د افغانستان اقتصادی لید

جون 2023

Empty niche where one of two colossal Buddhas stood prior to their destruction by the Taliban in Bamiyan, Afghanistan.
© Torsten Pursche/Fotolia

د کال په لومړۍ ربع کې د هېواد صادرات د ۳۵۰مېلیون ډالرو له پولې واوښتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغانستان په روان هجري لمریز کال کې سیمه‌ییزو هېوادونو ته د څه باندې ۳۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي.

د دغه وزارت په وینا، دغه شمېر د تېر کال د درې لومړنیو میاشتو پر تله پنځه سلنه زیاتوالی ښي او ډېری دغه صادرات پاکستان، هند، چین او ایران ته شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ ډېری صادراتي توکي تازه مېوه، وچه مېوه، طبي بوټي، غالۍ او زعفران وو او همدارنګه هندوستان، پاکستان، چین او ایران او لوېدیځو هېوادونو ته صادر شوي دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، نړۍوال مارکېټ په ځانګړې توګه روسیه د افغانستان تولیداتو ته اړتیا لري او د هوايي دهلیزونو فعالېدل د صادراتو د کچې په لوړېدو کې ګټور دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«دا چې مرکزي اسیا او ایران یو شان مېوه لري، موږ هلته ډېر مارکېټ نه‌لرو. په روسیه کې [مارکېټ] لرو؛ خو له بده‌مرغه د ټرانزیټ له لارې د منځنۍ اسیا درې، څلور هېوادونه تېرېږي، ستونزې رامنځته کوي او موږ نه‌شي کولای چې هلته ورسېږو.»

له دې سره سم، د اقتصادي مسایلو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې په صادراتو کې زیاتوالی د هېواد د عوایدو د کچې په زیاتېدو کې اغېزناک پرېوځي.

اقتصاد پوه آذرخش حافظي په دې هکله وايي:« زموږ د صادراتو زیاتوالی د ملي پیسو د ارزښت د ټینګښت، د بهرنۍ سوداګرۍ د بیلانس د توازن، په نړۍوالو بازارونو کې د پېر د ځواک لوړېدو او همدارنګه د هېواد د اسعاري بیلانس د توازن لامل کېږي.»

تر دې مخکې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې له افغانستانه د څه باندې دوه مېلیارد ډالرو په ارزښت صادارت شوي، چې ډېره برخه یې پاکستان، هند، چین، ایران او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

چین د افغانستان د غالیو لپاره ګټور بازار دی

چین د افغانستان د لاسي غالیو، جلغوزیو او نورو کالیو په ګډون د یوه ګټور بازار پر لوري چټک ګامونه اخلي.

په کابل کې غالۍ اوبدونکي صفي الله د چین له شینهوا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي؛ هڅه کوي، چې د چین بازار ته ډېرې غالۍ تولید کړي.

صفي الله شینهوا ته دا هم ویلي؛ د لاسي او لوړ کیفیت لرونکيو غالیو غوښتنه په [چینایي] بازار کې مخ پر ډېريدو ده.

د صفي الله بېوزله کورنۍ له چین څخه پر مننه د دې بازار په اړه ډاډ څرګندوي او وایي، چې له اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون لپاره دا یوه ښه فرصت دی.

د کابل او د چین د شمال لویدیځ ښار ارومچي ترمنځ د مستقیمې الوتنو له پیلیدو سره تمه کیږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د غالیو په ګډون سوداګري زیاته شي.

د افغانستان د غالیو اتحادیې یوه غړي سید بلال فاروقي شینهوا ته ویلي: چین ته د افغان غالیو صادرات د پام وړ ډېر شوي، چې له کبله یې مونږ زیاتې غالۍ پلورو او په دې توګه راته د دې صنعت په برخه کې د کارګرانو د استخدام اسانتیا هم راپر برخه کیږي.

د غالیو د تولیدوونکیو او صادروونکیو اتحادیې د څرګندونو له مخې، افغانستان په تېرو دوه کلونو کې چین ته څه باندې یو میلیون متر مربع غالۍ صادرې کړې دي.

د غاليو په څېر د افغانستان جلغوزي هم د افغانستان یو صادراتي بازار لرونکی توکی دی.

د اقتصاد وزارت اټکل کوي، چې حکومت به په راتلونکیو څو کلونو کې د جلغوزیو له صادراتو څخه په ځانګړي توګه چین ته د کال شاوخوا دوه میلیارد دالر عاید ولري.

له کندهاره پاکستان ته د انګورو صادرات پېل شول

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ ټنه انګور په يخجالي موټرو کې پاکستان ته صادريږي.

د کندهار له ژړۍ ولسوالۍ څخه پاکستان ته د انګورو صادرات مخ پر ډېرېدو دي.

د کندهار له دغې لويديځي ولسوالۍ څخه هره ورځ شاوخوا شل يخچالي کانتنره انګور، چې تقریبا ۴۰۰ ټنه کیږي؛ پاکستان ته صادريږي.

بڼوال د کندهار د انګورو حاصلات د تېر کال پر پرتله زيات او باکیفیته بولي او د خپلو حاصلاتو پر راټولولو او بسته بندۍ کار کوي.

