
فیضان وايي، طبیعي سرچینې او ځنګلونه د هېواد له ملي شتمنیو شمېرل کېږي چې د کرنې وزارت له خوا یې ساتنه او بیارغونه په جدي توګه روانه ده او دغه وزارت هڅه کوي چې د هېواد ځنګلونه پراخ کړي.
نوموړي دا هم وویل چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وچکالۍ د عواملو کمولو او د هغې د منفي اغېزو د کچې ټیټولو او مخنیوي په موخه، دغه عوامل پېژندلي او له نورو ادارو سره یې شريک کړي څو لازم اقدامات ترسره شي.
دغهراز، په یاده غونډه کې د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل چې تېر کال له همکارو بنسټونو او خصوصي سکټور سره په همغږۍ په ټول هېواد کې سلګونه شنې خونې او د مېوو باغونه جوړ شوي.
عثماني زیاته کړه، د کرنیزو فعالیتونو د لا غوړېدا په موخه په ۳۴ ولایتونو کې بزګرانو ته د غنمو څه باندې ۴۳ زره مټریک ټنه تخم، کیمیاوي سره او د سبو، زغفران، پنبې، هنګ او نورو درملیزو بوټو سلګونه ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
نوموړی وایي، تېر کال د کرنې وزارت کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکټور ته د مرابحې او مضاربت خدمتونو له لارې د کرنې پراختیا له صندوقه ۱،۴ میلیارد افغانۍ ورکړې دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال څه باندې ۲۵۰ زره نیالګي تولید شوي او د هېواد په کچه د نیالګیو اېښودو کمپاینونو له لارې څه باندې ۱۰۰ میلیونه نیالګي او قلمې اېښودل شوي دي.
بلخ کې یوه تولیدي شرکت د لومړي ځل لپاره اروپا ته د ۲۱ ټنه صابونونو یوه کڅوړه صادر کړه.
د دغه شرکت مسوولین وایي، لندن ته یې د دغه محصول د صادرولو پنځه کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د خصوصي شرکت اجراییوي رییس، رسولداد امیني و ویل: «دا درېیمه جوپه ده چې موږ یې بهر ته صادروو. لومړۍ مو تاجیکستان او ازبیکستان ته صادرې کړي او نن مو له اسیا، اروپا ته پرمختګ وکړ او د انګلستان لندن ښار ته صادر شوې ده.»
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې دغه صادرات د افغانستان د تولیدي او خصوصي سکټور د پراختیا نوی فصل بللی او د صنعتکارانو د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس، امیر محمد متقي و ویل: «دغه نوښتونه ښیي چې افغاني تولیدات د کیفیت له پلوه په نړۍوالو معیارونو برابر دي او بازار ته د وتلو توان لري.»
د خصوصي سکټور غړي ټینګار کوي چې افغان صنعتکاران او پانګوال باید د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه د صادراتو په برخه کې هڅې وکړي.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، اسدالله اسدي و ویل: «دا چې سیاسي خپلواکي مو ترلاسه کړه نو اوس اړتیا ده چې اقتصادي خپلواکي هم ترلاسه کړو، تر هغو چې خپله اقتصادي خپلواکي ترلاسه نه کړو او د صادراتو او وارداتو توازن برابر نه کړو، خپل عزت نشو ترلاسه کولای.»
د بلخ د کانونو او صنایعو خونې رییس، امامالدین صنایعزاده و ویل: «هغه کډوال چې راځي باید ورته کاري زمینې رامنځته شي، تر کومه به نورو ته اړ یو؟»
د یادونې ده، چې دا مهال له افغانستانه کرنیز محصولات، غالۍ، دودیزې جامې، ګران بیه ډبرې او ګازي مشروبات اروپايي هېوادونو ته صادریږي
ایران اعلان کړی، چې پر ریلګاډي د لېږد رالېږد د ودې او د سیمهییزو مسافرینو د سفر د زیاتوالو لپاره د افغانستان، ترکیې او ترکمنستان په ګډون ګاونډ هېوادونو ته به درې نوې لارې جوړې کړي.
د ایران د اوسپنېپټلۍ مشر او د سړکونو او ښاري پراختیا مرستیال وزیر جبارعلي ذکري د یکشنبې پر ورځ( د زمري پېنځمه ) پرس ټلویزیون ته ویلي، چې نوې لارې د سیمهییز ریلګاډي د نښلولو لپاره د ایران د اوږدمهاله پلانونو یوه برخه ده.