بڼوال قدرت الله وایي: ډېره هڅه احنياط کوو؛ يو وارې يې پر اره رېبو، بيا يې بیاتي کوو، په جالې کې ږدو، تېلر ته یې پورته کوو او بيا ورته د سړخونې کولر لګوو، چې يخ شي او خراب نشي بيا يي بهر ته استوو.

د انګورو سوداګر د صادراتو په برخه کې د دغه ولایت سپين بولدک په ولسوالۍ کې د اسانتیاوو د زياتوالي غوښتنه کوي.

 د انګورو سوداګر وایي؛ د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په کمرګ کې د مخکنۍ هوکړي خلاف د دوی يخچالي موټر او میوه پلټل کیږي، چې په خبره یې که دا کار دوام وکړي د انګورو د صادراتو بهير به اغېزمن کړي.

د انګورو سوداګر سعدالله ویلي: له پرون څخه زمونږ انګور شروع شول. نن سهار مو کانتينر حرکت وکړ. دلته مونږ له نورو ستونزو او مشکلاتو سره نه يوو مخ شوي یوازې په ګمرک کې يې موتر ودراو، چې جر په کې وهو.

د انګورو یو بل سوداګربسم الله نومي ویلي؛ زمونږ په يخچالي موټرانو کې انګور يخ شويدي. دا، چې د کانتينر دروازه خلاصه شي توده هوا ورځي او انګور دستي خرابيږي. دا کار مونږ ته په سلو کې اويا او اتيا سلنه تاوان کوي.

د کندهار د تازه میوې د کمیسيون مشر بيا وایي؛ په سپين بولدک ولسوالۍ کې د انګورو د صادراتو پر وړاندي رامنځته شوې ستونزه لويه نده او دوی يې د اواري په لټه کې دي.

د کندهار د تازه میوې د کمیسيون مشر حاجي نانی وایي: د دې ستونزې په اړه مونږ د ګمرک له ریيس سره په اړیکه کې يوو. ان شاالله د ګمرک ریيس او د ولايت مقام پروسږکال له مونږ سره ډېره همکاري کړې وه. ان شاالله دا ستونزه به هم حل شي. هره ستونزه، چې وي هغه پر همغږۍ او خبرو حليږي.

تېر کال له کندهاره ټولټال ۲۵۰ زره ټنه تازه میوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې وې؛ خو سږ کال د مسوولانو د څرګندذونو له مخې د میووو د ډېر حاصل له کبله به د صادراتو کچه د تېر کال پر پرتله زياته وي.

د مسو عینک کان د پروژې پیل له ستونزو سره مخ دی – چینايي شرکت

د دغه شرکت مرستیال جان جې کای ويلي، ځینې ستونزې لکه د مسو عینک کان د شاوخوا ځمکو استملاک د دې پروژې د کار د نه‌پیل پر وړاندې ستر خنډ دی، چې شرکت یې په یوازې ځان حل کولی نه‌شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د مسو عینک کان قرارداد دې بیا وکتل شي او اسلامي امارت باید پر تعدیلاتو له دغه شرکت سره خبرې وکړي.

جان جې کای ټینګار کړی: هیله من یوو، چې اسلامي امارت او شرکت د خبرو له لارې ګډ ټکي پیدا کړي؛ اختلافات له منځه یوسي او له حل کولو سره یې د سیمې د خلکو پر ګټه د پروژې ودانیزې چارې پیل کړو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال عتيق الله عزيزي په دغه پروګرام کې ويلي، چې دوى د مسوعينک کان د لرغونو اثارو د لېږدونې او پاتې شونو د خوندي کولو طرحه جوړه کړې ده.

هغه زیاته کړې: مونږ د اړوند سیمې د لرغونو اثارو د لېږد او پیاوړتیا لپاره له یوه شرکت سره د همغږۍ  په حال کې یوو او هڅه کوو، چې د دغې پروژې عملي کار پیل کړو.

د کانونو او پترولیم وزارت استازي شکرالله ويلي؛ وزارت هڅه کوي، چې د مسو عینک کان عملي کار پیل شي.

نوموړی وایي، چې دا وزارت د دغې پروژې په اړه د شته اختلافاتو د حل لپاره له چینايي شرکت “MJAM” سره خبرې روانې ساتلي دي.

د کانونو او پترولیم وزارت استازی ټینګار کوي: دا وزارت د دغې پروژې په اړه د اختلافاتو د حل لپاره خبرې اترې کوي او هڅه کوو، چې د دې کان د استخراج عملي چارې پیل شي.

چینایي شرکت “MJAM” د ۱۳۸۷ لمریز لېږدیز کال په غویی میاشت کې د مسو عینک کان قرارداد ترلاسه کړ؛ خو له هغه وخت راپدیخوا د امنیتي ستونزو او د کانونو په سیمه کې د لرغونو اثارو د شتون له کبله یې د کان کیندنې څخه ډډه کړې ده.

زموږ خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

© 2023 د چاپ حق د AELSO انسټیټیوټ لپاره خوندي دی.