د ذکري د څرګندونو له مخې؛ له دې لارو څخه یوه مستقیمه کرښه ده، چې مسافر به له تهران او مشهد څخه د افغانستان هرات ښار ته رسوي.
هغه زیاته کړې، چې د دې لارې پیل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفري اسنادو د اړوند مسلو له حل سره تړاو لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا کرښه به په پیل کې هرات ته نږدې تر روزناک سټیشن پورې وغځیږي او د ایراني شرکتونو لخوا د پاتې ۷۰ کیلومټرو له بشپړېدو وروسته به هرات ته وغځول شي.
دوهیمه لار به له تهران څخه د ترکیې پلازمېنې انقرې ته د مسافر وړونکې د ریلاوسپنېپټلۍ وي، چې د تهران او د ترکیې د وان ښار ترمنځ اوسنی لار به وغځوي. د دې لارې د کرایې او مالي اړخونو د ټاکلو لپاره د ایران او ترکي چارواکو ترمنځ خبرې اترې روانې دي او تمه ده، چې دا به په راتلونکو دوه میاشتو کې پیل شي.
درېیمه لار به د مشهد ښار د ترکمنستان له مرو ښار سره ونښلوي.
ذکري هیله څرګنده کړې، چې دا لار کولی شي د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د ایران د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لار اواره کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اورګاډي دا کرښه به د ایران مسافرینو ته له ازبکستان او تاجکستان سره د لاسرسي وړتیا شونې کړي.
له کلونو راپدېخوا افغانستان د اورګاډي له پراخې شبکې بېبرخې و او یوازې ریلي محدودې لارې د هېواد په پولو کې فعالیت کاوه. په تېرو دوه لسیزو کې د بېخبنا اړوند دا پراختیایي پروژې پر بهرنۍ پانګونې او سیمهییزې همکارۍ پیل شوې دي.
د وچې میوې ځینې صادرکوونکي وایي، د دغو میوو د صادراتو پر وړاندې ستونزې په بې مخینې ډول زیاتې شوي دي.
د دوی په وینا، د روښانه پلان نشتوالي، لوړو لګښتونو او د صادراتي اسنادو د ارزونې په بهیر کې ځنډ، دا صادرات له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
سوداګر، محبوبالله محمدي په دې اړه داسې وايي: «نه یوازې دا چې موږ په واګه بندر یا نورو سوداګریزو بندرونو کې ستونزې لرو بلکې، کاغذپراني دومره زیاته شوې چې زموږ مالونه تر یوې یا دوه اونیو ځنډیږي. یو ډیپارټمنټ په یوه ځای کې وي او بل په بل ځای کې نو منظم صادراتي بهیر موږ نه لرو.»
پر دې سربېره، د وچو مېوو د صادروونکو ټولنه هم په دې برخه کې د مخ په زیاتېدونکو فشارونو خبرداری ورکوي. د واګه بندر د دروازې تړل کېدل، د چابهار بندر لوړ لګښتونه، د هوايي دهلیزونو بېثباتي او د بانکي ستونزو او سوداګریزو ویزو ترڅنګ نورې مسألې د صادروونکو پر وړاندې لوی خنډونه بلل شوي دي.
د کابل د وچو مېوو د صادرونکو د اتحادیې رییس، عبدالقاسم امرخیل هم وايي: سوداګرۍ وزارت سره مو دا خبره شریکه کړې ده. د سوداګرۍ او پانګونې له خونې سره مو شریکه کړه. موږ د افغانستان له اسلامي امارته غواړو چې له الوتکو سره خبرې وکړي څو زموږ مالونه په نورمال ډول له هوايي ډګره بار شي.
بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د وچو میوو د صادراتو لپاره د هند د بازارونو اهمیت ته اشاره کوي او له اړوندو بنسټونو غواړي چې دا ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزی بیا وايي: «دننه افغانستان کې چې کومې ستونزې دي، دا زموږ په اند حل کېدونکې دي. خو هغه ستونزه چې موږ یې له هند سره لرو او هغه پیسې چې له موږ اخیستل کیږي، هغه باید راکمې شي.»
صادروونکي خبرداری ورکوي چې که دا ستونزې ژر حل نه شي، د افغانستان د وچو مېوو صنعت به له ځوړ سره مخ شي او لسګونه زره کروندګر او تولیدونکي به هم زیانمن شي.
د یو سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره د نظریاتو پراختیا
د افغانستان د اقتصادي لید په اړه نور هم ولولئ سرچینې
د دې میاشتنۍ سرچینې وګورئ
© 2025 د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې لپاره د چاپ حق خوندي دی